په کویټه کې نن له ملګرو ملتونو سره د ثبت شویو افغان کډوالو د اېستلو لړۍ پیلېږي

پاکستاني رسنیو خبر ورکړی، چې بلوچستان ایالت کې د کویټې ځايي چارواکو پرېکړه کړې؛ څو له ملګرو ملتونو سره د «پي او ار» کارت لرونکي ثبت کډوال افغانستان ته وباسي. د راپورونو له مخې؛ د اېستلو عملیات نن د اګسټ په لومړۍ نېټه پیلېږي او دغو کډوالو ته ټاکل شوې وروستۍ موده پای ته رسېدلې.