داعش د ختیځې کانګو پر یوې کلیسا د برید مسوولیت ومانه

داعش وسلهوالې ډلې د دوشنبې په ورځ د هغه خونړي برید مسوولیت منلی، چې د ملګرو ملتونو په وینا د ختیځې کانګو په یوې کلیسا کې یې لږ تر لږه ۴۳عبادت کوونکي وژلي وو.

داعش وسلهوالې ډلې د دوشنبې په ورځ د هغه خونړي برید مسوولیت منلی، چې د ملګرو ملتونو په وینا د ختیځې کانګو په یوې کلیسا کې یې لږ تر لږه ۴۳عبادت کوونکي وژلي وو.
داعش وسلهوالو د یکشنبې په سهار د بونیا له مرکز څخه ۷۵ کیلومتره لرې د کوماندا پر یوه کلیواله کلیسا برید وکړ، خلک یې د ټوپک او چړو پر مټ ووژل او بیا له سیمې وتښتېدل.
تر دې پېښې وروسته داعش پر خپل ټېلګرام پاڼه ولیکل، چې شاوخوا ۴۵ عبادت کوونکي یې وژلي او د دې ترڅنګ یې ډېر کورونه او هټۍ ګانې هم سوځولې دي.
د ملګرو ملتونو ماموریت (MONUSCO) د ۴۳ کسانو د وژل کېدو پخلی کړی، چې پهکې ۱۹ ښځې او ۹ ماشومان هم شامل دي.


اور وژونکو د دوشنبې په ورځ هڅه کړې، چې د ترکیې په درې بېلابېلو ولایتونو، یونان او د البانیا په یوې سیاحتي سیمه کې د ځنګلي اورونو مخه ونیسي. د ترکیې د کارابوک په غرنیو سیمو کې له شپږو ورځو راهیسې اور بل دی، چې له امله یې ډېری خلک د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شوي دي.
له بل پلوه په بورسا ولایت کې د یوه موټر اوښتو له امله درې اور وژونکي مړه شوي دي. په مرسین او انټالیا ولایتونو کې تر ۳۶۰۰ ډېرو خلکو ته د وتلو امر شوی دی.
په البانیا کې بیا ۹۰۰ اور وژونکي او پوځ هڅه کوي، چې ساراندا او نورو سیاحتي ځایونو ته د اور رسېدو مخه ونيسي.
پولیس وايي، چې په وروستیو درېیو ورځو کې ۱۳ کسان د اور بلولو په تور نیول شوي دي.
د دې اور له امله تر دې مهاله شاوخوا ۱۶زره جریبه ځمکه سوځېدلې ده؛ خو په صربیا کې بیا د باران له امله تر ۱۰۰ ډېر بل شوي اورونه کنټرول شوي دي.

د امریکا په نیویارک او رینو نېواډا کې د ډزو په جلا پېښو کې څلور کسان وژل شوي او څلور نور ټپیان دي. د دوشنبې په ورځ د نیویارک په منهاټن کې پر یوې ودانۍ د ډزو له امله لږ تر لږه یو پولیس افسر ووژل شو او دوه ملکي وګړي ټپیان شول.
که څه هم رسمي سرچینو تر اوسه د پېښې بشپړ جزییات نه دي ورکړي؛ خو سي اېن اېن د خپلو سرچینو په حواله راپور ورکړی، چې په دغه پېښه کې د یو پولیس افسر په ګډون څلور کسان وژل شوي دي.
له بل پلوه د رینونیواډا پر یوې کازینو یا قمارخانې د ډزو په بېښه کې درې کسان وژل شوي او دوه نور سخت ټپیان دي؛ د دغه برید په ځواب کې پولیسو هم ډزې کړې دي، چې په پایله کې یې قاتل ټپي شوی دی.
په پېښه کې یو پولیس هم برسېرن ټپي شوی؛ خو لاتر اوسه د پېښې لامل په ډاګه شوی نه دی.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د اسراییل له لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو سره د ایران د اټومي پروګرام په اړه ټلیفوني خبرې وکړې.
د کرملین ماڼۍ د اعلامیې له مخې، دواړو لوریو د ایران د اټومي پروګرام ترڅنګ د سیمې پر وضعیت هم خبرې اترې کړې دي.
روسي لوری وايي، چمتو دی چې د ایران د اټومي مسلې د حل لپاره د خبرو اترو او سیاسي تفاهم له لارې هر ډول همکاري او اسانتیاوې برابرې کړي.
دا خبرې اترې په داسې حال کې ترسره شوې، چې د منځني ختیځ امنیتي وضعیت ترینګلی شوی او د ایران اټومي پروګرام یو ځل بیا د نړۍوالو اندېښنو مرکز ګرځېدلی دی.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش یو ځل بیا د اسراییل او فلسطینیانو ترمنځ د اوږدې جګړې د ژر تر ژره پای ته رسېدو لپاره د حل لارې غوښتنه کړې او ټینګار کوي، چې «نور باید د سولې په تمه پاتې نه شو، بلکې د هغې لپاره په خپله شرایط رامنځته کړو.»
ښاغلي ګوترېش په یوه تازه پیغام کې ویلي: «راځئ چې بالاخره د سولې لاره خپله کړو؛ نه یوازې د یوه مفهوم، بلکې د یوې ژمنې په توګه، نه د یوه خوب، بلکې د واقعیت په توګه.»
هغه زیاتوي: «موږ نشو کولای د بشپړو شرایطو انتظار وباسو. موږ باید دا شرایط په خپله رامنځته کړو.»
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې په غزه کې د اسراییلي ځواکونو او حماس ډلې ترمنځ خونړۍ جګړه دوام لري، زرګونه انسانان وژل شوي او ملګري ملتونه د بشري ناورین د پراخېدو له امله خبرداری ورکړی دی.
له نړۍوالو هڅو سره سره، لا هم د دواړو خواوو ترمنځ سیاسي کړکېچ پای ته نهدی رسېدلی. خو ګوتریش وايي، چې نړۍ باید د سولې فرصت له لاسه ورنکړي او د یوه پایداره او عادلانه حل لپاره باید ژورې او ریښتینې هڅې وشي.
ملګري ملتونه له اوږدې مودې راهیسې د دوو دولتونو د حل ملاتړ کوي، چې له مخې یې فلسطینیان باید یو خپلواک دولت ولري او اسراییل باید د امنیت تضمین ولري.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې د ایران اټومي «سوله ییز» پروګرام د سخت کار، اوښکو او وینو په پایله کې رامنځته شوی دی او دغه پروګرام د بمبارۍ له لارې له منځه وړل کېدای نه شي.
عباس عراقچي په خواله رسنۍ اېکس کې ټینګار کړی، چې ایران د خپلو نویو اټومي راکټورونو لپاره د سون توکو د برابرولو په خاطر «غني کولو» ته اړتیا لري. هغه زیاته کړې، چې ایران خپله ملي او سولهییزه ټکنالوژي چې د انسانانو د ژوند ژغورنې لپاره ده، د بهرنیو زورواکو غوښتنو ته نه سپاري.
هغه همدارنګه ویلي، چې د یورانیمو د غني کولو تاسیساتو ته سخت زیان رسیدلی، خو د ایران عزم او اراده لا هم پیاوړې ده.
عراقچي خبرداری ورکړی، چې پوهېږي څه پېښ شوي او که چېرې د امریکا او اسراییل له خوا تکراري بریدونه وشي، ایران به داسې ځواب ورکړي چې بیا به پټ پاتې کېدل ناشونی وي.
هغه زیاته کړه: «ټولو ته باید معلومه وي چې موږ ایرانیان خپل سولهییز اټومي پروګرام پیرلی نه دی؛ بلکې د وینو، خولو او اوښکو په مرسته مو جوړ کړی دی. هغه ټکنالوژي او پوهه چې زموږ د وړ انسان سرچینو له خوا جوړه شوې، بمباري یې له منځه نشي وړلی. هو، زموږ د یورانیمو غني کولو تاسیسات زیانمن شوي، خو زموږ عزم نه دی مات شوی.