د پښتونخوا د باجوړ ولسوالۍ په څو سیمو کې درې ورځنی ګرځ بندیز اعلان شو

د خیبرپښتونخوا د باجوړ ولسوالۍ په ۱۶ سیمو کې درې ورځنی ګرځ بنديز اعلان شوی او خلکو ته ویل شوي، چې له خپلو کورونو ونه ووځي. د دغه بندیز موخه د ناقانونه وسلهوالو پر ضد د پاکستان پوځ پوځي عملیات ښودل شوي.