عمران خان ګنډاپور ته: خېبرپښتونخوا او قبایلي سیمو کې باید د بل پوځي عملیات اجازه ورنکړل شي
د پاکستان د تحریک انصاف ګوند بنسټګر او پخواني لومړي وزیر عمران خان له اډیاله بند څخه په خپله اېکس پاڼه کې په یوه پیغام کې د خېبرپښتونخوا له اعلی وزیر علي امین ګنډاپور څخه غوښتي، چې په خېبرپښتونخوا او قبایلي سیمو کې د بل پوځي عملیات اجازه ورنه کړي.
عمران خان په خپل دغه پیغام کې ویلي، د پوځ او ولس په مخامخ کېدو سره به د پوځ اداره له منځه ولاړه شي. خان زیاته کړې: «عملیات د کومې ستونزې حل نه دی. ستونزې باید د هغه ځای د نظام له مخې د خبرو اترو له لارې حل شي. افغانستان زموږ مسلمان ګاونډی دی. له دوی سره اړیکې هم باید ښې شي او ستونزو ته باید د خبرو له لارې حل لارې ولټول شي.»
د پاکستان تحریک انصاف بنستګر عمران خان ویلي، که د خېبر پښتونخوا وزیر اعلی علی امین ګنډاپور، په خپل ایالت کې د قانون او نظم د ټینګښت توان نه لري، نو باید له خپلې دندې استعفا ورکړي.
هغه زیاته کړه، که ګنډاپور د حکومتدارۍ ستونزې نه شي حل کولی، نو دا چاره دې بل وړ کس ته وسپارل شي.
د پاکستان جیو نیوز د تحریک انصاف ګوند د بنسټګر د نږدې سرچینو له قوله لیکلي، چې عمران خان ویلي: «که علی امین ګنډاپور سوله نشي راوستلی، نو باید استعفا ورکړي.»
لاریون کوونکو ویلي، چې د باجوړ او مومند ولسوالیو د خلکو تر څنګ ولاړ دي او په یادو سیمو کې پوځي عملیات په کلکه غندي.
د انګور اډې اوسېدونکي ملک ګل ریز خان وویل:« د پښتونخوا په ناامنیو کې د حکومت لاس دی. حکومت دې پښتونخوا په ډالري جګړه کې نه ښکیلوي، د پښتونخوا وسایل د ځايي خلکو حق دی او باید خلکو ته ورکړل شي.»
په ورته مهال لاریون کوونکو پر حکومت غږ کړی چې د انګور اډې له لارې دې افغانستان لور ته د تګ راتګ او سوداګرۍ اجازه ورکړل شي.