طالبان وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې نږدې ۲۰ زره کډوال هېواد ته ستانه شول

د کډوالو ستونزو ته د طالبانو د رسېدنې کمېسیون وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې نږدې ۲۰زره کسان افغانستان ته ستانه شوي دي.

د کډوالو ستونزو ته د طالبانو د رسېدنې کمېسیون وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې نږدې ۲۰زره کسان افغانستان ته ستانه شوي دي.
د طالبانو د ویاند مرستیال حمدالله فطرت نن (شنبه، زمري ۴مه) پر اېکسپاڼه د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېسیون د کاري راپور په خپرولو سره ویلي چې ډېری راستانه شوي له ایران نه راغلي دي.
د کډوالو ستونزو د رسېدنې کمېسیون په کاري راپور کې همداراز ویل شوي چې افغانستان کې د کډوالو د ستنولو لړۍ په ورځڼي ډول روانه ده. د راپور په یوې برخه کې ادعا شوې چې له دغو ډېریو راستانه شویو کډوالو سره د طالبانو له لوري مرستې هم شوي دي.
افغانستان په ورستیو څو اوونیو کې د کډوالو د بېساري ستنېدنې له لړۍ سره مخامخ دی چې له کبله یې په کور دننه راستنېدونکي له ګڼو ستونزو ځورېږي او طالبانو هم ویلي چې نړۍوال دې د دغه کړکیچ په مهارولو کې د دوی لاسنیوی وکړي.
د امریکا یو مخکښ بشري سازمان«ورلډ ریلیف» د پالیسۍ مشر سورینس وايي، سره له دې چې د افغان کډوالو لپاره د لنډمهالي خوندیتوب وضعیت ختم شوی، خو افغانستان لا هم بېرته ستنېدونکو لپاره خوندي نه دی، ځکه چې طالبان مذهبي لږکۍ او د امریکا پخواني همکاران په نښه کوي.
د ورلډ رېلیف په نوم د یو امریکايي خیریه سازمان د پالیسۍ او مدافعې مشر، ماتیو سورینس، وایي چې د امریکا حکومت تر اوسه افغانستان د خپلو وګړو لپاره ناامنه بللی، خو په داسې حال کې چې افغان کډوال له دې هېواد څخه د شړلو له ګواښ سره مخ دي.
سورینس وویل: «طالبان لا هم پر هېواد واک لري. هغوی لا هم مذهبي لږکي او هغه کسان ځوروي چې د امریکا له پوځ سره د همکارۍ شک پرې کېږي.»
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د جولای له ۲۲مې نېټې راهیسې، هغه ځانګړی قانون پای ته رسېدلی چې له مخې یې لسګونه زره افغانانو ته، چې له امریکايي ځواکونو سره یې همکاري کړې وه، د لنډمهالي خوندیتوب (TPS) اسناد ورکړل شوي وو.
یاد قانون له ۲۰۲۱ کال را وروسته پلی شوی و، هغه مهال چې امریکا خپل ځواکونه له افغانستانه وایستل، او طالبانو د افغانستان واک تر لاسه کړ.
د امریکا حکومت استدلال کوي چې وسلهوالې نښتې په افغانستان کې کمې شوي او اقتصادي وضعیت لږ څه ښه شوی، ځکه دا هېواد نور د موقتي خوندیتوب وړ نه دی. خو ګڼ شمېر کډوال، مدني فعالان، او د بشري حقونو سازمانونه دا پرېکړه تر وخت وړاندې او له واقعیتونو بېخبره ګڼي.
د ملګرو ملتونو یو راپور چې تېره اونۍ خپور شوی، ښيي چې طالبان هغه کسان په نښه کوي چې له بهرنیو هېوادونو بېرته ستانه شوي، او ان له ایران او پاکستانه شړل شوي کسان هم له ګواښ سره مخ دي.
سورینس وایي: «که د امریکا حکومت پخپله خپلو وګړو ته خبرداری ورکوي چې افغانستان ته مه ځئ، نو ولې هغه افغانان، چې له جګړې، مرګ، یا ځورونې تښتي، باید بېرته هماغه ځای ته واستول شي؟»
اوس مهال زرګونه افغان کډوال په امریکا کې د پناه غوښتنې دوسیې لري، خو د قضیې فیصلهیې کلونه وخت نیسي. ځینې یې لا د مخه د ایستل کېدو حکمونه هم ترلاسه کړي دي.
نړیوال بشري سازمانونه له امریکايي چارواکو غواړي چې د افغان کډوالو د خوندیتوب پالیسي بیا وارزوي او هغو کسانو ته، چې له احتمالي ځورونې یا مرګ سره مخ دي، د پناه دوامداره لاره برابره کړي.
د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس جمعه (د زمري ۳مه) لیکلي، چې د پاکستان او ایران له لارې ۱۷۲۹ کورنۍ افغانستان ته راستنې شوې دي.
په اعلامیه کې راغلي، چې پرون د ننګرهار د تورخم له لارې۵۷، د نيمروز د ورېښمو پله له لارې ۳۴۸ او د هرات اسلام کلا له لارې ۱۳۲۴ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي.
اعلامیه زیاتوي، له دغه راستانه شویو کډوالو څخه ۶۴۸ کورنۍ خپلو سیمو ته استول شوي دي.
په تېرو وروستیو کې په پاکستان کې د افغان کډوالو نیونه او افغانستان ته یې د ستنولو لړۍ چټکه شوې ده.
په پاکستان کې هغه افغان کډوال هم شکایت کوي، چې دغه هېواد ته په پاسپورټ او وېزه تللي دي. دوی وايي، له یوې میاشتې راهيسې د وېزو تمدید ځنډېدلی او د ځينو وېزو غوښتنلیکونه رد شوي چې دې وضعیت ډېری افغان کډوال وارخطا کړي هم دي.
له بل پلوه له ایرانه هره ورځ شاوخوا ۲۰زره افغان کډوال په جبري توګه افغانستان ته ستانه کېږي.
له ایرانه ستنېدونکي کډوال د ایراني پولیسو او خلکو له ناوړه چلند، د سرپناه نشتوالي او بېروزګارۍ شکایت لري.
د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویلي، له ګاونډیو هېوادونو ستنېدونکي افغان ماشومان د زدهکړو سندونه او شواهد نهلري؛ نو له همدې امله له ستونزو سره مخ دي. خبرپاڼه کې راغلي، په دې تړاو د همدې ډلې د پوهنې وزارت سره خبرې شوې دي.
د چهارشنبې په ورځ د (زمري لومړۍ نېټه) د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د حقوقي ملاتړ رییس غلام نبي ستانکزي د خپلې ډلې د پوهنې وزارت غړو سره د ناستې پر مهال اندېښنه ښوولې، چې له راستنېدونکو ماشومانو سره د تعلیمي اسنادو نشتوالی یوه ننګوونه ده.
هغه وړاندیز کړی، چې د حل لارو اړوند باید اقدامات وشي او زدهکړو ته د جذب پر وړاندې دې شته ستونزې حل شي.
خبرپاڼه کې زیاته شوې: «ستانکزي وړاندیز وکړ، چې پوهنې وزارت دې ولایتي واحدونو ته هدایت ورکړي، ترڅو لا دمخه ترتیب شویو فورمو له مخې د دغو زدهکوونکو ستونزې حل شي».
د طالبانو پوهنې وزارت چارواکو په یاده ناسته کې ویلي، چې تازه ورستانه شوي زدهکوونکي د دوی ولایتي ریاستونو ته د خپلو زدهکړو دوام لپاره عارض کېدلای شي.
له پاکستان او ایرانه په جبري توګه د اېستل کېدو په روان پړاو کې ډېری برخه یې ماشومان دي، چې په ګاونډیو هېوادونو کې یې له قانوني اسنادو پرته زدهکړې کولې او په هېواد کې یې د زدهکړو دوام پر وړاندې د کاري اسنادو نشتوالی یو لوی سرخوږی دی.
له دې ور هاخوا دغه تازه ستانه شوي افغان ماشومان په یادو هېوادونو کې هم د ښوونځیو او تعلیمي ادارو دننه له دوه ګوني او له توپیره ډک چلند سره مخ وو.
خواله رسنیو کې یو شمېر لاس په لاس کېدونکو وېډیوګانو کې ښکاري، چې د ایران په بېلابېلو ښوونځیو کې افغان زدهکوونکو ته سپکې سپورې ویل کېږي.
د مالوماتو له مخې؛ په ایران او پاکستان کې افغان کډوال ماشومان قصدا نه پرېښودل کېږي، چې لوړې نومرې او درجې ولري.
په تېره یوه میاشت کې له ایرانه نږدې ۸۰۰ زره افغانان په زوره اېستل شوي او هممهاله د اپرېل میاشتې له لومړۍ نېټې شاوخوا ۳۰۰ زره افغانان په جبري توګه خپل هېواد ته ستانه کړي دي.
ملګري ملتونه او اړوند نړۍوالې مرستندویه ادارې وايي، چې له ایران څخه د راستنېدونکو افغانانو د بیارغاونې، استوګنې او بېړنیو بشري اړتیاوو لپاره لس میلیونه ډالره ځانګړې شوې دي.
ملګرو ملتونو په خپله وېب پاڼه کې لیکلي، دا مالي مرسته د هغو زرګونه افغانانو د ملاتړ لپاره ده چې د سختو اقتصادي شرایطو، جبري اېستنو او قانوني ستونزو له امله له ایران څخه بېرته خپل هېواد ته راستانه شوي دي.
د کډوالو د چارو نړۍوال سازمان (IOM) او نورو همکارو ادارو په وینا، دغه مالي مرسته به بېرته راستنو شویو ته لنډمهاله استوګنځي، خوراکي توکي، روغتیایي خدمات او رواني مشورې برابرې کړي. همداراز، دا به د هغوی د بیا مېشتېدو او له ټولنې سره د یو ځای کېدو بهیر چټک کړي.
د(IOM) یوه چارواکي ویلي: «راستانه کېدونکي افغانان له بېسارې ستونزو سره مخ دي. دا مرسته به لږ تر لږه د دوی د ژوند د عادي کولو لپاره لومړني شرایط برابر کړي.»
د راپورونو له مخې، په وروستیو میاشتو کې زرګونه افغان کډوال یا خو په زور له ایرانه اېستل شوي یا مجبوره شوي، چې د سختو شرایطو له امله خپل هېواد ته ستانه شي.
دوی له هغو کسانو څخه دي چې ډېری وخت له هېڅ ملاتړ پرته پولې ته رسېږي او د ژوند لومړنیو امکاناتو ته لاسرسی نه لري.
د ملګرو ملتونو سازمانونه له نړۍوالو مرستهکوونکو هېوادونو غوښتي، چې د افغان کډوالو د بېرته راستنېدونکو د ملاتړ لپاره لا ډېره مرسته چمتو کړي، ځکه چې د اوسني اقتصادي او بشري وضعیت له امله د اړتیاوو کچه مخ په لوړېدو ده.
مجتبی نوروزي، چې په افغانستان کې د ایران پخوانی مرستیال کلتوري مشاور پاتې شوی، په یوې غونډه کې چې د «افغان ټولنې ته په درناوي سره په ایران کې د کډوالو منل» تر عنوان لاندې جوړه شوې وه، ویلي چې د کډوالو ضد او افراطي چلندونه د ایران ستر تمدن ته زیان رسوي.
ایراني رسنۍ «اېراف» د نوموړي له قوله خبر ورکړی: «کله چې موږ د ایران د کډوالۍ د مدیریت په اړه بحث کاوه، دومره ډېر موضوعات مطرح وو، چې ټولو اړخونو ته پوره پاملرنه نه شوای کېدای؛ خو یوه بله مهمه موضوع، د کډوالو پر وړاندې منفي چلند دی.»
نوروزي زیاته کړه، چې په تېرو یو یا دوو کلونو کې په ټولنیزو رسنیو کې داسې جریان رامنځته شوی چې د ایران او افغانستان ترمنځ اړیکې د ناسمو معلوماتو پر بنسټ خرابوي.
هغه دا څرګنده کړه، چې دا ډول دروغ د ظلم سرچینه ده او د کډوالو ضد جریان د ایران هویت او کلتور ته زیان رسوي.
نوموړي پر دې ټینګار وکړ، چې اوسنی نېشنلیزم چې د ایران تر سرحدونو پورې محدود دی، د هېواد اصلي کلتوري او تاریخي هویت نه منعکسوي.
هغه وویل: «موږ درې زره کلن کلتوري او تاریخي دوام لرو، که څه هم ځینې دورې انقطاع هم لري، خو تل یې کلتوري یووالی ساتلی دی.»
نوروزي پر ایران د تېرو لویو یرغلونو لکه د لوی سکندر یرغل، اسلامي یرغلونه، د تېمور بریدونه او نورو یادونه وکړه، ، چې په ټولو کې بېلابېلو قومونو د ایران د ستر تمدن دفاع کړې ده.
هغه وویل، چې د ایران کلتوري شتمنۍ یوازې د اوسني ایران په سرحدونو کې نه دي تړلي، بلکې پراخې تمدني سیمې لري چې د هویت یوه برخه دي.
همدارنګه نوموړي څرګنده کړه، چې د عدالت غوښتنې او ظلم پرضد درېدل د ایران په هویت کې مهم رول لري او بې له دې یو څوک ځان ایرانی نه شي ګڼلی.
هغه وویل، چې ایرانیانو د کلتوري زغم له مخې تل هڅه کړې، چې د نورو کلتورونو غوره ځانګړتیاوې خپلې کړي.
په پای کې، نوروزي خبرداری ورکړی چې د کډوالو ضد افراطي جریان د ایران ستر تمدن ته زیان رسوي او باید له دې ډول چلندونو ډډه وشي.