په بیجېنګ کې د سختو ورښتونو له امله ۳۰ کسان مړه شوي دي

په بیجېنګ کې د سختو ورښتونو له امله تر دې مهاله ۳۰ کسان مړه شوي دي. د راپورونو له مخې؛ ۲۸ مړي په مییون ولسوالۍ او دوه نور په یانچېنګ سیمه کې موندل شوي دي. تر ۸۰زره ډېر خلک کورونو پرېښودو ته اړ شوي او په ۱۳۶ کلیو کې بیا برېښنا هم پرې شوې ده.