طالبان: تېر کال له ۱۵ زرو څخه ډېر ښکار شوي حیوانات او مرغان بېرته طبیعت ته خوشې شوي

د طالبانو د چاپېریال ساتنې ملي اداره وایي، په تېرو ۱۲ میاشتو کې له ۱۵ زرو څخه ډېر ښکار شوي مرغان او حیوانات بېرته طبیعي چاپېریال ته خوشې شوي، څو د هېواد طبيعي تنوع وساتل شي او د حیواناتو د نسل د له‌منځه تلو مخه ونیول شي.