• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

وسله والو په ننګرهار کې د «زیبا» په نامه یوه روغتیاپاله وژلې ده

۱۲ زمری ۱۴۰۴ - ۳ اګست ۲۰۲۵، ۱۵:۴۷ GMT+۱تازه شوی: ۱۲ زمری ۱۴۰۴ - ۳ اګست ۲۰۲۵، ۱۶:۵۸ GMT+۱

په ننګرهار کې ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل چې نن سهار په جلال اباد ښار کې وسله والو د طالبانو امنیه قوماندانۍ ته څېرمه د زیبا په نامه یوه روغتیا پاله په ډزو وژلې ده. کورنۍ یې هم تاییدوي چې پر نوموړې له کور څخه د دندې پر لور د تګ پرمهال ډزې شوې دي.

د وژل شوې روغتیا پالې کورنۍ یوه غړي نن یکشنبه د زمري ۱۱مه پر خپل فېسبوک ولیکل، چې « ترور مې نن سهار له دندې وړاندې د کلام الله تلاوت وکړ او وسله والو دندې ته د تللو پرمهال د عملې موټر کې ووژله».

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل چې دا برید د دریو مخ پټو وسله والو له خوا شوی دی چې پر موټرسایکل سپاره ول.

سرچینو وویل:« له کور سره نژدې درې وسله وال چې پر موټرسایکل سپاره ول موټر دروي او د ډرایور پر سر تومانچه ږدي او وروسته پر زیبا پرله پسې ډزې کوي او ځای پر ځای یې وژني.»

د معلوماتو له مخې، وژل شوې روغتیا پالې له تېرو پنځلسو کالو راهیسې د ننګرهار په بېلابېلو روغتیايي مرکزونو کې د نرسې په توګه کار کړی دی.

په ننګرهار کې د طالبانو امنیتي مسوولینو د پېښې په اړه چوپتیا غوره کړې ده.

د طالبانو په راتګ سره دې ډلې مېرمنې له کار کولو منع کړې دي، خو یوازې روغتیا پالې اوس هم دندو ته د تګ اجازه لري.

طالبانو د کندهار په ګډون په ګڼو ولایتونو کې پر ښځیته ډاکټرانو او روغتیا پالانو محدودیتونه لګولي دي او له محرم پرته یې دندو ته نه پرېږدي.

ترویج لرونکی

راپور: روسان له ۳۷ کلونو وروسته افغانستان ته د پوځي همکارۍ له لارې بېرته راستانه شو
۱

راپور: روسان له ۳۷ کلونو وروسته افغانستان ته د پوځي همکارۍ له لارې بېرته راستانه شو

۲

طالبان وایي څلورو ولایتونو کې یې ۱۳ کسان د جنايي جرمونو په تور نیولي

۳

ندیم امیري؛ افغاني‌الاصله فوټبالر چې جرمني یې له ماتې وژغورله څوک دی؟

۴

په سویس کې د امریکا او ایران د خبرو اترو لومړی پړاو پای ته رسېدلی

۵

خرم: د اپسټین قضیه او د سپینې ماڼۍ داخلي چارو په اړه نوی کتاب ښايي سیاسي بحث بیا تود کړي

•
•
•

نور کیسې

د طالبانو د ننګرهار خارجه رییس د جنسي اړیکې ويډیو له امله له دندې ګوښه شوی

۱۲ زمری ۱۴۰۴ - ۳ اګست ۲۰۲۵، ۱۳:۵۹ GMT+۱
•
عبدالحق عمري
د طالبانو د ننګرهار خارجه رییس د جنسي اړیکې ويډیو له امله له دندې ګوښه شوی
100%

په ننکرهار کې د طالبانو د خارجه چارو رییس مولوي فضل الهادي احمد چې په مولوي احمد مشهور دی، د انلاین جنسي اړیکې د ویډیو له امله له دندې ګوښه شوی دی. افغانستان انټرنشنل د نوموړي ویډیو ترلاسه کړې ده. طالبانو نن د ننګرهار د ګوښه شوي خارجه رییس پرځای جان محمد انقلابي معرفي کړ.

په ترلاسه شوې ویډیو کې ښکاري، چې د طالبانو د ننګرهار د خارجه چارو ګوښه شوی رییس مولوي فضل الهادي په تختخواب کې پروت دی او په یوه ویډیويي کال کې پر خپله لوڅه کړې تناسلي اله لاسونه وهي.

له دې ويډیو څخه د طالبانو ځینې مشران خبر شوي او د نوموړي د ګوښه کولو پرېکړه یې کړې ده.

د طالبانو د ننګرهار ولایت مقام د رسنیو دفتر اعلان وکړ، چې د ولایت دفتر رییس شاهد نوراني له لوري د ننګرهار د خارجه چارو نوی رییس مولوي جان محمد انقلابي مسوولینو ته ور وپېژندل شو.

100%

په دغو مراسمو کې ګوښه شوي رییس مولوي فضل الهادي احمد هم حضور درلود.

د طالبانو د ننګرهار ولایت مقام په اعلامیه کې لیکل شوي، چې شاهد نوراني د پخواني ګوښه شوي رییس مولوي فضل الهادي احمد د کړنو ستاینه کړې ده.

خو افغانستان انټرنشنل ته د طالبانو سرچینې وايي، چې نوموړی د اداري معمول له مخې له دندې نه دی ګوښه شوی، بلکې د ویډیو له خپرېدو وروسته پرېکړه وشوه، چې نوموړی له ننګرهار څخه تبدیل او په پکتیا کې د برېښنا رییس وټاکل شي.

دوه کاله وړاندې افغانستان انټرنشنل یوه ویډیو ترلاسه کړه، چې د کابل د برېښنا شرکت رییس ملا احمد له خپل ساتونکي سره په بستره کې د څملاستلو په حالت کې ښيي.

د دې ویډیو له خپرېدو درې ورځې وروسته د زمري پر ۳۱مه طالبانو ملا احمد اخوند کندهار ته وغوښت، خو وروسته د نوموړي دا تګ «کورنۍ ستونزه» وبلل شوه.

د طالبانو نظامي محکمې تېره میاشت ملا احمد ته "له خپل ساتونکي سره د څملاستو" له قضیې برائت ورکړ.

طالبان له تېرو څو کلونو راهیسې د افغانستان په مختلفو ولایتونو کې خلک د مختلفو جرمونو په تېره د غلا، زنا او لواطت په تور په دُرو وهي، خو د دې ډلې مختلف چارواکي د کابل او کندهار په ګډون په مختلفو ولایتونو کې په ورته تورونو نیول شوي مګر تر اوسه یوه ته هم سزا نه ده ور کړل شوې.

د طالبانو منتقدان دا په دې ډله کې له شرعي احکامو نه د ځان او نورو لپاره دوه ګونی تفسیر او چلند ګڼي.

ګوترېش: د افغانستان خلک د سولې، ثبات او ښه راتلونکي مستحق دي

۱۲ زمری ۱۴۰۴ - ۳ اګست ۲۰۲۵، ۱۱:۵۸ GMT+۱
ګوترېش: د افغانستان خلک د سولې، ثبات او ښه راتلونکي مستحق دي
100%

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش د منځنۍ اسیا او افغانستان لپاره په قزاقستان کې د ملګرو ملتونو د دوامداره پرمختګ د موخو سیمه ییز مرکز د پرانېستنې پرمهال ویلي، چې افغانستان تر بل هر وخت اوس سیمه ییز او نړیوال ملاتړ ته بیړنۍ اړتیا لري.

انتونیو ګوترېش په قزاقتسان کې د منځنۍ اسیا او افغانستان لپاره د دوامداره پرمختګ د موخو مرکز د پرانېستغونډې پرمهال ویلي، چې دا مرکز د سیمې د دوامدارو پراختیايي موخو پر لور د ګډ سفر لپاره د یو نوي فصل استازیتوب کوي.

ګوترېش ویلي، چې افغانستان د سیمې او نړۍ ملاتړ ته اړتیا لري.

نوموړي ویلي، چې د افغانستان خلک له پراخې بې وزلۍ نیولې، تر ډله ییزې بې ځایه کېدو، زلزلو، د اقلیم بدلون او بحراني بشري وضعیت پورې له ډېرو ستونزو سره مخ دي.

ګوترېش زیاتوي:« د افغانستان خلک د سولې، ثبات او ښه راتلونکي مستحق دي او زه په دې وروستیو کې له افغانستان سره د قزاقستان د پراختیايي همکارۍ ډېره مننه کوم.»

ګوترش ټینګار کړی، چې دغه مرکز به له سیمه ییزو او نړیوالو شریکانو سره یو ځای د افغانستان د بشري اړتیاوو، اقتصادي ځان بسیاینې او د ښځو او نجونو د حقونو خوندیتوب لپاره ځانګړې پاملرنه ولري.

طالبانو د ټي ټي پي اړوند یو شمېر کورنۍ له کونړ څخه غزني او زابل ته لېږدولې دي

۱۲ زمری ۱۴۰۴ - ۳ اګست ۲۰۲۵، ۱۰:۲۶ GMT+۱
•
عبدالحق عمري
طالبانو د ټي ټي پي اړوند یو شمېر کورنۍ له کونړ څخه غزني او زابل ته لېږدولې دي
100%

په کونړ کې سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل چې طالبانو له دغه ولایت څخه د تحریک طالبان پاکستان د یو شمېر غړو کورنۍ غزني او زابل ولایتونو ته انتقال کړې دي. د سرچینو په وینا، دغه کورنۍ له خاص کونړ، مروره، ماڼوګۍ، سرکاڼو او دانګام ولسوالیو څخه انتقال شوې دي.

په کونړ کې سرچینو نن یکشنبه، د زمري ۱۱مه، وویل چې له یوې میاشتې راهیسې د کونړ له بېلابېلو ولسوالیو څخه د تحریک طالبان پاکستان د غړو اړوند کورنیو د انتقال بهیر پیل شوی دی.

د معلوماتو له مخې، دغه کورنۍ د طالبانو د یوې ځانګړې کمېتې له خوا له ټي ټي پي سره په همغږۍ په ځانګړو پوځي موټرو کې لېږدول شوې دي.

د کونړ ولایت د خاص کونړ ولسوالۍ ځینو اوسېدوونکو د ټي ټي پي د غړو د کورنیو انتقال تایید کړ او ویې ویل چې زیاتره کورنۍ د خیبر پښتونخوا د باجوړ او مومندو ولسوالیو اړوند دي.

د کونړ یوه ځايي قومي مشر افغانستان انټرنشنل ته وویل:« یوازې د خاص کونړ ولسوالۍ د ولۍ او شالۍ په درو کې د ټي ټي پي شاوخوا ۲۵ کورنۍ اوسېدلې، چې دا ټولې یې انتقال کړې دي.»

د سرچینو په وینا، تر دې دمه د تحریک طالبان پاکستان د دوو مسوولانو کورنۍ لاهم په خاص کونړ ولسوالۍ کې پاتې دي.

سرچینو زیاته کړه، «د ټي ټي پي د ځايي مالي مسوول ملا حیدر او د استخباراتو غړي قاري کامران کورنۍ تر اوسه پورې په خاص کونړ کې دي او تر اوسه نه دي انتقال شوې.»

د ځايي اوسېدونکو په وینا، د ټي ټي پي ځايي مسوولینو له خلکو مرستې او عشر هم ټولول، خو ځايي خلکو په خپله خوښه مرستې ورکولې.

د کونړ سرکاڼو ولسوالۍ د شونګړۍ درې ځینې اوسېدونکي هم تاییدوي چې له دې درې څخه هم د ټي ټي پي ځینې کورنۍ لېږدول شوې دي.

ددې سیمې یوه اوسېدونکي افغانستان انټرنشنل ته وویل، « د جمهوریت پرمهال لږ پټ ګرځېدل خو اوس له وسلو او موټرو سره په سیمه کې ګرځېدل.»

د سرچینو په وینا، د ټي ټي پي یو شمېر کورنۍ چې له خوست او پکتیکا څخه غزني ته انتقال شوې وې، ځینې کسان یې بېرته خوست او پکتیکا ته ستانه شوي دي او نیوکه کوي چې هلته یې د ژوند امکانات ښه نه دي.

له دې وړاندې تېر کال د سلواغې په میاشت کې افغانستان انټرنشنل له خپلو سرچینو خبر ورکړ، چې طالبانو د تحریک طالبان پاکستان اړوند لسګونه کورنۍ په پټه د خوست له ګلان کمپ، شاوخوا کلیو، اسماعیل خېلو ولسوالۍ او د پکتیکا له سرحدي سیمو نه د غزني د کډوالو کمپونو ته انتقال کړې دي.

د طالبانو حکومت ددغو کډوالو د کورنۍ هر غړي ته ۴۰ ډالره میاشتنۍ معاش منلی و.

دا انتقال له ټي ټي پي سره د طالبانو حکومت د یوې هوکړې له مخې ترسره شوی، چې اړوندې کورنۍ او د هغوی غړي به نه بایومټریک کیږي، انځورونه به یې نه اخستل کیږي او هرې کورنۍ ته به میاشتنی معاش او د انتقال او کور د وسایلو لګښتونه ور کول کیږي.

د وزیرستاني بې ځایه شویو کورنیو په انتقال کې یوې ښکیلې سرچینې هغه مهال افغانستان انټرنشنل ته ویلي و، چې « کورنۍ په دې شرط انتقال ته رضامندې شوې، چې د هغوی محرمیت وساتل شي او مالي مرسته ورکړل شي».

د ټي ټي پي جنګیالیو ته په لوګر، میدان وردګو، کندز، او بغلان کې هم د استوګنې وړاندیز شوی و، ځکه په دغو ولایتونو کې د مسید او وزیر قبیلو اړوند خلک اوسېږي، خو هغوی انکار کړی و، ځکه څومره چې دوی له ډیورنډ کرښې نه لرې کیږي، هغومره د جګړې امکانات او اکمالات ورته ستونزمن کیږي.

په غزني کې یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته ویلي و، چې « قره باغ ته یوازې د عادي جنګیالیو کورنۍ لېږدول شوې، د قوماندانانو کورنۍ یې په کابل او لویو ښارونو کې اوسيږي».

د طالبانو حکومت او د پاکستاني طالبانو غورځنګ غزني او زابل ته له کونړ نه د جنګیالیو د کورنیو د انتقال په تړاو تر اوسه څه نه دي ویلي.

د پاکستان د طالبانو تحریک د غړو د انتقال په تړاو دا رپوټونه داسې مهال دي، چې د طالبانو حکومت د پاکستاني جنګیالیو په تړاو د اسلام اباد تر فشار لاندې دي.

طالبان: په تېره یوه میاشت کې تر ۴ زرو ډېرو بهرمېشتو افغانانو د تابعیت تذکرې ترلاسه کړې

۱۲ زمری ۱۴۰۴ - ۳ اګست ۲۰۲۵، ۰۸:۲۷ GMT+۱
طالبان: په تېره یوه میاشت کې تر  ۴ زرو ډېرو بهرمېشتو افغانانو د تابعیت تذکرې ترلاسه کړې
100%

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان د احصایي او معلوماتو ملي ادارې خبر ورکړی چې په تېره چنګاښ میاشت کې ۴ زره او ۴۶ بهرمېشتو افغانانو ته یې له فزیکي حضور پرته د تابیعت تذکرې ورکړې دي.

نوموړې ادارې نن (یک‌شنبه، زمري ۱۲مه) پر خپله اېکس‌پاڼه کې لیکلي، په ورکړل شویو تذکرو کې نوې، مثنی او هغه تذکرې شاملي دي چې بیا ځلي اصلاح شوي دي.

د احصاییې او معلوماتو ادارې په وینا، په تېره یوه میاشت کې یې په کابل کې نږدې ۱۴ زره کسانو د تذکرې د ورکړې، اصلاح او نور اړوند خدمتونه هم وړاندې کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې ځینو کسانو د تذکرو د وېش پرمهال د دغې ادارې د اړوندو مامورینو د بې‌پروايۍ له امله په دغه مهم سند کې د تیروتنو په اړه شکایتونه کړي وو.

طالبانو په میدان وردګ کې د «شهر نو» په نوم د یوه ښارګوټي ځمکه دولتي اعلان کړه

۱۲ زمری ۱۴۰۴ - ۳ اګست ۲۰۲۵، ۰۷:۲۱ GMT+۱
طالبانو په میدان وردګ کې د «شهر نو» په نوم د یوه ښارګوټي ځمکه دولتي اعلان کړه
100%

د طالبانو عدلیې وزارت اعلان کړی چې د دغې ډلې یوې ځانګړې محکمې د ځمکو قضیو ته د رسېدنې په لړ کې د په میدان وردګ ولایت کې د «شهر نو» په نوم د یوه ښارګوټي ۸۸۵ جریبه ځمکه دولتي اعلان کړې ده. د طالبانو په وینا، دا ځمکه د همدې ولایت په مرکز کې پرته ده.

د یاد وزارت په خبرپانه کې یک‌شنبه (زمري ۱۲مه) راغلي چې د دغې ډلې د ځمکو د غصب څخه د مخنیوي او غصب‌شویو ځمکو د استرداد قانون د ۱۷مې مادې له مخې یاده پرېکړه شوې ده. طالبانو ویلي، د دوی ځمکو غصب مخنیوي کمېسیون مسوولیت لري چې له زورواکو او غاصبینو څخه دولتي ځمکې وژغوري.

پر کابل واکمنه ډله زیاتوي، د هېواد په څلورو ولایتونو کې یې یاد کمېسیون فعالیت او تخنیکي پلاوي یې په بېلابېلو سیمو کې د ځمکو د تشخیص مسوولیتونه لري. طالبانو تر دې مخکې په کابل کې هم د یو شمېر ښارګوټو ځمکې دولتي‌ اعلان کړې وې چې یو یې هم په دې وروستیو کې د پغمان سیمې اړوند د ملا عزت ښارګوټی و.

طالبان داسې مهال د ځمکو د غصب مخنیوي په تړاو ادعاوې کوي چې اندېښنې شته د همدې ډلې اړوند سیمه‌ییزو قوماندانانو په بېلابېلو ولایتونو کې دولتي او نادولتي ځمکې په زوره نیولي او ان ځینو په کې ودانۍ او باغونه هم جوړ کړي دي. د مخکېني جمهوري نظام پر مهال هم لوړ پوړي دولتي چارواکي، سیمه‌ییز زورواکي او ان د ملي شورا غړي د ځمکو په غصب کې ښکېل وو.

باورونه دا دي چې افغانستان کې دولتي ځمکې په خورا تخنیکي او سېسټماټیک ډول غصب شوي او دا لړۍ د طالبانو په اوسنۍ واکمنۍ کې هم په مختلفو ډولونو روانه ده. په یو شمېر ولایتونو کې د طالبانو له لوري د ښارګوټو له دولتي کېدو وروسته خلک شکایتونه کوي چې تر اوسه هم ورته بدیلونه نه دي وړاندې شوي او باید د دوی د ملکیتونو برخلیک معلوم شي.