• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پر اوکراین د روسیې په برید کې ۸ کسان ټپیان شوي دي

۶ زمری ۱۴۰۴ - ۲۸ جولای ۲۰۲۵، ۰۷:۰۷ GMT+۱

روسیې تېره شپه د اوکراین په کیف ښار کې پر یوې ودانۍ هوايي برید کړی، چې له امله یې ۸ کسان ټپيان شوي دي. د راپورونو له مخې؛ په ټپیانو کې یو درې کلن ماشوم هم شامل دی.

د اوکراین سيمه‌ييزو چارواکو په وینا؛ څلور ټپیان روغتون ته وړل شوي چې د یوه ټپي روغتیايي حالت نازک ښودل شوی دی.

د اوکراین پر مرکزي ښار کرپېونيڅکي هم برید شوی؛ خو د زیان په اړه لا تر اوسه کره معلومات په لاس کې نه شته. روسیې هم تر دې مهاله د دغه برید په اړه څه نه دي ويلي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

اسراییل په غزه کې د لسو ساعتونو لپاره پوځي عملیات دروي

۶ زمری ۱۴۰۴ - ۲۸ جولای ۲۰۲۵، ۰۴:۳۰ GMT+۱

اسراییل تازه اعلان کړی، چې هره ورځ به د غزې په ځینو برخو کې د ۱۰ ساعتونو لپاره پوځي عملیات ودروي او د مرستو رسولو لپاره به ځینې لارې هم پرانیزي.

دغه دمه به هره ورځ د سهار له ۱۰ بجو پیل شي او د ماښام تر ۸ بجو پورې به دوام وکړي او د خوړو او درملو رسولو لارې به د سهار له ۶ بجو څخه تر ۱۱ بجو پرانیستې وي.

ملګري ملتونه وايي، باید اسراییل ژر تر ژره د مرستو رسولو لارې پرانيزي چې خلکو ته بشري مرستې ورسېږي.

د مصر سور صلیب ویلي، تر ۱۰۰ ډېر موټرونه چې ۱۲۰۰ ټنه خوراکي توکي په کې بار وو؛ سوېلي غزې ته استولي، خو ځیني موټرونه بیا په خان‌یونس کې لوټ شوي دي.

مارکو روبیو: زموږ چارواکي په مالیزیا کې دي، چې د کمبوډیا او ټایلنډ ترمنځ د خبرو ملاتړ وکړي

۶ زمری ۱۴۰۴ - ۲۸ جولای ۲۰۲۵، ۰۳:۲۴ GMT+۱

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي، د دوی چارواکي په مالیزیا کې دي چې د کمبوډیا او ټایلنډ ترمنځ د سولې د هڅو ملاتړ وکړي. ټاکل شوې، چې د دوشنبې په ورځ په مالیزیا کې د ټایلنډ او کمبوډیا ترمنځ د سولې خبرې پيل شي.

ښاغلی روبیو وایي، چې هغه او ټرمپ له دواړو هېوادونو سره په اړیکه کې دي او وضعیت له نږدې څاري.

ولسمشر ټرمپ دواړو هېوادونو ته ویلي؛ تر هغه چې جګړه و نه دروي له هغوی سره به سوداګریزې هوکړې ونه کړي.

دا خبرې تر هغه وروسته کېږي، چې په یوه پېښه کې د کمبوډيا یو سرحدي ساتونکی ووژل شو او له دې امله د دواړو هېوادونو تر منځ شخړه رامنځ ته شوه.

امریکا اوکراین ته د ډرونونو ۳۳ زره کېټونه ورکوي

۶ زمری ۱۴۰۴ - ۲۸ جولای ۲۰۲۵، ۰۰:۵۹ GMT+۱

اوکراین به د روان کال تر پایه د امریکا له‌خوا ۳۳ زره د مصنوعي ځیرکتیا لرونکي جنګي ډرون‌کېټونه ترلاسه کړي، چې موخه یې د روسیې د پراخو هوايي بریدونو پر وړاندې د دفاعي وړتیاوو پیاوړتیا ده.

دا د یو ستر تړون برخه ده، چې د امریکايي-جرمني شرکتونو له‌خوا عملي کېږي او تمه ده، چې د اوکراین د ډرون جګړې بڼه بدله کړي.

د اوتیریون اجرایوي رییس لورېنز مایر ویلي: «موږ مخکې زرګونه کېټونه لېږلي وو، خو اوس په زیات شمېر کې کېټونه لېږو.» نوموړي دا پروسه "بې‌سارې" بللې ده.

د دغو ډرون کېټونو دا لویه بسته تر پخوانیو لس چنده زیاته ده. دا پرمختګ په داسې حال کې کېږي، چې روسیې په تېرو اوونیو کې پر اوکراین خپلو هوايي بریدونو ته زور ورکړی.

د جولای پر ۹مه روسیې په یوه ورځ کې تر ۷۰۰ زیات هوايي بریدونه کړي، چې دا شمېر د جګړې د ځینو پخوانیو میاشتو له ټولییز شمېر څخه زیات دی. د اوکرایني پوځ د اټکل له‌مخې، دا ډول حملې ښايي نورې هم زیاتې شي او پر یوه ورځ تر ۱۰۰۰ ډرون بریدونه هم وشي.

د دغو بریدونو پر وړاندې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي ویلي، چې اوکراین د دفاعي ډرونونو داخلي تولید پیل کړی او موخه یې دا ده، چې په ورځني ډول لږ تر لږه ۱۰۰۰ ډرون نیوونکي تولید کړي.

د یونان په ځنګلونو کې اورلګېدنه دویمې ورځې ته هم وغځېده

۵ زمری ۱۴۰۴ - ۲۷ جولای ۲۰۲۵، ۲۳:۵۳ GMT+۱

یونان د دویمې ورځې لپاره له سختو ځنګلي اورونو سره په مبارزې بوخت دی. اورونه لا هم د پلازمېنې اټن لوېدیځ ته په پېلوپونیز سیمه او همداراز د ایوبیا، کیټیرا او کریټ ټاپوګانو کې بل دي.

یوناني چارواکو د اورونو د پراخېدو له امله د اروپايي ټولنې مرسته غوښتې، چې له مخې یې چک جمهوریت او ایټالیا اور وژونکي ځواکونه او الوتکې لېږلي دي.

د کیټیرا ټاپو نیمایي برخه سوځېدلې، زرګونه خلک اېستل شوي، کورونه، زیتون ونې، شاتو کندې او ان یوه صومعه د اور ښکار شوې ده. د سیمې مرستیال ښاروال ویلي: «صومعه هم دا مهال له مستقیم خطر سره مخ ده.»

په ایوبیا ټاپو کې د برېښنا شبکه زیانمنه شوې او ځینې کلي د اوبو د کمښت له ستونزو سره مخ دي.

د یونان د اور وژنې ویاند ویلي، نن هم د اور خطر ډېر لوړ دی، خو هڅې روانې دي او وضعیت لږ ښه شوی دی.

په ورته وخت کې پولیسو د کریونري سیمه کې امنیتي ځواکونه ځای پر ځای کړي، ترڅو د هغو کورونو ساتنه وشي چې خلک یې له اور څخه تښتېدلي دي.

یونان له نږدې یوې اوونۍ راهیسې له ۴۵ درجې سانتي‌ګراډ پورې تودوخه تجربه کوي او ویل کېږي، چې دا د ۲۰۲۳ کال له ویجاړونکي کال وروسته یو بل خطرناک موسم دی.

په پروان کې په دوو ټرافیکي پېښو کې ۵ کسان مړه او ۴ نور ټپیان شوي

۵ زمری ۱۴۰۴ - ۲۷ جولای ۲۰۲۵، ۱۷:۱۸ GMT+۱

د پروان ولایت په سالنګ ولسوالۍ کې نن یکشنبه په دوو جلا ټرافیکي پېښو کې ۵ کسان مړه شوي او ۴ نور ټپیان دي. دغه پېښې د سالنګ په کوکلامي او اولنګ سیمو کې شوې دي.

د طالبانو د پروان ولایت د امنیه قوماندانۍ مسوولین وايي، لومړۍ پېښه نن سهار شاوخوا ۷:۳۰ بجې د سالنګ ولسوالۍ د کوکلامي درې په سیمه کې هغه مهال رامنځته شوه، چې یو ډاټسن موټر د ولسوالۍ پر لارې له سړکه منحرف شو او سیند ته ولوېد. د دغې پېښې له امله یو تن مړ شو او ۳ نور ټپيان شول.

د سرچینې په وینا، دویمه پېښه هم نن یکشنبه مازدیګر مهال شاوخوا ۴ بجې د اولنګ په سیمه کې هغه مهال رامنځته شوې چې یو پاسو ډوله موټر له سویله شمال ته روان و او له مقابل لوري څخه د اوړو بار وړونکي موټر سره یې ټکر وکړ.

په دې پېښه ۴ کسان مړه شوي او یو بل ټپي دی.

په سالنګونو کې د موټر چلوونکو له لوري بې احتیاطي او د لارې خرابوالی د ټرافیکي پېښو رامنځته کېدو لاملونه ګڼل کېږي.