د طالبانو مشر: په تېرو شلو کلونو کې د اسلام د لهمنځه وړلو هڅو ته ډېر مال او زور وکارول شو

د طالبانو مشر د هرات له دیني عالمانو سره په لېدنه کې اندېښه ښودلې، چې ځیني ډلې د طالبانو د رژیم د کمزوري کېدو هڅې کوي. ملا هبت الله اخوندزاده ویلي، دغه ډلې غواړي د علماوو ترمنځ اختلافات رامنځته کړي، تبلیغات وکړي او خلک پر علماوو بېباوره کړي.