د اذربایجان پر پوله دوه افغانان د غیر قانوني اوښتلو پرمهال نیول شوي

د اذربایجان د دولتي پوله‌ساتنې د خدماتو ادارې خبر ور کړی، چې دوه تنه افغانان یې له ایران نه د دغه هېواد خاورې ته د اوښتلو پرمهال نیولي دي. د حبیب الله قاسمي او محمد رضا حسني په نومونو دغه دوه کسان د اذربایجان په سرحدي سیمه لیانګران کې نیول شوي دي.