د دغې کارخونې ريیس په همدې تړاو جوړو شویو مراسمو کې وویل، دغه فابریکه په ورځ کې د ۲۵۰ ټُنه غنمو د اوړه کولو ظرفیت لري او دمګړۍ پکې ۱۰۰ کسانو ته په مستقیم ډول او سلګونه نورو ته په غېر مستقیم ډول د کار زمینه هم برابره شوې ده.
په دې مراسمو کې یو شمېر دیني عالمانو د اسلام له نظره د سوداګرۍ او تولید پر اهمیت خبرې وکړې او ټینګار یې وکړ، چې تجارت باید د اسلام د اصولو او لارښوونو پر بنسټ ترسره شي.
په غزني کې د طالبانو د کانونو او صنایعو خونې رييس وویل، طالبانو د اوړو پر وارداتو مالیه ۱۰ سلنې ته او د غنمو مالیه صفر ته راټیټه کړې ده او په دې سره به په کور دننه خصوصي سکټور تقویت او ولس ته د کار زمینه برابره شي.
د اوسنیو او پخوانیو امریکایي چارواکو په وینا، سي ای اې د اېمنالظواهري پر وړاندې د عملیاتو پر مهال د «ای سي جي» په نوم شرکت ته نفوذ کړی و، چې دا شرکت د «ای ار اېکس» فرعي شرکت دی.
د افغانستان د مخکېني جمهوري نظام د چارو ادارې مشر فضل محمود فضلي وايي، په افغانستان کې له اوسني «افراطي او استبدادي» حاکمیت څخه باید فاصله واخیستل شي او په وینا یې د دوی په قانع کولو وخت ضایع نه شي او پر ځای یې باید د دغې «نیابتي ډلې» د اصلي ماهیت پر بربنډولو تمرکز وشي.
فضل محمود فضلي په خپلې فېسبوک پاڼې لیکلي، هر څومره چې د نجونو د زده کړو او کار په اړه له اوسني «افراطي استبدادي» حاکمیت سره دیني یا عقلي استدلال زیات شي ،په هماغه اندازه به تعلیم دوښمنه استبداد دوام ومومي او ورسره به د هېواد نیمایي نفوس له زده کړو او ټولنیزو فعالیتونو وروسته پاتې شي.
فضلي زیاته کړې: «هرڅومره چې زموږ ځینې سیاسي څېرې، لیکوالان او ژورنالېستان د نجونو د زده کړو او کار په اړه له اوسني افراطي استبدادي حاکمیت سره دیني یا عقلي استدلال کوي، یا ورته عذرونه او زارۍ کوي، په هماغه اندازه تعلیم دوښمنه استبداد دوام مومي او زموږ د هېواد نیمایي نفوس به له زده کړو او ټولنیزو فعالیتونو څخه وروسته پاتې شي.»
د نوموړي په وینا، په افغانستان کې د دغه وضعیت په دوام سره به نارینه هم د دوامداره «انحطاط» او «اختناق» په پایله کې له خپلو ډېرو ابتدایي حقونو محروم شي.
فضل محمود فضلي وايي، له دغه وضعیته د وتنې لپاره باید له دغې «افراطي ډلې» څخه فاصله واخیستل شي او د دوی په قانع کولو باید وخت ضایع نه شي.
فضلي زیاته کړې: «د دې وضعیت د حل یوازینۍ لاره دا ده چې موږ باید له دې افراطي ډلې څخه فاصله واخلو، د هغوی په قانع کولو خپل وخت ضایع نه کړو او په زاریو او عذرونو سره هغوی ته عملي مشروعیت ورنه کړو.»
د نوموړي په وینا، د هغې پر ځای باید د دغې «نیابتي» ډلې د اصلي ماهیت پر بنډولو او په خپل انسجام او یووالي تمرکز وشي.
د یادونې وړ ده، چې په افغانستان کې د طالبانو په بیا واکمنېدو سره له شپږم ټولګي پورته نجونې زده کوونکې او محصلانې له زده کړو محرومې شوې دي او په دې برخه کې پراخو کورنیو او نړۍوالو غبرګونونو هم څه اغېز ونه کړ او لا هم نجونې د زده کړو د دوام حق نه لري.
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د حساب نابغه ۷ کلن سمیع الله ذکاوت ته په اشارې سره ویلي، په افغانستان کې ډېرې نجونې او هلکان ښه استعدادونه لري او په وینا یې باید وروزل شي او فرصتونه ورته برابر شي.
زلمي خلیلزاد په خپلې اېکس پاڼې لیکلي، «سمیع الله یو کوچنی ماشوم په ریاضياتو کې ځانګړې وړتیا لري. افغانستان ډېری استعداد لرونکي خلک لري: هلکان او انجونې، نارینه او ښځینه - خو استعداد باید وروزل شي او فرصتونه ورته برابر کړل شي.»
له دې سره سم، په داسې حال کې چې طالبان پر نجونو د زدهکړو سخت بندیزونه لګولي خو د طالبانو پوهنې وزارت د شنبې په ورځ (د زمري په ۱۸مه) د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د ریاضياتو په برخه کې د ځانګړي استعداد لرونکي زدهکوونکي سمیع الله ذکاوت وستایه او د ملاتړ له څرګندولو سربېره یې ۵۰ زره افغانۍ نغدي ډالۍ، یو کمپیوټر او یوه جوړه جامې ورکړي دي.
په دې مراسمو کې د دغه وزارت مالي او اداري مرستیال صبغت الله وصیل وویل، د پوهنې وزارت دا خپل مسوولیت ګڼي چې ټول هغه زده کوونکي چې استعداد لري، وستایي او پر هغوی کار وکړي.
د نوموړي په وینا، د پوهنې وزارت به د حساب د دغه نابغه د زده کړو لپاره ټولې اړتیاوې پوره کړي او د زده کړو لګښتونه به یې هم په غاړه واخلي.
سمیعالله د لوګر ولایت اصلي اوسېدونکی دی او له خپلې کورنۍ سره د پښتونخوا په اکوړه خټک سیمه کې د کډوالو په یوه پنډغالي کې ژوند کوي.
د یادونې وړ ده، چې په افغانستان کې له څلورو کلونو راهیسې نجونې زده کوونکې له شپږم ټولګي پورته د زده کړو حق نه لري او دغه وضعیت د نړۍوالو له غبرګونونو سره سره لا هم پر خپل حال دی.