• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په اسلام‌اباد کې د افغان کډوالو د نیولو دوام؛ نن یو وار بیا ځیني افغانان نیول شوي

۵ زمری ۱۴۰۴ - ۲۷ جولای ۲۰۲۵، ۰۶:۵۴ GMT+۱تازه شوی: ۵ زمری ۱۴۰۴ - ۲۷ جولای ۲۰۲۵، ۰۸:۰۲ GMT+۱

د پاکستان په پلازمېنه اسلام‌اباد کې د افغان کډوالو د نیول‌کېدو پر دوام، پاکستاني پولیسو نن یک‌شنبه (زمري ۵مه) یو وار بیا ځیني افغانان نیولي او له ځان سره یې بېولي دي.

د اسلام اباد د بي‌۱۷ ښارګوټي ځینو اوسېدونکو افغانستان انټرنشل-پښتو ته ویلي چې پولیس نن سهار د دوی ښارګوټي ته ورغلي او د ښځو او ماشومانو په ګډون یې ځینې کورنۍ له ځان سره بېولي دي.

دوی وايي، اوس چې کابو ټول افغانان په دغه ښار ګوټې کې د ویزو د نه تمدید له کبله ویزې نه‌لري، نو هره شېبه د پولیسو له لوري د نیولو له ګواښ سره مخامخ دي.

د یاد ښارګوټې یوې اوسېدونکې مرسل «مستعارنوم» په دې اړه وايي: «د سهار چای لپاره کور کې ناست وو چې د پولیسو د راتګ اوازه شوه، که څه هم زموږ پلازې ته رانغلل، خو زموږ د څنګ له پلازې یې څو کورنۍ چې ښځې او ماشومان هم په‌کې وو، له ځان سره حاجي ته کمپ یوړې.»

په اسلام‌اباد کې د افغانانو شورا هم مني چې پولیس له تیرو ۱۱ ورځو راهیسې د دغه ښار په افغان مېشتو سیمو کې ګڼ افغانان نیولي دي.

په ورته وخت کې د پولیسو له لوري د افغانانو د نیولو ځینې ویډیوګانې هم په ټولنیزو رسنیو کې لاس په لاس کېږي چې ماشومان د خپلو مېندو او د کورنیو د غړو د نیولو له کبله پولیسو ته ژاړي او زارۍ ورته کوي، خو دوی یې په کیسه کې نه دي.

له تېرو څه باندې درېیو اوونیو راهیسې په پاکستان کې د افغان کډوالو لپاره د ویزو د تمدید لړۍ په ټپه درېدلې او ورسره هم‌هاله د پولیسو چانړیزو عملیاتو هم زور اخیستی دی.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۴

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۵

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

•
•
•

نور کیسې

په اسلام‌اباد کې پولیسو نن یو وار بیا ګڼ شمېر افغانان نیولي

۴ زمری ۱۴۰۴ - ۲۶ جولای ۲۰۲۵، ۰۸:۲۵ GMT+۱

په اسلام‌اباد کې مېشتو یو شمېر افغانانو نن (شنبه، زمري ۴مه) افغانستان انټرنشنل- پښتو ته ویلي چې پاکستاني پولیس بي۱۷ ښارګوټي ته ورغلي او ځینې کورنۍ یې له ځان سره بېولې دي.

دوی وايي چې پولیس له لویو موټرو سره د افغان کډوالو د استوګنې سیمې ته ورغلي او د ښځو او ماشومانو په ګډون یې ګڼ کسان نیولي دي.

د دغه ښارګوټې یوه اوسېدونکی چې نه غواړي نوم یې په راپور کې یاد شي وايي، د پولیسو د نیولو له وېرې له کوره وتلی؛ خو د پولیسو لوی موټر یې لیدلي چې له افغانانو ډک له دغه ښارګوټي وتلي دي.

په اسلام‌اباد کې د افغانانو د شورا مشر میوند عالمي افغان هم وايي چې پولیسو له تېرو ۱۰ ورځو راهیسې د اسلام‌اباد په بېلابېلو سیمو کې چاڼړیز عملیات پیل کړي دي. د افغان په خبره، پولیس هره ورځ په افغان مېشتو سیمو کې افغانې کورنۍ نیسي او حاجي کمپ ته یې لېږدوي.

که څه هم د تازه نیول‌شویو کسانو د کره شمېرې په اړه معلومات نشته؛ خو په اسلام‌اباد کې د افغانانو شورا وايي چې پولیسو په تېرو څه باندې ۱۰ ورځو کې د بې ۱۷ ښارګوټې په ګډون له افغان میشتو سیمو ګن کسان بېولي چې ځیني یې افغانستان ته هم ډیپورټ کړي دي.

له هغه وروسته چې په پاکستان کې د ویزو موده یوې میاشتې ته راکمه شوه او بیا له تېرو څه باندې درېیو اوونیو د ویزو د تمدید لړۍ په ټپه درېدلې؛ افغان کډوال له سختو ننګونو سره مخامخ دي.

طالبان وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې نږدې ۲۰ زره کډوال هېواد ته ستانه شول

۴ زمری ۱۴۰۴ - ۲۶ جولای ۲۰۲۵، ۰۷:۲۸ GMT+۱

د کډوالو ستونزو ته د طالبانو د رسېدنې کمېسیون وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې نږدې ۲۰زره کسان افغانستان ته ستانه شوي دي.

د طالبانو د ویاند مرستیال حمدالله فطرت نن (شنبه، زمري ۴مه) پر اېکس‌پاڼه د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېسیون د کاري راپور په خپرولو سره ویلي چې ډېری راستانه شوي له ایران نه راغلي دي.

د کډوالو ستونزو د رسېدنې کمېسیون په کاري راپور کې همداراز ویل شوي چې افغانستان کې د کډوالو د ستنولو لړۍ په ورځڼي ډول روانه ده. د راپور په یوې برخه کې ادعا شوې چې له دغو ډېریو راستانه شویو کډوالو سره د طالبانو له لوري مرستې هم شوي دي.

افغانستان په ورستیو څو اوونیو کې د کډوالو د بې‌ساري ستنېدنې له لړۍ سره مخامخ دی چې له کبله یې په کور دننه راستنېدونکي له ګڼو ستونزو ځورېږي او طالبانو هم ویلي چې نړۍوال دې د دغه کړکیچ په مهارولو کې د دوی لاسنیوی وکړي.

سورینس: طالبان لا هم لږکۍ ځوروي، او د امریکا پخواني همکاران په نښه کوي

۳ زمری ۱۴۰۴ - ۲۵ جولای ۲۰۲۵، ۲۳:۱۴ GMT+۱

د امریکا یو مخکښ بشري سازمان«ورلډ ریلیف» د پالیسۍ مشر سورینس وايي، سره له دې چې د افغان کډوالو لپاره د لنډمهالي خوندیتوب وضعیت ختم شوی، خو افغانستان لا هم بېرته ستنېدونکو لپاره خوندي نه دی، ځکه چې طالبان مذهبي لږکۍ او د امریکا پخواني همکاران په نښه کوي.

د ورلډ رېلیف په نوم د یو امریکايي خیریه سازمان د پالیسۍ او مدافعې مشر، ماتیو سورینس، وایي چې د امریکا حکومت تر اوسه افغانستان د خپلو وګړو لپاره ناامنه بللی، خو په داسې حال کې چې افغان کډوال له دې هېواد څخه د شړلو له ګواښ سره مخ دي.

سورینس وویل: «طالبان لا هم پر هېواد واک لري. هغوی لا هم مذهبي لږکي او هغه کسان ځوروي چې د امریکا له پوځ سره د همکارۍ شک پرې کېږي.»

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د جولای له ۲۲مې نېټې راهیسې، هغه ځانګړی قانون پای ته رسېدلی چې له مخې یې لسګونه زره افغانانو ته، چې له امریکايي ځواکونو سره یې همکاري کړې وه، د لنډمهالي خوندیتوب (TPS) اسناد ورکړل شوي وو.

یاد قانون له ۲۰۲۱ کال را وروسته پلی شوی و، هغه مهال چې امریکا خپل ځواکونه له افغانستانه وایستل، او طالبانو د افغانستان واک تر لاسه کړ.

د امریکا حکومت استدلال کوي چې وسله‌والې نښتې په افغانستان کې کمې شوي او اقتصادي وضعیت لږ څه ښه شوی، ځکه دا هېواد نور د موقتي خوندیتوب وړ نه دی. خو ګڼ شمېر کډوال، مدني فعالان، او د بشري حقونو سازمانونه دا پرېکړه تر وخت وړاندې او له واقعیتونو بې‌خبره ګڼي.

د ملګرو ملتونو یو راپور چې تېره اونۍ خپور شوی، ښيي چې طالبان هغه کسان په نښه کوي چې له بهرنیو هېوادونو بېرته ستانه شوي، او ان له ایران او پاکستانه شړل شوي کسان هم له ګواښ سره مخ دي.

سورینس وایي: «که د امریکا حکومت پخپله خپلو وګړو ته خبرداری ورکوي چې افغانستان ته مه ځئ، نو ولې هغه افغانان، چې له جګړې، مرګ، یا ځورونې تښتي، باید بېرته هماغه ځای ته واستول شي؟»

اوس مهال زرګونه افغان کډوال په امریکا کې د پناه غوښتنې دوسیې لري، خو د قضیې فیصله‌یې کلونه وخت نیسي. ځینې یې لا د مخه د ایستل کېدو حکمونه هم ترلاسه کړي دي.

نړیوال بشري سازمانونه له امریکايي چارواکو غواړي چې د افغان کډوالو د خوندیتوب پالیسي بیا وارزوي او هغو کسانو ته، چې له احتمالي ځورونې یا مرګ سره مخ دي، د پناه دوامداره لاره برابره کړي.

پرون ۱۷۲۹ کډوالې کورنۍ له ایران او پاکستانه افغانستان ته ستنې شوې

۳ زمری ۱۴۰۴ - ۲۵ جولای ۲۰۲۵، ۰۷:۵۹ GMT+۱

د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس جمعه (د زمري ۳مه) لیکلي، چې د پاکستان او ایران له لارې ۱۷۲۹ کورنۍ افغانستان ته راستنې شوې دي.

په اعلامیه کې راغلي، چې پرون د ننګرهار د تورخم له لارې۵۷، د نيمروز د ورېښمو پله له لارې ۳۴۸ او د هرات اسلام کلا له لارې ۱۳۲۴ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي.

اعلامیه زیاتوي، له دغه راستانه شویو کډوالو څخه ۶۴۸ کورنۍ خپلو سیمو ته استول شوي دي.

په تېرو وروستیو کې په پاکستان کې د افغان کډوالو نیونه او افغانستان ته یې د ستنولو لړۍ چټکه شوې ده.

په پاکستان کې هغه افغان کډوال هم شکایت کوي، چې دغه هېواد ته په پاسپورټ او وېزه تللي دي. دوی وايي، له یوې میاشتې راهيسې د وېزو تمدید ځنډېدلی او د ځينو وېزو غوښتنلیکونه رد شوي چې دې وضعیت ډ‌ېری افغان کډوال وارخطا کړي هم دي. 

له بل پلوه له ایرانه هره ورځ شاوخوا ۲۰زره افغان کډوال په جبري توګه افغانستان ته ستانه کېږي.

له ایرانه ستنېدونکي کډوال د ایراني پولیسو او خلکو له ناوړه چلند، د سرپناه نشتوالي او بې‌روزګارۍ شکایت لري.

د ستنېدونکو کډوالو څپې؛ افغان ماشومان د ستنېدو پر مهال تعلیمي اسناد او شواهد نه‌لري

۲ زمری ۱۴۰۴ - ۲۴ جولای ۲۰۲۵، ۰۷:۰۱ GMT+۱

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویلي، له ګاونډیو هېوادونو ستنېدونکي افغان ماشومان د زده‌کړو سندونه او شواهد نه‌لري؛ نو له همدې امله له ستونزو سره مخ دي. خبرپاڼه کې راغلي، په دې تړاو د همدې ډلې د پوهنې وزارت سره خبرې شوې دي.

د چهارشنبې په ورځ د (زمري لومړۍ نېټه) د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د حقوقي ملاتړ رییس غلام نبي ستانکزي د خپلې ډلې د پوهنې وزارت غړو سره د ناستې پر مهال اندېښنه ښوولې، چې له راستنېدونکو ماشومانو سره د تعلیمي اسنادو نشتوالی یوه ننګوونه ده.

هغه وړاندیز کړی، چې د حل لارو اړوند باید اقدامات وشي او زده‌کړو ته د جذب پر وړاندې دې شته ستونزې حل شي.

خبرپاڼه کې زیاته شوې: «ستانکزي وړاندیز وکړ، چې پوهنې وزارت دې ولایتي واحدونو ته هدایت ورکړي، ترڅو لا دمخه ترتیب شویو فورمو له مخې د دغو زده‌کوونکو ستونزې حل شي».

د طالبانو پوهنې وزارت چارواکو په یاده ناسته کې ویلي، چې تازه ورستانه شوي زده‌کوونکي د دوی ولایتي ریاستونو ته د خپلو زده‌کړو دوام لپاره عارض کېدلای شي.

له پاکستان او ایرانه په جبري توګه د اېستل کېدو په روان پړاو کې ډېری برخه یې ماشومان دي، چې په ګاونډیو هېوادونو کې یې له قانوني اسنادو پرته زده‌کړې کولې او په هېواد کې یې د زده‌کړو دوام پر وړاندې د کاري اسنادو نشتوالی یو لوی سرخوږی دی.

له دې ور هاخوا دغه تازه ستانه شوي افغان ماشومان په یادو هېوادونو کې هم د ښوونځیو او تعلیمي ادارو دننه له دوه ګوني او له توپیره ډک چلند سره مخ وو.

خواله رسنیو کې یو شمېر لاس په لاس کېدونکو وېډیوګانو کې ښکاري، چې د ایران په بېلابېلو ښوونځیو کې افغان زده‌کوونکو ته سپکې سپورې ویل کېږي.

د مالوماتو له مخې؛ په ایران او پاکستان کې افغان کډوال ماشومان قصدا نه پرېښودل کېږي، چې لوړې نومرې او درجې ولري.

په تېره یوه میاشت کې له ایرانه نږدې ۸۰۰ زره افغانان په زوره اېستل شوي او هم‌مهاله د اپرېل میاشتې له لومړۍ نېټې شاوخوا ۳۰۰ زره افغانان په جبري توګه خپل هېواد ته ستانه کړي دي.