طالبان وایي، د پاکستان له لارې افغانستان ته د زرګونه نشه‌يي ګولیو د قاچاق مخه ونیول شوه

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت سې‌شنبه (د زمري ۷مه) خبر ورکړی، چې د دوی سرحدي پولیسو په تورخم کې د (پریګابلین) په نوم د ۶زره نشه‌يي ګولیو د قاچاق مخه ونیوله.