• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ایراني چارواکی: افغان کډوالو ته کار ورکونکي به د دوی د ورځني مزد پنځه چنده جریمه کېږي

۲۱ زمری ۱۴۰۴ - ۱۲ اګست ۲۰۲۵، ۰۱:۲۴ GMT+۱

د ایران د پردېس ښار د کار او ټولنیزو چارو مشر محمد امین خدایاري اعلان کړی، چې که یو ایراني وګړی بې اسناده افغان کډوال په کار وګوماري، نو پنځه چنده د ورځې مزد چې شاوخوا ۱۸میلیونه او ۳۱۸زره ایراني ریاله کېږي، جریمه به پرې لګول کېږي.

ایراني رسنیو د نوموړي له قوله زیاته کړې: «هغه کار ورکونکي چې د بهرنیو ناقانونه مېشتو وګړو، په ځانګړي ډول افغانانو، په کار ګومارلو اقدام وکړي، د ورځې د مزد پنځه برابره جریمه به ورکوي.»

خدایاري د یکشنبې په ورځ د پردېس ښار د کډوالو د کار کولو د وضعیت د څار پر مهال وویل، د «کډوالو د ثبت کارټ» یا د تګ راتګ کارټ هېڅکله د کار کولو قانوني اجازه نه ده او هغه کاري جوازونه چې وخت یې تېر شوی یا د غېر اړوند کار لپاره کارول کېږي، هم د جریمو وړ دي.

هغه له خلکو وغوښتل، چې که د بې اسنادو افغان کډوالو د کار کولو پېښې ویني، باید د دې ښار د کار او ټولنیزو چارو د ادارې د تفتیش څانګې ته یې راپور ورکړي.

پردېس ښار چې له ۴۵۰زره ډېر نفوس لري، د تهران ختیځ کې موقعیت لري.

دا په داسې حال کې ده، چې ایران په وروستیو کې د افغان کډوالو د اجباري اېستلو بهیر لا چټک کړی دی؛ یو اقدام چې د سیمې او نړۍ د بشري حقونو د ډلو نیوکې یې راوپارولې دي. په ورته وخت کې یو شمېر افغانان شکایت کوي، چې د اخراج پر مهال د ایران د پولیسو له «شکنجې، سپکاوي او غېرانساني چلند» سره مخ کېږي.

ترویج لرونکی

د امریکایۍ غورځېدلې الوتکې پیلوټ وايي د ایران په فضا کې یې هیښوونکی ډرون لیدلی
۱

د امریکایۍ غورځېدلې الوتکې پیلوټ وايي د ایران په فضا کې یې هیښوونکی ډرون لیدلی

۲

د پاکستان او روسیې چارواکو د ترهګرۍ پر ګواښونو خبرې کړې دي

۳

د حزب اسلامي پخوانی مخکښ سیاستوال قطب‌الدین هلال ومړ

۴

د پوتین استازی: د شانګهای همکارۍ سازمان د یو غړي مخالفت د طالبانو د ګډون مخه نیولې

۵

بروکسل ته د طالبانو تللي پلاوي خپل سفر پای ته ورساوه

•
•
•

نور کیسې

د کاناډایي ځواکونو پخوانی همکار: د کاناډا خدمت مې کورنۍ د تباهۍ څنډې ته رسولې

۲۱ زمری ۱۴۰۴ - ۱۲ اګست ۲۰۲۵، ۰۰:۱۴ GMT+۱
د کاناډایي ځواکونو پخوانی همکار: د کاناډا خدمت مې کورنۍ د تباهۍ څنډې ته رسولې
100%

د کاناډا په پلازمېنې اوټاوا کې یوه افغان چې په افغانستان کې د ناټو د ماموریت پر مهال یې له کاناډایي ځواکونو سره د ژبې او کلتور د مشاور په توګه کار کړی و، په یوه لیک کې له لومړي وزیر څخه غوښتي چې د ده د خور او د هغې د زوی د طالبانو له احتمالي غچ اخیستنې د ژغورنې لپاره اقدام وکړي.

دغه افغان چې نوم یې د فدرالي محکمې له خوا د کورنۍ د خوندیتوب لپاره پټ ساتل شوی، وایي چې د خپلې دندې پر مهال یې د ګڼو کاناډایي سرتېرو ژوند ژغورلی، خو اوس یې خپله کورنۍ له مرګ او زندان سره مخ ده.

د ده په وینا، د کندهار اوسېدونکو هغه پېژانده چې له کاناډایي ځواکونو سره کار کوي او طالبانو د ده خور او د هغې کورنۍ ته ګواښونه پیل کړل.

په ۲۰۱۳کال کې یې د خور خاوند چې پولیس و، د طالبانو له خوا ووژل شو او ورته وویل شول چې «دا د همکارۍ پایله ده.»

هغه زیاتوي، د ګواښونو له زیاتېدو وروسته یې کورنۍ په ۲۰۱۸کال کې له افغانستان څخه وتښتېده او په ترکیه کې یې د پناه غوښتنه وکړه، خو اوس د ترکیې چارواکو د هغه خور او د هغې د یوه زوی افغانستان ته د ستنېدو امر کړی دی، هغه هېواد چې طالبانو بیا واک تر لاسه کړی او لا هم د کاناډا له نظره یوه ترهګره ډله ده.

دغه افغان وایي، د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته کاناډا د ځانګړي کډوالۍ پروګرام اعلان وکړ، خو شرط یې دا و چې د کورنۍ غړي باید د کابل د سقوط پر مهال په افغانستان کې وي، په داسې حال کې چې د ده خور له دې نېټې وړاندې له هېواده وتلې وه او له دې امله د مرستې لپاره وړ ونه ګڼل شوه.

هغه په خپل لیک کې لیکلي: «زما خور چې د کاناډا سره زما د خدمت له امله یې خپل مېړه له لاسه ورکړ، اوس ښايي خپله هم ژوند له لاسه ورکړي او دا هېواد هېڅ اقدام نه کوي.»

د ده د ټینګار او مکررو غوښتنو باوجود، د لومړي وزیر دفتر ویلي، چې نه شي کولای په مستقیم ډول مداخله وکړي او دا مسله د کډوالۍ وزیر ته سپارل شوې ده.

د کډوالۍ وزارت ویاند د محرمیت له امله په دې ځانګړې قضیه کې له تبصرې ډډه کړې، خو ویلي یې دي چې له ۲۰۲۱کال راهیسې کاناډا شاوخوا ۵۹زره افغانان ځای پر ځای کړي دي، که څه هم د ځانګړي افغان پروګرامونو د غوښتنې لړۍ اوس تړل شوې، خو هڅه به وکړي.

په دایکنډي او بامیان ولایتونو کې د یوې سیمه ییزې راډیو نشرات بند شول

۲۰ زمری ۱۴۰۴ - ۱۱ اګست ۲۰۲۵، ۲۳:۳۳ GMT+۱
په دایکنډي او بامیان ولایتونو کې د یوې سیمه ییزې راډیو نشرات بند شول
100%

دغې راډيويي شبکې چې د «نسیم» په نوم په دایکنډي او بامیان ولایتونو کې نشرات درلودل، د دوشنبې په ورځ (د زمري په ۲۰مه) وویل چې له ۱۳ کلونو وروسته یې خپل نشرات بند کړي دي. د دغې راډيويي شبکې په یوې اعلامیه کې راغلي: «کله زمانه دومره بې رحمه شي چې غږونه هم نشي زغملی.»

په دې اعلامیه کې ویل شوي، چې «نور دوام نشي ورکولی» او همداراز هیله مندي ښودل شوې چې د «شرایطو په ښه کېدو» سره به بیاځلي خپلې خپرونې پیل کړي.

د «نسیم» په نوم د راډيويي شبکې د نشراتو د درېدو خبر ۵ ورځې وروسته له هغې خپور شو، چې په دایکنډي کې د طالبانو استخباراتو د دغې راډيو مدیر مسوول او دوه خبریالان ونیول.

په دایکنډي ولایت کې سرچینو د دوشنبې په ورځ «د زمري په ۲۰مه» افغانستان انټرنشنل ته وویل، طالبانو د «نسیم» راډیو مدیر مسوول او نور کارکوونکي یې د «راډيو د نشراتو د درولو په شرط» ازاد کړي دي.

په دغه ولایت کې د طالبانو استخباراتو د تېرې چهارشنبې په ورځ د «زمري په ۱۵مه» د «نسیم» راډیو مدیر مسوول او دوه خبریالان ونیول او ورسره جوخت یې د راډيو ځينې وسایل هم ضبط کړل.

د افغانستان د خبریالانو مرکز بیا ویلي، د «نسیم» راډیو کارکوونکي د ملګرو ملتونو او همداراز د داعش او د طالبانو د نورو وسله والو مخالفینو د فعالیتونو په تړاو د راپورونو د خپرولو له امله نیول شوي دي.

په دایکنډي کې د «نسیم» راډيو د امتیاز څښتن رضا واحدي فرانسې راډیو ته ویلي، طالبانو د دغې راډيويي شبکې خبریال سیف الله رضايي په خپرونه کې د خندېدو له امله ونیوو او په ښار کې یې د «عبرت» لپاره وګرځاوه او بیا یې په دایکنډي کې استخباراتو ادارې ته ولېږداوه.

د راپورونو له مخې، د یادې شبکې خبریالان هر یو سیف الله رضايي او مجتبی قاسمي د دایکندي په مرکز نیلي ښار کې د یوې خبري غونډې په څنډه کې ونیول شول او بیا د یادې راډیو مدیر مسوول سلطان علي جوادي هم د طالبانو د استخباراتو له لوري احضار شو.

د طالبانو استخباراتو د اوس لپاره یاد خبریالان په ضمانت سره خوشې کړي دي.

د طالبانو استخباراتو له تېرو څلورو کلونو راهیسې په کور دننه پر رسنیو محدودیتونه او څارنه زیاته کړې او ورسره په رسنیو کې سانسور هم ډېر شوی دی.

په دې موده کې ګڼ شمېر خبریالان او د رسنیو نور فعالین نیول شوي او یاد کسان د طالبانو له استخباراتو په بېرته راوتو سره سانسور ته مخه کړې او هر کله یې په زړه کې وېره وي.

په افغانستان کې د رسنیو ځپنې د خبریالانو چارې ډېرې محدودې کړي او ورسره د اطلاعاتو سیستم ډېر پيچلی شوی دی.

د غزني ولایت لپاره د طالبانو والي: هېڅوک باید د هغو کسانو جنازه ونه کړي، چې ځان وژنه کوي

۲۰ زمری ۱۴۰۴ - ۱۱ اګست ۲۰۲۵، ۲۲:۳۱ GMT+۱
د غزني ولایت لپاره د طالبانو والي: هېڅوک باید د هغو کسانو جنازه ونه کړي، چې ځان وژنه کوي
100%

په غزني کې د طالبانو والي عبدالصمد جاوېد د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو د اورېدو د قانون د ښه پلي کېدو په موخه یوه غونډه کې خپلو ټولو اړوندو ادارو ته په جدي ډول ویلي، چې هېڅکله دې د هغو کسانو د جنازې او عامې فاتحې د مراسمو د ترسره کولو اجازه نه ورکوي، چې ځان وژنه کوي.

د غزني ولایت د خبرپاڼې له مخې، د دوشنبې په ورځ (د زمري ۲۰مه) د هبت الله اخوندزاده د لارښوونې پر بنسټ، د دغه ولایت د طالبانو د والي په مشرۍ د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو د اورېدو د قانون د ښه پلي کېدو په موخه غونډه کې د ډاکټرانو د شفري نسخو او همداراز د هغو کسانو لپاره چې ځان وژنه کوي، د جنازې او عامو فاتحو د نه ترسره کولو موضوعات وڅېړل شول.

د طالبانو والي ملا عبدالصمد جاوېد په دې غونډه کې ټولو اړوندو ادارو ته جدي لارښوونه وکړه، چې هېڅکله دې هغو کسانو ته د جنازې او عامې فاتحې د مراسمو د ترسره کولو اجازه ورنه کړي، ځان وژنه کوي.

په دې غونډه کې همداراز د ډاکټرانو د شفري نسخو د مخنیوي لپاره یوه ولایتي کمېټه جوړه شوه، څو په دغه ولایت کې د شفري نسخو له لیکل کېدو مخنیوی وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې همدا نن طالبانو په کندهار او خوست ولایتونو کې ځینو خبریالانو ته ویلي چې تر دې وروسته دې د ځان وژنې خبرونه نه خپروي.

د خوست او کندهار ځینو خبریالانو نن دوشنبه (د زمري ۲۰مه) افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې په یادو ولایتونو کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاستونو ورته سپارښتنه کړې، چې د ځان وژنې پېښو په تړاو نور خبرونه خپاره نه کړي.

یو شمېر خبریالانو ویلي، چې دوی د دې پېښو په پوښښ کې تر سانسور لاندې دي، ځکه طالبان د ځان وژنې پېښو ته د رسنیو پاملرنه د ځان پر خلاف تبلیغات انګیري.

خبریالان وايي، د ځان وژنې د پېښو زیاتوالی له اقتصادي کړکیچونو او د طالبانو له ټولنیزو محدودیتونو سره تړاو لري او په وینا یې پر ځوانانو یې رواني فشارونه ډېر کړي دي.

په لوګر کې د برېښنايي حکومتولۍ په موخه نوي سیستمونه پرانېستل شول

۲۰ زمری ۱۴۰۴ - ۱۱ اګست ۲۰۲۵، ۲۲:۰۶ GMT+۱
په لوګر کې د برېښنايي حکومتولۍ په موخه نوي سیستمونه پرانېستل شول
100%

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزرات وايي، د دغه وزارت د کار چارو مرستیال محمد زاهد احمدزي د لوګر د کار او ټولنیزو چارو په ریاست کې د خدماتو د وړاندې کولو په برخه کې د چټکتیا او روڼتيا په موخه، نوي برېښنايي سیستمونه پرانېستل.

محمد زاهد احمدزي د دغو سیستمونو د پرانېستې پر مهال د دغه ډول سیستمونو جوړول د برېښنايي حکومتولۍ لپاره مهم وبلل او زیاته یې کړه، دغه چاره به د لوګر ولایت اوسېدونکو ته اسانتیاوې برابرې کړي.

د یادونې وړ ده، چې په دغو سیستمونو سره به په برېښنايي بڼه د کار جوازونو ووېشل، املاک او اجناس به ثبت شي، له ګاونډیو هېوادونو را اېستل شوي او د روزنتونونو ماشومان او همدرازا به بې وزلو ته د مرستو د وېش څرنګوالی هم ثبت شي.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې په ځلونو طالب چارواکو ټینګار کړی، چې په دولتي ادارو کې باید کاغذي سیستم له منځه ولاړ او برېښنايي سیستم دود شي. دوی همداراز زیاته کړې ده، چې په ټولو دولتي ادارو کې به د برېښنایي سیستم سره پېچلې چارې اسانه شي.

که څه هم په تېر نظام کې د حکومتولۍ ډېرې چارې برېښنایي شوې وې، خو دغه پروسه د جمهوریت له سقوط سره نیمګړې پاتې شوه.
پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته اندېښنه او پوښتنه دا ده، چې ددغې ډلې ډېری لوړپوړي چارواکي او ماموران چې د شل کلنو جګړو له امله یوازې له مدرسو فارغ دي او له ډیجیټلي سیستم سره نااشنا دي، څنګه کولی شي برېښنایي حکومتولي رامنځته کړي؟

طالبان د کورونو مالکانو ته: له هغو کسانو سره قانوني چلند کېږي، چې د کورونو کرايې لوړوي

۲۰ زمری ۱۴۰۴ - ۱۱ اګست ۲۰۲۵، ۲۱:۳۴ GMT+۱
طالبان د کورونو مالکانو ته: له هغو کسانو سره قانوني چلند کېږي، چې د کورونو کرايې لوړوي
100%

طالبانو له ګاونډیو هېوادونو په ځانګړي ډول له پاکستان او ایرانه د سلګونه زره راستنېدونکو افغانانو د راتګ په درشل کې ویلي، چې د کورونو مالکان باید د خپلو کورونو کرايې لوړې نه کړي. د طالبانو د عدلیې وزارت خبرداری ورکړی، چې له سرغړونکو سره به قانوني چلند وکړي.

د طالبانو د عدلیې وزارت د دوشنبې په ورځ (د زمري په ۲۰مه) وویل، د کورونو د کرايې د کنټرول ګډې کمېټې چې د عدلیې وزارت په مشرۍ جوړه شوې وه، پرېکړه کړې چې د کورونو مالکان د دې اجازه نه لري چې د خپلو کورونو کرایه د تېر کال پر تله له ۱۰سلنې زیاتې کړي او په وینا یې له سرغړونکو سره به قانوني چلند وشي.

دغه وزارت په یوې خبرپاڼه کې ویلي: «د استوګنې د کورونو مالکان اجازه نه لري چې د خپلو کورونو کرايه د ۱۴۰۳ کال پرتله له ۱۰سلنې څخه زياته کړي او له دې سلنې د زیاتېدو په صورت کې دې سرغړونکي تر قانوني تعقيب لاندې ونیول شي.»

دغې کمېټې همداراز پرېکړه کړې، هغه کرايي قراردادونه چې په سپين کاغذ او يا په خپله‌جوړو شویو سټو کې ليکل شوي وي، د اعتبار وړ نه دي او په وینا یې هغو کسانو چې په سپين کاغذ يا په خپله‌جوړو شویو سټو کې معاملې کړي، ژر تر ژره دې د معاملاتو لارښوونې په رسمي سند کې درج کړي.

د طالبانو د عدلیې وزارت زیاتوي، د کورونو د کرايې له قراردادونو په جدي توګه نظارت کوي او د کرايې د زياتوالي او يا غېر رسمي قرارداد د مشاهدې په صورت کې به له سرغړونکو سره جدي چلند وشي.

دغه پرېکړه په داسې حال کې ده، چې له پاکستان او ایرانه را اېستل کېدونکي افغانان په افغانستان او په ځانګړې توګه په لویو ښارونو کې د کورونو د کرایې له لوړوالي شکایت لري.

دوی وايي، هېواد ته په یو مخیز ډول د افغان کډوالو د راستنېدو په درشل کې د کورونو مالکانو د خپلو کورونو کرایې څو برابره لوړې کړي او په وینا یې دوی یې د نیولو وس نه لري.

تر دې مخکې افغانستان انټرنشنل د معاملاتو د لارښونې دفترونو له قوله راپور ورکړی وو، پروسږکال چې د کور کرایه شاوخوا ۱۰زره افغانۍ وه اوس یې کرایه دوه برابره یعنې ۲۰ زره افغانۍ شوې ده.

د یادودنې وړ ده، چې د کورونو د کرايې د کنټرول ګډه کمېټه په دې وروستیو کې د عدليې وزارت په مشرۍ جوړه شوې ده او موخه یې هم د کورونو د کرایو له لوړېدو مخنیوی او د غېر رسمي قراردادونو لغوه کول دي.