• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

نوې نظرپوښتنه؛ ډېری اوکراینیان له روسیې سره د خبرو له لارې د جګړې پای ته رسېدل غواړي

۱۶ زمری ۱۴۰۴ - ۷ اګست ۲۰۲۵، ۰۹:۳۷ GMT+۱

د ګالپ موسسې د یوې نوې نظرپوښتنې له‌مخې؛ د اوکراینیانو یوه لویه برخه اوس له روسیې سره د خبرو اترو له لارې د جګړې له پای ته رسولو ملاتړ کوي. دا په داسې حال کې ده، چې په ۲۰۲۲ کال کې ډېریو اوکراینیانو تر بریا پورې د جګړې د دوام غوښتنه لرله.

یوازې شاوخوا یو پر څلورمه برخه خلک فکر کوي، چې جګړه به په راتلونکي کال کې پای ته ورسېږي. د اوکراین د جګړې د دوام ملاتړ د ټولو سیمو او خلکو په منځ کې کم شوی دی.

د اسوشیټېډپرېس خبري اژنس د راپور له‌مخې؛ په دې نظرپوښتنه کې په ټول اوکراین کې تر زرو ډېرو کسانو (د روسیې تر کنټرول لاندې سیمو پرته) برخه اخیستې ده. د روانې جګړې له پیل راهیسې تر ۱۲ زرو ډېر اوکرایني ملکيان وژل شوي او روسي ځواکونو ورو، ورو ډېرې سیمې تر خپل کنټرول لاندې راوستې دي.

همداراز، د ناټو او اروپايي ټولنې د غړیتوب لپاره د اوکراینیانو هیلې د پخوا پرتله کمې شوې دي. اوس یوازې درېیمه برخه خلک په دې باور دي، چې اوکراین به په راتلونکو لسو کلونو کې له ناټو سره یوځای شي او شاوخوا نیمایي یې تمه لري چې د اروپایي ټولنې غړی شي.

ترویج لرونکی

راپور: روسان له ۳۷ کلونو وروسته افغانستان ته د پوځي همکارۍ له لارې بېرته راستانه شو
۱

راپور: روسان له ۳۷ کلونو وروسته افغانستان ته د پوځي همکارۍ له لارې بېرته راستانه شو

۲

طالبان وایي څلورو ولایتونو کې یې ۱۳ کسان د جنايي جرمونو په تور نیولي

۳

ندیم امیري؛ افغاني‌الاصله فوټبالر چې جرمني یې له ماتې وژغورله څوک دی؟

۴

له وفادار جنګیالي تر سرغړوونکي قوماندان؛ د طالبانو مشر د جمعه فاتح د ځپلو امر کړی

۵

په سویس کې د امریکا او ایران د خبرو اترو لومړی پړاو پای ته رسېدلی

•
•
•

نور کیسې

سوېلي وزیرستان کې چاودنې دوه کسان وژلي او ۱۴ نور یې ټپیان کړي

۱۶ زمری ۱۴۰۴ - ۷ اګست ۲۰۲۵، ۰۷:۳۸ GMT+۱
سوېلي وزیرستان کې چاودنې دوه کسان وژلي او ۱۴ نور یې ټپیان کړي
100%

په خېبرپښتونخوا کې سرچینو افغانستان انټرنشنل-پښتو ته خبر ورکړی، چې د سوېلي وزیرستان د واڼه ولسوالۍ په «رستم بازار» کې د پاکستاني پولیسو د یوه موټر ترڅنګ چاودنه شوې چې په ترڅ کې یې لږ تر لږه دوه کسان وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان دي.

سرچینو پنج‌شنبه (د زمري ۱۶مه) زیاته کړې، چې دغه چاودنه د پاکستاني پولیسو د ګزمې موټر ته نږدې شوې ده. د سرچینو په وینا؛ په ټپیانو کې دوه پولیس هم شامل دي. سرچینې وایي، دغه چاودنه د ریموټ کنټرول له لارې شوې ده.

سرچینو وړاندې ویلي، چې ټپیان د واڼې مرکزي روغتون ته لېږدول شوي. ورته مهال روغتیايي سرچینې وایي، چې د ځینو ټپیانو حالت نازک دی.

له پېښې وروسته سیمه کلابنده شوې، امنیتي تدابیر سخت کړل شوي او د چاودنې د عاملانو په تړاو پلټنې روانې دي.

یونېسف له ۱.۵ میلیونه ایراني ماشومانو سره د حیاتي واکسینونو مرسته کړې

۱۶ زمری ۱۴۰۴ - ۷ اګست ۲۰۲۵، ۰۱:۱۴ GMT+۱
یونېسف له ۱.۵ میلیونه ایراني ماشومانو سره د حیاتي واکسینونو مرسته کړې
100%

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې (یونېسف) اعلان کړی، چې ایران ته یې د ماشومانو لپاره دوه حیاتي واکسیني محمولې لېږلي، چې د نږدې ۱.۵ میلیون ماشومانو روغتیا به خوندي کړي.

په دې کڅوړه کې یو میلیون او ۲۵۰ زره دوز د پنموکوک واکسین او ۴۶۵ زره دوز د پنټاوالان (پنځه‌ګونې) واکسین شامل دي، چې د روان زمري میاشتې په ۸مه او ۱۲مه نېټه ایران ته رسېدلي دي.

د یونېسف په وینا، پنموکوک واکسین له ۱۴۰۳هجري لمریز کال راهیسې د ایران د ملي کتلوي پروګرام برخه ده او ماشومان له مننژیټ او د وینې له جدي عفونتونو ژغوري.

یونېسف زیاتوي، دا واکسینونه له لېږد تر تطبیق پورې په دقیقه توګه څارل کېږي او ژر به د روټاویروس واکسین هم ایران ته واستول شي.

امریکا د احمد الشرع پر ضد د ملګرو ملتونو د بندیزونو د لرې کولو غوښتنه کړې

۱۶ زمری ۱۴۰۴ - ۷ اګست ۲۰۲۵، ۰۰:۳۰ GMT+۱
امریکا د احمد الشرع پر ضد د ملګرو ملتونو د بندیزونو د لرې کولو غوښتنه کړې
100%

امریکا د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د پرېکړه لیک یوه مسوده سپارلې، چې موخه یې د نړۍوالو بندیزونو له نوملړ څخه د سوریې د لنډمهاله حکومت د مشر احمد الشرع نوم لرې کول دي.

د منځني ختیځ یوې خبري وېبپاڼې «ال مانیټور» د چهارشنبې په ورځ راپور ورکړی، چې امریکا دا مسوده برېتانیا او فرانسې ته هم سپارلې ده، چې پکې د سوریې د حکومت مشر احمد الشرع او د کورنیو چارو وزیر انس خطاب باندې د لګول شویو بندیزونو د لرې کولو غوښتنه شوې ده.

د راپور له مخې، امریکا په خپله مسوده کې وړاندیز کړی چې په سوریه کې د سوداګریزو فعالیتونو د اسانتیا لپاره باید ځینې معافیتونه وغځول شي.

په سند کې د وسلو د بندیز لپاره یوه محدوده استثنا هم شامله ده، چې د ملګرو ملتونو ادارو ته اجازه ورکوي څو د ماین پاکولو لپاره اړین تجهیزات پرته له دوه ګوني استعمال محدودیتونو څخه وارد کړي.

ټاکل شوې ده، چې احمد الشرع به د سپټمبر په میاشت کې په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې په کلنۍ غونډه کې ګډون وکړي.

طالبانو په بدخشان کې درې وسله‌وال غله له ۲۰ میلیونه افغانیو سره یو ځای نیولي دي

۱۶ زمری ۱۴۰۴ - ۷ اګست ۲۰۲۵، ۰۰:۲۱ GMT+۱
طالبانو په بدخشان کې درې وسله‌وال غله له ۲۰ میلیونه افغانیو سره یو ځای نیولي دي
100%

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وایي، چې ځواکونو یې د بدخشان په راغستان ولسوالۍ کې هغه درې غله نیولي، چې د یو شمېر سوداګرو څخه یې ۲ سوه لکه افغانۍ غلا کړې وې. طالبانو ویلي، چې له نیول شویو کسانو پلټنې رواني، چې ژر به عدلي او قضايي ادارو ته وسپارل شي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ (د زمري ۱۵مه) په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې په راغستان ولسوالۍ پر لاره یې درې وسله وال غله د دقیقو معلوماتو پر بنسټ د ۲ سوه لکه افغانۍ سره یو ځای نیولي.

طالبانو ویلي، چې وسله والو غلو د دغه ولایت د سوداګرو دغه پیسې غلا کړې وې.

طالبانو د نیول شویو غلو د هویت په اړه معلومات نه دي ورکړي او نه یې هم دا ویلي، چې دا پيسې به کله خاوندانو ته یې وسپاري.

ډېر افغانان دا مهال بې‌کاري، اقتصادي ستونزې، د توکو لوړې بیې او ورته نور عوامل د جنایي پېښو د ډېرېدو اصلي لاملونه ګڼي.

د یوه افغان کډوال اولادونه؛ له پنځوسو ورځو راهیسې په تهران کې زموږ د پلار هېڅ درک نشته

۱۵ زمری ۱۴۰۴ - ۶ اګست ۲۰۲۵، ۲۳:۵۰ GMT+۱
د یوه افغان کډوال اولادونه؛ له پنځوسو ورځو راهیسې په تهران کې زموږ د پلار هېڅ درک نشته
100%

د افغان کډوالو د لادرکه کېدو په دوام د ادهم بهزاد تیموري کورنۍ د ایران په پلازمېنه تهران کې د هغه د لادرکه کېدو خبر ورکړی. دوی د چهارشنبې په ورځ افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې تیموري له څه باندې ۵۰ ورځو راهیسې ورک دی او دوی د هغه هېڅ نښه نه ده موندلې.

د دې کورنۍ زوی محسن تیموري وايي، چې د هغه د پلار د لادرکه کېدو لاملونه روښانه نه دي.

د هغه په وینا، د ایران پولیسو هم د ادهم تیموري هېڅ نښه نه ده موندلې.

دا لومړی ځل نه دی، چې یو افغان کډوال په ایران کې ورک کېږي. په ایران کې د افغان نارینه او ښځو د لادرکه کېدو ورته راپورونه مخکې هم خپاره شوي دي.

د ۱۵ کلنې افغانې نجلۍ سمانه تاجک کورنۍ راپور ورکړ، چې هغه د تهران د حسین اباد په چهاردنګ سیمه کې ورکه شوې ده.

د سمانې کورنۍ وایي، د ایران پولیس د اسنادو د نشتوالي له امله ورسره هېڅ مرسته نه ده کړې.

د سمانې خور د پنجشنبې په ورځ (د زمري ۹مه) افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې خور یې د بړستن ګنډلو فابریکه کې کار کاوه او د کار له ځایه د راتګ پر مهال لادرکه شوې ده.

د هغې په وینا، نږدې لس ورځې کېږي چې سمانه لادرکه ده؛ خو تر اوسه‌ یې د برخلیک په اړه هېڅ معلومات نشته.

له دې سره هم‌مهاله چې د افغان کډوالو د اېستلو بهیر شدت موندلی په ایران کې د افغان کډوالو پر وړاندي احساسات او بریدونه هم زیات شوي دي.