د روسیې او اسراییل مشرانو د ایران د اټومي پروګرام په اړه خبرې وکړې

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د اسراییل له لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو سره د ایران د اټومي پروګرام په اړه ټلیفوني خبرې وکړې.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د اسراییل له لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو سره د ایران د اټومي پروګرام په اړه ټلیفوني خبرې وکړې.
د کرملین ماڼۍ د اعلامیې له مخې، دواړو لوریو د ایران د اټومي پروګرام ترڅنګ د سیمې پر وضعیت هم خبرې اترې کړې دي.
روسي لوری وايي، چمتو دی چې د ایران د اټومي مسلې د حل لپاره د خبرو اترو او سیاسي تفاهم له لارې هر ډول همکاري او اسانتیاوې برابرې کړي.
دا خبرې اترې په داسې حال کې ترسره شوې، چې د منځني ختیځ امنیتي وضعیت ترینګلی شوی او د ایران اټومي پروګرام یو ځل بیا د نړۍوالو اندېښنو مرکز ګرځېدلی دی.

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د پلان او پالیسۍ رييس محمود الحق احدي د بریتانیا د بشري مرستو له رییس الیستر برنیت سره په کتنه کې وویل، چې د نړیوالو بنسټونو په مرستو کې روڼتیا او توازن نه دي رعایت شوي.
په دې کتنه کې دواړو لوریو له ایران او پاکستان څخه د جبري راستنېدونکو د وضعیت او همداراز د جبري راستنېدونکو د ستونزو د حل په تړاو خبرې کړې او بریټانیایي لوري په دې برخه کې د همکاریو پر دوام ټينګار کړی دی.
د دغه وزارت د پلان او پالیسۍ رييس زیاته کړې چې د افغانانو د لاسنیوي لپاره نړیوال سازمانونه کولای شي د هېواد هرې سیمې ته سفر وکړي.
په دې وروستیو کې پاکستان او په ځانګړې توګه ایران د افغانانو اېستنې ته زور ورکړی او په کور دننه د امکاناتو د نشتوالي او د نړیوالو مرستندویه بنسټونو د بودجې د کمښت له امله راستنېدونکي افغانان له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي او بېړنیو مرستو ته سترګې په لاره دي.

د طالبانو کابل امنیه قومانداني وايي، د ښار د پنځلسمې امنیتي حوزې له شاوخوا سیمو یې د موټرو د غلو یوه ۱۲ کسیزه شبکه نیولې ده. طالبان وايي، یادو کسانو له کابل، ننګرهار، لغمان، هرات او بلخ ولایتونو څه باندې سل موټر غلا کړي دي. له دغو کسانو شاوخوا ۳۰ موټر ترلاسه شوي دي.
په دې ۱۲ کسیزه شبکه کې پر غلو سربېره د هغوی هغه همکاران هم شامل دي چې غلا شويو موټرو ته یې جعلي شاسي نمبرونه وهل او رنګونه یې هم وربدلول.
د طالبانو د کابل امنیه قوماندانۍ د مرستیال محمد شاکر سعید په وینا، یادو کسانو له کابل، ننګرهار، لغمان، هرات او بلخ ولایتونو څه باندې سل موټر غلا کړي او بیا یې ننګرهار او بلخ ولایتونو ته لېږدول او هلته یې د شاسي او رنګ له بدلولو وروسته پر خلکو پلورل.
ویل کېږي له یادو کسانو شاوخوا ۳۰ موټر هم ترلاسه شوي او ځینې یې بېرته اصلي مالکانو ته هم سپارل شوي دي.
په لنډه موده کې د څه باندې سلو موټرو غلا کېدل د دې ښکارندويي کوي چې له کابل سربېره په لویو ښارونو کې غله لا هم فعال دي او طالبان یې په مخنیوي او نیولو کې پاتې راغلي دي.

د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت وايي، په غور ولایت کې یوه نجلۍ د خپلې کورنۍ له لوري له رضایت پرته له یوه کس سره نکاح کولو ته اړه شوې وه خو د محتسبانو له مداخلې وروسته یاده نجلۍ له تحمیلي نکاح ژغورل شوې او له خپلې خوښې کس سره نکاح شوه.
د دغه وزارت مسوولین زیاتوي، د یادې نجلۍ له کورنۍ تعهد اخیستل شوی چې په راتلونکې کې هم دغه ډول کار ونه کړي او خپلې لوڼې د هغو په رضایت سره واده کړي.
له دې سره سم، دغزني په قره باغ او اجرستان ولسوالیو کې هم دوه ښځې له جبري نکاح او همداراز له کورني تاوتریوالي ژغورل شوې دي.
د طالبانو د امر بالمعروف ادارې دا څرګندونې داسې مهال دي، چې دغه ډله له ښځو سره د تبعیضي چلند له امله په کوردننه او بهر له سختو نیوکو سره مخ ده او طالب چارواکي هم تورن دي، چې له ځوانو نجونو سره دویم، درېیم او څلورم ودونه کوي.

اسراییل تازه اعلان کړی، چې هره ورځ به د غزې په ځینو برخو کې د ۱۰ ساعتونو لپاره پوځي عملیات ودروي او د مرستو رسولو لپاره به ځینې لارې هم پرانیزي.
دغه دمه به هره ورځ د سهار له ۱۰ بجو پیل شي او د ماښام تر ۸ بجو پورې به دوام وکړي او د خوړو او درملو رسولو لارې به د سهار له ۶ بجو څخه تر ۱۱ بجو پرانیستې وي.
ملګري ملتونه وايي، باید اسراییل ژر تر ژره د مرستو رسولو لارې پرانيزي چې خلکو ته بشري مرستې ورسېږي.
د مصر سور صلیب ویلي، تر ۱۰۰ ډېر موټرونه چې ۱۲۰۰ ټنه خوراکي توکي په کې بار وو؛ سوېلي غزې ته استولي، خو ځیني موټرونه بیا په خانیونس کې لوټ شوي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي، د دوی چارواکي په مالیزیا کې دي چې د کمبوډیا او ټایلنډ ترمنځ د سولې د هڅو ملاتړ وکړي. ټاکل شوې، چې د دوشنبې په ورځ په مالیزیا کې د ټایلنډ او کمبوډیا ترمنځ د سولې خبرې پيل شي.
ښاغلی روبیو وایي، چې هغه او ټرمپ له دواړو هېوادونو سره په اړیکه کې دي او وضعیت له نږدې څاري.
ولسمشر ټرمپ دواړو هېوادونو ته ویلي؛ تر هغه چې جګړه و نه دروي له هغوی سره به سوداګریزې هوکړې ونه کړي.
دا خبرې تر هغه وروسته کېږي، چې په یوه پېښه کې د کمبوډيا یو سرحدي ساتونکی ووژل شو او له دې امله د دواړو هېوادونو تر منځ شخړه رامنځ ته شوه.
