د پاکستان کابینې له افغانستان سره د ترجیحي تعرفو تړون تصویب کړی

د پاکستان فدرالي کابینې له افغانستان سره د ترجیحي تعرفو لاسلیک شوی تړون تصویب کړ. دغه تړون د پاکستان د سوداګرۍ وزارت له خوا فدرالي کابینې ته وړاندې شوی او له مخالفت پرته تصویب شوی دی.

د پاکستان فدرالي کابینې له افغانستان سره د ترجیحي تعرفو لاسلیک شوی تړون تصویب کړ. دغه تړون د پاکستان د سوداګرۍ وزارت له خوا فدرالي کابینې ته وړاندې شوی او له مخالفت پرته تصویب شوی دی.
اسلام اباد ویلي، چې دا تړون به د ۲۰۲۵ کال د اګست له لومړۍ نېټې څخه د ۲۰۲۶ کال د جولای تر ۳۱مې پلی کېږي.
په دغه تړون کې د دواړو هېوادونو اته کرنیزو محصولاتو ګمرکي تعرفو ته تخفیف ورکړل شوی، چې د افغانستان له لوري د انګورو، مڼو انارو او سرو رومیانو پر صادراتو او د پاکستان له لوري د کیلو، الوګانو او کینو پر وارداتو ګمرکي تعرفه ۲۷ سلنې ته راکمه شوې ده.
د پاکستان فدرالي کابیني له افغانستان سره د ترجیحي تعرفو هوکړه په داسې حال کې تصویب کړی، چې څو ورځې وړاندې د طالبانو د سوداګرۍ وزارت معین مولوي احمدالله زاهد او د پاکستان د سوداګرۍ وزارت مرستیال ترمنځ له دوه ورځنیو ناستو وروسته د څلور ـ څلور قلمه تازه کرنیزو محصولاتو د وارداتو او صادراتو د ګمرکي تعرفو د کمښت تړون لاسلیک شو.


د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د امنیتي چارو معین ابراهیم صدر باغیس ولایت ته سفر کړی او هلته یې په یوې غونډې کې ویلي چې امنیت او شرعي نظام د ولس، علماوو اوسرتېرو، د قربانیو پایله ده. نوموړي له محلي چارواکو غوښتنه کړې، چې د اوامرو اطاعت وکړي.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع د پنجشنبې په ورځ پر اېکس پاڼې لیکلي چې، صدر د بادغیس له والي وغوښتل چې ټولو ولسوالیو ته سفرونه وکړي، د خلکو ستونزې واوري او له مربوطه ادارو سره یې شریکي کړي.
همدا راز صدر د بادغیس له امنیه قوماندان څخه وغوښتل چې د سرتېرو ستونزي راټولې او له نږدې یې وڅیړي.
نوموړي په خپلې وینا کې ویلي: «د مجاهدینو سیرت او صورت باید له سنت او شریعت سره برابر وي.»
هغه زیاته کړې چې د نظام د بریا لپاره قوم، سمت، ژبه، اړیکې او واسطه باید له منځه ولاړه شي، عدالت باید د قرابت، عداوت، او مال له اغیزو پاک وساتل شي.
صدر یو ځل بیا ټینګار کړی چې د امر اطاعت اړین دی.
هغه له دې مخکې هم ټینګار کړی و چې د طالبانو د مشرهبتالله اخوندزاده اطاعت باید بېقید او شرطه وشي او دا یې د «خیر او برکت» سبب بللی و.
صدر تر دې مخکې هزاره میشتو ولایتونو دایکندي او بامیان ته سفرونه کړي وو.
ابراهیم صدر، چې د طالبانو مشر ته نږدې کس ګڼل کېږي، ډېر کم په رسنیو کې راڅرګندېږي.

د لبنان ولسمشر جوزف عون د دغه هېواد له وسله والې ډلې غوښتنه کړې، چې خپلې وسلې دولت ته وسپاري. نوموړي خبرداری ورکړی، چې د دې ډلې دوامداره وسله وال فعالیتونه کولی شي اسراییل ته د برېدونو د دوام پلمه په لاس ورکړي. نوموړي ویلي، دا موضوع به د کابینې په غونډه کې و څيړي.
د لبنان ولسمشر جوزف عون دغه څرګندونې د پنجشنبې په ورځ د لبنان د ملي اردو افسرانو ته په یوه وینا کې وکړې.
عون ویلي:« دا تاریخي فرصت باید له لاسه ور نه کړو او هڅه وکړو چې وسلې یواځې د اردو او امنیتي ځواکونو په واک کې پاتې شي.»
د راپورونو له مخې، واشنګټن پر لبنان فشار راوړی چې حزب الله بې وسلې کړي، څو د اسراییل برېدونو بندېدو ته لاره هواره شي.
امریکا وړاندېز کړی، چې حزب الله دې تر څلورو میاشتو پورې خپلې وسلې وسپاري او په بدل کې به یې د اسراییل ځواکونه له سویلي لبنان څخه ووخي. خو د لبنان حکومت په خپل متقابل وړاندیز کې له اسراییل څخه د سملاسي اوربند، د نیول شویو سیمو پرېښودلو او د حزب الله په ګډون د دولت تر حاکمیت لاندې د ټولو وسله والو ډلو بې وسلې کولو غوښتنه کړې ده.
د لبنان ولسمشر د کومې وسله والې ډلې له نوم اخېستو پرته ویلي:«تاسې د دولت جوړونې ارزښت باید درک کړئ او هغوی ته باید د جګړې د دوام پلمه په لاس ور نه کړئ.»
دا په داسې حال کې ده، چې د حزب الله مشر نعیم قاسم د چار شنبې په ورځ په یوه تلویزیوني وینا کې ویلي، چې د دوی د بې وسلې کولو غوښتنه یوازې د اسراییل په ګټه ده.

د کابل مرکزي سیلو چارواکي وايي، دا مهال دغه سیلو په ۲۴ ساعتونو کې تر ۱۲۰ ټنه پورې له لومړۍ څخه تر درېیمې درجې پورې اوړه تولیدوي. د سیلو د مسوولانو په وینا، په نویو ماشینونو سره د سیلو تولید ډېر شوی او تر څنګ یې د غلې دانې د زېرمه کولو او ډوډۍ پخولو چارې هم روانې دي.
د طالبانو تر واک لاندې د کابل مرکزي سیلو مسوولانو د پنجشنبې په ورځ وویل، چې اوس مهال سیلو په بشپړ ظرفیت کار کوي او د نویو تجهیزاتو له امله یې ورځنی تولید زیات شوی.
د سیلو مسوولانو ملي ټلویزون ته وویل، چې « هڅه کوو، د هېواد د اړتیا وړ خوراکي موادو یوه مهمه برخه له همدې لارې برابره کړو».
یاده سیلو، چې پخوا د نظامي او ملکي ادارو اړتیاوې یې پوره کولې، اوس یو ځل بیا فعاله شوې.
طالب چارواکو هم ویلي، چې په وروستیو کې د هېواد ګڼ شمېر بنسټیز تاسیسات بېرته فعال شوي دي. د هغوی په وینا، د تولیدي کارخونو یو شمېر کمپلیکسونو هم بېرته خپل فعالیت پېل کړی، چې د اقتصادي ځانبساینې په برخه کې مهم ګام بلل کېږي.
د یادونې وړ ده چې کابل مرکزي سیلو د خوراکي توکو د ساتنې، تولید او وېش یوه مهمه سرچینه ګڼل کېږي او د فعالېدو له امله یې ګڼې کورنۍ له وارداتي اوړو پرته، کورني تولید ته لاسرسی مومي.

طالبانو تر واک لاندې د افغاني سرې میاشتې رییس شهاب الدین دلاور په خپلو تازه څرګندونو کې ادعا کړې، چې طالبانو «د سیاست له بریالیتوب وروسته اوس په اقتصادي ډګر کې پرمختګ ته مخه کړې ده».
شهاب الدین دلاور وايي، «موږ د سياست له بريالتوب وروسته اوس په اقتصادي ډګر کې پرمختګ ته مخه کړې، د برېښنا انرژۍ په سکتور کې د پام وړ پرمختګونه روان دي، دا د پياوړې ارادې او شفافيت څرګندوی دي.»
هغه زیاته کړې چې افغانستان دومره منابع لري چې نه تنها خپله به د برېښنا له اړخه خودکفا شي، بلکې نورو هېوادونو ته به یې هم صادره کړي.
نوموړي دغه څرګندونې د پنجشنبې په ورځ د (زمري ۹مه) په لوګر کې د ۳۷۳مېلیونه ډالرو په ارزښت د برېښنا یوې پروژې په پرانېست غونډه کې کړې دي.
هممهاله د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر هم په دې مراسمو کې ویلي، چې د دوی ډله غواړي د افغانستان د برېښنا له تولیدي سرچینو استفاده وکړي او هېواد د برېښنا په برخه کې پر ځان بسیا کړي.
د طالبانو د برېښنا شرکت مشر ډاکټر عبدالباري عمر په دغو مراسمو کې د خپلې وینا پر مهال ادعا کړې، چې افغانستان کې یې د ۶۹مېلیونه ډالرو په ارزښت د تولیدي برېښنا پروژې روانې دي.
د هغه په وینا، په هېواد کې د بې روزګارۍ مساله پخوانۍ ریښې لري او طالبان د کاري فرصتونو رامنځته کېدو ته ژمن دي.
نوموړی داسې مهال دغه خبره کوي، چې د طالبانو په واکمنېدو سره سلګونه زره افغانانو دندې او روزګارونه له لاسه ورکړي یا هم دې ډلې له دندو ګوښه کړي دي. په تېرو څلورو کلونو کې مېلیونونه افغانان ایران او پاکستان ته د مزدورۍ لپاره تللي او په هېواد کې د بې روزګارۍ پراخېدو له امله هره ورځ خلک کډوالۍ ته اړ کېږي.

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار ویلي، چې په تېرو نږدې سلو کلونو کې هر څوک چې د واک پر ګدۍ کښېناستلی، خپل شخصي یا ګوندي بیرغ یې د ملي بیرغ په نوم پر ارګ رپولی دی. حکمتیار وایي، « د خپلې سليقې او خوښې ګوندي بيرغ پر نورو مه تحميلوئ».
حکمتیار د پنجشنبې په ورځ پر خپل ایکس لیکلي، چې ملي بیرغ باید د ملي یووالي نښه وي، داسې شورا یې وټاکي چې استازي یې د ملت د اجماع استازولي وکړي، نه دا چې د واکمنو د خوښې مطابق جوړ شي. هغه زیاتوي، دا تشه لا تر اوسه نه ده ډکه شوې.
حکمتیار له خلکو غوښتي، چې د ملي نښو پر سر شخړې ونه کړي، له دې نښو څخه د یو بل د ردولو او وژلو وسیله جوړه نه کړي او خپل ګوندي بیرغونه پر نورو ونه تپي.
د هغه په وینا، د بیرغونو تقدس، ښکلول او ورته سر ټيټول په اسلام کې ځای نه لري.
حکمتیار پر پخوانیو سیاسي څېرو نیوکه کړې، چې د ده په وینا، هېواد یې د بیرغ په ګډون له ملي او دیني ارزښتونو سره یوځای د بهرنیو ګټو لپاره هم په شوروي اتحاد او هم په ناټو پلورلی، خو اوس د ملي بیرغ له نوم څخه استفاده کوي.
هغه پوښتلي، چې «ستاسې یې له ملي بیرغ سره څه؟ څوک غولوئ».
نوموړي د افغانستان د معاصر تاریخ یادونه هم کړې او ویلي یې دي، چې نه مو مخکې ملي شورا لرله، نه ملي بیرغ.
حکمتیار زیاتوي، چې داود خان د کمونستانو په مرسته کودتا وکړه او د بریتانیا له لوري تپل شوی نظام یې نسکور او مخکینی نښان او بیرغ یې نسکور کړل. هغه زیاتوي، « له هغې ورځې تر نن ډېر بیرغونه او نظامونه راغلي او تللي».