نن (د جولای ۳۰مه) د انساني قاچاق د مخنیوي نړۍواله ورځ ده

(د جولای ۳۰مه) چې د انساني قاچاق د مخنیوي له نړۍوالې ورځې سره برابره ده، هر کال د ملګرو ملتونو او ځینو هېوادونو له لوري نمانځل کېږي. افغانستان هم د انساني قاچاق له اړخه زیانمن هېواد بلل کېږي.

(د جولای ۳۰مه) چې د انساني قاچاق د مخنیوي له نړۍوالې ورځې سره برابره ده، هر کال د ملګرو ملتونو او ځینو هېوادونو له لوري نمانځل کېږي. افغانستان هم د انساني قاچاق له اړخه زیانمن هېواد بلل کېږي.
د انساني قاچاق د مخینوي نړۍوالې ورځې د نمانځلو موخه په نړۍ کې د انسانانو د قاچاق ګواښونو په اړه د عامه پوهاوي لوړول ښودل شوي دي.

سیمهییزې سرچینې افغانستان انټرنشنل-پښتو ته وایي، چې طالبانو د ننګرهار په مرکز جلالاباد ښار کې د یوه ۱۳ کلن ماشوم پر جنسي ځورونې تورن د یوې دیني مدرسې ملا تر یوې ورځې بند وروسته بېرته خوشې کړی دی.
باوري سرچینو چهارشنبه (د زمري په ۵مه) زیاته کړې، یاد ملا چې «مفتي وليالله» نومېږي؛ د جلالاباد ښار د شپږمې ناحیې اړوند د خالص فامیلیو په سیمه کې د یوه ماشوم پر جنسي ځورونې تورن شوی و.
د سرچینو په وینا، که څه هم ځینو لومړنيو راپورونو د ماشوم د وژنې ادعا کوله؛ خو افغانستان-انټرنشنل ته تازه رسېدلي معلومات ښيي، چې ماشوم ژوندی دی او له سختې «روحي شکنجې» سره مخ شوی دی.
سرچینو زیاته کړې، چې طالبانو مفتي وليالله د ماشوم د قهرجنې کورنۍ او خپلوانو تر شدیدو اعتراضونو وروسته یوې امنیتي حوزې ته وړی و؛ خو له یوې ورځې بند وروسته یې بېرته خوشې کړی دی. سرچینې وایي، دغه کس د طالبانو ملاتړ کوونکي او وژل شوي مفتي رحیمالله حقاني د پخوانیو شاګردانو له ډلې دی.
سرچینو همداراز زیاته کړې، چې نوموړی ملا د طالبانو قوي ملاتړ له ځان سره لري او د دغې ډلې د حج او اوقافو ریاست لهخوا په دې مدرسه کې رسمي مقرر شوی دی.
سرچینې وايي، چې نوموړی تر دې وړاندې هم د جلالاباد ښار په یوې بلې مدرسه کې د څلورو نورو شاګردانو پر جنسي ځورونې تورن شوی و؛ خو د خلکو د پراخو اعتراضونو له امله له یادې مدرسې بدل شو.
د نوموړي د بیا خوشې کېدو په تړاو د طالبانو ځایي چارواکو تر اوسه څه نهدي ویلي؛ خو د ماشوم کورنۍ، خپلوانو او د سیمې خلکو د طالبانو د دې پرېکړې له امله ژوره اندېښنه ښودلې او د قضیې د بشپړې پلټنې او څېړنې غوښتنه کوي.
د بشري حقونو فعالان او د طالبانو د دیني مدرسو منتقدین وایي، دغه ډول پېښې ښيي چې د دیني مدرسو دننه د ماشومانو خوندیتوب له جدي ګواښ سره مخ دی او کورنۍ باید هېڅکله خپل ماشومان مدرسو ته ونه لېږي.
په جلاوطنۍ کې مېشت د بشري حقونو فعال شفیقالله (مستعار نوم) په دې تړاو وویل: «په مدرسو کې د ماشومانو خوندیتوب له جدي ګواښ سره مخ دی. دا لومړنۍ پېښه نه ده، تر دې مخکې هم په مدرسو کې دا ډول پېښې شوې دي او د طالبانو تر واکمنېدو وروسته د مدرسو اصلي څېره بربنډه شوې. زه له ټولو کورنیو هیله کوم، چې د خپلو ماشومانو خیال وساتي او مدرسو ته یې ونه لېږي.»
دا مهال په افغانستان کې د مدرسو کره شمېر نه دی معلوم؛ خو څه موده مخکې د طالبانو د پوهنې وزارت ویلي و، چې په تېرو څو کلونو کې ۲۶۹ښوونځي او د اسلامي زدهکړو نږدې ۲۳زره مرکزونه جوړ شوي دي.
پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته دیني مدرسې ډېرې شوې دي او دغه ډله هڅه کوي، چې ان ښوونځي هم پر دیني مدرسو بدل کړي. د طالبانو د لوړو زدهکړو وزارت د دیني مدرسو له فارغانو نه ازموینه اخلي او له بریالیتوب وروسته د خامسه دورې فارغانو ته د بکلوریا، د عالیه دورې فارغانو ته د لیسانس او د عالمیه دورې فارغانو ته د ماسټرۍ اسناد ورکوي.
د روان کال په غويي میاشت کې د طالبانو د عدلیې وزارت یو نوی قانون خپور کړی و، چې د مدرسو د تاسیس، تثبیت، د استادانو او کارکوونکو لپاره مقررات بیانوي. دغه قانون دوه فصلونه او ۱۴ مادې لري، چې د مدرسو د جوړېدو مرحلې، معیارونه، د زدهکړو کچې، د طالبانو د جذب شمېر او د استادانو د ګومارنې شرایط تعریفوي.
ملګرو ملتونو د افغانستان په شمال کې د راستنېدونکو کورنیو، بېځایه شویو کسانو (IDPs) او اغېزمنو ټولنو د ملاتړ لپاره یوه نوې پروژه پیل کړې، چې ټول ارزښت یې ۲۳ میلیونه امریکايي ډالره دی.
دا نوښت، چې "پایدار" نومېږي، یو مشارکتي اقدام دی، چې موخه یې د بېرته راستنېدونکو سیمو لپاره د ادغام شوې پرمختیايي مرستې برابرول دي، دا نوښت هڅه کوي د زیاتېدونکو بشري اړتیاوو ځواب ووایي، په داسې حال کې چې پراخ شمېر خلک له بېځایه کېدنې او بېرته ستنېدو سره مخامخ دي.
د "پایدار" پروژه تېره ورځ د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د استازي د مرستیال اندریکا راټواټي لهخوا په کندوز ولایت کې پرانېستل شوه. په دغه مراسمو کې د ملګرو ملتونو چارواکو، د مدني ټولنې مشرانو او د ټولنو استازو ګډون درلود.
دا پروژه د کډوالو د نړۍوال سازمان (IOM)، د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام (UNDP)، د ملګرو ملتونو د استوګنې سازمان (UN-Habitat) او UNHCR لهخوا پر مخ وړل کېږي. تمویل یې د افغانستان لپاره د ځانګړي باور صندوق (STFA) لهخوا شوی، چې له ټولې بودیجې څخه یې ۱۵.۸ میلیونه ډالره برابر کړي دي.
د راتلونکو ۲۴ میاشتو لپاره به دا پروژه په ۱۱ ټولنو کې پلي شي، چې تمرکز به یې د کورونو پر جوړولو، له طبیعي پېښو څخه خوندي زېربناوو، د خلکو د ژوند د ښه والي فرصتونو، ښې حکومتولۍ، قانونپېژندنې، د ځمکې پر حقونو او د ماینونو د ګواښونو په اړه پوهاوی وي.
پروژه به د ټولنو په مشرتابه، د محلي تطبیقي کمېټو او د ټولنو د عملي پلانونو له لارې پرمخ یووړل شي، څو شفافیت او د خلکو ګډون تضمین شي.
"پایدار" هڅه کوي، چې د دوامدار ادغام او اقتصادي بیا رغونې زمینه برابره کړي، په داسې حال کې چې شمالي افغانستان له دوامدارو بېځایه کېدو او ټیټو پانګونو سره مخ دی.
په نیمروز ولایت کې د طالبانو د نورم او سټنډرډ ادارې چارواکي وایي، چې له ایران څخه وارد شوي ۲۵۰ ټانکره تېلو څخه یې ۱۵۳ ټانکره بېکیفیته تېل بېرته دغه هېواد ته ورګرځولي دي. طالبانو ویلي، چې په یادو ټانکرونو کې وارد شوي تېل یې تر معاینې او څېړنې وروسته بېرته ورګرځولي دي.
په نیمروز ولایت کې د طالبانو د والي دفتر د سې شنبه په ورځ (د زمري ۷مه) په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې د نورم او سټنډرډ ادارې په لابراتوار کې تر ارزونې وروسته د یادو تېلو کیفیت ټیټ بلل شوی او بېرته ایران ته مسترد شوي دي.
د دغه ولایت طالب چارواکو له سوداګرو غوښتي، چې «د شخصي ګټو پر ځای ملي ګټو ته لومړیتوب ورکړي او کیفیت لرونکي تېل وارد کړي.»
طالبانو په خبرپاڼه کې ویلي، چې له ایران څخه د واردونکو نفتي توکو د کیفیت ارزونې بهیر په جدیت روان دی او ټول هغه نفتي توکي به مسترد شي، چې کیفیت يې ټيټ وي.
په نیمروز کې طالبانو خبرداری ورکړی: «هېچا ته اجازه نه ورکوي، چې په ناقانونه توګه او یا هم بې کیفیته تېل د نيمروز له لارې هېواد ته وارد کړي.»
دوی ویلي، چې پاتې ۹۷ ټانکره بې کیفیته تېل به هم ایران ته مسترد شي.
د یادونې وړ ده، چې څو ورځي وړاندې په اقینې بندر کې طالب چارواکي ویلي و، چې له ترکمنستان څخه وارد شوي اووه ټانکره بې کیفیته تېل یې بېرته دغه هېواد ته ورګرځولي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې څه موده مخکې د طالبانو د سټنډرډ عالي شورا ویلي و چې د اقتصادي ثبات او د خلکو د روغتیا خوندي ساتلو په موخه یې افغانستان ته د وارېدونکو نفتي توکو لپاره ۵۷ سټندرډونه او ازمایښتي کړنلارې تصویب کړې دي.
اخوا، د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال بیا د سټنډرډ عالي شورا ته امر کړی، چې دا تصویب شوي سټنډرډونه په ښه ډول عملي کړي.
د طالبانو د سټنډرډونو د عالي شورا ویلي، دغه سټنډرډونه د ډیزلو، پټرولو، اوبلن ګاز او پایدار کاندنسات ګاز اړوند تصویب شوي دي.
په تهران کې د طالبانو د سفارت فرهنګي اتشې اصف عزتالله د ایران د دولتي ټلویزون «صدا او سیما» د بهرنیو خپرونو له مرستیال احمد نوروزي سره په لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د کلتوري او رسنیزو همکاریو د پراخېدو غوښتنه کړې ده.
د طالبانو یاد فرهنګي اتشې عزتالله ویلي، چې د طالبانو او تهران ترمنځ اړیکې په پراخېدو دي او تمه لري چې دا به په ګډو رسنیزو تولیداتو، مستند فلمونو، د فرهنګي اوونیو په لمانځلو، د افغانستان لپاره ځانګړو خبري خپرونو او د افغان خبریالانو د روزنې له لارې نورې هم پراخې شي.
هغه زیاته کړه: «هر وخت چې له ایران څخه د اسراییل پر لور توغندي توغول شوي، د افغانستان په خلکو کې خوشحالي خپره شوې، ځکه اسراییل زموږ ګډ دوښمن دی.»
دغه طالب چارواکي وړاندیز کړی، چې باید یوه ګډه رسنیزه ټولنه جوړه شي ترڅو افغان خبریالانو ته په تهران کې روزنه ورکړل شي او د دواړو هېوادونو ترمنځ ګډ خبري او فرهنګي پروګرامونه پیل شي.
د ایران د صدا او سیما دولتي ټلویزون د بهرنیو خپرونو مرستیال احمد نوروزي ویلي، چې د دوی رسنۍ چمتو دي څو له افغانستان سره دوه اړخیزه او اغېزمنې اړیکې جوړې کړي.
نوموړي تمه وښوده، چې د طالبانو چارواکي به د ایران په رسنیو په ځانګړي ډول په هغو چینلونو کې چې افغانستان ته خپرونې کوي، لکه راډیو مشهد، فعال حضور ولري.
دا لیدنه داسې مهال ترسره کېږي، چې د طالبانو حکومت له نړۍوال مشروعیت پرته هڅه کوي د سیمهییزو متحدینو سره اړیکې پراخې کړي، په ځانګړي ډول د رسنیو، فرهنګ او دیني ارزښتونو په برخه کې له ایران سره ګډ کار ته لېوالتیا ښيي.
د روغتیا نړۍوال سازمان (ډبلیو اېچ او) د پولیو د نویو پېښو د زیاتوالي په اړه اندېښنه ښودلې او خبرداری یې ورکړی، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کډوالو د تګ راتګ له امله د دې ناروغۍ د لېږد ګواښ لا زیات شوی دی.
یاد سازمان وایي، د روان کال له پیل راهیسې ۹ نوې پېښې ثبت شوې دي، چې اته یې په پاکستان او یوه یې په افغانستان کې رامنځته شوې ده.
د روغتیا نړۍ وال سازمان د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې په دواړو هېوادونو کې د پولیو خپرېدل د نړۍوالو هڅو لپاره یو جدي ګواښ دی. د راپور له مخې، د افغانستان سوېلي ولایتونه، د پاکستان کویټه، کراچۍ او خېبرپښتونخوا هغه سیمې دي، چې د ویروس د خپرېدو د اصلي مرکزونو په توګه پېژندل شوې دي.
د«ډبلیو اېچ او» په حواله، د افغان کډوالو بېرته ستنېدل د دې ویروس د لېږد ګواښ لا زیاتوي. دغه سازمان ټینګار کړی، چې د پولیو له منځه وړل به یوازې هغه وخت ممکن وي، چې سیمهییزه همغږي پیاوړې شي او ټولو ماشومانو ته پرته له خنډه واکسین ورسېږي، په ځانګړې توګه هغو سیمو ته چې جنګ ځپلي یا شاته پاتې دي.
د عامې روغتیا کارپوهان هم خبرداری ورکوي، چې که بېړنۍ او دوامداره هڅې ونشي، نو د تېرو لسیزو لاستهراوړنې به له منځه ولاړې شي. WHO او نورو ادارو له حکومتونو، بشري موسسو او سیمهییزو مشرانو غوښتي، چې د واکسیناسیون کمپاینونه پیاوړې کړي او ډاډ ترلاسه کړي چې هېڅ ماشوم له واکسینه پاتې نهشي.
د پاکستان د ملي روغتیا ادارې (NIH) د راپور له مخې، یوازې د همدې اوونۍ په اوږدو کې درې نورې نوې پېښې ثبت شوې دي، چې د ۲۰۲۵م کال د پېښو شمېر یې ۱۷ ته لوړ کړ. دا پېښې د خېبرپښتونخوا په لکي مروت کې د یوه ۱۵ میاشتني ماشوم، د شمالي وزیرستان په میرعلي کې د شپږ میاشتني ماشوم او د سند ایالت په عمرکوټ کې د یوه پنځه کلن ماشوم سره تړاو لري.
د پاکستان روغتیایي چارواکي وايي، چې له ۱۰ پېښو څخه ډېر یې په خېبرپښتونخوا، پنځه په سند او یو شمېر نورې په پنجاب او ګلګت بلتستان کې ثبت شوې دي.
دا وضعیت دا ښيي، چې د پولیو خپرېدل لا هم دوام لري او دا ویروس له هغو ټولنو ګټه پورته کوي، چې هلته د واکسین پوښښ کم دی، خلک واکسین ته زړه نه ښه کوي، یا امنیتي ستونزې شتون لري.
سره له دې چې د جولای له ۲۱مې تر ۲۷مې پورې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د ځانګړو واکسیناسیون کمپاینونو پيلولو سره هیله وه، چې پرمختګ وشي، خو شنونکي وايي چې دا هڅې تر اوسه مطلوبې پایلې نهدي لرلي. همداراز، د چمن ښار او د بلوچستان په شپږو ولسوالیو کې د جولای له ۲۸مې د جزوي واکسین کمپاین هم د کمزوري او کمرنګه تطبیق له امله د اغېز له کمښت سره مخ دی.