• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان: ثبت شویو خیریه بنسټونو په تېر یوه کال کې څه باندې یو میلیارد افغانۍ مرستې وېشلې دي

۱۱ زمری ۱۴۰۴ - ۲ اګست ۲۰۲۵، ۱۰:۴۵ GMT+۱تازه شوی: ۱۱ زمری ۱۴۰۴ - ۲ اګست ۲۰۲۵، ۱۶:۵۰ GMT+۱

د طالبانو د عدلیې وزارت ویلي، چې د ۱۴۱ ثبت شویو خیریه بنسټونو له خوا په ۱۴۰۳ کال کې له اړمنو کسانو سره څه باندې یو میلیارد او ۱۱۰ میلیونه افغانۍ، ۳۸۲ زره ډالر، ۲۰۳۰ زره یورو او پنځه لکه کالدارې مرسته شوې.

طالبانو ویلي، چې دا مرستې په خوراکي او غیر خوراکي توکو، درملو، روغتیا، ښوونې، حرفوي زده کړو، لوړو زده کړو او د کارموندنې په برخو کې لګول شوي.

د عدلیې وزارت، په دې اړه چې دا خیریه بنسټونه کورني‌دي یا بهرني، څه نه دي ویلي.

ترویج لرونکی

راپور: روسان له ۳۷ کلونو وروسته افغانستان ته د پوځي همکارۍ له لارې بېرته راستانه شو
۱

راپور: روسان له ۳۷ کلونو وروسته افغانستان ته د پوځي همکارۍ له لارې بېرته راستانه شو

۲

طالبان وایي څلورو ولایتونو کې یې ۱۳ کسان د جنايي جرمونو په تور نیولي

۳

ندیم امیري؛ افغاني‌الاصله فوټبالر چې جرمني یې له ماتې وژغورله څوک دی؟

۴

په سویس کې د امریکا او ایران د خبرو اترو لومړی پړاو پای ته رسېدلی

۵

خرم: د اپسټین قضیه او د سپینې ماڼۍ داخلي چارو په اړه نوی کتاب ښايي سیاسي بحث بیا تود کړي

•
•
•

نور کیسې

د جرمني په کلیسا کې پناه‌اخیستونکی افغان کډوال د پولیسو تر نیولو وروسته سويډن ته سپارل شوی

۱۱ زمری ۱۴۰۴ - ۲ اګست ۲۰۲۵، ۱۰:۰۰ GMT+۱
د جرمني په کلیسا کې پناه‌اخیستونکی افغان کډوال د پولیسو تر نیولو وروسته سويډن ته سپارل شوی
100%

۲۶ کلن افغان کډوال چې له سویډن نه د ایستل کېدو له وېرې جرمني ته تښتېدلی او د برلین ښار یوې کلیسا ته یې پناه وروړې وه، پولیسو بېرته سویډن ته شړلی دی. د برلین کلیسا د دې افغان کډوال شړل د هغه مرګ ګنلی، ځکه ښايي هغه له سویډن نه هم و ایستل شي او افغانستان ته واستول شي.

د جرمني رسنیو د راپور له‌مخې، له هغو درېیو افغان کډوالو چې له سویډن نه د شړل کېدو له وېري هامبورګ ته تللي او وروسته یې په برلین کې یوې کلیسا ته پناه وړې وه، یو یې د پنجشنبې په ورځ بېرته سویډن ته ولېږل شو، خو د پاتې دوو کسانو وضعیت لا تر اوسه نه دی څرګند.

دا ۲۶ کلن ځوان د کلیسا له انګړ څخه دباندې پولیسو ونیوه چې دا اقدام د هامبورګ او برلین د ښاروالانو تر منځ د اختلاف لامل شوی دی.

د هامبورګ ښاروال د برلین ښاروال په کلیسا کې د افغان کډوال د پناه اخیستلو له امله پر ناوړه ګټې‌اخیستنې تورن کړی. د برلین ښاروال پولیسو ته اجازه نه وه ورکړې چې کلیسا ته ننوځي او د افغان کډوال پلټنه وکړي.

د هامبورګ ښاروال د سوسیال‌ ډيموکراټ ګوند غړی دی، په داسې حال کې چې د برلین ښاروال بیا په مسيحي ډیموکرات ګوند پورې اړه لري.

د برلین چارواکي وايي، دوی د سیاسي لارښوونو له مخې مکلف دي د هغو خلکو درناوی وکړي چې کلیسا ته پناه ور وړي.

د کډوالو حقونو څار بنسټ: امریکا دې د خپلو افغان همکارانو د لېږد پروګرام یقيني او عملي کړي

۱۱ زمری ۱۴۰۴ - ۲ اګست ۲۰۲۵، ۰۴:۱۰ GMT+۱
د کډوالو حقونو څار بنسټ: امریکا دې د خپلو افغان همکارانو د لېږد پروګرام یقيني او عملي کړي
100%

د کډوالو حقونو د څار نړۍوال بنسټ د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د وروستیو څرګندونو هرکلی کړی او ویلي یې دي چې د هغو افغانانو برخه لیک نه‌دی څرګند چې اېس‌ای وي، پي ۱ او پي ۲ په نومونو امریکا ته د تلو په پروګرام کې شامل دي.

دغه بنسټ جمعه (زمری ۱۰مه) پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې له قید او شرط پرته د دې افغانانو د خوندي انتقال ملاتړ نه یوازې دا چې د امریکا بشري مکلفیت دی، بلکې یو اخلاقي مسوولیت هم دی.

په اعلامیه کې زیاته شوې چې، دې افغانانو د ډیموکراسۍ او بشري حقونو د ارزښتونو په برخه کې خپلې ژمنې پوره کړي، خو اوس له همدې امله له ګواښ سره مخامخ دي.

د اعلامیې له مخې، باید د امریکا حکومت د کډوالو په اړه خپله کړنلاره له خپلو پخوانیو ژمنو سره همغږې کړي او یو داسې موثر او ګټور پروګرام عملي کړي چې د افغان متحدینو انتقال او امریکا کې د هغوی منل یقيني شي.

په اعلامیه کې خبرداری ورکول شوی، که د دې افغانانو په اړه غوڅ اقدام و نه شي، دا به د امریکا لپاره د سياسي ناکامۍ ترڅنګ اخلاقي ناکامي هم وي.

بریتانیا او اوکراین روسیې ته د سولې لپاره د ټرمپ ورکړل شوی مهلت یو مهم ګام وباله

۱۰ زمری ۱۴۰۴ - ۱ اګست ۲۰۲۵، ۱۵:۱۵ GMT+۱
بریتانیا او اوکراین روسیې ته د سولې لپاره د ټرمپ ورکړل شوی مهلت یو مهم ګام وباله
100%

د بریتانیا لومړي وزیر کییر سټارمر او د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي، د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ له‌خوا پر روسیې د سولې د پرمختګ لپاره ټاکل شوی نوی ضرب‌الاجل یو مهم ډېپلوماټيک اقدام وباله او ټینګار یې وکړ چې د جګړې د دوام یوازینی لامل روسیه ده.

دا څرګندونې د اوکراین ولسمشر او د بریتانیا د لومړي وزیر ترمنځ په ټلیفوني خبرو کې ترسره شوي دي.

د بریتانیا د حکومت دفتر (ډانینګ سټریټ) ویاندې د دواړو مشرانو تر منځ تر تلیفوني خبرو وروسته وویل: "دواړو مشرانو د ټرمپ له‌خوا روسیې ته ټاکل شوی نوی ضرب‌الاجل وستایه، څو د سولې په تړاو د ځنډ سیاست پای ته ورسول شي او ریښتینی پرمختګ ممکن شي."

هغې زیاته کړه: "دواړو مشرانو په دې موافقه وکړه چې د اوسنۍ جګړې د پای ته رسېدو یوازینی خنډ روسیه ده."

د ټرمپ ځانګړی استازی د مرستو د څارنې لپاره غزې ته تللی

۱۰ زمری ۱۴۰۴ - ۱ اګست ۲۰۲۵، ۱۵:۰۸ GMT+۱
د ټرمپ ځانګړی استازی د مرستو د څارنې لپاره غزې ته تللی
100%

په منځني ختیځ کې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ځانګړي استازي سټیو وټکوف د جمعې په ورځ غزې ته د خپل سفر پرمهال په رفح سیمه کې د امریکا په ملاتړ د مرستو له عملیاتو لېدنه وکړه.

سټیو وټکوف ویلي، چې په غزه کې یې له پنځو ساعتونو څخه ډېر وخت تېر کړ او د دې سفر موخه یې ټرمپ ته په غزه کې د بشري وضعیت روښانه انځور وړاندې کول، د غزې خلکو ته د خوړو او روغتیايي مرستو رسولو د‌پلان په پراختیا کې مرسته ده.

نوموړي د دغه سفر پرمهال په غزه کې د مرستو رسولو هغه مرکز څخه لېدنه کړې، چې په مستقیم ډول د امریکا له خوا تمویل کیږي.

په همدې وخت کې ملګري ملتونه وایي، چې د مې میاشتې راهیسې د امریکا د مرستو مرکز له فعالیت وروسته، د مرستو د ترلاسه کولو پر مهال تر ۱۰۰۰ زیات کسان وژل شوي.

افغان ښځینه کډوالو لوبډلې په لومړي ځل په سیډني کې د استعداد پېژندنې کمپ کې ګډون وکړ

۱۰ زمری ۱۴۰۴ - ۱ اګست ۲۰۲۵، ۱۴:۱۲ GMT+۱
افغان ښځینه کډوالو لوبډلې په لومړي ځل په سیډني کې د استعداد پېژندنې کمپ کې ګډون وکړ
100%

د فوټبال نړیوالې ادارې (فیفا) ویلي، د افغان ښځینه کډوالو لوبډلې په سیډني کې د استعداد پېژندنې کمپ کې ګډون وکړ. فیفا ویلي، چې دا لمړی ځل دی، چې افغان کډوالې ښځې له هېواد څخه بهر په رسمي کمپ کې راټولې شوې دي.

د فوټبال نړیوالې ادارې ویلي تمه ده، چې افغان جلا وطنه ښځینه لوبډله به په ورته دوو نورو کمپونو کې هم برخه واخلي.

له یادو کمپونو وروسته به د جلا وطنه افغان ښځینه فوټبال ۲۳ کسیزه لوبډله وټاکل شي.

فیفا زیاتوي، چې دا هڅه به افغان ښځینه فوټبال لوبډله بېرته نړیوالو سیالیو ته راوګرځوي‌ او لوبغاړو ته به د پرمختګ، زده کړې او یووالي نوې لارې پرانیزي.