• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د پښتونخوا په باجوړ کې د پوځي عملیاتو له امله لسګونه کورنۍ د خپلو مېنو پرېښودو ته اړې شوې

۸ زمری ۱۴۰۴ - ۳۰ جولای ۲۰۲۵، ۰۸:۰۰ GMT+۱

د خېبرپښتونخوا په باجوړ ولسوالۍ کې لسګونه کورنۍ د خپلو مېنو پرېښودو ته اړې شوې دي. دا کورنۍ وروسته تر هغې د خپلو مېنو پرېږدو ته اړې شوې، چې پاکستاني پوځ په دغه سیمه کې د پوځي عملیاتو خبرداری ورکړی دی.

په سیمه کې باخبره سرچینو افغانستان انټرنشل-پښتو ته ویلي، چې د تلونکو کورنیو شمېر لسګونو ته رسېږي او ښايي د ورځې په اږدو کې به دغه شمېر لا زیات شي.

دا په داسې حال کې ده، چې د خېبرپښتونخوا د باجوړ ولسوالۍ په ۱۶ سیمو کې درې ورځنی اعلان شوی ګرځبنديز لاهم دوام لري.

له بل پلوه په مومند ولسوالۍ کې ګڼو کسانو نن (چهارشنبه، د زمري ۸مه) په باجوړ کې د پوځي علمیاتو اعلان شوي ګرځبندیز او ناسم امنیتي وضعیت په غبرګون کې لاریون کړی دی.

باجوړ له وروستیو څو میاشتو راهیسې د پاکستاني ځواکونو او ټي‌ټي‌پي وسله‌والې ډلې ترمنځ د تاوتریخوالي او سختو نښتو پر مرکز بدل شوی دی.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

منظور پښتين: پوځ په باجوړ کې د امن په نوم ماشومان او سپین‌ږیري وژلي دي

۷ زمری ۱۴۰۴ - ۲۹ جولای ۲۰۲۵، ۲۱:۲۶ GMT+۱

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین وايي: «د پنجابي جنرالانو اشغالګر پوځ په باجوړ کې د هدفي عملیاتو پر مهال د ماشومانو او سپین‌ږیرو په ګډون هغه پښتانه په نښه کړي، چې له کلونو راهيسي په خپله خاوره کې اوسېدل.»

د نوموړي په خبره، پوځ د ظلم پروړاندې د غږ پورته کېدو او حرکتونو د مخنيوي هڅې کوي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین د سه‌شنبې په ورځ (د زمري ۷مه) په باجوړ کې د پاکستاني پوځیانو هدفي عملیاتو ته په اشارې سره لیکلي: «ناامني، د وسلوالو ډلو جوړول، د پښتنو وژل، وضعیت خرابول او د امن په نوم پوځي عملیات، په حقیقت کې د پښتون قوم نسل‌وژنه ده.»

د نوموړي په خبره، تر دې مهاله ۸۰ زره پښتانه وژل شوي دي.

منظور پښتین وايي، چې پوځ له خبرتيا پرته په باجوړ کې بریدونه کړ دي.

نوموړي زياته کړې: «په دې وروستيو کې په وزيریستان او خېبر کې ناکام عملیات او تازه له کومې خبرتيا پرته په باجوړ کې برید ددې ظلم او بې عدالتۍ یو بل عملي پلان دی.»

هغه غوښتنه کړې، چې باید ټول د دې ظلم پروړاندې په رسنيو کې غږ پورته کړي.

پښتین ویلي: «دا د پوځ هیله ده چې هر حرکت او غږ کمزوری او خاموشه کړي؛ تر څو دوی د پښتنو نسل وژنې ته په خاموشۍ دوام ورکړي.»

د منظور په خبره، ټول باید د ظلم پروړاندې د مظلوم پښتون ملت ملاتړ وکړي.

د خیبر پښتونخوا والي: اسراییل او هند له افغانستان څخه د پاکستان پر ضد فعالیت کوي

۷ زمری ۱۴۰۴ - ۲۹ جولای ۲۰۲۵، ۱۶:۴۲ GMT+۱

د خېبر پښتونخوا والي فیصل کریم کنډی وايي، اسراییل او هند له افغانستان څخه د پاکستان پر ضد فعالیت کوي، خو بیا هم ایالتي حکومت له افغانستان سره پر خبرو اترو ټینګار کوي. نوموړي دا هم وویل چې د تېرا د پېښې په اړه رښتینې څېړنې روانې دي او مظلومو ته به حساب ورکول کېږي.

د خېبر پښتونخوا والي فیصل کریم کنډي دا څرګندونې د سې شنبې په ورځ د بېلابېلو سیمو او ولسوالیو له خبریالاتو سره په ناسته کې کړې دي.

هغه وویل چې د خیبر پښتونخوا امنیتي وضعیت د ایالتي حکومت د ناسمو پالیسیو له امله خراب شوی دی.

کنډي زیاته کړه، چې د سولې د رامنځته کولو واک له سر وزیر اعلی امین ګنډاپور سره دی.

نوموړی وايي، په خیبر پښتونخوا کې د ناامنۍ اصلي لامل په سیمه‌يیزه کچه د وسله والو ملاتړ دی، او د هېواد دښمنان د دوی تر شا ولاړ دي.

فیصل کریم کنډي وویل:«په ډرون کې چاودیدونکي توکي ځای پر ځای کول دا د عام کس کار نه دی.»

دا څرګندونې په داسې حال کې ترسره کېږي، چې د خیبر پښتونخوا سر وزیر امین ګنډاپور د زمري په ۲مه وویل ، پښتونخوا ایالت د ناامنیو له امله سخت ځپل شوی او دې سیمه کې د نورو پوځي عملیاتو اجازه نه ورکوي.

ګنډا پور د پوځ له نوم یادونې پرته ویلي و، «زه له چا څخه نه ډاریږم، ښه طالبان که ستاسې په کار وي په پوځ کې یې شامل کړئ، یا یې بل ځای وجنګوئ.»

ګنډاپور ویلي و، چې د سرحدي سیمو د ستونزو په هواري کې مرکزي حکومت خپل مسوولیت په سمه توګه نه دی ادا کړی او غوښتنه کوي، چې په پښتونخوا کې دې د پوځ له خوا ډرون بریدونه ودرول شي.

باجوړ کې نښته؛ پاکستانی پوځ او طالبان یو بل ته د درنې مرګ‌ ژوبلې اړولو ادعاوې کوي

۷ زمری ۱۴۰۴ - ۲۹ جولای ۲۰۲۵، ۱۲:۰۵ GMT+۱

په باجوړ کې د پاکستاني پوځ او تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) ترمنځ په نښتو کې دواړې خواوې یوه او بل ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعاوې کوي. پوځ وایي چې ۱۷ وسله‌وال یې وژلي، خو طالبان ادعا کوي چې اووه پوځیان یې وژلي او ګڼ نور یې ټپيان کړي دي.

سرچینو د سې شنبې په ورځ، د زمري پر اوومه، افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې پاکستاني پوځ د خېبر پښتونخوا د باجوړ ولسوالۍ په لږ تر لږه ۱۶ سیمو کې پوځي عملیات پيل کړي دي.

باجوړ دمګړۍ د پاکستان امنیتي ځواکونو او تحریک طالبان پاکستان (ټي‌ ټي ‌پي) ترمنځ د جګړې شاهد دی.

د راپورونو له مخې، دا نښتې وروسته له هغې پیل شوې چې پوځ په سیمه کې درې ورځنی ګرځبندیز ولګاوه او عملیات یې پېل کړل.

د پاکستان امنیتي سرچینو د افغانستان انټرنشنل محلي همکارانو ته ویلي، چې تر دې دمه د ټي ټي پي ۱۷ وسله ‌وال وژل شوي او ۲۴ نور ټپیان دي. دې سرچینو ادعا کړې، چې په وژل شویو کسانو کې ډېری افغانان دي.

خو تحریک طالبان پاکستان (ټي ‌ټي ‌پي) په یوه اعلامیه کې چې له رسنیو سره یې شریکه کړې، وایي چې د دوی د مقاومت له امله د پاکستان پوځ ته درنده مرګ‌ژوبله اوښتې ده. د دې ډلې ویاند محمد خراساني ادعا کړې چې «په دې نښتو کې مو د پوځ بریدونه په شا تمبولي، او تر اوسه مو اووه پوځيان وژلي او ګڼ شمېر نور ټپیان کړي دي.»

پر ټولنیزو رسنیو خپرې شوې ویډیوګانې ښيي چې خلک د جګړې له امله تر سخت فشار لاندې دي.

په یوه ویډيو کې د باجوړ یو تن اوسېدونکی، چې هویت یې نه ‌دی څرګند، وایي: «تود جنګ دی، پوځیان د خلکو کورونو ته ننوتي، سخت ظلم روان دی».

په بله ویډیو کې ښکاري چې یو سپین ږیری ټپي شوی او خلک یې د جګړې له صحنې د اېستلو هڅه کوي.

د لوی ماموند، واړه ماموند، ترخو، لغړۍ، بندانو او ګڼو نورو سیمو اوسېدونکو ته ویل شوي چې له خپلو کورونو ونه وځي او د جولای تر ۳۱مې به ګرځبندیز وي.

د پاکستان امنیتي سرچینې وایي چې عملیات به تر ټاکلي وخت پورې دوام وکړي، او پوځ هڅه کوي د وسله‌ والو تر نفوذ لاندې سیمې تصفیه کړي.

باجوړ، چې د خېبر پښتونخوا له قبایلي سیمو څخه یوه مهمه ولسوالۍ ده، له تېرو څو کلونو راهیسې د پاکستاني ځواکونو او ټي ټي پي ترمنځ د تاوتریخوالي او وسله والو نښتو مرکز پاتې شوی دی.

د تحریک انصاف ګوند ایالتي کمېټه: د پاکستان پوځ باید په ۱۵ ورځو کې له قبایلي ولسوالیو ووځي

۶ زمری ۱۴۰۴ - ۲۸ جولای ۲۰۲۵، ۱۷:۲۸ GMT+۱

د خیبرپښتونخوا په تیرا کې پر عامو خلکو او لاریونوالو د پاکستان د پوځ له ډزو وروسته چې په پایله کې یې ۷ کسان ووژل شول او ۲۰ نور ټپيان شول، په دغه ایالت کې د تحریک انصاف ګوندي کمېټې د پاکستان له مرکزي حکومته وغوښتل چې په ۱۵ ورځو کې له ټولو قبایلي ولسوالیو پوځ وباسي.

په خیبر پښتونخوا کې د تحریک انصاف ګوند تنظیمي کمېټې په تیرا کې پر عامو خلکو او لاریونوالو د پاکستان د پوځ د یکشنبې ورځې مخامخ ډزې او د پاکستاني ځواکونو ورته چارې په کلکه وغندلې.

د تحریک انصاف ګوند د پښتونخوا تنظیمي کمیټې په یوه پرېکړه لیک کې ویلي، چې په خیبر پښتونخوا کې د اوږد مهال لپاره د پوځیانو د ځای پر ځای کېدو له امله د ځایي خلکو بنسټیز حقوق تر پښو لاندې شوي او ورسره سیمه هم نا امنه شوې ده.

دغه ګوند همداراز د خیبر پښتونخوا په اسامبلې کې د پاکستان تحریک انصاف ګوند غړو ته سپارښتنه کړې چې یاد پرېکړه لیک اسامبلې ته وړاندې کړي او د تصویبېدو لپاره یې د نورو ګوندونو ملاتړ هم ترلاسه کړي.

یاد ګوند همداراز د تقاعد شویو قاضیانو او د مدني ټولنې د غړو په ګډون د یوه خپلواک کمېسیون د جوړېدو غوښتنه کړې او په وینا یې دغه کمېسیون به د تېرا پېښې په ګډون ټولې شوې پېښې په خپلواکه توګه وڅېړي او په ۳۰ ورځو کې خپل راپور اړوندو ادارو ته د نورو اقداماتو په موخه وسپاري.

د ویلو ده چې پرون په تیرا کې د پاکستان د پوځ د هاوان په ډزو کې یو ماشوم ووژل شو او ورسره جوخت د سیمې اوسېدونکو د جنازې په لېږدولو سره لاریون وکړ خو د پاکستان پوځ وروسته پر لاریونوالو مخامخ ډزې وکړې چې له امله یې ۷ لاریونوال ووژل شول او شاوخوا ۲۰ نور ټپيان شول.

د تحریک انصاف ګوند د خیبر پښتونخوا تنظیمي کمېټه داسې مهال دا پریکړه لیک صادروي، چې له دې وړاندې د پښتون ژغورنې غورځنګ په مشرۍ پښتون قومي جرګې هم د پاکستان له پوځ نه غوښتي وو، چې له خیبر پښتونخوا ایالت نه ووځي.

د تېرا پېښې ته د منظور پشتین غبرګون: د پښتون وطن پر وړاندې جګړه په خورا مهارت روانه ده

۵ زمری ۱۴۰۴ - ۲۷ جولای ۲۰۲۵، ۱۵:۱۹ GMT+۱

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتین د تېرا پېښې ته غبرګون ښودلی او وايي، چې دا جګړه « زموږ د ملت او زموږ د پښتون وطن په وړاندې په خورا مهارت او چالاکۍ سره روانه ده». منظور پشتین وايي، چې د تېرا په میدان سیمه کې د پاکستاني پوځیانو په ډزو کې ۵ پښتانه وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان دي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتین پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي، چې د تېرا زخه خیل په سیمه کې د پاکستاني پوځ د هاوان ګولۍ له امله د اجمل خان اپریدي د ځوانې لور له وژل کېدو وروسته، ولسی خلکو یو لاریون پیل کړی، خو د پاکستان پوځ په تاریخي ډول د دې ځمکې پر مالکینو برید وکړ چې دوی ته یې مرګ ژوبله واړوله.

په ټولنیزو رسنیو کې خپرو شویو ویډیوګانو کې لیدل کیږي، چې پاکستاني پوځیان په لاریونوالو مخامخ ډزې کوي.

منظور پشتین لیکلي:«دا جګړه نه یوازې د منابعو په لوټلو پورې محدوده ده بلکې دا جګړه له دې څخه ډیره لوړه ده او د پښتنو د نسل وژنې جګړه ده.»

منظور په دې باور دی چې «ددې جګړې دوه خواوې دي یو د پنجاب پوځ او بل بې وسلې پښتانه دي».

هغه پر پښتونو غږ وکړ، چې له دغه وضعیت څخه د وتلو چاره به وخت ونیسي، خو د ظلم او ستم له لارې تویې شوې وینې هر څاڅکی او د هغې انتقام دې نه هیروي.

ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل-پښتو ته خبر ورکړی و، چې پاکستاني پوځیانو د خېبرپښتونخوا د خېبر ولسوالۍ د تیراه درې مرکزي باغ سیمه کې پر ځایي لاریون‌کوونکو ډزې کړې دي.

سرچینو ویلي، چې لاریون‌کوونکو د پوځیانو له لوري ټپي شوې نجلۍ د ۷ کنډک په نوم د یوې نظامي قرارګاه مخې ته د اعتراض په توګه ور وړې وه او د پوځ خلاف یې شعارونه ورکول خو دغه لاریون وروسته د پوځیانو او ملکيانو ترمنځ په تاوتریخوالي اوښتی دی.

د پاکستان پوځ او حکومت تراوسه ددې لاریون او پېښې په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.