• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو له ایران څخه د یوې افغان مېرمنې او د هغې د ماشومانو د قاتلینو د نیولو غوښتنه کړې

۵ زمری ۱۴۰۴ - ۲۷ جولای ۲۰۲۵، ۱۸:۵۵ GMT+۱

په ایران کې د طالبانو د سفارت سرپرست په تهران کې د یوې افغان مېرمنې او د هغې د درېیو ماشومانو د وژنې له امله د وژل شویو له کورنۍ سره غمشريکي کړې او ویلي یې دي، چې دا قضیه به له ایراني چارواکو سره په جدي ډول تعقیب کړي.

په ایران کې د طالبانو سرپرست سفیر فضل‌محمد حقاني په تهران کې له هغې افغان کورنۍ سره لیدلي، چې د کورنۍ یوه غړې یې له درېیو ماشومانو سره یو ځای په وروستیو ورځو کې په بې‌رحمانه ډول وژل شوي.

د طالبانو د سفارت په اعلامیه کې راغلي: «ښاغلي فضل‌محمد حقاني د دې پېښې له کبله ژوره خواشیني څرګنده کړه او د قربانیانو له کورنۍ سره یې د غمشریکۍ لپاره مستقیمه لیدنه کړې.»

حقاني زیاته کړې، چې د یاد جنایت موضوع یې د ایران له اړوندو چارواکو سره شریکه کړې، ترڅو د پېښې عاملین ونیسي.

د سفارت په اعلامیه کې راغلي: «دا قضیه به له ایراني مقاماتو سره جدي وڅېړل شي، ترڅو عاملین یې وپېژندل شي او د خپلو کړنو سزا وویني.»

دا په داسې حال کې ده، چې یوې ایراني رسنۍ د یکشنبې په ورځ راپور ورکړ چې د تهران په سوېل کې د یوې ځوانې افغانې مېرمنې او د هغې د درېیو ماشومانو مړي موندل شوي دي. صراط نیوز وېب‌پاڼې لیکلي چې مېرمن په چړو وژل شوې او د هغې درې ماشومان زندۍ شوي دي.

په راپور کې راغلي، چې د تهران په سوېل کې له مرتضی ګرد سیمې څخه یوې ایرانۍ مېرمنې پولیسو ته زنګ وهلی او خبر یې ورکړی، چې ګاونډي یې له څو ورځو راهیسې نه‌ښکاري او له کور څخه یې بد بوی راځي. کله چې پولیس کور ته ورغلي، د یوې مېرمنې او د درېیو ماشومانو مړي یې موندلي چې په وینو ککړ وو.

د مېرمنې عمر ۲۵ کاله او د درېیو ماشومانو عمرونه یو کال، دوه کاله او پنځه کاله ښودل شوي دي.

ایراني پولیس وايي، چې مړي یې د څېړنو لپاره عدلي طب څانګې ته وړي او تر دې دمه د پېښې لامل څرګند نه‌دی.

رسنیو ویلي، چې د دې مېرمنې خاوند تر دې پېښې وړاندې افغانستان ته تللی، خو معلومه نه ده چې هغه په خپله خوښه خپل هېواد ته تللی او که د ایران حکومت په زور شړلی دی.

یاده دې وي، چې په ایران کې مېشت افغان کډوال له اوږدې مودې راهیسې له ګڼو ستونزو سره مخ دي. یو شمېر یې وایي چې پر وړاندې یې تبعیضي چلند، فزیکي زور زیاتی او حتی د وژنې پېښې ورځ تر بلې ډېرېږي، خو اړوندې ادارې هېڅ جدي اقدام نه کوي.

په تهران کې یو افغان کډوال چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي، افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې وویل: «موږ دلته نه امنیت لرو، نه کار، نه تعلیم. کله چې داسې وحشتناکې پېښې پېښېږي، هېڅوک زموږ غږ نه اوري.»

د بشري حقونو یو شمېر سازمانونه لکه «د بشري حقونو د څار سازمان» او د «بښنې نړۍوال سازمان» پر ایران نیوکه کړې، چې له افغان کډوالو سره قانوني چلند نه کوي. د دوی په وینا، «افغانان په ایران کې له سیستماتیک تعصب سره مخ دي.»

په داسې حال کې چې ایران د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی، خو د کډوالو چارو اړوند همکاریو لپاره د دواړو لورو ترمنځ تخنیکي تماسونه شته. د طالبانو سفارت ټینګار کوي، چې د افغان وګړو د خوندیتوب لپاره به خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

په پروان کې په دوو ټرافیکي پېښو کې ۵ کسان مړه او ۴ نور ټپیان شوي

۵ زمری ۱۴۰۴ - ۲۷ جولای ۲۰۲۵، ۱۷:۱۸ GMT+۱

د پروان ولایت په سالنګ ولسوالۍ کې نن یکشنبه په دوو جلا ټرافیکي پېښو کې ۵ کسان مړه شوي او ۴ نور ټپیان دي. دغه پېښې د سالنګ په کوکلامي او اولنګ سیمو کې شوې دي.

د طالبانو د پروان ولایت د امنیه قوماندانۍ مسوولین وايي، لومړۍ پېښه نن سهار شاوخوا ۷:۳۰ بجې د سالنګ ولسوالۍ د کوکلامي درې په سیمه کې هغه مهال رامنځته شوه، چې یو ډاټسن موټر د ولسوالۍ پر لارې له سړکه منحرف شو او سیند ته ولوېد. د دغې پېښې له امله یو تن مړ شو او ۳ نور ټپيان شول.

د سرچینې په وینا، دویمه پېښه هم نن یکشنبه مازدیګر مهال شاوخوا ۴ بجې د اولنګ په سیمه کې هغه مهال رامنځته شوې چې یو پاسو ډوله موټر له سویله شمال ته روان و او له مقابل لوري څخه د اوړو بار وړونکي موټر سره یې ټکر وکړ.

په دې پېښه ۴ کسان مړه شوي او یو بل ټپي دی.

په سالنګونو کې د موټر چلوونکو له لوري بې احتیاطي او د لارې خرابوالی د ټرافیکي پېښو رامنځته کېدو لاملونه ګڼل کېږي.

د افغانستان انټرنشنل پښتو انلاین سروې: د طالبانو په واکمنۍ کې ۵۲ سلنه خلک بې‌کاره دي

۵ زمری ۱۴۰۴ - ۲۷ جولای ۲۰۲۵، ۱۵:۰۵ GMT+۱

د افغانستان انټرنشنل-پښتو په یوه انلاین سروې کې له ۵۲سلنه ډېرو ګډونوالو ویلي چې بې‌ کاره دي، خو ۳۶سلنه نور وايي، کار لري.

دا سروې، چې په فیسبوک کې ۸،۷۰۵ کسانو او په ټویټر کې۲۵۴ کسانو پکې برخه اخیستې، ښيي چې د بېکارۍ نرخ د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت تر اعلان کړې شمېرې ۲۲سلنه لوړ دی.

طالبانو، چې له ۲۰۲۱ کال راهیسې د واک تر بیا نیولو وروسته د اقتصاد او کار په تړاو اړتیا وړ معلومات نه خپروي، د بیکارۍ بحران په رسمي ډول منلی، خو دا کچه یې ۳۰سلنه ښودلې، چې د اقتصادي کارپوهانو په باور، خورا محافظه کارانه ده.

د افغانستان انټرنشنل پښتو پر ټویټر او فیسبوک د نارسمي سروې د شمیرو د کچې له مخې، ټولیزه پایله ښيي چې شاوخوا ۵۲،۱ سلنه ګډونوال بې‌کاره دي. دا نتیجه د طالبانو د ۳۰سلنه بېکارۍ له رسمي ادعا شاوخوا ۲۲سلنه لوړه ده.

د افغانستان انټرنشنل پښتو په فېسبوک کې خپره شوې سروې، چې ۸،۷۰۵ کسانو پکې برخه اخیستې، ښيي چې۵۲ سلنه بې‌ کاره، ۳۶سلنه کارلرونکي، ۷ سلنه کله ناکله کارلرونکي دي او ۵ سلنه نورو کسانو ویلي، چې په دې اړه نظر نه لري.

100%

په ورته وخت کې پر اېکس په ورته سروې کې ۲۵۴ کسانو برخه اخیستې، چې ۵۵،۱ سلنه کسان وايي، کار نه لري، خو ۳۶،۶ سلنه نورو ویلي، چې کار لري. دغه راز ۳،۱ سلنه کسانو ویلي چې کله‌ناکله کار لري او ۵،۱ سلنه نورو ویلي، چې نظر نه لري.

که څه هم دا سروې انلاین ترسره شوې، خو تر عددونو ډېر، د خلکو تبصرې د ستونزو، بې‌باورۍ او اقتصادي فشار ښکارندويي کوي.

سره له دې چې طالبان وایي ۳۰سلنه خلک بې‌کاره دي، ډېری تبصرې ښيي چې ریښتینې کچه ښایي ۸۰ سلنه یا تر هغې هم لوړه وي.

د مالک جواد په نامه یو تن ویلي، چې «۹۵خلک بې‌کاره دي، نیمايي خلکو رواني تکلیفونه پیدا کړي او ان ځینې له فقره ځانونه وژني. غټو خېټو والا مزې کوي».

ځینو خلکو بیکاري د الهی ازموینې یا قسمت په توګه تعبیر کړې.

100%

د الهام جان په نامه یو تن ویلي، « رزق د الله ج له خوا دی. شکر ادا کوه، نهیلی کېږه مه».

خو یو بل تن تبصره کوونکي ابو طلحه التوحیدي د طنز له لارې خپل حالت تشریح کړی او وايي، « یوه چا ته یې ویلي وو چې څه کار کوې؟ هغه ورته ویلي و چې له ماما سره ګرځم».

د عجب ګل شیرزي په نامه یو تن پر انلاین سروې نیوکه کړې او ویلي یې دي، چې « داسې سروې غلطه ده. څوک چې بېکاره وي، هغوی انټرنېټ ته هم لاسرسی نه لري».

طالبان: د اقلیم بدلون په برخه کې د څه باندې ۴۰ میلیونه ډالرو پروژې ترلاسه شوې

۵ زمری ۱۴۰۴ - ۲۷ جولای ۲۰۲۵، ۱۴:۴۳ GMT+۱

د طالبانو د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د خپل کلني راپور په ترڅ کې ویلي چې د اقلیم بدلون او چاپېریال ساتنې په برخو کې یې له نړۍوالو سرچینو د ۴۰ اعشاریه ۴ میلیونه ډالرو په ارزښت یو شمېر مهمې پروژې ترلاسه کړې دي.

د دغې ادارې د پالیسۍ او مسلکي چارو مرستیال زین العابدین عابد د یکشنبې په ورځ، د زمري پرپنځمه، په کابل کې په یوه خبري ناسته کې وویل، چې له اقلیم‌ سره د سازګاره اوبو او اب‌ریزو پروژه د GEF له صندوق څخه د ۲۰ میلیونه ډالرو په ارزښت، د کم کاربن خپروونکو لارو چارو پروژه د GEF له خوا د ۱۰ میلیونه ډالرو په ارزښت، له اقلیم بدلون سره د مبارزې ټولنمحوره پروژه د GEF/LDCF له لارې د نږدې د ۹،۹ میلیونه ډالرو په ارزښت او د مونتریال پروتوکول اړوند د Multilateral Fund له لوري څلور پروژې منظورې شوې دي.

نوموړي زیاته کړه، چې د HCFC ملي موجودي پروژه د ۹۰ زره ډالرو په ارزښت، د اوزون واحد او بنسټونو د تقویت پروژه د ۱۹۲ زره ډالرو په ارزښت او د HCFC مدیریت دوه پروژې په ترتیب سره د ۲۸ زره او ۱۸۰,۹۰۸ډالرو په ارزښت تايید او ترلاسه شوې چې په مجموع کې ټول ارزښت یې ۴۰،۴میلیونه ډالرو ته رسېږي.

زین العابدین عابد د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د راپور ورکولو په ترڅ کې زیاته کړه چې د افغانستان د ملي ستراتیژۍ او د NDC سندونو بیا کتنه بشپړه شوې او په نږدې راتلونکي کې به د ملګرو ملتونو د اقلیم بدلون برخي ته وړاندې شي.

د عابد په وینا، په تېر کال کې د چاپېریالي معیارونو د ټینګښت لپاره نهه مهمې لارښوونې نافذې شوې چې د تصفیه‌خانو، لوړپوړو ودانیو، فابریکو، طبي لابراتوارونو، د موټرو ترمیم‌ځایونو او یو شمیر نورو فعالیتونو لپاره پکې مشخص چاپېریالي اصول وضع شوي دي.

د دغې ادارې په وینا، د نړیوالو کنوانسیونونو مطابق د ژویو نړۍوالې سوداګرۍ لپاره ۱۶۶ جوازونه صادر شوي او همداراز د مرغانو او نورو څارویو د ښکار، قاچاق او غیرقانوني پلور ضد اقداماتو له لارې ۱۵۷۵۵ حیوانات او مرغان له نیول کېدو وروسته بېرته په طبیعت کې ازاد شوي او عاملین یې هم د قانون منګولو ته سپارل شوي دي.

د جرمني د برلین او هامبورګ ښارونو ترمنځ د افغان کډوالو پر سر ناندرۍ راپورته شوې

۵ زمری ۱۴۰۴ - ۲۷ جولای ۲۰۲۵، ۱۴:۳۵ GMT+۱

په جرمني کې د څلورو افغان کډوالو د کلیسايي پناه قضیې د برلین او هامبورګ ښارونو ترمنځ ناندرۍ رامنځته کړې دي. دغه افغانان د دوبلین قانون له مخې باید سویډن ته انتقال شوي وای، خو د کلیسايي پناه له امله دغه مهلت پای ته رسېدلی او اوس د دوی د پناه غوښتنې مسوولیت د جرمني غاړې ته لوېدلی.

د جرمني د پلازمینې برلین او هامبورګ ښارونو ترمنځ د څلورو افغان کډوالو د کلیسايي پناه قضیه، چې ویل کیږي عیسیوي مذهب یې منلی، ناندریزه شوې ده.

دغه افغان کډوال چې مخکې یې په سویډن کې ژوند کاوه، د ډوبلن مقرراتو له مخې باید سویډن ته لېږدول شوي وای، خو د کلیسايي پناه په نوم د لنډمهالي خوندي ځای ترلاسه کولو له امله د دوی انتقال ځنډېدلی دی.

د ډوبلن قانون له مخې، کله چې یو پناه غوښتونکی په لومړي اروپایي هېواد کې خپل غوښتنلیک ثبت کړي، یاد هېواد د هغه د کډوالۍ د پروسې مسوولیت لري، خو د یادو څلورو افغانانو قضیه له دې امله لانجمنه شوې، چې هغوی ته د برلین یوې کلیسا پناه ور کړې وه او د دوو تنو د انتقال قانوني مهلت پای ته رسېدلی. اوس د هغوی د پناه غوښتنې مسوولیت جرمني ته انتقالیږي.

د جرمني د مسیحي ډیموکرات او مسیحي سوسیال اتحادګوندونو دپارلماني ډلې مرستیال ګونتر کرینګ ویلي دي چې کلیسايي پناه باید یوازې د استثنایي او سختو مواردو لپاره وکارول شي، نه دا چې د ډوبلن قانون له مخې د پناه غوښتونکو دانتقال د ځنډولو وسیله شي.

هغه ټینګار کړی چې که کلیساوې د دې خلکو د انتقال مخه نیسي، نو باید د دوی اوږدمهاله مالي او ټولنیز مسوولیت هم پر غاړه واخلي.

د هامبورګ ښاروال برلین تورن کړی چې د دغو افغانانو د اخراج مخنیوی یې کړی.

هغه د برلین ښاروال ته په لیک کې ویلي، چې له کلیسايي پناه ناوړه ګټه اخیستل شوې او د قانوني پریکړو د پلي کېدو مخه نیول شوې ده، خو د برلین اداره وايي، دا اخراج یوازې د هامبورګ مسوولیت و.

د هامبورګ ښاروال پیټر چینشر زیاته کړې، چې د کلیسايي پناه له سیستم نه ناوړه ګټه اخیستل کیږي او دا وضعیت باید پای ته ورسیږي، ځکه پناه غوښتونکي د قانوني انتقال پر مهال په کلیساوو کې ساتل کېږي.

برلین هامبورګ ته وړاندیز کړی و چې د دغو افغانانو د نیولو لپاره خپل پولیس وکاروي او هغوی د عملیاتو لپاره چمتووالی هم نیولی و، خو د مهلت له پای ته رسیدو څو شیبې وړاندې د هامبورګ د کورنیو چارو وزارت د مداخلې له امله پولیس له عملیاتو لاس پر سر شول.

په دې شخړه کې شامل افغان کډوال ویریږي، چې که بیرته افغانستان ته واستول شي د خپلې مسیحي عقیدې له کبله به له خطر سره مخ شي. دغو افغان کډوالو د برلین د پروتستانو په یوه ایوانجیلي لوتراني کلیساکې پناه اخېستې ده.

د کلیسا پادري ګوتفریډ مارټینز ویلټ تلویزیون ته په مرکه کې ددغو افغان پناه غوښتونکو دفاع وکړه او ویې ویل، چې د هامبورک ښاروال غواړي په افغانستان کې مسیحیان ووژل شي.

ټي ټي پي په خېبر کې د عشر اخېستل تر دویم امر پورې وځنډول

۵ زمری ۱۴۰۴ - ۲۷ جولای ۲۰۲۵، ۱۴:۱۶ GMT+۱

د پاکستان طالبانو غورځنګ له خپلو وسله والو جنګیالیو غوښتي، چې تر امرثاني پورې په خیبر کې له اپریدي قوم څخه عشر وانخلي. ټي ټي پي په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دا پرېکړه د اپریدي قوم له غوښتنې وروسته شوې ده. یاده ډله د پاکستان په مختلفو سیمو کې له خلکو عشر او چندې ټولوي.

تحریک طالبان پاکستان، چې په پاکستان کې ممنوعه ډله ګڼل کیږي، د یکشنبې په ورځ، د زمري ۵مه د یوې اعلامیې په خپرولو سره لیکلي چې د خېبرپښتونخوا په خېبر ولسوالۍ کې یې له خپلو ټولو وسله والو غوښتي چې نور دې له اپریدي قوم څخه عشر نه ټولوي او د سرغړونې په صورت کې به د خپلو وسله والو پرضد ګام واخلي.

د ټي ټي پي په اعلامیه کې راغلي:«څو ورځې وړاندې د جبر څخه په تنګ راغلي اپریدي قوم مشرانو د تحریک طالبان پاکستان له مشرتابه څخه وغوښتل چې په خیبر ولایت [ولسوالۍ] کې خپل لاس لاندې وسله وال دې د عشر له اخیستلو منع کړي».

ټي ټي پي وايي، د لارښوونو له مخې، ددوی هیڅ جنګیالي ته اجازه نشته چې له عامو خلکو عشر راټول کړي.

ټي ټي پي له اپریدي قوم څخه غوښتنه کړې، چې د پاکستان د ریاست په ګټه او ددې ډلې پرضد له تقریرونو او جرګو ډډه وکړي.

دې ډلې همدراز په خپله اعلامیه کې لیکلي چې د پاکستان ریاست او ادارې، په ځانګړې توګه پوځي جنرالانو په خېبر کې معدنيات، ځنګلونه او نورې سرچینې کنټرول کړي دي او له دوو لسیزو راهیسې یې ګڼ کوچني او لوی عملیات ترسره کړي دي.

ټي ټي پي ادعا کړې، چې د پاکستان پوځ د اپریدي قوم زیات شمېر کسان د عملیاتو پرمهال وژلي او ځینې یې ژوندي ورک کړي دي.

د پاکستان د طالبانو غورځنګ داسې مهال دا اعلامیه خپروي، چې له دې وړاندې په مختلفو سیمو کې عامو خلکو له دې او د نورو پاکستاني جنګیالیو ډلو له بونګو، عشر او چندو شکایتونه کړي دي.