طالبان: د ۱۶ کلنې دښمنۍ په بدل کې مو د یوې نجلۍ د ودولو مخه ونیوله

په داسې حال کې چې افغان نجونې او ښځې په بشپړ ډول له خپلو بنسټیزو حقونو محرومې شوې دي؛ د طالبانو د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدو وزارت ادعا کړې، چې په پکتیا کې د ۱۶کلنې دښمنۍ ختمېدو په بدل کې د یوې نجلۍ د ودولو مخنیوی شوی.
نوموړی وزارت زیاتوي، چې ښځه عاقله او مسلمانه ده او د واده په اړه د پرېکړې حق لري.