• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

له منځنۍ اسیا سره د پاکستان سوداګري؛ تر ټولو ډېره راکړه ورکړه د افغانستان له لارې کېږي

۶ زمری ۱۴۰۴ - ۲۸ جولای ۲۰۲۵، ۰۳:۴۲ GMT+۱

د پاکستان د دولتي بانک له‌خوا راټول شوي معلومات ښیي، چې د منځنۍ اسيا له هېوادونو سره د پاکستان کلنۍ سوداګري چې ډېره برخه یې د افغانستان له لارې کېږي له ۴۰۰ تر ۵۰۰ مېلیونه ډالرو پورې رسېږي.

په روان مالي کال کې له پنځو اسیایي هېوادونو سره د پاکستان صادرات ۳۱.۶۳ سلنه کم شوي؛ خو له بلې خوا بیا له دغه هېوادونو څخه واردات څلور برابره ډېر شوي او د سوداګرۍ توازن له منځه تللی دی.

قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان ته د صادراتو کچه بیا ۱۹۷.۰۶ مېلیونه ډالرو ته راټیټه شوې ده.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

ایرانی چارواکی: ایران کې شاوخوا ۶ مېلیونه افغانان مېشت دي، چې دوه مېلیونه یې بې‌اسناده دي

۶ زمری ۱۴۰۴ - ۲۸ جولای ۲۰۲۵، ۰۳:۳۲ GMT+۱

د ایران د کورنیو چارو وزیر اسکندر مومني ویلي، په دغه هېواد کې شاوخوا ۶ مېلیونه افغانان مېشت دي چې دوه مېلیونه یې د اوسېدو قانوني اسناد نه‌لري.

نوموړي ادعا کړې، چې په تېر یو کال کې د یو مېلیون ستانه شویو افغان کډوالو له ډلې ۷۰ سلنه یې په خپله خوښه خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

د ایران د کورنیو چارو وزیر د وزیرانو شورا له غونډې وروسته خبریالانو سره په خبرو کې ویلي، چې افغانان په عزت او درناوي خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

نوموړي زیاته کړې، چې هېواد یې د نورو کډوالو د منلو وس نه‌لري.

د دغه ایراني چارواکي په خبره؛ د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ او طالب چارواکو افغانستان ته د کډوالو د ستنولو له لړۍ د لیدنې پرمهال د ایران له هڅو مننه کړې.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي بیا له ایرانه په یوه دم د افغان کډوالو ستنول لوی ظلم او ځورونکی بللی دی.

پرون یکشنبه د ( زمري ۵مه) د طالبانو مرستیال ویاند حمدالله فطرت د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېسیون د کاري راپور په خپرولو سره ویلي، چې افغانستان ته د کډوالو د ستنولو لړۍ لاهم روانه ده.

مارکو روبیو: زموږ چارواکي په مالیزیا کې دي، چې د کمبوډیا او ټایلنډ ترمنځ د خبرو ملاتړ وکړي

۶ زمری ۱۴۰۴ - ۲۸ جولای ۲۰۲۵، ۰۳:۲۴ GMT+۱

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي، د دوی چارواکي په مالیزیا کې دي چې د کمبوډیا او ټایلنډ ترمنځ د سولې د هڅو ملاتړ وکړي. ټاکل شوې، چې د دوشنبې په ورځ په مالیزیا کې د ټایلنډ او کمبوډیا ترمنځ د سولې خبرې پيل شي.

ښاغلی روبیو وایي، چې هغه او ټرمپ له دواړو هېوادونو سره په اړیکه کې دي او وضعیت له نږدې څاري.

ولسمشر ټرمپ دواړو هېوادونو ته ویلي؛ تر هغه چې جګړه و نه دروي له هغوی سره به سوداګریزې هوکړې ونه کړي.

دا خبرې تر هغه وروسته کېږي، چې په یوه پېښه کې د کمبوډيا یو سرحدي ساتونکی ووژل شو او له دې امله د دواړو هېوادونو تر منځ شخړه رامنځ ته شوه.

ایران په یوه میاشت کې شپږ افغانان اعدام کړي دي

۶ زمری ۱۴۰۴ - ۲۸ جولای ۲۰۲۵، ۰۰:۱۵ GMT+۱

د هه‌نګاو په نوم د بشري حقونو سازمان راپور ورکړی، چې ایران په تېرو ۳۰ ورځو کې لږ تر لږه ۸۵ بندیان اعدام کړي، چې په کې شپږ افغانان هم شامل دي.

په راپور کې راغلي، دا اعدامونه له هغه وروسته ترسره شوي چې د ایران او اسراییل ترمنځ اوربند شوی و.

په راپور کې د اعدام شویو افغانانو د هویت او د دوی د قضیو جزیات نه‌دي خپاره شوي.

دغه راز، د ۸۵ اعدام شویو کسانو له ډلې شپږ تنه د "اسراییل لپاره د جاسوسۍ" په تور اعدام شوي دي.

د بشري حقونو سازمانونه وايي، چې له ۲۰۲۱ ز کال وروسته یعنې له هغه مهاله چې طالبان په افغانستان کې واک ته رسېدلي، په ایران کې د افغان بندیانو د اعدام کچه په بې‌سارې ډول لوړه شوې ده.

د هه‌نګاو د وړاندوینې د راپور له مخې، یوازې د ۲۰۲۵ میلادي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې لږ تر لږه ۴۰ افغان کډوال د ایران د عدلي نظام له خوا اعدام شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې نړۍوالو بشري بنسټونو د ایران له قضايي نظام څخه د شفافیت، د عادلانه محاکمو له نشتوالي او د کډوالو په ځانګړي ډول د افغانانو پر وړاندې د تعصب له امله جدي اندېښنه ښودلې ده.

د یونان په ځنګلونو کې اورلګېدنه دویمې ورځې ته هم وغځېده

۵ زمری ۱۴۰۴ - ۲۷ جولای ۲۰۲۵، ۲۳:۵۳ GMT+۱

یونان د دویمې ورځې لپاره له سختو ځنګلي اورونو سره په مبارزې بوخت دی. اورونه لا هم د پلازمېنې اټن لوېدیځ ته په پېلوپونیز سیمه او همداراز د ایوبیا، کیټیرا او کریټ ټاپوګانو کې بل دي.

یوناني چارواکو د اورونو د پراخېدو له امله د اروپايي ټولنې مرسته غوښتې، چې له مخې یې چک جمهوریت او ایټالیا اور وژونکي ځواکونه او الوتکې لېږلي دي.

د کیټیرا ټاپو نیمایي برخه سوځېدلې، زرګونه خلک اېستل شوي، کورونه، زیتون ونې، شاتو کندې او ان یوه صومعه د اور ښکار شوې ده. د سیمې مرستیال ښاروال ویلي: «صومعه هم دا مهال له مستقیم خطر سره مخ ده.»

په ایوبیا ټاپو کې د برېښنا شبکه زیانمنه شوې او ځینې کلي د اوبو د کمښت له ستونزو سره مخ دي.

د یونان د اور وژنې ویاند ویلي، نن هم د اور خطر ډېر لوړ دی، خو هڅې روانې دي او وضعیت لږ ښه شوی دی.

په ورته وخت کې پولیسو د کریونري سیمه کې امنیتي ځواکونه ځای پر ځای کړي، ترڅو د هغو کورونو ساتنه وشي چې خلک یې له اور څخه تښتېدلي دي.

یونان له نږدې یوې اوونۍ راهیسې له ۴۵ درجې سانتي‌ګراډ پورې تودوخه تجربه کوي او ویل کېږي، چې دا د ۲۰۲۳ کال له ویجاړونکي کال وروسته یو بل خطرناک موسم دی.

د ملګرو ملتونو خبرداری: سختې ګرمۍ د افغانستان پراخې سیمې له جدي ګواښونو سره مخ کړي

۵ زمری ۱۴۰۴ - ۲۷ جولای ۲۰۲۵، ۲۳:۴۲ GMT+۱

اوچا وایي، د سختې ګرمۍ، د ورښتونو د کمېدو او د خاورې د وچوالي له امله د افغانستان پراخې سیمې د اقلیمي بدلون له جدي ګواښ سره مخ دي. دې وضعیت نه یوازې د کرنیزو حاصلاتو پر تولید ناوړه اغېز کړی، بلکې د وچکالۍ، سېلابونو او د مالدارۍ د سقوط ګواښ هم زیات کړی.

د قحطۍ د مخنیوي د خبرداري شبکې د راپور له مخې، د ۲۰۲۵ کال د جون تر پای پورې د هېواد شمالي، مرکزي او لوېدیځ ولایتونه د سختې ګرمۍ له څپو سره مخ شوي دي. بادغیس، غور، فاریاب، سرپل، سمنګان، بغلان، تخار، بدخشان، دایکنډي، بامیان، پروان او کابل هغه ولایتونه دي، چې د لوړې تودوخې تر مستقیم اغېز لاندې راغلي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري همغږۍ دفتر (اوچا) په یوې نوې خپرې شوې خبرپاڼه کې ویلي، چې د روان لمریز کال د غبرګولي میاشتې په ترڅ کې په ټول افغانستان کې بارانونه تر معمول کم وو او هوا تر اوسط ډېره توده وه. همداراز، تر مې میاشتې پورې د خاورې لوندوالی د پام وړ راټیټ شوی، چې دې چارې د غنمو پر حاصل مستقیم منفي اغېز کړی دی. راپور زیاتوي، چې د واورې سطحه هم تر اوسط ټیټه ثبت شوې، چې دا د اوبو د کمښت یوه بله نښه بلل کېږي.

ملګري ملتونه خبرداری ورکوي، چې د سږکال د ورښتونو موسم که څه هم ژر پای ته رسېدلی، خو شونې ده چې په ځینو سیمو کې له معمول څخه زیات باران وشي. دا به له یوې خوا د وچکالۍ د کمېدو لامل شي، خو له بلې خوا د ناڅاپي سېلابونو خطر هم زیاتوي.

د مالدارانو وضعیت هم د اندېښنې وړ بلل شوی.

د خوراکي توکو د کمښت، د څړځایونو د نشتوالي او د څښاک اوبو د کمېدو له امله د مالدارو کورنیو اقتصاد له سخت ګواښ سره مخ دی.

یوناما هم مخکې خبرداری ورکړی و، چې د اقلیم بدلون د افغانستان سوېلي او مرکزي اسیا په ګډون د تودو څپو شدت زیات کړی دی. د اقلیم د بدلون څېړنیز مرکز په یوه وروستي راپور کې ویلي، د ۲۰۲۵ کال ګرمۍ د تېرو څو لسیزو پرتله بې‌سارې ده او بشري، اقتصادي او چاپېریالي زیانونه به زیات کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې افغانستان لا له مخکې له جګړو، بېوزلۍ، کډوالۍ، د نړۍوالې مرستې له کمښت او د واکمن رژيم په رسمیت له نه‌پېژندنې سره مخ دی او هر ډول اقلیمي ناورین کولای شي د خلکو پر ژوند لا زیات منفي اغېز وکړي.