• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د اسراییل د ملي امنیت وزیر د اقصی جومات په انګړ کې د لمانځه ادعا کړې

۱۲ زمری ۱۴۰۴ - ۳ اګست ۲۰۲۵، ۱۲:۰۶ GMT+۱

د اسراییل د ملي امنیت وزیر ایتامار بن‌ګویر د یکشنبې په ورځ د اقصی جومات انګړ ته لاړ او ادعا یې وکړه چې هلته یې لمونځ کړی. فلسطین او سعودي عربستان دا کار په سختو ټکو غندلی دی.

اقصی جومات، چې مسلمانان یې خپله لومړۍ قبله بولي، د یوې پخوانۍ موافقې له مخې د اردن د مذهبي بنیاد (وقف) تر ادارې لاندې دی. د دغه توافق له مخې، یهودان کولای شي دې ځای ته لاړ شي، خو د لمانځه اجازه نه لري.

د بن‌ګویر له لیدنې وروسته، د اسراییل صدراعظم بنیامین نتنیاهو وویل: «د اقصی جومات انګړ کې د وضعیت د ساتلو پالیسي نه ده بدله شوې او نه به بدله شي».

د یوه یهودي سازمان خپرې شوې ویډیوګانې ښيي چې بن‌ګویر له یوې ډلې سره د اقصی په انګړ کې ګرځي. ځینې نورې ویډیوګانې چې په ټولنیزو شبکو کې خپرې شوې، ښيي چې نوموړی ښايي هلته لمونځ کوي.

دا لیدنه د یهودانو د ماتم د ورځې «تیشا باو» پر مهال شوې، چې د لرغونو یهودي معبدونو د نړېدو یاد پکې تازه کېږي.

د اقصی جومات ادارې، چې د یروشلم په زاړه ښار کې پر یوه غونډۍ موقعیت لري، ویلي چې بن‌ګویر د هغو ۱۲۵۰ کسانو له ډلې و، چې انګړ ته تللي وو او د دوی په وینا، هلته یې «لمونځونه، نارې او ان نڅا هم کړې ده».

اسراییل په رسمي ډول د غیر مسلمانانو پر لمانځه د بندیز پالیسي مني. دا پالیسي په اقصی جومات کې د موجود وضعیت د خوندي ساتلو یوه برخه ده، خو بن‌ګویر له وړاندې هم دا غوښتنه کړې چې یهودانو ته دې د لمانځه اجازه ورکړل شي.

بن‌ګویر ویلي، هغه د غزې جګړه کې د حماس پر وړاندې د اسراییل د بریا او د اسراییلي برمته شویو کسانو د خلاصون لپاره دعا کړې ده. هغه یو ځل بیا غوښتنه کړې چې اسراییل دې ټوله غزه ونيسي.

د فلسطین ولسمشر محمود عباس ویاند نبیل ابوردینه د بن‌ګویر لیدنه وغندله او ویې ویل چې دا عمل له سرو کرښو تېرېدل دي.

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت دا کړنه په سختو ټکو غندلې او وايي، چې دا ډول کړنې په سیمه کې شخړې لاهم زیاتوي.

ترویج لرونکی

راپور: روسان له ۳۷ کلونو وروسته افغانستان ته د پوځي همکارۍ له لارې بېرته راستانه شو
۱

راپور: روسان له ۳۷ کلونو وروسته افغانستان ته د پوځي همکارۍ له لارې بېرته راستانه شو

۲

طالبان وایي څلورو ولایتونو کې یې ۱۳ کسان د جنايي جرمونو په تور نیولي

۳

ندیم امیري؛ افغاني‌الاصله فوټبالر چې جرمني یې له ماتې وژغورله څوک دی؟

۴

په سویس کې د امریکا او ایران د خبرو اترو لومړی پړاو پای ته رسېدلی

۵

خرم: د اپسټین قضیه او د سپینې ماڼۍ داخلي چارو په اړه نوی کتاب ښايي سیاسي بحث بیا تود کړي

•
•
•

نور کیسې

روسیه او چین په جاپان سمندر کې د اوبډوبونو ضد سمندري تمرینونه کوي

۱۲ زمری ۱۴۰۴ - ۳ اګست ۲۰۲۵، ۱۱:۰۱ GMT+۱
روسیه او چین په جاپان سمندر کې د اوبډوبونو ضد سمندري تمرینونه کوي
100%

د روسیې او چین سمندري ځواکونه دا مهال په جاپان سمندر کې د توپخانې او اوبو ضد‌ وسایلو تمرینونه کوي. ټاکل شوې دا مانورې تر سې‌شنبې دوام وکړي. دا تمرینونه دوه ورځې وروسته له هغه ترسره کېږي چې ټرمپ اعلان وکړ، دوه اټومي اوبډوبونه (تحت البحري بیړۍ) یې مناسبو سیمو ته استولي دي.

ډونالډ ټرمپ دا اقدام د روسيې د پخواني ولسمشر دیمیتري میدویدیف له لوري د جګړې په تړاو د پاروونکو څرګندونو په غبرګون کې کړی.

انترفاکس خبري اژانس خبر ورکړی، چې روسي او چینایي جنګي بېړۍ د یوه ګډ تشکیلاتي کتار په بڼه حرکت کوي، چې یو لوی روسی اوبډوب او د چین دوه اوبډوب (تحت البحري) ضد بیړۍ پکې شاملې دي.

خبرې سرچینې زیاتوي، چې د دواړو هېوادونو ډیزلي-برېښنايي اوبډوب بیړۍ هم په تمرینونو کې برخه لري او د چینایي لوري د اوبډوب ژغورنې یوه بیړۍ هم پکې شامله ده.

انترفاکس وایي، روسي او چینایي سمندري سرتېري به په دې مانورو کې د ټوپ ډزې ترسره کړي، د اوبډوب ضد عملیاتو، هوايي دفاع ماموریتونو او د سمندر پر سر د ژغورنې ګډو عملیاتو تمرین به وکړي.

روسیه او چین، چې د ۲۰۲۲ کال په فبرورۍ میاشت کې یې د اوکراین د جګړې له پیل مخکې «بې‌سرحده ستراتیژیک مشارکت» لاسلیک کړی و، دا ډول تمرینونه په منظم ډول ترسره کوي. موخه یې د ګډې پوځي همغږۍ تمرین او احتمالي سیالانو (لکه امریکا) ته د خبرداري پیغام ورکول بلل شوي دي.

ولسمشر ټرمپ ویلي، د روسیې د جګپوړي مقام له خوا د احتمالي اټومي شخړې په اړه «شدیدې پاروونکې» څرګندونې د دې لامل شوې چې هغه د اټومي بیړیو د ځای پر ځای کولو امر وکړي.

د پخواني افغان چارواکي خبرداری؛ امریکا کې کشف شوی بم د طالبانو له هغې سره ورته‌والی لري

۱۲ زمری ۱۴۰۴ - ۳ اګست ۲۰۲۵، ۰۶:۲۳ GMT+۱
د پخواني افغان چارواکي خبرداری؛ امریکا کې کشف شوی بم د طالبانو له هغې سره ورته‌والی لري
100%

د افغانستان مخکېني جمهوري نظام د کورنیو چارو وزارت د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې پخواني رییس د امریکا په کلفرونیا ایالت کې تازه نیول شوی بم د طالبانو له هغې سره ورته بللی دی. د هغه په وینا، د طالبانو غړي د دغه ډول بمونو جوړېدو کې مهارت لري.

بسم الله تابان پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، دا ماین د امریکا د امنیتي ځواکونو له‌خوا کشف او شنډ شوی دی. نوموړي چې له طالبانو سره د مبارزې او بم‌شنډونې په برخه کې څو کلنه تجربه لري، ټینګار کړی چې د بم جوړښت، بسته‌بندي او په‌کې کارول شوي توکي کټ مټ د طالبانو هغو سره ورته دي.

نوموړي پخواني افغان چارواکي زیاته کړې: «طالبانو به دا ډول بمونه په ښاري ترهګریزو بریدونو کې کارول، چې هدف یې د انسانانو ګڼه‌ګوڼه وه. دا بمونه اکثراً د پرله‌پسې بریدونو لپاره جوړېدل چې دوه یا درې چاودنې به په یوه ځای کې، د لنډ وخت په واټن کې ترسره کېدې».

هغه همداراز یو شمېر مشخصې پېښې یادې کړي چې پکې له ورته بمونو څخه کار اخیستل شوی و. نوموړي ویلي د کابل په لوېدیځه برخه کې پر سیدالشهدا ښوونځي برید، د دهمزنګ په څلور لارې کې د روښنايې غورځنګ پر عدالت غوښتونکو برید او د افغان فعال سالم ایزدیار د جنازې پر مراسمو کې کارول شوي بمي توکي امریکا کې د نیول شوي بم سره ورته ښدول شوي دي.

تابان یوه پوښتنه او امنیتي اندېښنه هم مطرح کړې ده،‌ هغه لیکلي: «د طالبانو بم‌جوړونکي انجنیران چې کله کله د داعش خراسان تر نوم لاندې هم یادېږي،څنګه توانېدلي چې ځان امریکا ته ورسوي؟»

نوموړي خبرداری ورکړی چې نړۍواله ټولنه باید د افراطیت او ترهګرۍ د زیاتېدونکي ګواښ پر وړاندې چوپه پاتې نه شي، ځکه دا چاره د تېرو تېروتنو تکرار دی.

د امریکایي فاکس نیوز د راپور له‌مخې، د اګسټ په لومړۍ نېټه د کلفرونیا ایالت د سمندر پر غاړه د یو کور په ګودام کې ګډو امنیتي‌ ادارو دغه چاودېدونکي توکي موندلي او یو شمېر وګړي هم په دغه پېښه کې د لاس لرلو په تور نیول شوي دي.

دغه رسنۍ زیاته کړې چې په دې تړاو یې نیول شوي کس څخه په څېړنو کې په ډاګه شوی چې د داعش-خراسان وسله‌والې ډلې غړی دی او ورسره اړیکې هم لري.

په بلوچستان کې وسله‌وال برید؛ ۸ پاکستاني سرتېري وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان دي

۱۲ زمری ۱۴۰۴ - ۳ اګست ۲۰۲۵، ۰۵:۳۵ GMT+۱
په بلوچستان کې وسله‌وال برید؛ ۸ پاکستاني سرتېري وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان دي
100%

پاکستانۍ رسنۍ وايي، د بلوچستان د پنجګور ولسوالۍ په «ګورګو» سيمه کې هم‌مهاله پر درېیو امنیتي پوستو وسله‌وال برید شوی چې په ترڅ کې یې ۸ پاکستاني سرتېري وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان دي. د راپورونو له‌مخې، درې پاکستاني سرتېري تری تم شوي دي.

د راپورونو له‌مخې، وسله‌والو لومړی د امنيتي پوستو مخابراتي شبکې ویجاړي کړي او بیا یې برید کړی دی. په دې بریدونو کې ۳ پاکستاني سرتېري تری تم شوي دي.

د اسلام‌اباد ټایمز وېب‌پاڼې لیکلي چې وسله‌والو د پاکستاني سرتېرو مړي هم له ځان سره وړي دي.

پوځ د خپلو نادرکه‌شویو سرتېرو لټون پيل کړی او د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف ويلي چې حکومت به د ترهګرۍ او بېلتون‌پالنې پر وړاندې کلک ودرېږي.

دوو ګانډویانو کې ایسار طالبان؛ پاکستان او ایران د سیمې د امنیت په تړاو همغږي وکړه

۱۲ زمری ۱۴۰۴ - ۳ اګست ۲۰۲۵، ۰۵:۲۶ GMT+۱
دوو ګانډویانو کې ایسار طالبان؛ پاکستان او ایران د سیمې د امنیت په تړاو همغږي وکړه
100%

د پاکستاني رسنيو د راپورونو له مخې، د ایران او پاکستان د دفاع وزيرانو پرون (شنبه، زمري ۱۱مه) په اسلام‌اباد کې د يوه رسمي ملاقات پر مهال ژمنه کړې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ به د دفاعي همکاريو پراخولو ته دوام ورکوي او د سيمې د سولې او ثبات لپاره به ګډ کار کوي.

په دې لیدنه کې، د ايران د دفاع وزیر سرتېپ عزيز ناصرزاده له خپل پاکستاني سيال خواجه محمداصف سره د دوه‌اړخيزو او سيمه‌ييزو موضوعاتو په اړه خبرې کړې دي.

د پاکستان د دفاع وزارت په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې دواړو خواوو د ګډې لېوالتیا پر بنسټ د سیمه‌ییز امنیتي وضعیت ارزونې، ترهګرۍ سره د مبارزې او د دفاعي همکاریانو د پراختیا په تړاو سلا-مشورې کړې دي.

دواړو وزيرانو يو ځل بيا ژمنه کړې چې د ایران او پاکستان ترمنځ به خپلې اړيکې لا پياوړې کړي. د پاکستان دفاع وزارت لیکلي: «خواجه اصف د ايران د پرله‌پسې رغنده تعامل قدرداني وکړه او څرګنده یې کړه چې دفاعي ډېپلوماسي د ګډو امنيتي ګواښونو په حل کې مهم رول لري».

سرتېپ ناصرزاده ویلي چې تهران له اسلام‌اباد سره د دفاعي اړيکو د لا پياوړتيا هوډ لري. هغه زياته کړه: «ایران غواړي چې له پاکستان سره د متقابل درناوي پر بنسټ د ګډو ارزښتونو او اعتماد لا قوي کېدو اړوند همکارۍ وکړي». دواړه لوریو په راتلونکي کې د دفاع اړیکو پر ډېرېدو خوښي ښودلې او ژمنې یې کړي چې د سیمې امنیت او ثبات لپاره به په ګډه کار کوي.

ایران او پاکستان داسې مهال د سیمې په تړاو بحثونه کوي چې دواړه لوري پر افغانستان دواکمنو طالبانو څخه امنیتي اندېښنې هم لري. اسلام‌اباد په وار وار نیوکې کړي چې طالبانو د ترهګرو ډلو د ملاتړ او ورته د پناه ورکولو له امله د سیمې امنیت له ګواښ سره مخ کړی دی.

د امریکا په ګرینډ کینین پارک کې اور لا هم بل دی او تر دې دمه یې زرګونه جریبه ځمکه سوځولې

۱۲ زمری ۱۴۰۴ - ۳ اګست ۲۰۲۵، ۰۴:۳۲ GMT+۱
د امریکا په ګرینډ کینین پارک کې اور لا هم بل دی او تر دې دمه یې زرګونه جریبه ځمکه سوځولې
100%

امریکایۍ رسنۍ وايي چې د اریزونا ایالت په ګرینډ کینین ملي پارک کې ځنګلي اور له یوې میاشتې راهیسې بل دی او لا هم په شدت سره دوام لري. دا د روان کال تر ټولو لوی اور بلل شوی دی.

نیویارک ټایمز ورځپاڼې یک‌شنبه (زمری ۱۱مه) لیکلي، ې د ډریګن براوو اور چې په ګرینډ دره کې د سختې وچکالۍ او وچ موسم له امله بل شوی چې تر دې دمه یې تر ۱۱۴ زرو جریبو ډېر ځنګلونه سوځولي او یوازې ۱۱ سلنه اور کنټرول شوی دی.

دغه اور ګرېنډ کنین لوژ، سېلانیانو مرکز او مېلمنو کوټو په ګډون د پارک په شمالي څنډه کې ډېرې ودانۍ ویجاړې کړې دي.

اوروژونکي لګیا دي چې کنټرول یې کړي، خو تر اوسه نه دي بریالي شوي. د پارک شمالي او سوېلي څنډو تر منځ لارې تړل شوي، خو د سوېلي څنډې یوه لاره د سېلانیانو لپاره خلاصه ده.