اقصی جومات، چې مسلمانان یې خپله لومړۍ قبله بولي، د یوې پخوانۍ موافقې له مخې د اردن د مذهبي بنیاد (وقف) تر ادارې لاندې دی. د دغه توافق له مخې، یهودان کولای شي دې ځای ته لاړ شي، خو د لمانځه اجازه نه لري.
د بنګویر له لیدنې وروسته، د اسراییل صدراعظم بنیامین نتنیاهو وویل: «د اقصی جومات انګړ کې د وضعیت د ساتلو پالیسي نه ده بدله شوې او نه به بدله شي».
د یوه یهودي سازمان خپرې شوې ویډیوګانې ښيي چې بنګویر له یوې ډلې سره د اقصی په انګړ کې ګرځي. ځینې نورې ویډیوګانې چې په ټولنیزو شبکو کې خپرې شوې، ښيي چې نوموړی ښايي هلته لمونځ کوي.
دا لیدنه د یهودانو د ماتم د ورځې «تیشا باو» پر مهال شوې، چې د لرغونو یهودي معبدونو د نړېدو یاد پکې تازه کېږي.
د اقصی جومات ادارې، چې د یروشلم په زاړه ښار کې پر یوه غونډۍ موقعیت لري، ویلي چې بنګویر د هغو ۱۲۵۰ کسانو له ډلې و، چې انګړ ته تللي وو او د دوی په وینا، هلته یې «لمونځونه، نارې او ان نڅا هم کړې ده».
اسراییل په رسمي ډول د غیر مسلمانانو پر لمانځه د بندیز پالیسي مني. دا پالیسي په اقصی جومات کې د موجود وضعیت د خوندي ساتلو یوه برخه ده، خو بنګویر له وړاندې هم دا غوښتنه کړې چې یهودانو ته دې د لمانځه اجازه ورکړل شي.
بنګویر ویلي، هغه د غزې جګړه کې د حماس پر وړاندې د اسراییل د بریا او د اسراییلي برمته شویو کسانو د خلاصون لپاره دعا کړې ده. هغه یو ځل بیا غوښتنه کړې چې اسراییل دې ټوله غزه ونيسي.
د فلسطین ولسمشر محمود عباس ویاند نبیل ابوردینه د بنګویر لیدنه وغندله او ویې ویل چې دا عمل له سرو کرښو تېرېدل دي.
د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت دا کړنه په سختو ټکو غندلې او وايي، چې دا ډول کړنې په سیمه کې شخړې لاهم زیاتوي.