د طالبانو د احصایې او معلوماتو ملي اداره: د افغانستان نفوس ۳۶،۴ میلیونه تنه اټکل شوی

د طالبانو تر واک لاندې د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د احصایې معاونیت ویلي، چې په ۱۴۰۴کال کې د افغانستان نفوس ۳۶،۴ میلیونه تنه اټکل شوی دی. دغه اداره زیاتوي چې په دې ارقامو کې ۵۱سلنه نارینه او ۴۹سلنه یې ښځینه دي.