یونېسف له ۱.۵ میلیونه ایراني ماشومانو سره د حیاتي واکسینونو مرسته کړې

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې (یونېسف) اعلان کړی، چې ایران ته یې د ماشومانو لپاره دوه حیاتي واکسیني محمولې لېږلي، چې د نږدې ۱.۵ میلیون ماشومانو روغتیا به خوندي کړي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې (یونېسف) اعلان کړی، چې ایران ته یې د ماشومانو لپاره دوه حیاتي واکسیني محمولې لېږلي، چې د نږدې ۱.۵ میلیون ماشومانو روغتیا به خوندي کړي.
په دې کڅوړه کې یو میلیون او ۲۵۰ زره دوز د پنموکوک واکسین او ۴۶۵ زره دوز د پنټاوالان (پنځهګونې) واکسین شامل دي، چې د روان زمري میاشتې په ۸مه او ۱۲مه نېټه ایران ته رسېدلي دي.
د یونېسف په وینا، پنموکوک واکسین له ۱۴۰۳هجري لمریز کال راهیسې د ایران د ملي کتلوي پروګرام برخه ده او ماشومان له مننژیټ او د وینې له جدي عفونتونو ژغوري.
یونېسف زیاتوي، دا واکسینونه له لېږد تر تطبیق پورې په دقیقه توګه څارل کېږي او ژر به د روټاویروس واکسین هم ایران ته واستول شي.


امریکا د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د پرېکړه لیک یوه مسوده سپارلې، چې موخه یې د نړۍوالو بندیزونو له نوملړ څخه د سوریې د لنډمهاله حکومت د مشر احمد الشرع نوم لرې کول دي.
د منځني ختیځ یوې خبري وېبپاڼې «ال مانیټور» د چهارشنبې په ورځ راپور ورکړی، چې امریکا دا مسوده برېتانیا او فرانسې ته هم سپارلې ده، چې پکې د سوریې د حکومت مشر احمد الشرع او د کورنیو چارو وزیر انس خطاب باندې د لګول شویو بندیزونو د لرې کولو غوښتنه شوې ده.
د راپور له مخې، امریکا په خپله مسوده کې وړاندیز کړی چې په سوریه کې د سوداګریزو فعالیتونو د اسانتیا لپاره باید ځینې معافیتونه وغځول شي.
په سند کې د وسلو د بندیز لپاره یوه محدوده استثنا هم شامله ده، چې د ملګرو ملتونو ادارو ته اجازه ورکوي څو د ماین پاکولو لپاره اړین تجهیزات پرته له دوه ګوني استعمال محدودیتونو څخه وارد کړي.
ټاکل شوې ده، چې احمد الشرع به د سپټمبر په میاشت کې په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې په کلنۍ غونډه کې ګډون وکړي.

د افغان کډوالو د لادرکه کېدو په دوام د ادهم بهزاد تیموري کورنۍ د ایران په پلازمېنه تهران کې د هغه د لادرکه کېدو خبر ورکړی. دوی د چهارشنبې په ورځ افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې تیموري له څه باندې ۵۰ ورځو راهیسې ورک دی او دوی د هغه هېڅ نښه نه ده موندلې.
د دې کورنۍ زوی محسن تیموري وايي، چې د هغه د پلار د لادرکه کېدو لاملونه روښانه نه دي.
د هغه په وینا، د ایران پولیسو هم د ادهم تیموري هېڅ نښه نه ده موندلې.
دا لومړی ځل نه دی، چې یو افغان کډوال په ایران کې ورک کېږي. په ایران کې د افغان نارینه او ښځو د لادرکه کېدو ورته راپورونه مخکې هم خپاره شوي دي.
د ۱۵ کلنې افغانې نجلۍ سمانه تاجک کورنۍ راپور ورکړ، چې هغه د تهران د حسین اباد په چهاردنګ سیمه کې ورکه شوې ده.
د سمانې کورنۍ وایي، د ایران پولیس د اسنادو د نشتوالي له امله ورسره هېڅ مرسته نه ده کړې.
د سمانې خور د پنجشنبې په ورځ (د زمري ۹مه) افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې خور یې د بړستن ګنډلو فابریکه کې کار کاوه او د کار له ځایه د راتګ پر مهال لادرکه شوې ده.
د هغې په وینا، نږدې لس ورځې کېږي چې سمانه لادرکه ده؛ خو تر اوسه یې د برخلیک په اړه هېڅ معلومات نشته.
له دې سره هممهاله چې د افغان کډوالو د اېستلو بهیر شدت موندلی په ایران کې د افغان کډوالو پر وړاندي احساسات او بریدونه هم زیات شوي دي.

د پاکستان د پوځ مشر مارشال عاصم منیر د امریکا مرکزي قومندانۍ سینټکام د قوماندې د بدلون په مراسمو کې د ګډون لپاره امریکا ته سفر کوي. دا له دوو میاشتو څخه په کم وخت کې امریکا ته د هغه دویم سفر دی.
منیر له هند سره په جګړه کې د پوځ د فعالیت له امله په پاکستان کې خپل دریځ پیاوړی کړی او د ډونالډ ټرمپ سره یې اړیکې هم لا نږدې شوې دي.
دا ټول په داسې حال کې دي، چې د هند لومړی وزیر نرېندرا مودي د روسیې له خوا د تېلو د پېرلو پر دوام د امریکا د ولسمشر له خوا له سختې نیوکې سره مخ شوی.
منیر د غبرګولي په میاشت کې د خپل تېر سفر په جریان کې په سپینه ماڼۍ کې د کاري مېلمه پالنې په مراسمو کې له ډونالډ ټرمپ سره ولیدل.
دا غونډه د هند او پاکستان ترمنځ له شخړې څو اوونۍ وروسته وشوه. دا په تاریخ کې لومړی ځل و، چې د امریکا یو ولسمشر د لوړپوړو پاکستاني ملکي چارواکو له شتون پرته د پاکستان د پوځي قوماندان هرکلی وکړ.
په دې دوه ساعته غونډه کې دواړو خواوو د سوداګرۍ، اقتصادي پراختیا او سیمه ییزې سولې او ثبات په اړه بحث وکړ.
ټرمپ د هند او پاکستان ترمنځ د کړکېچ د زیاتېدو په مخنیوي کې د منیر د رول ستاینه وکړه او ویې ویل: «ما ځکه هغه مېلمه کړ چې مننه ترې وکړم چې جګړه یې ونه غځوله او د هغې په پای ته رسولو کې یې مرسته وکړه.»
منیر هم وویل، چې ټرمپ د هند او پاکستان ترمنځ د اټومي جګړې د مخنيوي لپاره باید د نوبل د سولې جایزې ته نوماند شي.
معتبرې اوونیزې «اکونومیست» د دې اوونۍ په راپور کې لیکلي، چې د سپینې ماڼۍ نوې رویه د پاکستان له ځواکمن پوځي مشر سره د امریکا په سیاست کې د بدلون نښه ده، چې دا بدلون کولای شي پر هند، چین او منځني ختیځ ژور اغېز وکړي.
د امریکا او پاکستان اړیکې له هغه وروسته خرابې شوې، چې په ۲۰۱۱ کال کې اسامه بن لادن د پاکستان په یوه پټنځای کې ووژل شو.
همداراز وروسته له هغه چې امریکا له افغانستانه ووتله د واشنګټن پام هم له پاکستانه واوښت.
اکونومیست دا احتمال هم ښيي، چې امریکا ښايي یو ځل بیا پاکستان ته د وسلو پلور پیل کړي، حال دا چې اوسمهال پاکستان شاوخوا ۸۰ سلنه وسلې له چین څخه اخلي.
ډونالډ ټرمپ له اسلاماباد سره د یوې نوې سوداګریزې هوکړې اعلان کړی، چې له مخې به یې امریکا د پاکستان د نفتو زېرمو ته لاسرسی ومومي. همداراز، ټرمپ د پاکستاني محصولاتو ګمرکي تعرفې له ۲۹ سلنې ۱۹ سلنې ته راکمې کړې دي.
واشنګټن چې د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو هڅو کې ناکامه او ستړی ښکاري، اوس هڅه کوي د بندیزونو او فشار له لارې هند او نور هېوادونه د روسیې د تېلو له اخیستلو راوګرځوي، ځکه چې دا عواید د روسیې د جګړې ماشین اصلي تمویل ګڼل کېږي.

نیویارک ټایمز د دوو باوري سرچینو په حواله راپور ورکړی، چې ډونالډ ټرمپ غواړي راتلونکې اوونۍ له ولادیمیر پوتین سره مخامخ وګوري. د سرچینو په وینا، ټرمپ به له دې لیدنې وروسته له پوتین او ولادیمیر زېلېنسکي سره درې اړخیزه غونډه ترسره کړي.
راپور وايي، د دې پلانونو جزییات د چهارشنبې په ورځ د ټرمپ او اروپایي مشرانو ترمنځ د ټلیفوني خبرو پر مهال وړاندې شوي دي.
ټاکل شوې، چې دا غونډې به یوازې د ټرمپ، پوتین او زېلېنسکي ترمنځ وي او هېڅ اروپایي چارواکی به پکې ګډون ونه لري.
سپینې ماڼۍ تر اوسه په رسمي ډول څه نه دي ویلي، مګر ټرمپ د چهارشنبې په ورځ په ټروت سوشیال خواله رسنۍ کې تایید کړه، چې هغه له پوتین سره د سټیو ویټکاف له "ګټورې" غونډې وروسته له ځینو اروپایي مشرانو سره خبرې کړې دي.

د امریکا د جورجیا ایالت په فورت سټیوارت پوځي اډه کې د یوه بریدګر لهخوا ډزو کې د مرګ ژوبلې خبر ورکړل شوی. یادې پوځي اډې د چارشنبې په ورځ وویل، چې پېښه د «دویم زغروال لښکر جګړهییزې ډلې» په ساحه کې شوې ده. د پېښې له امله پوځي اډه قرنطین شوې.
یادې اډې ویلي، چې قانون پلي کوونکي ځواکونه په سیمه کې حضور لري.
د جورجیا والي، براین کمپ ویلي، چې دوی د قربانیانو له کورنیو سره دي.
فورت سټیوارت د جورجیا ایالت له ساوانا ښار څخه شاوخوا ۴۰ میله جنوب لویدیز پلو ته موقعیت لري.