• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د روغتیا نړیوال سازمان: په جګړه ځپلي سوډان کې لوږه ډېره شوې او ناروغۍ په چټکۍ خپرېږي

۱۷ زمری ۱۴۰۴ - ۸ اګست ۲۰۲۵، ۱۷:۲۰ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د روغتیا نړیوال سازمان په سوډان کې د روانو جګړو له امله د لوږې کچې ډېرېدو او ناروغیو خپرېدو په اړه جدي اندېښنې ښودلي دي او وايي، که د سوډان خلکو ته رسېدنه ونه شي وضعیت به نور هم بحراني شي.

د روغتیا نړیوال سازمان ویلي، چې دا مهال په سوډان کې شاوخوا ۲۵ مېلیونه وکړي د سخت خوراکي خوندیتوب نشتون سره مخ دي او د تېر جولای میاشت راهیسې نږدې ۱۰۰ کسان هم د کولرا په ناروغۍ اخته شوي دي.

ملګرو ملتونو په یوه خبرپاڼه کې د روغتیا نړیوال سازمان د بیړنیو حالاتو مشرې الهام نور له قوله ویلي:« نه درېدونکې تاوتریخوالي د سوډان روغتیايي سیستم تر وروستۍ پولو رسولی دی او دا د یوې داسې فاجعې لامل شوی چې لوږه، ناروغي او ناروین سره ګډ شوي دي.»

نوموړې خبرداری ورکړی، چې د لوږې او ناروغیو د کچې په لوړېدو سره به سږ کال شاوخوا ۷۷۰ زره پنځه کلن او کم عمره ماشومان له شدیدې خوراځواکۍ سره مخ شي.

ملګرو ملتونو په سوډان کې د لوږې او ناغیو د چټک خپرېدو په اړه په داسې مهال اندېښني ښودلي، چې د سوډان د پوځ او د دغه هېواد د چټک ملاتړ ځواکونو (RSF) ترمنځ روانه شخړه د میلیونونو خلکو د بېځایه کېدو لامل شوې او دغه هېواد یې په څو متضادو نفوذي زونونو ویشلی.

ترویج لرونکی

راپور: روسان له ۳۷ کلونو وروسته افغانستان ته د پوځي همکارۍ له لارې بېرته راستانه شو
۱

راپور: روسان له ۳۷ کلونو وروسته افغانستان ته د پوځي همکارۍ له لارې بېرته راستانه شو

۲

طالبان وایي څلورو ولایتونو کې یې ۱۳ کسان د جنايي جرمونو په تور نیولي

۳

ندیم امیري؛ افغاني‌الاصله فوټبالر چې جرمني یې له ماتې وژغورله څوک دی؟

۴

له وفادار جنګیالي تر سرغړوونکي قوماندان؛ د طالبانو مشر د جمعه فاتح د ځپلو امر کړی

۵

په سویس کې د امریکا او ایران د خبرو اترو لومړی پړاو پای ته رسېدلی

•
•
•

نور کیسې

سعودي عربستان د اسرایيل له لوري د غزې د نیولو پرېکړه وغندله

۱۷ زمری ۱۴۰۴ - ۸ اګست ۲۰۲۵، ۱۵:۰۲ GMT+۱
سعودي عربستان د اسرایيل له لوري د غزې د نیولو پرېکړه وغندله
100%

سعودي عربستان د اسرایيل له لوري د غزې تړانګې د نیولو پرېکړه په کلکو ټکو غندلې او دغه عمل یې غیر انساني، د سولې لپاره خطرناک او د فلسطيني ولس پر وړاندې د نسل وژنې هڅه بللې ده.

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت په یوې خبرپاڼه کې ویلي، سعودي عربستان د غزې تړانګې د نیولو په اړه د اسراییل پرېکړه غندي.

سعودي عربستان له نړیوالې ټولنې او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا څخه غوښټي چې داسراییل ټولې سرغړونې او تېری دی سمدستي‌بند کړي.

دغه څرګندونې څو ساعته وروسته له هغه شوي، چې اسرایيلي پوځ وویل، د لومړي وزیر بنیامین نتنېاهو د یوه وړاندیز پر بنسټ او د امنیتي کابینې له تصویب وروسته، به د غزې ښار «کنټرول» لاس کې واخلي.

هند د ټرمپ له خوا د تعرفو له اعلان وروسته د امریکایي وسلو د پېرلو پلانونه ځنډولي دي

۱۷ زمری ۱۴۰۴ - ۸ اګست ۲۰۲۵، ۱۳:۲۰ GMT+۱
هند د ټرمپ له خوا د تعرفو له اعلان وروسته د امریکایي وسلو د پېرلو پلانونه ځنډولي دي
100%

د ټرمپ له لوري د هند پر صادراتو د تعرفو د لوړولو له اعلان وروسته، هند له امریکا څخه د وسلو او الوتکو د پېرلو پلانونه ځنډولي دي. بل لور ته هندي سرچینو ویلي چې د هند د دفاع وزیر راجنات سینګ په دې اړه واشنګټن ته د سفر پلان درلود، خو دا سفر لغوه شوی دی.

رویټرز د جمعې په ورځ (د زمري ۱۷مه) د درېیو هندي سرچینو په حواله راپور ورکړی، چې د هند د دفاع وزیر راجنات سېنګ غوښتل راتلونکي اونۍ واشنګټن ته د خپل سفر پرمهال له امریکا څخه د پېرل کېدونکو وسلو اعلان وکړي، خو دا سفر د ټرمپ له خوا د سوداګریزو تعرفو لګولو وروسته لغوه شوی دی.

هندي چارواکو ویلي، چې د سټرایکر جګړه‌ییز زغروال موټرو او د جاولین ټانګ ضد توغندیو د پېرلو خبرې هم په همدې دلیل ځنډېدلي دي. د هند د دفاع وزیر راجنات سېنګ غوښتل په خپل لغوه شوي سفر کې د شپږ بویینګ P۸۱ کشفي الوتکو د پېرلو اعلان هم وکړي.

هندي چارواکي زیاتوي، که څه هم له امریکا څخه د وسلو د پېرنې د ځنډ په اړه رسمي لیکلي لارښوونې نه دې ورکړل شوې، خو د خبرو بهیر اوس په ټپه ولاړ دی. خو زیاتوي، چې له واشنګټن سره تماسونه دوام لري.

هندي سرچینو رویټرز ته ویلي:« که د تعرفو او د دواړو هېوادونو د اړیکو په اړه وضاحت ترلاسه شي، کېدای شي دفاعي معاملې پر مخ ولاړې شي، خو په هغه چټکۍ نه چې تمه یې کېده.»

د راپورونو له مخې، هند په نړۍ کې د وسلو دویم لوی واردونکی هېواد دی او په تېرو کلونو کې یې له روسیې څخه لوېدیځو هېوادونو ته مخه کړې.

چارواکو ویلي، سره له دې چې هند اوس مهال له روسیې څخه د نویو وسلو پېر ته اړتیا نه لري، خو د اوږدې همکارۍ له امله به د روسیې ملاتړ ته اړمن وي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اګسټ په ۶مه پر هند له روسیې څخه د تېلو پېرلو له امله پر هندي صادراتو لوړه تعرفه ولګوله، خو هند ویلي، چې لا هم له واشنګټن سره په خبرو بوخت دی.

د چين په شمال لوېديځ کې د سېلابونو له امله لږ تر لږه ۱۰ کسان مړه او ۳۳ نور تري تم شوي

۱۷ زمری ۱۴۰۴ - ۸ اګست ۲۰۲۵، ۱۱:۳۷ GMT+۱
د چين په شمال لوېديځ کې د سېلابونو له امله لږ تر لږه ۱۰ کسان مړه او ۳۳ نور تري تم شوي
100%

د چين د دولتي رسنيو د راپورونو له مخې، د ګانسو ولايت د یوجونګ ولسوالۍ په سېلاوونو کې لږ تر لږه ۱۰ کسان مړه شوي او ۳۳ نور تری تم شوي دي. د بارانونو له امله د شينګلونګ غره په سيمه کې برېښنا او مخابراتي خدمتونه پرې شوي او تر ۴ زره زيات کسان بند پاتې دي.

د سي سي ټي دولتي ټلویزیون د راپور له مخې، د سختو بارانونو له امله د شینګلونګ غره پّ سیمه کې برېښنا او مخابراتي خدمتونه پرې شوي او تر ۴ زره زیات کسان بند پاتې دي.

د ځايي چارواکو په وينا، د جمعې تر سهاره د باران کچه په ځينو سيمو کې تر ۱۹۵ ميلي مترو رسېدلې.

د چين ولسمشر شي جين‌پینګ د ژغورنې او د سېلابونو د مخنيوي لپاره د بېړنيو هڅو غوښتنه کړې ده.

د پاکستان تحریک انصاف ګوند درې لوړپوړي غړي له مهمو پارلماني څوکیو لرې شول

۱۷ زمری ۱۴۰۴ - ۸ اګست ۲۰۲۵، ۰۹:۵۰ GMT+۱
د پاکستان تحریک انصاف ګوند درې لوړپوړي غړي له مهمو پارلماني څوکیو لرې شول
100%

د پاکستان ملي شورا د زنداني پخواني لومړي وزیر عمران په مشرۍ د پاکستان تحریک انصاف یا پي‌ټي‌ای درې مهم غړي له مهمو پارلماني څوکیو لرې کړي دي. دغه پرېکړه وروسته له هغه وشوه، چې د دغه ګوند څو غړي د پاکستان د ټاکنو کمېسیون له‌خوا بې‌واکه شول.

د اېکسپرېس ټربیون ورځپاڼې د راپور له‌مخې؛ عمر ایوب د اپوزېسیون د مشر له دندې لرې شو، زرتاج ګل د پارلماني مشرې په توګه خپل مقام له لاسه ورکړی او احمد چټه د پارلماني مشر د مرستیال له دندې لرې شوی دی.

دغه بدلونونه وروسته تر هغې راغلي، چې په روانه میاشت کې په فیصل‌اباد کې د ترهګرۍ ضد یوې ځانګړې محکمې (د مئ د ۹مې نیټې) د لاریونونو په قضیه کې د تحریک انصاف ګوند یو شمېر لوړ پوړو مشرانو ته تر ۱۰ کلونو د بند سزا واوروله.عمر ایوب، شبلي فراز، زرتاج ګل، سید حامد رضا او شیخ رشید شفیق په محکوم شویو کسانو کې شامل دي.

پارلمان همداراز د پي‌ټي‌ای د اووه نورو غړو نه د ۱۵ دایمي کمېټو غړیتوب بېرته واخیست. په دې ترڅ کې سید حمید رضا د بشري حقونو کمېټې له مشرۍ ګوښه شو، زرتاج ګل د همدې کمېټې له غړیتوبه لرې شوه او رای حسن نواز د اوسپنې ‌پټلۍ کمېټې له مشرۍ ګوښه شو. دغه راز، عمر ایوب د عامه حساباتو او مالي کمېټو له غړیتوبه هم لرې کړل شوی.

د ترهګرۍ ضد ځانګړې محکمې تر دې مخکې د تحریک انصاف د ۵۰ مشرانو د نیولو امرونه په لاریونونو کې د لاس لرلو په تور صادر کړي وو. په دوی کې پخوانی ولسمشر عارف علوي، د خېبرپښتونخوا سر وزیر علي امین ګنډاپور، اسد قیصر، حماد اظهر، فیصل جاوید، سلمان اکرم راجا، رووف حسن، مراد سعید او احمد نیازی شامل دي.

ټرمپ: سلیماني «د سړک غاړې بمونو پلار وو» خو اوس چیرته دی؟

۱۷ زمری ۱۴۰۴ - ۸ اګست ۲۰۲۵، ۰۱:۴۹ GMT+۱
ټرمپ: سلیماني «د سړک غاړې بمونو پلار وو» خو اوس چیرته دی؟
100%

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران سپاه پاسداران د پخواني قوماندان قاسم سلیماني وژنې ته په اشارې ویلي: «سلیماني د سړک غاړې بمونو پلار و» سلیماني د امریکا په یوه هوايي برید کې ووژل شو؛ ایراني چارواکو د هغه د وژنې وروسته څو ځله ټرمپ ګواښلی دی.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پنجشنبه په ورځ (د زمري ۱۶مه) د ایران د نیابتي ځواک له خوا په سیمه کې د امریکايي پوځي پرسونل د وژنې په اړه وویل: «یو امریکايي افسر په افغانستان کې د ماموریت پر مهال د سړک غاړی بم چاودنې له امله ووژل شو، چې قاسم سلیماني کړنه وه.»

ټرمپ د سپاه پاسداران د قوماندان د وژنې په اړه په طنزيه انداز وویل: «سلیماني چیرته دی؟ قاسم سلیماني چیرته دی؟ هغه د سړک غاړې د بمونو پلار و.»

د ټرمپ دغه خبرې د غونډې د ګډونوالو له خوا په خندا بدرګه شوې.

د امریکا ولسمشر زياته کړه: «دوی وايي ۹۲ سلنه هغه کسان چې وژل شوي یا سخت ژوبل شوي دا د سلیماني کار و. هغه داسي یو څوک و، چې تر بل هر چا یې ډېر دا ډول بریدونه کول.ِ»

د سلیماني له مرګه وروسته د ایران د نظامي چاراکو دوامداره ګواښونه

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر قاسم سلیماني د برید د امر له کبله د ایراني نظامي چارواکو په ځانګړې توګه د سپاه پاسدارانو د قومندانانو له خوا په وار وار د وژلو ګواښونه ورته شوي

په وروستي ځل د ایران د قم مدرسې له دوه زرو څخه زیاتو ښوونکو په یوه خبرپاڼه کې ولسمشر ټرمپ ته د سلیمانې د وژنې د امر کولو اړوند ویلي: « د ټرمپ وینه او ملکیت حلال دی.»

دغه خبرپاڼه، چې د جمعه په ورځ د زمري په ۱۰مه خپره شوې په کې راغلي: «د زغم او انقلابي دور ختم شوی او له دې وروسته د ټرمپ وینه او ملکیت حلال دي او د سلیماني د وينې غچ اخیستل پر هر مسلمان او ازادي غوښتونکي سړي او ښځې واجب دی.»