• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د طالبانو د نفت او ګاز شرکت رییس: هره ورځ شاوخوا ۷۰۰ ټنه نفت او ګاز تولیدیږي

۷ زمری ۱۴۰۴ - ۲۹ جولای ۲۰۲۵، ۱۴:۵۱ GMT+۱

د طالبانو د نفت او ګازو شرکت اجرایوي رییس محمد نصیر رحیمي وایي، چې د هېواد دننه هره ورځ له ۶۰۰ نیولې تر ۷۰۰ ټنه نفت او ګاز تولیدیږي. نوموړی وایي چې دغه کچه به په نږدې وخت کې له نویو څاګانو په ګټې اخیستې سره زیاته شي. رحیمي وایي، نوې څاګانې لا ګټې اخیستنې ته نه دي سپارل شوې.

د طالبانو د نفت او ګازو شرکت اجرایوي رییس د سې شنبې په ورځ (د زمري ۷مه) د دې ډلې د یادې ادارې د یو کلنو لاسته راوړنو د تشریح پروګرام کې وویل، چې د نفت او ګازو ۷ تر ۸ سلنه تقاضا اوس له داخلي تولیداتو پوره کیږي.

هغه زیاته کړه چې د دغو داخلي تولیداتو ټول پروسس د هېواد دننه په مزار شریف او حیراتان بندر کې ترسره کیږي.

دغه څرګندونې داسې مهال دي، چې افغانستان خپل نفت او ګاز ډېری له ایران، عراق، روسیې، قزاقستان او د منځنۍ اسیا له نورو هېوادونو واردوي.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت د ۲۰۲۲ کال په سپټمبر کې یوه هوکړه لاسلیک کړه، چې له مخې یې هر کال افغانستان ته یو میلیون ټنه ډیزل، یو میلیون ټنه پټرول، دوه میلیونه ټنه اوړه یا غنم او ۵۰۰زره ټنه مایع ګاز واردیږي.

د افغانستان د سوداګرۍ خونې غړي خان جان الکوزي هغه مهال وویل، چې دغه تړون د یوه کال لپاره دی.

طالبانو د روان کال په می میاشت کې د کازان اقتصادي فورم په څنډه کې د روسیې له انتیکوي شرکت سره د نفتو استخراج او پروسس یو نوی تړون لاسلیک کړ، چې انتیکوي شرکت به په افغانستان کې د نفتو د پروسس کارخونه جوړوي.

طالبانو خبر ورکړی و، چې انتیکوي شرکت به ډېر ژر په افغانستان کې د نفتو د استخراج چارې پیل کړي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

د تورو ښیښو ضد کمپاین؛ په ننګرهار کې خلک د طالبانو له پلټن‌ځایونو شکایت کوي

۷ زمری ۱۴۰۴ - ۲۹ جولای ۲۰۲۵، ۱۳:۵۰ GMT+۱

په ننګرهار کې د طالبانو کورنیو چارو وزارت د موټرو د تورو ښیښو د سپینولو کمپاین پیل کړی، خو ځايي اوسېدونکي له پلټن‌ځایونو، د ګرځند ټیلیفونونو له پلټنې او له خلکو سره د طالبانو له چلنده شکایت کوي.

د طالبانو کورنیو چارو وزارت اړوند پولیسو د سې شنبې په ورځ، د چنګاښ پر اوومه، د ننګرهار ولایت په بېلابېلو سیمو کې د موټرو د تورو ښیښو د سپینولو کمپاین پیل کړی.

د یاد وزارت ویاند عبدالمتین قانع وايي، چې دا لړۍ د ښاري نظم، ښکلا او د غیرقانوني کړنو د مخنیوي لپاره ترسره کېږي، چې په ټول هېواد کې به وخت ناوخت دوام ومومي.

قانع زیاته کړې: « دغه اقدام به د ټولنې لپاره مثبت بدلون رامنځته کړي او د قانون حاکمیت به پیاوړی کړي، څو خلک په امن، ډاډ او اطمینان سره خپلې ورځنۍ چارې پر مخ یوسي».

خو د ننګرهار یو شمېر اوسېدونکي وايي، چې پر سړکونو د طالبانو چیک پواینټونو خلک له ستونزو سره مخ کړي دي.

د چپرهار ولسوالۍ یو اوسېدونکی وایي: «موږ هره ورځ له چیک‌پوانټونو تېرېږو، زموږ موبایلونه پلټل کېږي، پوښتنې کېږي، او کله کله له سپکو سپورو سره هم مخ کېږو».

یو شمېر خلک په دغو پلټنځایونو کې له امنیتي اړخه ځانونه خوندي نه ګڼي.

د کونړ ولایت یو تن اوسېدونکي افغانستان انټرنشنل ته وویل: «زموږ خلک چې ننګرهار ته راځي، په ځانګړي ډول د هغه سیمو خلک چې وهابیان پکې ډېر دي، چیک‌پوانټونو نو کې ځورول کیږي، خلک له موټرو ښکته کوي، پلټنې کوي او بد چلند ورسره کېږي».

په ننګرهار، کابل او یو شمېر نورو ولایتونو کې طالبانو د امنیت په نامه چیک‌ پوانټونه جوړ کړي، چې له تېرو درېو کلونو راهیسې خلک ترې پرله‌پسې شکایتونه کوي.

پر دغو چیک پواینټونو ډېری وخت له ځوانانو ګرځند ټیلیفونونه اخېستل کیږي او پلټل کیږي، له موټرو سورلۍ ښکته کېدو ته اړ اېستل کیږي او یونیم ځل مسافر د هغوی د ږیرې او ویښتانو د سبک له امله ترټل کیږي.

امرالله صالح: ملي بیرغ وکړای شول چې ملت تر یوه چتر لاندې راټول کړي

۷ زمری ۱۴۰۴ - ۲۹ جولای ۲۰۲۵، ۱۳:۴۸ GMT+۱

د مخکیني جمهوري نظام لومړی مرستیال امرالله صالح وایي، د افغانستان ملي بیرغ وکړای شول چې ملت تر یوه چتر لاندې راټول کړي او خلک په مستقیم ډول په واک کې برخه واخلي. صالح د ملي بیرغ ورځې په تړاو ویلي، چې د دغه بیرغ تر سیوري لاندې په واک کې له کليو تر مرکزونو د خلکو ونډه روښانه شوه.

د وروستي جمهوریت د ولسمشر پخوانی مرستیال امرالله صالح نن د زمري ۷مه پر خپل اېکس ولیکل، چې ملي بیرغ له کلیو څخه تر مرکز پورې، په واک کې د خلکو ونډه او رول تعریف او روښانه کړل.

صالح د ملي بیرغ د ورځې په تړاو ویلي، چې «د دغه بیرغ د دفاع لپاره موږ خپل یو شمیر عزیزان له لاسه ورکړل او موږ د دوی قبرونه په دې بیرغ سره ښکلي کړل.»

صالح په دې باور دی، چې د افغانستان په ملي بیرغ سره د هیواد عزت او ویاړ راڅرګند شو.

نوموړی وايي، « دا زما لپاره د افغانستان بیرغ دی، زموږ ویاړلی ملي بیرغ دی، د توحید کلمه پکې لیکل شوې، نو سپېڅلی بیرغ دی».

طالبانو په خپل بیا ځلي راتګ سره د افغانستان ملي بیرغ څنډې ته کړ او پرځای یې د خپلې ډلې بیرغ هسک کړ.

(د زمري ۷مه) چې هرکال د افغانستان د ملي بېرغ ورځې په توګه نمانځل کېږي، سږکال هم ګڼو افغانانو په خواله رسنیو کې د ملي بېرغ په انځورونو، لیکنو او ویډیو پیغامونو نمانځلې ده.

د افغانستان صادرات تېر کال ۱،۷ میلیارد ډالرو ته رسېدلي

۷ زمری ۱۴۰۴ - ۲۹ جولای ۲۰۲۵، ۱۳:۳۵ GMT+۱

د طالبانو د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د خپلو یو کلنو لاسته راوړنو د تشریح پروګرام کې وویل، چې د افغانستان صادرات تېر کال شاوخوا ۱،۷ میلیاردو ډالرو ته رسېدلي دي. طالبانو ویلي، چې د هېواد اصلي صادرات وچ انځر، پنبه، ممیز، انجه او د ډبرو سکاره وو.

طالبان وایي یاد توکي د ټولو صادراتو شاوخوا ۴۱ سلنه جوړوي.

د طالبانو تر واک لاندې د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د معلوماتو له مخې، پاکستان، هند، متحده عربي امارات، ازبکستان او ایران د افغانستان پنځه اصلي صادراتي بازارونه دي، چې ټولټال ۸۹سلنه صادرات دغو هېوادونو ته شوي دي.

طالب چارواکي ادعا کوي چې د صادراتو د کچې لوړېدل، د افغانستان د کرنیزو او کاني محصولاتو د اقتصادي ظرفیتونو ښکارندويي کوي.

خو د طالبانو د دغو څرګندونو باوجود، نړیوال بنسټونه او مرستندویه ادارې د افغانستان د خلکو د اقتصادي وضعیت په اړه اندېښمن دي.

د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، د دوامدارې وچکالۍ، بې‌ځایه‌کیدو او له ګاونډیو هېوادونو د افغان کډوالو جبري اېستلو له امله به د ۲۰۲۵کال په ترڅ کې په افغانستان کې غذايي امنیت لا خراب شي.

د مرستندویه ادارو د راپورونو له مخې ۹،۵ میلیونه افغانان د وچکالۍ او د خوراکي محصولاتو د کمښت له امله د خوړو له شدیدې ناامنۍ سره مخ شي.

طالبان وایي د برېښنا شرکت په زیانمن حالت کې په مېراث ور پاتې شوی

۷ زمری ۱۴۰۴ - ۲۹ جولای ۲۰۲۵، ۱۲:۳۹ GMT+۱

د طالبانو د برېښنا شرکت اجرایوي رییس ډاکټر عبدالباري عمر وایي، چې د برېښنا شرکت ورته په زیانمن حالت کې په میراث ورپاتې و، خو له تېر کال راهیسي یې د افغانستان برېښنا شرکت په خپلو پښو درولی او ورځ تر بلې د پام وړ لاسته راوړنې لري. هغه وايي، یوازې ۴۰ سلنه خلک برېښنا لري.

د طالبانو د برېښنا شرکت رییس د سې شنبې په ورځ (د زمري ۷مه) د دې ډلې د یادې ادارې د یو کلنو لاسته راوړنو د تشریح پروګرام کې وویل، چې د افغانستان برېښنا شرکت له تېر یو کال راهیسې د زیان له حالت څخه راوتلی او د ګڼو پراختيايي پروژو کارونه روان دي.

نوموړي په خپلو خبرو کې وویل، چې د افغانستان یوازې ۴۰ سلنه خلک برېښنا ته لاسرسی لري.

هغه زیاته کړه، چې د ټول هېواد په کچه دا مهال ۵۰ ولسوالیو ته د برېښنا شبکو غځونې چارې پر مخ روانې دي او ۸۰ ولسواليو ته د پانګونې له لارې د برېښنا شبکو غځول پلان شوي.

عمر د ټاپ پروژې په اړه وویل، چې د ټاپ پروژې چارو پيل لپاره اړونده کمېټې جوړې شوې او په دې تړاو به ښه زيری ولري. هغه همدا راز وویل، چې له ازبیکستان سره د ۵۰۰ کېلوولټه برېښنا د انتقال پروژې د چارو د پیل په تړاو خبرې هم وروستۍ شوې.

عمر زیاته کړه: «کوښښ کوو، چې په کور دننه د برېښنايي توکو توليد کمپليکس ولرو، څو په کم لګښت د تجهیزاتو چمتو کولو اسانتیاوې برابرې شي.»

هغه د پنجشیر د پارندې او د هلمند د ګرشک برېښنا د تولید فابریکې د ژر ګټې اخیستې خبر هم ورکړ.

یاد طالب چارواکي وویل:‌«په سمارټ مېټرونو باندې د شبکې سمبالولو چارې نهايي شوې دي چې ژر به یې عملي چارې پیل شي. همدا راز د عصري ډیټا سنټر جوړولو چارې پیل شوې، څو پېرودونکو ته اسانتیاوې برابرې شي».

د طالبانو تر واک لاندې د برېښنا شرکت رییس دا څرګندونې داسې مهال دي، چې ګڼ شمېر افغانان د برېښنا له زیاتې پرچاوۍ او لوړې بیې شکایت کوي.

دمګړۍ افغانستان له ۲۰تر ۳۰سلنې برېښنا له کورنیو سرچینو برابروي او له ۷۰تر ۸۰سلنې بیا له نورو هېوادونو په تېره له ترکمنستان، ازبکستان، تاجکستان او ایران نه را واردوي.

مالیزیا څلور افغانانان د جعلي ویزو په تور نیولي دي

۷ زمری ۱۴۰۴ - ۲۹ جولای ۲۰۲۵، ۱۲:۳۰ GMT+۱

د مالیزیا د سرحدي کنټرول او ساتنې ادارې اعلان کړی چې په کوالالامپور هوايي ډګر کې یې څلور تنه افغانان د جعلي ویزو د کارونې له امله نیولي دي. دا په روانه میاشت کې دویم ځل دی، چې افغانان په مالیزیا کې د جعلي ویزو په تور نیول کیږي.

د مالیزیا د ملي خبري اژانس د رپوټ له مخې، یو نارینه او درې ښځې د اماراتو له لارې له دوبۍ نه مالیزیا ته راورسېدل، خو د کډوالۍ د کنټرول له ځایونو له تېرېدو پرته یې څو ورځې د هوايي ډګر د ترانزیټ په ساحه کې تېرې کړې.

یاد دولتي اژانس ویلي چې تر لا زیاتو پلټنو وروسته دا څرګنده شوې چې ددوی ویزې جعلي وې.

دغو کسانو ویلي چې یادې ویزې یې د یوه منځګړي له لارې ترلاسه کړې وې، چې ادعا یې کوله اسناد له ازبکستان نه صادر شوي دي. خو د مالیزیا سرحدي چارواکو ویلي چې یادو مسافرو هېڅ د ازبکستان د سفر سابقه نه درلوده.

چارواکو ویلي چې دغو کسانو ته مالیزیا ته د داخلېدو اجازه نه ده ورکړل شوې او د هغوی د بېرته ستنولو پلان د جولای ۳۰مې نېټې لپاره ټاکل شوی دی.

دا په روانه میاشت کې په کوالالامپور هوايي ډګر کې دویمه ورته پېښه ده. تېره اونۍ هم اووه تنه افغانان، چې پنځه لویان او دوه ماشومان پکې شامل وو، د جعلي ویزو له امله مالیزیا ته له ننوتو منع کړل شول.

د مالیزیا چارواکي وايي، نورې پلټنې روانې دي چې دغو کسانو څرنګه جعلي ویزو ته لاسرسی پیدا کړی دی.