• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د جرمني په کلیسا کې پناه‌اخیستونکی افغان کډوال د پولیسو تر نیولو وروسته سويډن ته سپارل شوی

۱۱ زمری ۱۴۰۴ - ۲ اګست ۲۰۲۵، ۱۰:۰۰ GMT+۱

۲۶ کلن افغان کډوال چې له سویډن نه د ایستل کېدو له وېرې جرمني ته تښتېدلی او د برلین ښار یوې کلیسا ته یې پناه وروړې وه، پولیسو بېرته سویډن ته شړلی دی. د برلین کلیسا د دې افغان کډوال شړل د هغه مرګ ګنلی، ځکه ښايي هغه له سویډن نه هم و ایستل شي او افغانستان ته واستول شي.

د جرمني رسنیو د راپور له‌مخې، له هغو درېیو افغان کډوالو چې له سویډن نه د شړل کېدو له وېري هامبورګ ته تللي او وروسته یې په برلین کې یوې کلیسا ته پناه وړې وه، یو یې د پنجشنبې په ورځ بېرته سویډن ته ولېږل شو، خو د پاتې دوو کسانو وضعیت لا تر اوسه نه دی څرګند.

دا ۲۶ کلن ځوان د کلیسا له انګړ څخه دباندې پولیسو ونیوه چې دا اقدام د هامبورګ او برلین د ښاروالانو تر منځ د اختلاف لامل شوی دی.

د هامبورګ ښاروال د برلین ښاروال په کلیسا کې د افغان کډوال د پناه اخیستلو له امله پر ناوړه ګټې‌اخیستنې تورن کړی. د برلین ښاروال پولیسو ته اجازه نه وه ورکړې چې کلیسا ته ننوځي او د افغان کډوال پلټنه وکړي.

د هامبورګ ښاروال د سوسیال‌ ډيموکراټ ګوند غړی دی، په داسې حال کې چې د برلین ښاروال بیا په مسيحي ډیموکرات ګوند پورې اړه لري.

د برلین چارواکي وايي، دوی د سیاسي لارښوونو له مخې مکلف دي د هغو خلکو درناوی وکړي چې کلیسا ته پناه ور وړي.

ترویج لرونکی

راپور: روسان له ۳۷ کلونو وروسته افغانستان ته د پوځي همکارۍ له لارې بېرته راستانه شو
۱

راپور: روسان له ۳۷ کلونو وروسته افغانستان ته د پوځي همکارۍ له لارې بېرته راستانه شو

۲

طالبان وایي څلورو ولایتونو کې یې ۱۳ کسان د جنايي جرمونو په تور نیولي

۳

ندیم امیري؛ افغاني‌الاصله فوټبالر چې جرمني یې له ماتې وژغورله څوک دی؟

۴

په سویس کې د امریکا او ایران د خبرو اترو لومړی پړاو پای ته رسېدلی

۵

خرم: د اپسټین قضیه او د سپینې ماڼۍ داخلي چارو په اړه نوی کتاب ښايي سیاسي بحث بیا تود کړي

•
•
•

نور کیسې

ایران: ناقانونه افغان کډوالو ته د ټکرونو له امله د اوښتي زیان تاوان نه ورکول کېږي

۱۱ زمری ۱۴۰۴ - ۲ اګست ۲۰۲۵، ۰۸:۵۵ GMT+۱
ایران: ناقانونه افغان کډوالو ته د ټکرونو له امله د اوښتي زیان تاوان نه ورکول کېږي
100%

د ایران ولسي جرګې د حقوقي او قضایي کمېسیون مرستیال عثمان سالاري ویلي، د جسمي زیانونو د جبران صندوق تر دې وروسته هغو ناقانونه بهرنیو وګړو ته دیت او تاوان نه ورکوي چې په ترافیکي پېښو کې ټپيان یا مړه کېږي.

د سپاه پاسداران اړوند فارس خبري اژانس د راپور له‌مخې، پخوا که به کوم ناقانونه افغان کډوال ته په ترافيکي پېښه کې زیان واوښت او د بېمې اسانتیا به یې نه درلوده، نو د ایران حکومت به هغه ته تاوان ورکاوه.

د راپور پر بنسټ، د ایران د جسمي زیانونو جبران صندوق تر دې وړاندې مکلف و، که کوم افغان کډوالد اقامې قانوني اسناد نه درلودای او په ترافيکي پېښه کې ټپي یا مړ شوی وای، د هغوی وارثینو ته به تاوان ورکول کېده؛ خو دا چې ناقانونه اتباع پېژندل شوي وارثین نه‌لري، ځینو وکیلانو به له دې بیمې څخه ناوړه ګټه پورته کوله او د هغوی پيسې به یې اخیستې، لږ پيسې به یې د هغوی جعلي وارثینو ته ورکولې او پاتې پیسې به یې خپله اخيستې.

په دې راپور کې ویل شوي چې اوس د ایران د جسمي زیانونو جبران صندوق د دې کار مخه نیولې ده. د ایران حکومت اوس معمولاً د «ناقانونه» او «بهرني اتباع» اصطلاحات د هغو افغان کډوالو لپاره کاروي چې په ایران کې ژوند کوي.

څو ورځې مخکې په ټولنیزو شبکو کې یوه ویډیو ډېره خپره او مشهوره شوه. په دې ویډیو کې یو افغان بایسکل‌ چلوونکي ‌ځوان لیدل کېږي چې په بندر عباس سیمه کې دوه ایراني موټرچلوونکي ورپسې دي.

یو ایرانی چې ویډیو اخلي بل ته په ډېر کرکجن او مغرورانه ډول وايي: «برو بزن زیرش، افغانی دیه ندارد!» یانې تر موټر یې لاندې کړه، افغان دی تاوان نه‌لري. هغه بل ایرانی موټر چلوونکی هم هڅه کوي چې بایسکل چلوونکی ځوان په موټر ووهي او ویې وژني.

د پاکستان پوځ په جې‌اېج‌کیو کې د چینایي پوځ د جوړېدو ۹۸یمه کلیزه ونمانځله

۱۱ زمری ۱۴۰۴ - ۲ اګست ۲۰۲۵، ۰۸:۱۰ GMT+۱
د پاکستان پوځ په جې‌اېج‌کیو کې د چینایي پوځ د جوړېدو ۹۸یمه کلیزه ونمانځله
100%

د پاکستان پوځ رسنیز دفتر خبر ورکړی چې د لوی درستیز مارشال عاصم منیر په مشرۍ په جې‌اېچ‌کیو کې د چینایي پوځ د جوړېدو ۹۸یمه کلیزه نمانځل شوې او هم‌مهاله له چین سره د اړیکو پر لا پراخېدو ټینګار شوی دی. د دې مراسمو پر مهال په اسلام‌اباد کې د چین سفیر هم حضور درلود.

عاصم منیر وايي، د چین او پاکستان ترمنځ اړیکې ازمایل شوي او ان د سیمې په ګډون د نړۍ په سترو بدلونونو کې دواړه لوري پیاوړي پاتې شوي دي. هغه زیاته کړې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ شراکت د دوه‌اړخیز باور، نه‌ماتېدونکي ملاتړ او ګډې ژمنتیا بېلګه ده.

د پاکستان د پوځ مشر ټینګار کړی چې که څه هم ستراتیژیک شرایط بدلېږي، خو د دواړو هېوادونو ترمنځ دوستي همېشه کلکه او نه ماتېدونکې پاتې شوې ده. په دې مراسمو کې د چین سفیر د پاکستان پوځ له مشر عاصم منیر څخه د ترهګرۍ پر ضد جګړه کې د پاکستان د وسله‌وال ځواک رول هم ستایلی او د سټراټېژیک شراکت د دوام او ملاتړ ژمنه یې هم تازه کړې ده.

پاکستان چې په سیمه کې د چین تر ټولو نږدې متحد دی، وخت ناوخت یې له امریکا سره د همدې اړیکو له امله د باوري اړیکو رامنځته کېدو کې خنډونه هم راپورته شوي دي. دا دواړه هېوادونه په اقتصادي او سوداګریزه برخه کې هم یو بل سره نږدې همکاران دي.

ټرمپ د روسیې له پاروونکو څرګندونو وروسته د اټومي اوبتلونو د ځای پر ځای کولو امر وکړ

۱۱ زمری ۱۴۰۴ - ۲ اګست ۲۰۲۵، ۰۵:۰۳ GMT+۱
ټرمپ د روسیې له پاروونکو څرګندونو وروسته د اټومي اوبتلونو د ځای پر ځای کولو امر وکړ
100%

د امریکا ولسمشر ډونالډټرمپ وايي چې د روسیې د پخواني ولسمشر ديميتري مېدوېديف د پاروونکو څرګندونو په غبرګون کې یې دوه اټومي اوبتلونه مناسبو سیمو ته استولي دي.

مېدوېديف تېره ورځ (جمعه) ټرمپ ته خبرداری ورکړی و چې مسکو د شوروي دورې د وروستي اټومي برید وړتياوې لاهم لري.

ټرمپ ویلي، هیله لري چې دغه خبرې یوازې د څرګندونو تر بریده وي، خو بیا یې هم د دا ډول پاروونکو څرګندونو د منفي اغېز په اړه خبرداری ورکړی دی.

ديميتري مېدوېديف له ۲۰۰۸ کاله تر ۲۰۱۲ پورې د روسیې د ولسمشر او بیا له هغې وروسته تر ۲۰۲۰ کال پورې د دغه هېواد د لومړي وزیر په توګه پاتی شوی دی.

د کډوالو حقونو څار بنسټ: امریکا دې د خپلو افغان همکارانو د لېږد پروګرام یقيني او عملي کړي

۱۱ زمری ۱۴۰۴ - ۲ اګست ۲۰۲۵، ۰۴:۱۰ GMT+۱
د کډوالو حقونو څار بنسټ: امریکا دې د خپلو افغان همکارانو د لېږد پروګرام یقيني او عملي کړي
100%

د کډوالو حقونو د څار نړۍوال بنسټ د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د وروستیو څرګندونو هرکلی کړی او ویلي یې دي چې د هغو افغانانو برخه لیک نه‌دی څرګند چې اېس‌ای وي، پي ۱ او پي ۲ په نومونو امریکا ته د تلو په پروګرام کې شامل دي.

دغه بنسټ جمعه (زمری ۱۰مه) پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې له قید او شرط پرته د دې افغانانو د خوندي انتقال ملاتړ نه یوازې دا چې د امریکا بشري مکلفیت دی، بلکې یو اخلاقي مسوولیت هم دی.

په اعلامیه کې زیاته شوې چې، دې افغانانو د ډیموکراسۍ او بشري حقونو د ارزښتونو په برخه کې خپلې ژمنې پوره کړي، خو اوس له همدې امله له ګواښ سره مخامخ دي.

د اعلامیې له مخې، باید د امریکا حکومت د کډوالو په اړه خپله کړنلاره له خپلو پخوانیو ژمنو سره همغږې کړي او یو داسې موثر او ګټور پروګرام عملي کړي چې د افغان متحدینو انتقال او امریکا کې د هغوی منل یقيني شي.

په اعلامیه کې خبرداری ورکول شوی، که د دې افغانانو په اړه غوڅ اقدام و نه شي، دا به د امریکا لپاره د سياسي ناکامۍ ترڅنګ اخلاقي ناکامي هم وي.

اوکراین: روسیه د ایران د شاهد ډرون ټیکنالوژي شمالي کوریا ته لېږدوي

۱۱ زمری ۱۴۰۴ - ۲ اګست ۲۰۲۵، ۰۱:۱۰ GMT+۱
اوکراین: روسیه د ایران د شاهد ډرون ټیکنالوژي شمالي کوریا ته لېږدوي
100%

د اوکراین د ولسمشرۍ دفتر وایي، چې روسیه د ایران جوړ شوي ځانمرګي ډرون (شاهد-۱۳۶) ټیکنالوژي شمالي کوریا ته لېږدوي او له دې هېواد سره د دغو ډرونونو د تولید کرښې په فعالولو کې مرسته کوي.

د ولسمشر ولادمیر زیلینسکي د دفتر مشر انډري یرماک، د جمعې په ورځ (د زمري ۱۰مه) په یوه پیغام کې ویلي: « موږ وینو چې روسیه د «شاهد-۱۳۶» ډرون ټیکنالوژي پیونګ‌یانګ ته لېږدوي، د تولید کرښو په فعالولو کې مرسته کوي او له شمالي کوریا سره په توغندیزو پروژو کې همکاري کوي.»

د ایران لخوا روسیې ته ورکړل شوي شاهد ډرونونه، د اوکراین پر ضد د روسیې د هوايي بریدونو یوه مهمه وسیله بلل کېږي. کیف او لوېدیځو هېوادونو څو ځل خبرداری ورکړی چې د روسیې، ایران او شمالي کوریا تر منځ پوځي همکاري ورځ تر بلې پراخېږي او دا کار به د نړیوال امنیت لپاره جدي پایلې ولري.

د اوکراین چارواکي وایي چې د دې هېواد پر زیربنایي او ملکي اهدافو د روسیې بریدونه زیاتره وخت له همدې شاهد ډرونونو سره ترسره کېږي، چې د ملکي وګړو د مرګ‌ژوبلې ترڅنګ، د هېواد د انرژۍ سیستم ته هم پراخ زیانونه اړولي دي.

اوکراین او د هغې لوېدیځ متحدین له نړیوالو سازمانونو غواړي چې د دغو هیوادونو ترمنځ پر پوځي همکارۍ سخت بندیزونه ولګوي.