• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د نورستان په یوه کان کې د چاودنې له امله یو تن مړ او ۷ نور ټپیان دي

۱۵ زمری ۱۴۰۴ - ۶ اګست ۲۰۲۵، ۱۲:۳۸ GMT+۱تازه شوی: ۱۵ زمری ۱۴۰۴ - ۶ اګست ۲۰۲۵، ۱۳:۴۶ GMT+۱

د نورستان ولایت په دواب ولسوالۍ کې د کان کیندنې پر مهال د چاودنې له امله یو تن کان‌کېندونکی مړ شوی او اووه نور ټپیان دي. دغه پېښه نن سهار د ماوې غره په یوه کان کې د غره سوري کولو لپاره د چاودېدونکو توکو د چمتو کولو پرمهال شوې.

د طالبانو د نورستان امنیه قوماندانۍ د اعلامیې له مخې، پولیس سملاسي د پېښې ځای ته رسېدلي او ټپیان یې د دواب ولسوالۍ روغتون ته انتقال کړي دي. طالب چارواکي وایي چې د ټپیانو روغتیايي حالت د ډاډ وړ دی او تر درملنې لاندې دي.

په پېښه کې وژل شوی کس ښایسته ګل نومېږي چې د کونړ ولایت د مرورې ولسوالۍ اوسېدونکی و.

ټپیان هم د کونړ ولایت له بېلابېلو سیمو، چپې درې، ماڼوګي، شیګل او مرورې ولسوالۍ څخه دي، چې په ماوې غر کې د معدن په کیندنه بوخت وو.

که څه هم د نورستان طالب چارواکي د کان د قانوني وضعیت په اړه څه نه‌دي ویلي، خو سیمه‌ییزې سرچینې وايي چې په دغه ولایت او ګاونډي کونړ کې د غیر قانوني او غیر معیاري کان‌کیندنو لړۍ له کلونو راهیسې روانه ده.

ترویج لرونکی

راپور: روسان له ۳۷ کلونو وروسته افغانستان ته د پوځي همکارۍ له لارې بېرته راستانه شو
۱

راپور: روسان له ۳۷ کلونو وروسته افغانستان ته د پوځي همکارۍ له لارې بېرته راستانه شو

۲

طالبان وایي څلورو ولایتونو کې یې ۱۳ کسان د جنايي جرمونو په تور نیولي

۳

ندیم امیري؛ افغاني‌الاصله فوټبالر چې جرمني یې له ماتې وژغورله څوک دی؟

۴

له وفادار جنګیالي تر سرغړوونکي قوماندان؛ د طالبانو مشر د جمعه فاتح د ځپلو امر کړی

۵

د غزني له درو، شپونکی ماشوم د کوپنهاګن د زړه ډاکټر شو

•
•
•

نور کیسې

برېښنا شرکت د کاسا ۱۰۰۰ پروژې د هندي قراردادي کمپنۍ له چارو شکایت کړی

۱۵ زمری ۱۴۰۴ - ۶ اګست ۲۰۲۵، ۱۲:۳۵ GMT+۱
برېښنا شرکت د کاسا ۱۰۰۰ پروژې د هندي قراردادي کمپنۍ له چارو شکایت کړی
100%

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان برېښنا شرکت رییس ویلي چې له کندز نه تر ننګرهاره د ټولو ۷ولایتونو په ۳۵ ولسوالیو کې د کاسا-۱۰۰۰پروژې اړوند د استملاک او ځانګړو شویو ساحو چارې د افغانستان برېښنا شرکت له داخلي بودجې بشپړې شوې دي. نوموړي د پروژې له قراردادي هندۍ کمپنۍ نه شکایت کړی.

د طالبانو د برېښنا لوی ریاست د چارشنبې په ورځ (د زمري ۱۵مه) ویلي، چې د برېښنا شرکت عمومي اجرایوي ریس د قرغیزستان سفیر سره کابل کې خپل کاري دفتر کې لیدلي‌ او د کاسا-۱۰۰۰ پروژې تخنیکي اړخونو، ستونزو، حل لارو او تر سره شویو څو اړخیزو ناستو په اړه یې خبرې کړې دي.

نوموړي د دې پروژې له قراردادي هندۍ کمپنۍ شکایت کړی چې د یادې پروژې چارې په چټک ډول پر مخ نه وړي.

یاد ریاست زیاتوي چې عمر د قرغیزستان هېواد سفیر ته ډاډ ورکړ چې د کاسا-۱۰۰۰ پروژې اړوند قراردادي هندي کمپنۍ سره یې په دې اړه هم ناستې کړې او په راتلونکو ناستو کې به، چې د افغانستان برېښنا شرکت رهبرۍ په ګډون ترسره کیږي هر اړخیزې خبرې وکړي، څو ددې پروژې چارې چټکې شي.

د برېښنا ریاست وایي، عمر د قرغیزستان هېواد سفیر ته د افغانستان برېښنا شرکت په نوښت د برېښنا برخو کې د پانګونې د جلب په راتلونکي کنفرانس کې د ګډون بلنه هم ورکړه.

همدا زار عمر د قرغیزستان له سفیر څخه د برېښنا تولید برخو کې د پانګونې غوښتنه کړې ده.

کاسا-۱۰۰۰ له منځنۍ اسیا(قرغیزستان) څخه د تاجکستان او افغانستان له لارو پاکستان ته برېښنا لېږدوي، چې پر ۳۰۰مېګاواټه برېښنا سربېره به یې د ټرانزیټ برخې لګښت هم افغانستان ته ورکول کیږي.

د طالبانو د برېښنا شرکت اجراییه رييس تېره اونۍ د خپلو یو کلنو لاسته راوړنو د تشرېح په پروګرام کې وویل، چې افغانستان ۸۰ سلنه برېښنا د منځنۍ اسیا له هېوادونو او ایران نه راواردوي او اوسمهال د هېواد ۴۰ سلنه نفوس برېښنا ته لاسرسی لري، خو بل خوا هغه هېوادوال چې برېښنا ته لاسرسی لري د برېښنا له دوامداره پرچاویو شکایت کوي.

د ازبکستان ولسمشر د افغان-ټرانس پروژې پر چټک پرمختګ ټینګار کړی

۱۵ زمری ۱۴۰۴ - ۶ اګست ۲۰۲۵، ۱۲:۳۳ GMT+۱
د ازبکستان ولسمشر د افغان-ټرانس پروژې پر چټک پرمختګ ټینګار کړی
100%

د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیا یف په ترکمنستان کې د سیمې د یو شمېر هېوادونو د مشرانو په غونډه کې د افغان-ټرانس ریل لارې پروژې د چټکې پلیتابه غوښتنه کړې ده. هغه دغه پروژه د سیمه‌ییزې اقتصادي پراختیا لپاره حیاتي بللې ده.

میرضایف وویل چې د سیمې د سوداګرۍ او ترانسپورت لپاره به دغه پروژه نوې زیربناوې رامنځته کړي.

میرضیا یف په وچه د ایسارو هېوادونو په تړاو د ملګرو ملتونو په غونډه کې وویل، « موږ د ازبکستان–افغانستان–پاکستان د ریل لارې د جوړولو د چمتووالي او پلي کېدو د چټکولو غوښتنه کوو. دا لاره که د چین-قرغیزستان-ازبکستان له رېل لارې سره، چې اوس جوړېږي، یوځای شي، زموږ په پراخه سیمه کې به د سوداګرۍ او اقتصاد نوې فضا او د دوامداره ترانسپورتي زیربناوو د رامنځته کېدو فرصتونه پرانیزي».

نوموړی دغه راز وویل، چې هېواد یې د منځنۍ لارې پراختیا ته هم لومړیتوب ور کوي.

د افغان-ترانس ریل لارې د امکان سنجونې تړون تېره میاشت طالبانو د عامه فوایدو وزارت، د ازبکستان د ترانسپورت وزارت او د پاکستان د ریل لارې وزارت ترمنځ په کابل کې لاسلیک شو.

د دغه تړون مراسم د درېواړو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په حضور کې ترسره شول.

پاکستاني وزیر اسحاق ډار ویلي چې دغه ریل لاره به د مرکزي اسیا او جنوبي اسیا ترمنځ د مالونو د ترانزیت لپاره نوې لاره برابره کړي او د سیمه‌ییز تجارت او اقتصادي ودې په پراختیا کې به مهم رول ولري.

ملګري ملتونه: پاکستان له ټاکلې نېټې وړاندې د افغانانو جبري ایستل پیل کړل

۱۵ زمری ۱۴۰۴ - ۶ اګست ۲۰۲۵، ۱۲:۰۶ GMT+۱
ملګري ملتونه: پاکستان له ټاکلې نېټې وړاندې د افغانانو جبري ایستل پیل کړل
100%

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ ویلي، پاکستان له ټاکلي ضرب‌الاجل وړاندې، د قانوني اسناد لرونکو افغان کډوالو ایستل پیل کړي دي. د دې ادارې په وینا، دغه اقدام، چې ښايي تر یو میلیون ډېر افغانان اغیزمن کړي، له نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه ده.

د کډوالو عالي کمېشنرۍ د چارشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې د قانوني اسناد لرونکو افغان کډوالو اېستل له نړیوالو ژمنو سره ټکر ګڼلی او پر پاکستان یې غږ کړی، چې جبري ایستنې ودروي او د افغانانو د رضاکارانه، تدریجي او باعزته بېرته ستنولو لپاره بشري دریځ خپل کړي.

که څه هم د پاکستان د کورنیو چارو وزارت له خوا د راجستر شوو کډوالو د بېرته ستنولو رسمي پروسه باید د سپټمبر له لومړۍ وروسته پیل شي، خو رویټرز ته د دغه وزارت یو رسېدلی لارښود ښيي چې دا بهیر پیل شوی دی.

د کډوالو عالي کمېشنرۍ ویاند قیصر خان افریدي ویلي: «یوازې د اګست له لومړۍ تر ۴مې پورې سلګونه قانوني اسناد لرونکي افغانان نیول شوي او افغانستان ته شړل شوي دي».

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت په دې تړاو د رویټرز پوښتنو ته ځواب نه‌دی ویلی.

د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، شاوخوا ۱،۳ میلیونه افغانان د "راجسترېشن کارت" لرونکي دي، او ۷۵۰ زره نور د "افغان سټیزن کارډ" په نوم ثبت دي. زیاتره دا کسان له ۱۹۸۰مو کلونو راهیسې د جګړو له امله پاکستان ته کډه شوي دي.

د کډوالو کمېشنرۍ په اعلامیه کې راغلي، چې «دا ډول پراخه او په بېړه ایستنه کولای شي د افغان کډوالو ژوند او ازادي له ګواښ سره مخ کړي او نه یوازې افغانستان، بلکې ټولې سیمې ته د بې‌ثباتۍ ګواښ پېښ کړي».

پاکستاني چارواکو ویلي چې له ویزې پرته هېڅ افغان ته د پاتې کېدو اجازه نه ور کوي.

د کډوالو ایستلو دا کمپاین د «ناقانونه بهرنیانو د ایستلو پلان» تر چتر لاندې د ۲۰۲۳ کال په وروستیو کې پیل شوی.

پاکستان تل د ترهګریزو بریدونو او نورو جرمونو پړه پر افغان کډوالو ور اچولې، خو د طالبانو حکومت دا تورونه رد کړي او دا ایستنې یې "جبري شړنه" بللې.

د پنجشېر له کانونو په پنځو میاشتو کې ۲۱ میلیونه افغانۍ عواید راټول شوي

۱۵ زمری ۱۴۰۴ - ۶ اګست ۲۰۲۵، ۱۱:۵۹ GMT+۱
د پنجشېر له کانونو په پنځو میاشتو کې  ۲۱ میلیونه افغانۍ عواید راټول شوي
100%

د پنجشېر د کانونو او پټرولیم ریاست چارواکي وایي، د روان هجري لمریز کال په لومړیو پنځو میاشتو کې یې د دغه ولایت له کانونو څه باندې ۲۱میلیونه او ۳۰۵زره افغانۍ عواید راټول کړي دي.

د طالبانو تر واک لاندې د باختر اژانس د چهارشنبې په ورځ (د زمري ۱۵مه) د یاد ریاست د رییس مولوي محمد قاسم امیري له قوله لیکلي، چې تر دې دمه د اتو لویو داوطلبیو له لارې ۳۹زره او ۷۲۶ قیراطه زمرد چې ارزښت یې شاوخوا ۱۶۷ میلیونه افغانۍ کېږي، پلورل شوي دي.

نوموړی زیاتوي، چې تازه په دغه ولایت کې ۲۰۰ د زمردو کانونه ثبت شوي او په ځینو کې یې د استخراج چارې پیل شوې دي.

د پنجشېر ولایت ویاند سیف‌الدین لټون ویلي، چې بهرني سوداګر د پنجشېر قیمتي ډبرو پېر ته ډېره لېوالتیا لري او اوس مهال شاوخوا ۱۵ زره کسان د زمردو کانونو د کیندنې او پروسس په برخه کې په کار بوخت دي.

څه موده مخکې د پنجشېر سیمه ییزو چارواکو ویلي و، چې د دغه ولایت ۳۰ سلنه اوسېدونکي د زمردو په استخراج بوخت دي.

پنجشېر د افغانستان له هغو ولایتونو شمېرل کېږي چې لوړکیفیته زمرد لري.

طالبانو واک ته له رسېدو سره سم په افغانستان کې د تېلو، ګازو، ډبرو سکرو او قیمتي ډبرو د کانونو اېستلو ته پاملرنه زیاته کړې ده.

دغې ډلې په تېرو نږدې څلورو کلونو کې د افغانستان د بېلابېلو کاني زېرمو اېستلو قرادادونه د چین او یو شمېر نورو هېوادونو په ګډون، کورنیو شرکتونو ته هم ورکړي دي.

اندونیزیا دافغان زده کوونکو لپاره د خوړو په برخه کې ۳،۵ مېلیونه ډالر مرسته وکړه

۱۵ زمری ۱۴۰۴ - ۶ اګست ۲۰۲۵، ۱۱:۴۴ GMT+۱
اندونیزیا دافغان زده کوونکو لپاره د خوړو په برخه کې ۳،۵ مېلیونه ډالر مرسته وکړه
100%

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام ویلي، چې د اندونیزیا له خوا شوې مرسته به د افغانستان د ښوونځیو د خوړو د وېش پروګرام د ملاتړ لپاره ډېره ګټوره ثابته شي او زرګونه ماشومانو ته به په ښوونځیو کې خواړه چمتو کړي.

د خوړو نړیوال پروګرام د اندونیزیا له مرستې هرکلی کړی او وايي، په دې پیسو به له ۱۲۰۰ میټریک ټنو زیات بیسکټ واخلي او د درې میاشتو لپاره به د لومړنیو ښوونځیو ۲۰۰ زره هلکانو او نجونو ته د ښوونځي خواړه برابر کړي.

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام په خبرپاڼه کې د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزارت د نړیولې پرمختیايي همکارۍ مشرې رینا ستییاواتي له قوله ویل شوي:« اندونیزیا باور لري، چې زده کړه او مناسب خواړه د ماشومانو د هوساینې او ودې لپاره اړین دي. موږ د خوړو نړیوال پروګرام سره په کډه هڅه کوو، چې د ښوونځیو ماشومانو ته اړین خوراکي مواد ورسوو او هغوی د روښانه راتلونکي لپاره وهڅو.»

پر همدغه مهال د خوړو نړیوال پروګرام ویلي، چې په افغانستان کې د ښوونځینو د خوړو وېش فعالیتونو د زده کوونکو په ګډون، دوام او د زده کړو په پایلو کې مهم رول لوبولی دی.

د خوړو نړیوال پروګرام د معلوماتو له مخې، په ۲۰۲۴ کال کې د دې پروګرام برخه وال لومړني ښوونځي د ۲۰۲۳ کال په پرتله نږدې ۱۱ سلنه زیات زده کوونکي ثبت کړي دي.

د افغانستان لپاره د خوړو نړیوال پروګرام مرستیال موتینتا چیموکا وویل:«د خوړو نړیوال پروګرام په ښوونځیو کې د خوړو پروګرام دوه لسیزي وړاندې پیل کړ، څو د خوړو امنیت او ښه تغذیه له زده کړې سره وتړي. د ډېرو ماشومانو لپاره هغه ورځني خوراکي مواد چې دوی یې د درسونو په لومړۍ وقفه کې ترلاسه کوي، ښايي د ورځې یوازیني مغذي خواړه وي، چې دوی ته روغتیا، تمرکز او د زده کړې چمتووالی ورکوي.»

د خوړو نړیوال پروګرام ویلي، چې په ۲۰۲۴ کال کې یې د افغانستان په اتو هغو ولایتونو کې چې د خوړو له جدي کمښت سره مخ دي ۱،۳ میلیونه زده کوونکو ته د خوړو د وېش له لارې خواړه برابر کړي وو.