• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان: ۱۵۳ ټانکره بې کیفیته تېل مو بېرته ایران ته ورګرځولي دي

۸ زمری ۱۴۰۴ - ۳۰ جولای ۲۰۲۵، ۰۰:۰۴ GMT+۱تازه شوی: ۸ زمری ۱۴۰۴ - ۳۰ جولای ۲۰۲۵، ۰۲:۱۴ GMT+۱

په نیمروز ولایت کې د طالبانو د نورم او سټنډرډ ادارې چارواکي وایي، چې له ایران څخه وارد شوي ۲۵۰ ټانکره تېلو څخه یې ۱۵۳ ټانکره بې‌کیفیته تېل بېرته دغه هېواد ته ورګرځولي دي. طالبانو ویلي، چې په یادو ټانکرونو کې وارد شوي تېل یې تر معاینې او څېړنې وروسته بېرته ورګرځولي دي.

په نیمروز ولایت کې د طالبانو د والي دفتر د سې شنبه په ورځ (د زمري ۷مه) په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې د نورم او سټنډرډ ادارې په لابراتوار کې تر ارزونې وروسته د یادو تېلو کیفیت ټیټ بلل شوی او بېرته ایران ته مسترد شوي دي.

د دغه ولایت طالب چارواکو له سوداګرو غوښتي، چې «د شخصي ګټو پر ځای ملي ګټو ته لومړیتوب ورکړي او کیفیت لرونکي تېل وارد کړي.»

طالبانو په خبرپاڼه کې ویلي، چې له ایران څخه د واردونکو نفتي توکو د کیفیت ارزونې بهیر په جدیت روان دی او ټول هغه نفتي توکي به مسترد شي، چې کیفیت يې ټيټ وي.

په نیمروز کې طالبانو خبرداری ورکړی: «هېچا ته اجازه نه ورکوي، چې په ناقانونه توګه او یا هم بې کیفیته تېل د نيمروز له لارې هېواد ته وارد کړي.»

دوی ویلي، چې پاتې ۹۷ ټانکره بې کیفیته تېل به هم ایران ته مسترد شي.

د یادونې وړ ده، چې څو ورځي وړاندې په اقینې بندر کې طالب چارواکي ویلي و، چې له ترکمنستان څخه وارد شوي اووه ټانکره بې کیفیته تېل یې بېرته دغه هېواد ته ورګرځولي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې څه موده مخکې د طالبانو د سټنډرډ عالي شورا ویلي و چې د اقتصادي ثبات او د خلکو د روغتیا خوندي ساتلو په موخه یې افغانستان ته د وارېدونکو نفتي توکو لپاره ۵۷ سټندرډونه او ازمایښتي کړنلارې تصویب کړې دي.

اخوا، د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال بیا د سټنډرډ عالي شورا ته امر کړی، چې دا تصویب شوي سټنډرډونه په ښه ډول عملي کړي.

د طالبانو د سټنډرډونو د عالي شورا ویلي، دغه سټنډرډونه د ډیزلو، پټرولو، اوبلن ګاز او پایدار کاندنسات ګاز اړوند تصویب شوي دي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

طالب چارواکو له ایران سره د کلتوري او رسنیزو اړیکو د پراخېدو غوښتنه کړې ده

۷ زمری ۱۴۰۴ - ۲۹ جولای ۲۰۲۵، ۲۳:۵۲ GMT+۱

په تهران کې د طالبانو د سفارت فرهنګي اتشې اصف عزت‌الله د ایران د دولتي ټلویزون «صدا او سیما» د بهرنیو خپرونو له مرستیال احمد نوروزي سره په لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د کلتوري او رسنیزو همکاریو د پراخېدو غوښتنه کړې ده.

د طالبانو یاد فرهنګي اتشې عزت‌الله ویلي، چې د طالبانو او تهران ترمنځ اړیکې په پراخېدو دي او تمه لري چې دا به په ګډو رسنیزو تولیداتو، مستند فلمونو، د فرهنګي اوونیو په لمانځلو، د افغانستان لپاره ځانګړو خبري خپرونو او د افغان خبریالانو د روزنې له لارې نورې هم پراخې شي.

هغه زیاته کړه: «هر وخت چې له ایران څخه د اسراییل پر لور توغندي توغول شوي، د افغانستان په خلکو کې خوشحالي خپره شوې، ځکه اسراییل زموږ ګډ دوښمن دی.»

دغه طالب چارواکي وړاندیز کړی، چې باید یوه ګډه رسنیزه ټولنه جوړه شي ترڅو افغان خبریالانو ته په تهران کې روزنه ورکړل شي او د دواړو هېوادونو ترمنځ ګډ خبري او فرهنګي پروګرامونه پیل شي.

د ایران د صدا او سیما دولتي ټلویزون د بهرنیو خپرونو مرستیال احمد نوروزي ویلي، چې د دوی رسنۍ چمتو دي څو له افغانستان سره دوه اړخیزه او اغېزمنې اړیکې جوړې کړي.

نوموړي تمه وښوده، چې د طالبانو چارواکي به د ایران په رسنیو په ځانګړي ډول په هغو چینلونو کې چې افغانستان ته خپرونې کوي، لکه راډیو مشهد، فعال حضور ولري.

دا لیدنه داسې مهال ترسره کېږي، چې د طالبانو حکومت له نړۍوال مشروعیت پرته هڅه کوي د سیمه‌ییزو متحدینو سره اړیکې پراخې کړي، په ځانګړي ډول د رسنیو، فرهنګ او دیني ارزښتونو په برخه کې له ایران سره ګډ کار ته لېوالتیا ښيي.

د روغتیا نړۍوال سازمان: د کډوالو تګ راتګ د پولیو سرحدي انتقال ته زمینه برابروي

۷ زمری ۱۴۰۴ - ۲۹ جولای ۲۰۲۵، ۲۲:۵۴ GMT+۱

د روغتیا نړۍوال سازمان (ډبلیو اېچ او) د پولیو د نویو پېښو د زیاتوالي په اړه اندېښنه ښودلې او خبرداری یې ورکړی، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کډوالو د تګ راتګ له امله د دې ناروغۍ د لېږد ګواښ لا زیات شوی دی.

یاد سازمان وایي، د روان کال له پیل راهیسې ۹ نوې پېښې ثبت شوې دي، چې اته یې په پاکستان او یوه یې په افغانستان کې رامنځته شوې ده.

د روغتیا نړۍ وال سازمان د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې په دواړو هېوادونو کې د پولیو خپرېدل د نړۍوالو هڅو لپاره یو جدي ګواښ دی. د راپور له مخې، د افغانستان سوېلي ولایتونه، د پاکستان کویټه، کراچۍ او خېبرپښتونخوا هغه سیمې دي، چې د ویروس د خپرېدو د اصلي مرکزونو په توګه پېژندل شوې دي.

د«ډبلیو اېچ او» په حواله، د افغان کډوالو بېرته ستنېدل د دې ویروس د لېږد ګواښ لا زیاتوي. دغه سازمان ټینګار کړی، چې د پولیو له منځه وړل به یوازې هغه وخت ممکن وي، چې سیمه‌ییزه همغږي پیاوړې شي او ټولو ماشومانو ته پرته له خنډه واکسین ورسېږي، په ځانګړې توګه هغو سیمو ته چې جنګ ځپلي یا شاته پاتې دي.

د عامې روغتیا کارپوهان هم خبرداری ورکوي، چې که بېړنۍ او دوامداره هڅې ونشي، نو د تېرو لسیزو لاسته‌راوړنې به له منځه ولاړې شي. WHO او نورو ادارو له حکومتونو، بشري موسسو او سیمه‌ییزو مشرانو غوښتي، چې د واکسیناسیون کمپاینونه پیاوړې کړي او ډاډ ترلاسه کړي چې هېڅ ماشوم له واکسینه پاتې نه‌شي.

د پاکستان د ملي روغتیا ادارې (NIH) د راپور له مخې، یوازې د همدې اوونۍ په اوږدو کې درې نورې نوې پېښې ثبت شوې دي، چې د ۲۰۲۵م کال د پېښو شمېر یې ۱۷ ته لوړ کړ. دا پېښې د خېبرپښتونخوا په لکي مروت کې د یوه ۱۵ میاشتني ماشوم، د شمالي وزیرستان په میرعلي کې د شپږ میاشتني ماشوم او د سند ایالت په عمرکوټ کې د یوه پنځه کلن ماشوم سره تړاو لري.

د پاکستان روغتیایي چارواکي وايي، چې له ۱۰ پېښو څخه ډېر یې په خېبرپښتونخوا، پنځه په سند او یو شمېر نورې په پنجاب او ګلګت بلتستان کې ثبت شوې دي.

دا وضعیت دا ښيي، چې د پولیو خپرېدل لا هم دوام لري او دا ویروس له هغو ټولنو ګټه پورته کوي، چې هلته د واکسین پوښښ کم دی، خلک واکسین ته زړه نه ښه کوي، یا امنیتي ستونزې شتون لري.

سره له دې چې د جولای له ۲۱مې تر ۲۷مې پورې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د ځانګړو واکسیناسیون کمپاینونو پيلولو سره هیله وه، چې پرمختګ وشي، خو شنونکي وايي چې دا هڅې تر اوسه مطلوبې پایلې نه‌دي لرلي. همداراز، د چمن ښار او د بلوچستان په شپږو ولسوالیو کې د جولای له ۲۸مې د جزوي واکسین کمپاین هم د کمزوري او کمرنګه تطبیق له امله د اغېز له کمښت سره مخ دی.

طالبانو په یوه میاشت کې د معاملاتو د لارښوونې ۲۸ دفترونه د ناقانونه فعالیت له امله بند کړي

۷ زمری ۱۴۰۴ - ۲۹ جولای ۲۰۲۵، ۲۲:۴۳ GMT+۱

د طالبانو د عدليې وزارت وایي، چې په تېره یوه میاشت کې یې په کابل کې د معاملاتو د لارښوونې ۲۸ دفترونه د سرغړونو او ناقانونه فعالیت له امله تړلي دي. طالبانو زياته کړې، چې د دوی د څارنې ډلې له ۱۶۰ اړوندو دفترونو لیدنه کړې او یو شمېر ته یې د فعالیت قانوني جوازونه هم ورکړي دي.

د طالبانو د عدليې وزارت د سې شنبه په ورځ (د زمري ۷مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د دوی د څارنې ډلې تېره میاشت په کابل کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۶۰ دفترونو څارنه کړې او پر مهال يې د غېر قانوني فعالیت له امله ۲۸ دفترونه تړلې دي.

د طالبانو په خبرپاڼه کې لیکل شوي: «د معاملاتو لارښوونې ۲۸ دفترونه د غېر قانوني فعاليتونو له امله تړل شوي او د پاتې نورو دفترونو په فعاليتونو کې موجودې ستونزې هم مشخصې او د حل په برخه کې یې متصديانو ته لازمې لارښوونې شوې دي.»

دغه ډلې د یادو دفترونو د غېر قانوني فعالیت په اړه نور جزیات نه دي ورکړي.

د طالبانو د عدليې وزارت د معلوماتو له مخې؛ د دوی د عریضه لیکلو ادارې په تېره میاشت کې ۱۰۹ غوښتونکو ته د معاملاتو لارښوونې د فعالیت نوي جوازونه ورکړي او ۱۰۸ نور جوازونه يې تمديد کړي دي.

د طالبانو په خبره، هڅه کوي چې په ټول هېواد کې په ورته برخه کې د غېر قانوني فعالیتونو مخه ونيسي.

یو شمېر دیني عالمان او سیاستوال د دغه وزارت پر کړنو نیوکې کوي او وایي، چې زیاتره وخت له زور او واک څخه ناسمه ګټه اخیستل کېږي.

یوه اوونۍ وړاندې یو مشهور شیعه عالم وعظزاده بهسودي ویلي و، چې د طالبانو عدليې وزارت د کابل په لوېديځ کې د هغه دفتر تړلی دی.

بهسودي په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې طالبانو د هغه د دفتر غړي اېستلي او دفتر يې بند کړی دی.

طالبانو په کابل او بدخشان کې پنځه تنه د «زنا او نشه‌يي توکو د پلور» په تور په دُرو وهلي دي

۷ زمری ۱۴۰۴ - ۲۹ جولای ۲۰۲۵، ۲۱:۵۷ GMT+۱

طالبانو په کابل او بدخشان ولایتونو کې پنځه کسان د «نشه‌يي توکو د پلور، قاچاق او زنا» په تور په عام محضر کې په دُرو وهلي دي. د طالبانو سترې محکمې په جلا-جلا خبرپاڼو کې ویلي، چې دغه کسان یې له ۱۵ څخه تر ۳۹ دُرې وهلي او له یو څخه تر دوه‌نیمو کلونو پورې یې د بند سزا ورکړې ده.

د خبرپاڼو له مخې، د کابل د نشه‌يي توکو د مخنیوي ابتدایی محکمې د پرېکړې پر بنسټ، درې کسان د «ټابلیت K، شیشې او چرسو د پلور او قاچاق» په جرم په عام محضر کې له ۱۵ څخه تر ۲۰ دُرې وهل شوي دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې دغو کسانو ته يې له یو کال څخه تر دوو کلنو او شپږ میاشتي تنفيذي بند سزا هم ورکړې ده.

د طالبانو په خبرپاڼه کې راغلي، چې په بدخشان کې يې بیا دوه کسان د «زنا» په تور په عام محضر کې ۳۹ -۳۹ دُرې وهلي.

دا په داسي حال کې ده، چې طالبانو په همدې ورځ په کابل ولایت کې د «لواطت» په تور دوو نارینه‌ و ته د ۳۹ دُرو سزا او دایکنډي ولایت کې یوې ښځې ته «د نامشروع اړیکو» په تور د ۳۹ دُرو او یو کلن بند سزا ورکړې وه.

د دغې اړیکې د مقابل لوري په تړاو هېڅ نه دي ویل شوي.

د بشري حقونو اړوند سازمانونه د طالبانو دغه ډول کړنو ته د بشري حقونو د نقض په سترګه ګوري او د درېدو غوښتنه یې لري.

ملګري ملتونه: د ښځو د حقونو وضعیت له ګواښ سره مخ دی

۷ زمری ۱۴۰۴ - ۲۹ جولای ۲۰۲۵، ۲۰:۴۳ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د ښځو اداره (UN Women) د خپل ۱۵ کلن ماموریت د کلیزې په مناسبت ویلي، چې د نړۍوال وضعیت د خرابوالي له امله د ښځو لپاره په ځانګړي ډول په افغانستان کې د برابرو فرصتونو مبارزه ورځ تر بلې سختېږي.

یادې ادارې ویلي، چې افغانستان دا مهال په نړۍ کې دویم هېواد دی چې د جنسیتي توپیر کچه پکې تر ټولو لوړه ده، ځکه چې د طالبانو له خوا صادر شوي له ۸۰ څخه ډېر فرمانونه د ښځو او نجونو اساسي حقونه محدودوي.

د ملګرو ملتونو د ښځو اداره زیاتوي، یوازې افغانستان نه دی چې د ښځو پر حقونو بریدونه پکې روان دي؛ بلکې په نړۍ کې له هرو څلورو هېوادونو یو یې د ښځو د حقونو پر ضد منفي دریځ غوره کړی دی.

د دغه ادرې اجراییوي مشره «سیما بحوث» وایي: «اوس د شا تګ وخت نه دی، بلکې د یو ګام مخکې تګ وخت دی.»

د دغه ادارې د معلوماتو له مخې، اوسمهال د نړۍ له هرو لسو ښځو او نجونو یوه په شدیدې بې‌وزلۍ کې ژوند کوي او که چیرې همداسې دوام وکړي، نو نړۍ به تر راتلونکو ۱۳۷ کلونو پورې له ښځو سره اقتصادي نابرابرۍ پای ته ونه رسوي.

د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې په خپل خپور کړي راپور کې ویلي، چې په تېره یوه لسیزه کې د جګړو سره نږدې سیمو کې د هغو ښځو شمېر دوه چنده شوی، چې له لوږې، خوارځواکۍ او جنسي تاوتریخوالي سره لا ډېر مخامخ دي.

راپور زاتوي، دا مهال، ۱۰۳ هېوادونه لا هم هېڅ ښځینه دولتي مشره نه لري او د سیاسي رهبري په لوړو کچو کې د ښځو او نارینه ترمنځ برابري ښايي تر راتلونکو ۱۳۰ کلونو پورې ممکنه نه وي.

له بل پلوه، که څه هم نړۍ د مصنوعي ځیرکتیا او ټکنالوژۍ په یوه نوي پړاو کې داخله شوې، خو ښځې او نجونې لا هم له ډیجیټلي وسایلو او زده‌کړو څخه شاته پاتې دي. دا ډیجیټلي توپیر د ښځو د راتلونکي نسل د پرمختګ مخه نیسي.

سره له دې چې د ملګرو ملتونو د ښځو اداره وایي، هغوی به له لا قوي هوډ سره د ښځو د حقونو او فرصتونو لپاره مبارزې ته دوام ورکړي، اوس هم له ۶۰۰ میلیونه زیاتې ښځې او نجونې د جګړو له سیمو ۵۰ کیلومترۍ کې ژوند کوي.

شواهد ښيي، د سولې هغه بهیرونه چې ښځې پکې لاسلیک کوونکې وې، ډېر دوامدار پاتې شوي دي. خو بیا هم له ۲۰۲۰ تر ۲۰۲۳ کاله پورې د سولې ۸۰ سلنه خبرو اترو کې ښځو ګډون نه‌درلود.