امریکا: له ایران سره د خبرو لپاره چمتو یو، خو فرصت محدود دی

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې لا هم له ایران سره د خبرو اترو لپاره چمتو دي، خو وخت محدود دی او پرېکړه د تهران په لاس کې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې لا هم له ایران سره د خبرو اترو لپاره چمتو دي، خو وخت محدود دی او پرېکړه د تهران په لاس کې ده.
د دغه وزارت ویاند د ایران له لوري د امریکا څخه د غرامت غوښتنه "خندوونکې" بللې او زیاته کړې یې ده چې ایران باید خپلې پیسې پر اتومي پروګرام، ترهګرو، او د خلکو پر ځپلو نه وای لګولې.
همداراز ویل شوي چې له اروپايي هېوادونو سره د ایران د امنیتي ګواښونو پر وړاندې د ګډ دریځ لپاره مشورې له مخکې روانې وې او دا د وروستیو پېښو غبرګون نه دی.

مایکرو سافټ شرکت د خپل تازه مالي راپور له خپرېدو وروسته، چې د بازار ارزښت يې ۴ ټریلیونه ډالرو ته ورسېد له نویډیا وروسته د نړۍ دویم تر ټولو ارزښتانک سهامي شرګت شو. د دې ارزښت یوه برخه د همدې شرکت د مصنوعي ځيرکتیا په برخه کې د پانګونې پایله ده.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخي، وروسته له هغه چې د مایکروسافټ ګټه د مخکېنيو اټکلونو څخه لوړه شوه د دې شرکت ونډې تر ۸ سلنه پورته او د نن ورځي د معاملاتو په پای کې شاوخوا ۴.۵ سلنه لوړې بندې شوې.
دا زیاتوالی تر ډېره د کلاوډ خدماتو د پلور او د دې شرکت د مصنوعي ځيرکتیا وسیلو لکه کوپایلټ د تود هرکلي له کبله وه، هغه مرسته کوونکی او منځپانګه جوړونکې وسیله چې اوس هره میاشت له ۱۰۰ میلیونه څخه ډېر فعال کاروونکي لري.
مایکروسافټ دا هم وویل، چې دوی به د خپل نوي مالي کال په لومړۍ ربع کې د مصنوعي ځیرکتیا د بنسټونو لپاره۳۰ ملیارد ډالر پانګونه وکړي، چې د شرکت په تاریخ کې ترټولو لویه برخه ده.
د ټکنالوژۍ شرکتونو لکه مېتا او الفابت هم د مصنوعي ځيرکتیا په برخه کې خپلې پانګونې زياتې کړې دي.
د لویو امریکایي شرکتونو ترمنځ سیالۍ د ونډو بازار شاخصونه لوړ کړي او د امازون، انویډیا او ایپل په څیر شرکتونو د ونډو ارزښت يې لوړې کړی دی.
مایکروسافټ د اوپن ای اېله شرکت سره د پراخو همکاريو پر بنسټ د مصنوعي ځيرکتیا ځانکړتياوې د خپلو اصلي خدمتونو لکه افيس او کلاوډ خدماتو سره یو ځای کړې دي.
د دې شرکت د ونډو ارزښت له هغه وخت راهيسي، چې په ۲۰۲۲ کال کې د ماشيني خبرو سیسټم معرفي شو تر دوه برابره زيات شوی دی.

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت د یوې رسمي اعلامیې له لارې د پرتګال د حکومت هغه پرېکړه ستایلې چې د فلسطین دولت د پېژندنې لپاره یې د رسمي پروسې د پیل اعلان کړی دی. ټاکل شوې چې دا پېژندنه د راتلونکي میلادي کال په سپتمبر میاشت کې عملي شي.
سعودي عربستان دغه اقدام یو "مثبت ګام" بللی او زیاته کړې یې ده چې دا پرېکړه د فلسطیني ولس د مشروعو حقونو د ملاتړ او د دوو دولتونو د حل په لور د نړیوالو هڅو ملاتړ کوي.
د بهرنیو چارو وزارت په خپله اعلامیه کې لیکلي: «د سعودي عربستان شاهي دولت د پرتګال د جمهوریت د حکومت له پرېکړې هرکلی کوي چې د فلسطین دولت د رسمي پېژندنې پروسه به د سپتمبر په میاشت کې پیل کړي. دا ګام د عادلانه او دوامدار حل پر لور مهم پرمختګ ګڼل کېږي، چې د فلسطیني ولس د ازادۍ او خپلواک دولت د جوړېدو ارمان ته زمینه برابروي.»
سعودي عربستان له نړیوالې ټولنې غوښتنه کړې چې د فلسطین خپلواک دولت د پېژندنې په برخه کې جدي ګامونه واخلي او پر اسراییل فشار زیات کړي څو د ۱۹۶۷م میلادي کال د پولو له مخې یو خپلواک فلسطیني دولت، چې پلازمېنه یې ختیځ بیتالمقدس وي، رامنځته شي.
دا اعلامیه په داسې حال کې خپرېږي چې په تېرو میاشتو کې یو شمېر اروپایي هېوادونو لکه هسپانیې، ایرلنډ، ناروې، او سلووینیا هم د فلسطین رسمي پېژندنه اعلان کړې، چې دا چاره د اسراییلي اشغال پر وړاندې نړیوال دریځ لا پیاوړی کوي.

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې اروپايي ټولنې په خوست ولایت کې د لابراتوار خدماتو د پیاوړتیا او د ساري ناروغیو د مخنیوي لپاره ۷ میلیونه یورو مالي مرسته ځانګړې کړې ده.
دا مرسته د اروپايي ټولنې د بشري پروګرامونو یوه برخه ده، چې د افغانستان په محرومو سیمو کې د عامې روغتیا سکتور د ظرفیتونو په ښه کولو تمرکز کوي.
په افغانستان کې د اروپايي ټولنې استازې ویرونیکا بوسکوویچپوهار د طالبانو د خوست والي عبدالقیوم روحاني سره په یوه لیدنه کې وویل، چې د دې مرستې اصلي موخه د ساري ناروغیو د خپریدو مخنیوی او په سیمه ییزه کچه د لابراتوار خدماتو پیاوړتیا ده.
هغه ویلي اروپايي ټولنه به په افغانستان کې د کډوالو او زیان منونکو خلکو لپاره د اساسي خدماتو د وړاندې کولو ملاتړ ته دوام ورکړي.
په وروستیو کلونو کې اروپايي ټولنه د هغو بنسټونو څخه ده، چې د خپلو بشري مرستو یوه برخه یې په افغانستان کې د روغتیا، ښوونې او روزنې او کډوالو سکتورونو ته ځانګړې کړې ده.
د یادولو وړ ده، چې په افغانستان کې د طالبان د بیا ځلې واکمنېدو وروسته، ډیری بهرني مرسته کوونکي او پرمختیایي بودیجې د بندیزونو او نړیوالې پېژندنې نشتوالي له امله تړل شوې. د سیهلتمر (Sehatmandi) پروګرام، چې تر دوه زره زیات روغتونونه او کلینیکونه پکې شامل وو او د میلیونونو خلکو لپاره یې روغتیايي خدمات برابرول، اوس په بحراني حالت کې دی. د نړیوالې ټولنې له ملاتړ پرته دغه خدمات د زیان منلو پر سر ولاړ دی.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر یوهانس واډفول،اسراییل ته د خپل سفر په ترڅ کې خبرداری ورکړی چې دغه هیواد د نړیوالې انزوا له ګواښ سره مخ دی.
هغه زیاته کړې: «اسراییل د انزوا له ګواښ سره مخ دی او جرمني د دې د مخنیوي لپاره سخت کار کوي.»
یوهانس واډفول،په خپلو څرګندونو کې د اسراییل او فلسطین د شخړې د حل لپاره د سیاسي پروسې د سمدستي پیل په اړتیا باندې ټینګار وکړ، او خبرداری یې ورکړ چې که اسراییلي حکومت د اشغال شوي لویدیځې غاړې د یوځای کولو په څیر یو اړخیز ګامونه پورته کړي، «جرمني به غبرګون ښودلو ته اړ شي».
هغه وویل چې د اسراییلو ځینو لوړ پوړو حکومتي چارواکو په ښکاره ډول د لویدیځې غاړې د یو ځای کولو ملاتړ کړی او ډیری اروپايي هیوادونه اوس چمتو دي چې د سولې هوکړې پرته هم د فلسطین دولت په رسمیت وپیژني.
واډفول ټینګار وکړ چې جرمني، د فرانسې، بریتانیا او کاناډا برعکس، چې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې په جریان کې د فلسطین د پیژندلو غوښتنه کوي، دا ګام یوازې د سولې خبرو اترو او د دوه اړخیز حل لارې د ترلاسه کولو په پای کې ممکن ګڼي.
هغه د غزې په تړانګه کې وضعیت "اندیښمنونکی" وباله او د ملکي وګړو د ژوند شرایطو کې یې د سمدستي او بنسټیز ښه والي غوښتنه وکړه.
بلخوا په غزه کې د روغتیا سرچینو په وینا، د جګړې د قربانیانو شمیر له 60,000 څخه ډیر شوی، او په سیمه کې د لوږې سره مخ ماشومانو انځورونود اسراییل په وړاندې د نړیوالې نیوکې څپه راپورته کړې ده.

د سپینې ماڼۍ ویاندې کارولین لیویټ د پنجشنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې اعلان وکړ چې ولسمشر ټرمپ د ۲۰۰ میلیونو ډالرو په ارزښت د مېلمه پالنې د یوه عصري تالار د جوړولو امر ورکړی دی.
دغه تالار به د سپینې ماڼۍ په ختیځه برخه کې جوړ شي او د پروژې عملي کار به د ۲۰۲۵ کال د سپتمبر له میاشتې پیل شي.
د لیویټ په وینا، د دې نوې ودانۍ موخه د سپینې ماڼۍ د امکاناتو پراخېدل، د رسمي مېلمنو لپاره د یو مناسب ځای برابرول او د ماڼۍ ختیځ لور ته عصري بڼه ورکول دي.
نوموړې وویل، چې د ختیځ بلاک کارکوونکي، په ځانګړې توګه د ملینا ټرمپ مشاورین، به د جوړونې په موده کې موقتي نورو ځایونو ته ولېږدول شي.
د راپور له مخې، دا ستره پروژه به د ډونالډ ټرمپ او یو شمېر نورو شخصي تمویل کوونکو له خوا مالي ملاتړ شي.
ډونالډ ټرمپ مخکې له دې هم څو ځله ویلي وو چې سپینه ماڼۍ د رسمي مېلمنو لپاره یو پراخ تالار نه لري، او دا اړتیا یې تل احساس کړې وه.
دغه پرېکړه داسې مهال کېږي چې د ټرمپ د بیا نوماندۍ هڅې روانې دي، او دا ډول پروژې کېدای شي د هغه د نفوذ د لا زیاتېدو هڅه هم وګڼل شي.
