ملا خیرالله خیرخواه د طالبانو تر واک لاندې له ملي نیوز ټلویزیون سره په ځانګړې مرکه کې زیاته کړې، چې په افغانستان کې د امریکا او د دوی د متحدینو شل کلن «اشغال» د عقیدوي، ادبي او کلتوري یرغل لامل و.
د نوموړي په باور، اوس په افغانستان کې خپلواک اسلامي نظام حاکم دی او د هېواد وقار هم بېرته راګرځېدلی دی.
خیرالله خیرخواه زیاتوي، افغانستان په بل چا نه جوړېږي، بلکې په خپله افغانان باید لاس په کار شي او په وینا یې افغانان پر دې مسالې پوه شوي او په خپله یې د هېواد ابادۍ ته مټې رانغاړلې دي.
د یادونې وړ ده، چې په افغانستان کې د طالبانو په بیا واکمنېدو سره پر خلکو ډېر محدودیتونه ولګول شول، چې له دې ډلې په کار پوه کسان یا له هېواده وتلو ته اړ شول او یا هم له دندو ګوښه کړای شول، د نجونو د زده کړو او د ښځو د کار د دوام مخه یې ونیوله او دې ته ورته نورو ډېرو محدودیتونو ځينې ځوانان ان ځان وژنې ته اړ کړي دي.
خیرخواه دغه څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې ډېر شمېر طالب چارواکو په ځلونو ویلي، چې د بشري حقونو د دفاع سازمانونه او هېوادونه دې په افغانستان کې د لوېدیځو هېوادونو کلتور د بشري حقونو په نوم د پلي کېدو غوښتنه نه کوي.
دوی همداراز ویلي: «دوښمن د فزیکي جګړې ترڅنګ د فکري یرغل پر مټ غوښتل په ټولنه کې غربي کلتور او منکرات دود کړي.»
یاده دې وي، چې تر دې وړاندې خالد حنفي هم د یو شمېر نورو طالب چارواکو په څېر ادعا وکړه، چې لوېدیځ هېوادونه او ملاتړي یې هڅه کوي، چې په ناسمو او بېځایه تبليغاتو نړۍ ته د 'اسلامي نظام' غلط انځور وړاندې کړي.