• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان وايي هره ورځ افغانستان ته د سلګونو کورنیو د ستنېدو لړۍ روانه ده

۱۲ زمری ۱۴۰۴ - ۳ اګست ۲۰۲۵، ۰۶:۴۵ GMT+۱

د کډوالو ستونزو ته د طالبانو د رسېدنې کمېسیون وايي چې پرون (شنبه، زمري ۱۱مه) له ایران او پاکستانه څه باندې څلور زره کسان افغانستان راستانه شوي دي.

د طالبانو د ویاند مرستیال احمدالله فطرت نن (یکشنبه، مري ۱۲مه) د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېسیون د ورځني راپور په خپرولو سره ویلي چې له راستانه شویو کسانو سره مرستې هم شوي دي.

په راپور کې همدا راز راغلي چې ستانه شوي ټول کسان په زور له یادو هېوادونو اېستل شوي دي.

د ملګرو ملتونو، نړۍوالې ټولنې او د طالبانو له پرله‌پسې غوښتونو سره سره ایران او پاکستان افغانستان د کډوالو د ستنولو لړۍ جاري ساتلې ده.

ترویج لرونکی

راپور: روسان له ۳۷ کلونو وروسته افغانستان ته د پوځي همکارۍ له لارې بېرته راستانه شو
۱

راپور: روسان له ۳۷ کلونو وروسته افغانستان ته د پوځي همکارۍ له لارې بېرته راستانه شو

۲

طالبان وایي څلورو ولایتونو کې یې ۱۳ کسان د جنايي جرمونو په تور نیولي

۳

ندیم امیري؛ افغاني‌الاصله فوټبالر چې جرمني یې له ماتې وژغورله څوک دی؟

۴

په سویس کې د امریکا او ایران د خبرو اترو لومړی پړاو پای ته رسېدلی

۵

خرم: د اپسټین قضیه او د سپینې ماڼۍ داخلي چارو په اړه نوی کتاب ښايي سیاسي بحث بیا تود کړي

•
•
•

نور کیسې

افغانستان په نړۍ کې د هغو هېوادونو په کتار کې دی چې خلک یې له لوږې کړېږي

۱۲ زمری ۱۴۰۴ - ۳ اګست ۲۰۲۵، ۰۶:۲۹ GMT+۱
افغانستان په نړۍ کې د هغو هېوادونو په کتار کې دی چې خلک یې له لوږې کړېږي
100%

د خوړو نړۍوال پروګرام (WFP) وایي، افغانستان د هغو هېوادنو په کتار کې دی چې د لوږې له جدي ناورین سره مخامخ دی. د دغه بنسټ په خبره، په افغانستان کې له هرو پنځو کسانو یو یې په دې نه پوهېږي چې خواړه به له کوم درکه پیدا کوي.

د خوړو نړۍوال پروګرام د افغانستان دفتر زباته کړې چې دغه وضعیت د اوږدو جګړو، اقتصادي کړکېچ، فقر، بې‌وزلۍ، وچکالۍ او ناببره طبیعي افتونو له کبله رامنځته شوی دی.

د یاد پروګرام د معلوماتو له مخې، په ۲۰۲۵ کال کې درې نیم مېلیونه ماشومان چې عمرونه یې له پنځو کلونو کم دي، له خوار ځواکۍ سره مخامخ دي چې دا د تېرکال پرتله د پام وړ زیاتوالی ښیي.

ورته مهال، ډبیلو اف پي ویلي چې څه باندې یو مېلیون طي خواره ماشومان او مېندۍ له خوارځواکۍ کړېږي چې باید له ځنډ پرته یې لاسنیوی وشي.

د خوړو نړۍوال پروګرام ویلي چې په افغانستان د بېلابېلو کړکیچونو ډېری زیان افغان کمکیو ماشومانو او ښځو ته رسېږي، نو له همدې کبله له دوی سره مرستې یې په لومړیتوب کې دي.

د پخواني افغان چارواکي خبرداری؛ امریکا کې کشف شوی بم د طالبانو له هغې سره ورته‌والی لري

۱۲ زمری ۱۴۰۴ - ۳ اګست ۲۰۲۵، ۰۶:۲۳ GMT+۱
د پخواني افغان چارواکي خبرداری؛ امریکا کې کشف شوی بم د طالبانو له هغې سره ورته‌والی لري
100%

د افغانستان مخکېني جمهوري نظام د کورنیو چارو وزارت د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې پخواني رییس د امریکا په کلفرونیا ایالت کې تازه نیول شوی بم د طالبانو له هغې سره ورته بللی دی. د هغه په وینا، د طالبانو غړي د دغه ډول بمونو جوړېدو کې مهارت لري.

بسم الله تابان پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، دا ماین د امریکا د امنیتي ځواکونو له‌خوا کشف او شنډ شوی دی. نوموړي چې له طالبانو سره د مبارزې او بم‌شنډونې په برخه کې څو کلنه تجربه لري، ټینګار کړی چې د بم جوړښت، بسته‌بندي او په‌کې کارول شوي توکي کټ مټ د طالبانو هغو سره ورته دي.

نوموړي پخواني افغان چارواکي زیاته کړې: «طالبانو به دا ډول بمونه په ښاري ترهګریزو بریدونو کې کارول، چې هدف یې د انسانانو ګڼه‌ګوڼه وه. دا بمونه اکثراً د پرله‌پسې بریدونو لپاره جوړېدل چې دوه یا درې چاودنې به په یوه ځای کې، د لنډ وخت په واټن کې ترسره کېدې».

هغه همداراز یو شمېر مشخصې پېښې یادې کړي چې پکې له ورته بمونو څخه کار اخیستل شوی و. نوموړي ویلي د کابل په لوېدیځه برخه کې پر سیدالشهدا ښوونځي برید، د دهمزنګ په څلور لارې کې د روښنايې غورځنګ پر عدالت غوښتونکو برید او د افغان فعال سالم ایزدیار د جنازې پر مراسمو کې کارول شوي بمي توکي امریکا کې د نیول شوي بم سره ورته ښدول شوي دي.

تابان یوه پوښتنه او امنیتي اندېښنه هم مطرح کړې ده،‌ هغه لیکلي: «د طالبانو بم‌جوړونکي انجنیران چې کله کله د داعش خراسان تر نوم لاندې هم یادېږي،څنګه توانېدلي چې ځان امریکا ته ورسوي؟»

نوموړي خبرداری ورکړی چې نړۍواله ټولنه باید د افراطیت او ترهګرۍ د زیاتېدونکي ګواښ پر وړاندې چوپه پاتې نه شي، ځکه دا چاره د تېرو تېروتنو تکرار دی.

د امریکایي فاکس نیوز د راپور له‌مخې، د اګسټ په لومړۍ نېټه د کلفرونیا ایالت د سمندر پر غاړه د یو کور په ګودام کې ګډو امنیتي‌ ادارو دغه چاودېدونکي توکي موندلي او یو شمېر وګړي هم په دغه پېښه کې د لاس لرلو په تور نیول شوي دي.

دغه رسنۍ زیاته کړې چې په دې تړاو یې نیول شوي کس څخه په څېړنو کې په ډاګه شوی چې د داعش-خراسان وسله‌والې ډلې غړی دی او ورسره اړیکې هم لري.

یونیسف وايي په افغانستان کې د نجونو د زده‌کړې لپاره ټولنیز «ولسي» ټولګي مهم رول لري

۱۲ زمری ۱۴۰۴ - ۳ اګست ۲۰۲۵، ۰۵:۳۹ GMT+۱
یونیسف وايي په افغانستان کې د نجونو د زده‌کړې لپاره ټولنیز «ولسي» ټولګي مهم رول لري
100%

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق یا یونیسف وايي، د افغانستان په لرو پرتو سیمو کې هغه روزنیز ټولګي چې په خپله د خلکو له‌خوا جوړ شوي، په زده‌کړو کې مهمه ونډه لري او دوی یې ملاتړ کوي.

په افغانستان کې د دغه صندوق د استازي مرستیالې انډریا تازه په اېکس‌پاڼه کې لیکي، په بامیان ولایت کې یې له هغو روزنیزو ټولیګو لیدنه کړې چې د تدریس چارې یې د ښځینه ښوونکو له لوري پرمخ وړل کېږي.

نوموړې زیاته کړې، دا ډول ټولنیز او ولسي روزنیز ټولګي چې د نجونو په زده‌کړو کې حیاتي رول لري، هغه مهال اغیزمن تمامېدای شي چې ښځینه ښوونکې موجودې وي. اغلې انډریا همداراز ویلي ویاړي چې له نړۍوالو شریکانو سره په ګډه د دا ډول ښځینه ښوونکو ملاتړ ته دوام ورکوي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو په افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پرمخ د ښوونځیو دروازې تړلي چې له کبله په کور دننه او بهر له دوامدره نیوکو سره مخ دي او د ملامتۍ ګوته هم نیول ورته نیول کېږي چې نجونې یې د زده‌کړې له بنسټیزو حقونو راګرځولې دي.

دوو ګانډویانو کې ایسار طالبان؛ پاکستان او ایران د سیمې د امنیت په تړاو همغږي وکړه

۱۲ زمری ۱۴۰۴ - ۳ اګست ۲۰۲۵، ۰۵:۲۶ GMT+۱
دوو ګانډویانو کې ایسار طالبان؛ پاکستان او ایران د سیمې د امنیت په تړاو همغږي وکړه
100%

د پاکستاني رسنيو د راپورونو له مخې، د ایران او پاکستان د دفاع وزيرانو پرون (شنبه، زمري ۱۱مه) په اسلام‌اباد کې د يوه رسمي ملاقات پر مهال ژمنه کړې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ به د دفاعي همکاريو پراخولو ته دوام ورکوي او د سيمې د سولې او ثبات لپاره به ګډ کار کوي.

په دې لیدنه کې، د ايران د دفاع وزیر سرتېپ عزيز ناصرزاده له خپل پاکستاني سيال خواجه محمداصف سره د دوه‌اړخيزو او سيمه‌ييزو موضوعاتو په اړه خبرې کړې دي.

د پاکستان د دفاع وزارت په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې دواړو خواوو د ګډې لېوالتیا پر بنسټ د سیمه‌ییز امنیتي وضعیت ارزونې، ترهګرۍ سره د مبارزې او د دفاعي همکاریانو د پراختیا په تړاو سلا-مشورې کړې دي.

دواړو وزيرانو يو ځل بيا ژمنه کړې چې د ایران او پاکستان ترمنځ به خپلې اړيکې لا پياوړې کړي. د پاکستان دفاع وزارت لیکلي: «خواجه اصف د ايران د پرله‌پسې رغنده تعامل قدرداني وکړه او څرګنده یې کړه چې دفاعي ډېپلوماسي د ګډو امنيتي ګواښونو په حل کې مهم رول لري».

سرتېپ ناصرزاده ویلي چې تهران له اسلام‌اباد سره د دفاعي اړيکو د لا پياوړتيا هوډ لري. هغه زياته کړه: «ایران غواړي چې له پاکستان سره د متقابل درناوي پر بنسټ د ګډو ارزښتونو او اعتماد لا قوي کېدو اړوند همکارۍ وکړي». دواړه لوریو په راتلونکي کې د دفاع اړیکو پر ډېرېدو خوښي ښودلې او ژمنې یې کړي چې د سیمې امنیت او ثبات لپاره به په ګډه کار کوي.

ایران او پاکستان داسې مهال د سیمې په تړاو بحثونه کوي چې دواړه لوري پر افغانستان دواکمنو طالبانو څخه امنیتي اندېښنې هم لري. اسلام‌اباد په وار وار نیوکې کړي چې طالبانو د ترهګرو ډلو د ملاتړ او ورته د پناه ورکولو له امله د سیمې امنیت له ګواښ سره مخ کړی دی.

د منځنۍ اسیا د کلتوري تبادلو په سفر وتلې د ګرځندویانو یوه ډله افغانستان ته رسېدلې

۱۲ زمری ۱۴۰۴ - ۳ اګست ۲۰۲۵، ۰۴:۴۸ GMT+۱
د منځنۍ اسیا د کلتوري تبادلو په سفر وتلې د ګرځندویانو یوه ډله افغانستان ته رسېدلې
100%

په ننګرهار کې د‌ طالبانو ولایت مقام رسنیز دفتر خبر ورکړی چې منځنۍ اسیا ته د د اړیکو پراختیا او کلتوري تبادلو په موخه د تلونکو ګرځندویانو یوه ډله د تورخم له لارې افغانستان ته رسېدلې ده. په دې ۱۶ کسیزه ډله کې د بېلابېلو هېوادونو ګرځندویان شامل دي.

طـالبان وایي، د دغو ګرځندویانو د سفر یوه موخه افغانستان هم دی، څو هلته د کلتوري تبادلو او امن افغانستان انځور نندارې ته وړاندې کړي. ویل کېږي تر افغانستان وروسته دا ډله تاجکستان ته سفرونه کوي او ټول‌ټال به ۲۳ ورځې په بېلابېلو هېوادونو کې تېرې کړي.

طالبانو همداراز ویلي چې د دوی په واکمنېدو سره د افغانستان تاریخي، طبیعي ښکلا لرونکو او فرهنګي سیمو ته د بهرنیو ګرځندویانو سفرونه ډېر شوي دي. پر افغانستان دا واکمنه ډله داسې مهال دا ادعا کوي چې نیوکې کېږي دوی خپله بهرنیو یوټیوبرانو، ګرځندویانو او د خواله رسنیو فعالانو ته بلنې ورکوي، څو د افغانستان د ډاډمن امنیت په تړاو دغه هېواد ته سفر وکړي او خلکو ته مالومات وړاندې کړي.

سره له دې چې طالبانو د امنیت ټینګښت دعوې کوي،‌ خو بیا هم بهرنیو سېلانیانو ته امنیتي پروټوکولونه ورکوي او د احتمالي امنیتي اندېښنو له کبله یې ان ځینو ته د ګرځېدو لپاره ساتونکي هم ورکړي دي. څه موده مخکې د افغانستان انټرنشنل موندنو په ډاګه کړې وه چې طالبانو هغو چینایي سېلانیانو ته چې امنیتي وضعیت یې د ډاډ وړ بللو هم ساتونکي ورکړي وو.

د تبلیغاتي کارپوهانو په وینا، طالبان د خواله رسنیو لرونکو سېلانیانو څخه خپلې ډلې ته د مثبتې پروپاګنډې د یوې الې په توګه کار اخلي او د امنیت دروغجنې دعوې پرې تبلیغوي. نږدې دوه کاله وړاندې په بامیانو کې هسپانوي سېلانیان د ناڅرګندو وسله‌والو له لوري ووژل شول او هغې راورسته د بهرنیو سېلانیانو په شمېر کې کموالی هم راغلی دی.

د امریکا په ګډون یو شمېر هېوادونو له خپلو وګړو غوښتي چې افغانستان اوس مهال باثباته او د ښه امنیت لرونکی هېواد نه‌دی او وګړي یې باید له ورتګ څخه ډډه وکړي.