• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ترهګرۍ له وېرې؛ تاجکستان له افغانستان سره په پوله پوځي تدابیر پراخوي

۹ زمری ۱۴۰۴ - ۳۱ جولای ۲۰۲۵، ۰۳:۳۱ GMT+۱

د‌ طالبانو تر واک لاندې افغانستان څخه د ګاونډیانو د امنیتي اندېښنو په لړ کې تاجکستان هم پر خپله پوله د احتمالي ترهګریزو بریدونو د مخنېوي لپاره امنیتي تدابیر پیاوړي کړي دي.

اېکانومېک ټایمز ورځپاڼې ویلي، چې تاجکستان دا کار له افغانستان څخه د شته امنېتي اندېښنو په غبرګون کې کړی.

یادې ورځپاڼې د خپلو سرچینو له قوله لیکلي، چې له افغان خاورې څخه د ترهګرو د احتمالي نفوذ له کبله تاجکستان اندېښمن دی او پوله کې یې سخت پوځي امنیتي اقدامات کړي ډی. همدا راز زیاته شوې، چې د اوراسیا هېوادونو د ګډ امنیتي تړون سازمان (CSTO) هم د دغه اقداماتو برخه ده.

په یاد سازمان کې روسیه، قزاقستان، ارمنستان، قرغزستان، بېلاروس او تاجکستان هېوادونه غړیتوب لري.

راپور کې راغلي، چې د اوراسیا سازمان په یوې تازه ناسته کې د غړو هېوادونو استازو ټینګار کړی چې باید له افغانستان سره د تاجکستان پر پوله امنیتي تدابیر لا پیاوړې شي. په دې ناسته کې د هغو وسلو، پوځي وسایلو او تخنیکي تجهیزاتو نوملړ وروستی شوی، چې د سازمان د غړو له‌خوا به تولیدېږي او د تاجکستان سرحدي ځواکونو ته به وسپارل شي.

د یاد سازمان له‌خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي:« د تاجکستان او افغانستان د پولو د پیاوړتیا لپاره د هدفمند دولتي پروګرام د ګډون کوونکو او همغږو کوونکو استازو ناسته د CSTO په سکرترېت کې جوړه شوه. د CSTO سرپرست سرمنشي والېري سمریکوف هم په دغې ناسته کې ګډون کړی و.»

د طالبانو تر بیا واکنېدو وروسته د دوشنبې او کابل اړیکې خړې پړې شوې دي. د مقاومت جبهې په ګډون د طالبانو ضد د یو شمېر وسله‌والو ډلو غړي هم په تاجکستان کې مېشت دي. له بلې خوا، د داعش ترهګرو له خوا د افغانستان له خاورې د نفوذ وېره ورځ تر بلې زیاتېږي او دا اندېښنې د سیمې د هېوادونو ترمنځ پراخې شوې دي.

تاجکستان څو ځله د خپلو سرحدي سیمو د خراب بشري او امنیتي وضعیت په اړه اندېښنه ښوولې؛ خو طالب چارواکو دغه ډول اندېښنې بې بنسټه بللې او ټینګار یې کړی، چې دا ډله به خپلو ګاونډیانو ته هېڅ ګواښ نه پېښوي.

د CSTO سازمان یو مهم غړي روسیې بیا طالبان په رسمیت پېژندلي او دا په نړۍ کې یوازینی هېواد دی، چې دغه اقدام یې کړی دی. د مسکو دا کار د افغان سیاست‌والو تر څنګ یو شمېر بهرنیو سیاست‌والو هم سخت غندلی دی.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

ټرمپ ژمنه وکړه چې په امریکا کې له پناه غوښتونکو پخوانیو افغان همکارانو سره مرسته کوي

۹ زمری ۱۴۰۴ - ۳۱ جولای ۲۰۲۵، ۰۰:۵۰ GMT+۱

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا ژمنه وکړه، له هغو افغانانو سره چې په افغانستان کې یې د امریکا له حکومت او پوځ سره کار کړی او اوس په امریکا کې د اقامت په لټه کې دي مرسته کوي.

په داسې حال کې چې د امریکا د امنیت وزارت د افغان پناه غوښتونکو ټي، پي، اېس یا د لنډ مهاله خوندیتوب حالت لغوه کړی، ټرمپ ویلي دي چې د هغو افغانانو وضعیت ته به چې ورسره د انتقالېدو ژمنه شوې رسېدنه وکړي.

ډونالډ ټرمپ د دغو افغان پناه غوښتونکو د برخلیک په تړاو د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، «موږ ښه خلک پېژنو او هغه کسان چې ښايي ډېر ښه نه وي هم پېژنو. ځینې کسان چې دلته راغلي چندانې مناسب نه وو. موږ له هغو کسانو چې له موږ سره یې کار کړی او ورسره ژمنې شوي، ملاتړ کوو.»

هغه تر دې مخکې هم له هغو افغانانو سره، چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته متحده عربي اماراتو ته لېږدول شوي او له کلونو راهیسې هلته بې برخلیکه دي، د مرستې ژمنه کړې وه او څرګنده کړې یې وه چې د دوی د ژغورنې لپاره به سملاسي اقدام کوي.

د امریکا ولسمشر یو ځل بیا له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د اېستنې پر څرنګوالي نیوکې وکړې او هغه یې «شرموونکی» وباله.

ټرمپ وویل: «له افغانستانه وتل زموږ د هېواد له شرموونکو فصلونو څخه یو و. هغه ډول وتل، یوازې یوه ستره رسوايي وه.»

ډونالډ ټرمپ له همکارو افغان پناه غوښتونکو سره د مرستو د څرنګوالي په تړاو نور جزییات ورنکړل، خو ژمنه یې وکړه چې دولت به یې له شاوخوا ۹۰ سلنه هغو کسانو سره چې په امریکا کې د دایمي اقامت په لټه کې دي مرسته وکړي.

د ټرمپ دولت له لوري د افغان پناه غوښتونکو د ځای پر ځای کولو د پروګرام پایته رسېدل

د امریکا ولسمشر په داسې حال کې له خپلو افغان متحدینو پر ملاتړ ټينګار لري، چې سپینې ماڼۍ ته له رسېدو وروسته د کډوالو او په ځانګړې توګه د افغان کډوالو پر وړاندې سخت دریځ ونیوو.

په افغانستان کې د دغه هېواد له پخوانیو متحدینو سره د ټرمپ د حکومت پالیسي د پخوانيو امریکايي او نظامي فعالانو له ګڼو نیوکو سره مخ شوه. د ټرمپ په مشرۍ د امریکا حکومت دغه هېواد ته د پخوانیو افغان همکارانو د لېږدولو بهیر ودراوه.

د روان کال په مې میاشت کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وویل، غواړي «د افغانانو د ځای پر ځای کولو د هڅو د همغږۍ» دفتر چې پر شرایطو د برابرو افغانانو د لېږدولو مسوولیت یې درلود وځنډوي.

له دې سره سم، د امریکا د داخلي امنیت وزیرې کریستي نوم هم د افغان پناه غوښتونکو لپاره «د لنډ مهالي ملاتړ وضعیت» له پایته رسېدو خبر ورکړ او زیاته یې کړه، چې په سیمه کې امنیتي وضعیت ښه شوی او افغانستان ته په بېرته ستنېدو دوی ته څه زیان نه رسېږي.

په دې پرېکړې سره په امریکا کې مېشت څه باندې ۱۴ زره کسان چې له لاتینې امریکا په قاچاقي ډول دغه هېواد ته تللي وو، د اېستل کېدو له ګواښ سره مخ دي. له پناه غوښتونکو ملاتړو بنسټونو خبرداری ورکړی، چې که دغه پناه غوښتونکي و اېستل شي نو ښايي له شکنجه کېدو او یا هم مړه کېدو سره مخ شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي د دغه هېواد د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې په غونډه کې د روان کال د جون په ۲۳مه وویل، دولت «خپلو افغان همکارانو ته د زړه له کومې اهمیت ورکوي» او د کډوالۍ د دغه پروګرام د ښه والي او اصلاح لپاره د ارزونې په حال کې دي.

له دې سره سم، له تګزاس ایالته ډېموکراټ استازي جولي جانسون هم ویلي، د بهرنیو چارو وزارت وروستي اقدامات د دغو ادعاوو پر خلاف دي.

هغه زیاته کړه، «لسګونه زره افغانانو چې په شلو کلونو جګړه کې زموږ له ځواکونو سره همکاري کړې او په امریکا کې یې د مېشتېدو وعده ترلاسه کړې، خو اوس بې برخلیکه او په تمه دي. هغوی د امریکا پر وعدو د اعتماد له امله اوس د غچ اخیستنې له ګواښ سره مخ دي.»

د بښنې نړۍوال سازمان له ایران څخه د افغان کډوالو د اېستلو د مخنیوي لپاره کمپاین پیل کړ

۸ زمری ۱۴۰۴ - ۳۰ جولای ۲۰۲۵، ۲۳:۵۷ GMT+۱

د بښنې نړۍوال سازمان د چهارشنبې په ورځ په خپل نوي کمپاین کې له ایرانه وغوښتل، چې د افغان کډوالو د اېستلو پروګرام پای ته ورسوي. دې سازمان د ایران د کورنیو چارو له وزیره وغوښتل، چې د افغان کډوالو په ځانګړې ډول د هغو کسانو چې د طالبانو د ځپلو له امله تښتېدلي، د اېستلو بهیر بند کړي.

د بشري حقونو ډلې ویلي، ایران هغه ښځې او نجونې بېرته افغانستان ته استوي چې طالبان به هلته ترې ټول حقوق او ازادۍ واخلي.

دغه سازمان د ایران د کورنیو چارو وزیر ته لیکلي:«میلیونونه انسانان له خطر سره مخ دي، په ځانګړي ډول ښځې او نجونې چې باید پناه غوښتونکي وبلل شي او بېرته افغانستان ته ونه لېږل شي، ځکه طالبانو هغوی د جنسي ځورونې له امله د بشریت پروړاندې جرمونه تر سره کوي.»

د بښنې نړۍوال سازمان په ټوله نړۍ کې له خلکو غوښتي، چې د ایران د کورنیو چارو وزارت ته لیکونه واستوي، څو د ملیونونو افغانانو د اېستلو د پایلو په اړه خبرداری ورکړي.

له نړۍوالو خبرداریو سره-سره ایران د افغان کډوالو اېستل نه دي بند کړي. کډوال نه یوازې له اېستلو سره مخ دي، بلکي د ایراني چارواکو له بد چلند سره هم مخامخ دي.

د ملګرو ملتونو له خبرداریو سره چې وايي، افغانستان د سخت اقتصادي او بشري بحران له امله د میلیونو کډوالو د بیا منلو وړتیا نه لري، د ایران چارواکو لا هم د کډوالو اېستلو ته زور ورکړی دی.

طالبانو د افغان کډوالو په تدریجي ستنېدو ټينګار کړی؛ خو د کډوالو سره د ایران د حکومت د ناوړه چلند په اړه یې په عامه توګه د اعتراض کولو څخه ډډه کړې ده.

په ایران کې د طالبانو ډیپلوماتانو بیا د ایران د «مېلمه پالنې» ستاینه کړې ده.

افغان اېواک ډله: د کډوالو په تړاو د ولسمشر ټرمپ د ژمنې هرکلی کوو

۸ زمری ۱۴۰۴ - ۳۰ جولای ۲۰۲۵، ۲۲:۵۵ GMT+۱

د «افغان اېواک» په نوم امریکا ته د افغانانو د لېږد بنسټ وایي، چې د ولسمشر ټرمپ د هغه ژمنې هر کلی کوي چې ویلې یې دي، متحده ایالات د هغو افغان همکارانو د ساتنې مسوولیت لري چې د دوو لسیزو جګړې پر مهال د امریکایي ځواکونو سره اوږه په اوږه ولاړ وو.

د دغه ډلې مشر شان ون ډایور په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي: «مونږ د ولسمشر ټرمپ د هغه څرګندونو سره موافق یو چې غواړي د امریکا د خلکو امنیت خوندي کړي او ډاډ ترلاسه کړي چې ۹۰ سلنه افغانان چې مونږ دلته راوستي په امن کې دي.»

په اعلامیه کې راغلي، مونږ له ولسمشر ټرمپ څخه غواړو چې د هر هغه افغان لپاره چې د متحده ایالاتو حکومت له خوا دلته ځای پر ځای شوی وي، هغه که له وړاندې راغلی وي او که اوس د راتګ په حال کې وي، باید د قانوني پروسې درناوی یې وشي.

اعلامیه زیاتوي: «ډونالډ ټرمپ باید دا ژمنه هغو ۱۵۰۰ تنو افغانانو ته وغځوي چې اوسمهال په دوحه کې په ناڅرګند حالت کې پراته دي، دا هغه خلک دي چې د امریکا حکومت هلته لېږدولي چې له نیمایي څخه ډېر یې مېرمنې او ماشومان دي، د دوی د دوامداره ناڅرګنده برخلیک نه یوازې د پالیسیو ناکامي ده، بلکې اخلاقي ناکامي هم ده.»

دغه بنسټ له ولسمشر ټرمپ څخه غوښتي، ټول هغه افغانان چې په قانوني ډول په متحده ایالاتو کې شتون لري، د بشري پیرول یا نورو لارو خوندي کړي او ډاډ ترلاسه کړي، چې دوي په سیاسي هڅونو کې د پلي کېدونکو اقداماتو کې ښکېل نه دي.

افغان اېواک په ټرمپ غږ کړی، چې د ټولو پاتې کورنیو د بیا یو ځای کېدو قضیې سمدستي او ساده پروسس کولو ته ژمن اوسي، چې د اټکل له مخې تر ۱۵۰۰۰ پورې رسېږي، دا قضیې د هغو افغانانو مېرمنې، ماشومان او د کورنۍ نور غړي دي چې د متحده ایالاتونو ترڅنګ یې خدمت کړی.

شان ون ډایور زیاتوي: «ولسمشر ټرمپ دا فرصت لري چې وښیي امریکا هغه وخت تر ټولو پیاوړې ده، کله چې مونږ خپلې ژمنې پوره کړو او ډاډ ترلاسه کړو، چې زمونږ د خدماتو غړي په راتلونکو جګړو کې بریالي کېدای شي.»

دا په داسې حال کې ده، چې څه ورځې وړاندې د ځینو اندېښنو له امله ډونالډ ټرمپ پر خپلو ټولنیزو رسنیو ولیکل: «له همدا اوس څخه زه هڅه کوم هغه افغانان وژغورم چې له امریکا سره یې کار کړی او دا مهال په متحده عربي اماراتو کې افغانستان ته د لېږلو ګواښ سره مخ دي.»

طالبانو د یوې سیمه ييزې رسنۍ مدیر د یوناما او یونسکو څخه د پيسو اخیستو په تور نیولی دی

۸ زمری ۱۴۰۴ - ۳۰ جولای ۲۰۲۵، ۲۲:۴۲ GMT+۱

طالبانو د یوې رسنۍ او د «توانا» خبري اژانس مسوول مدیر په دې تور نیولی، چې ګواکي «له یوناما، یونسکو او ایران څخه مالي ملاتړ ترلاسه کوي» ترڅو «ښځې د کار یا راپور جوړونې په پلمه له کورونو وباسي او د واکمن رژيم پر ضد منفي راپورونه خپاره کړي.»

د طالبانو د امربالمعروف ادارې د دغه رسنۍ مدیر په «اخلاقي فساد» او «جاسوسۍ» تورن کړی دی.

طالبانو دغه کس تورن کړی، چې «د زرګونو ډالرو په بدل کې يې د اسلام ضد رسنیو ته پټ راپورونه لېږلي.»

طالبانو د نیول شوي کس د اعتراف یوه ویډیو هم خپره کړې ده.

د بشري حقونو نړۍوال سازمانونه او خپلواک څارونکي ټینګار کوي، چې دا ډول اعترافونه معمولا د فشار، جبر یا شکنجې لاندې ترلاسه کېږي.

د طالبانو د امربالمعروف اداره ادعا کوي، چې یادې رسنيزې ادارې «د بهرنیو هېوادونو د جاسوسي او اخلاقي فساد د فعالیت» مرکزونه وو.

دوی دا هم ویلي، چې نیول شوي کس اعتراف کړی چې له یوناما، یونسکو او د ایران څخه یې د دیني او فرهنګي پروژو لپاره پيسې اخیستي او بیا يې بهرنیو رسنیو ته راپورونه لېږل.

په دې تورونو کې د ښځو او سړیو د ګډ فعالیت هڅونه، د «زیان رسوونکو» ديني کتابونو وېش او د طالبانو پروړاندې راپورونه جوړول شامل دي.

تر اوسه کومې خپلواکې سرچينې د دې ادعاوو په اړه څه نه دي ویلي.

د طالبانو د امر بالمعروف ادارې پورې اړوند «دريڅه» په نوم رسنۍ راپور ورکړی، چې له ورته رسنیزو بنسټونو نور کسان هم نیول شوي، خو د نیول شویو کسانو جزيات نه دي خپاره شوي.

د طالبانو د امربالمعروف اداره د پولیسو، څارنوال او قاضي په څېر اقدام کوي.

دغه اداره پراخ صلاحیت لري او د ټولنیزو چارو په هره برخه کې لاسوهنه کوي. دا اداره وايي، چې د دوی اقدامات د «امربالمعروف قانون» د پلي کولو لپاره دي. هغه قانون چې د نړۍوالو سازمانونو په باور «د ښځو پروړاندې د کرکې سل مخیزه» سند دی.

دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې د طالبانو امربالمعروف د ښځو او خبریالانو پروړاندې ځپنه زیاته کړې ده.

د افغانستان د خبریالانو مرکز د سې شنبه په ورځ راپور ورکړ، چې په تېرو درېيو اوونيو کې طالبانو لږ تر لږه ۷ خبریالان په کابل او یو شمېر ولایتونو کې نیولي دي. اوسمهال ۱۵ خبریالان د طالبانو په بند کې دي.

اروپايي ټولنې د خوست د عامې روغتیا له ریاست سره د ۷ میلیونه یورو مرسته وکړه

۸ زمری ۱۴۰۴ - ۳۰ جولای ۲۰۲۵، ۲۱:۵۷ GMT+۱

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې شارژدافیرې ویرونیکا بوسکوویچ پوهار د چهارشنبې په ورځ (د زمري ۸مه) خوست ته د خپل سفر په ترڅ کې دغه ولایت ته د طالبانو له والي سره په کتنه کې د عامې روغتیا ریاست د لابراتوار له څانګې سره د ۷ میلیونه يورو مرسته وکړه.

مېرمن بوسکوویچ پوهار همداراز ژمنه وکړه، چې د همدې برخې د پیاوړتیا لپاره به په نږدې راتلونکي کې همدومره نورې مرستې هم وکړي.

نوموړې د بې ځایه شویو او له نورو هېوادونو د راستنېدونکو افغانانو ستونزو ته په اشارې سره وویل، اروپایي ټولنه به د راستنېدونکو کډوالو د اړتیاوو د پوره کولو او هغوی ته د اساسي خدمتونو د وړاندې کولو په برخو کې خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې شارژدافیرې همداراز په ډاګه کړه، چې د کډوالو موضوع یوازې د افغانستان نه، بلکې د سیمې د ثبات او پرمختګ لپاره هم مهمه ده او د اروپایي ټولنې د مرستو تمرکز به همداسې دوام ومومي.

د خوست ولایت د خبرپاڼې له مخې، د دغه ولایت لپاره د طالبانو والي په دې کتنه کې وویل، د افغانستان خلک د کلونو جګړو له امله سخت ځپل شوي او اوس په پراخه کچه بشري مرستو ته اړتیا لري.