د ایران ولسمشر د شنبې په ورځ پاکستان ته سفر کوي

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د راتلونکې شنبې په ورځ پاکستان ته سفر کوي. د راپورونو له مخې؛ نوموړی به د دغه سفر په لړ کې له لوړپوړو پاکستاني چارواکو سره رسمي ناستې ولري او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او فرهنګي همکاریو پر پراختیا به بحث او خبرې وشي.
تنسیم خبري اژانس د ښاغلي پزشکیان د سیاسي سلاکار له حوالې دغه راپور خپور کړی دی.