د زمري ۲۱مه چې د اګست له ۱۲مې سره برابره ده د ځوانانو د نړۍوالې ورځې په نوم نومول شوې ده.دغه ورځ هر کال د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې لمانځل کېږي او سږنی شعار یې هم «د تلپاتو موخو لپاره د ځوانانو هڅې» دی.
د ملګرو ملتونو سرمنشي هم په همدې تړاو په خپل پيغام کې ویلي، «د هر ځوان لپاره: ستاسو غږ، ستاسو نظرونه او ستاسو مشرتابه خورا زیات ارزښت لري. راځئ چې د ځوانانو په مشرۍ د حل لارو د ملاتړ لپاره سره یوځای کار وکړو او له بنسټ څخه یوه عادلانه، سوله ییزه او دوامداره نړۍ جوړه کړو.»
په کابل کې د ملګرو ملتونو استازولۍ یا یوناما هم د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، په اوسنۍ نړۍ کې د پخوا په پر تله د ځوانانو شمېر ډېر دی او په وینا یې نن ورځ د ځوانانو د ښې راتلونکې د جوړولو لپاره د دغه قشر هوډ، نظرونه او مشرتابه د لمانځنې لپاره ښه فرصت دی.
یوناما همداراز هغه ځوانان چې دمګړۍ له ایرانه راستنېدونکو افغانانو ته په اسلام کلا بندر کې خدمات وړاندې کوي هم ستایلي دي.
افغانستان د نړۍ په هغو هېوادونو کې راځي چې ډېری اوسېدونکي یې ځوانان دي خو ځينې دغه ځوانان بیا په هېواد کې د بېکارۍ او فقر له امله اړ دي، چې په ناقانونه او مرګونو لارو نورو هېوادونو ته د کار په موخه لاړ شي.

ځينې دغه ځوانان د لارې په اوږدو کې د بېلابېلو پېښو له امله مري او کورنیو ته یې د ګټې وټې پر ځای جنازې لېږدول کېږي.
په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو سره سم، نجونې له شپږم ټولګي پورته له زده کړو منعه شوې او دغې چارې بیا مخکې له وخته د جبري ودونو لاره هواره کړې ده.
ځينې افغان کورنۍ بیا د خپلو لوڼو د زده کړو د دوام لپاره نورو هېوادونو مخه کړې ده.
له دې سره سم، ځینې ځوانان د طالبانو له لوري د لګول شویو محدودیتونو او د ژوند د نورو ننګونو له امله ځان وژنې ته اړ شوي او ورسره طالب چارواکو خبرداری ورکړی چې هېڅوک د دغه ډول ځوانانو چې ځان وژنه کوي د جنازې کولو حق نه لري او همداراز یې په عامه توګه د فاتحې مراسم هم بند کړي دي.
د ځوانانو نړۍواله ورځ د یونېسکو سازمان له لوري په ۱۹۹۹کال کې تایید او د لومړي ځل لپاره په۲۰۰۰ کال کې ولمانځل شوه.
د ملګرو ملتونو له معیار سره سم؛ ځوانان هغه کسان دي، چې عمرونه یې د ۱۵ او ۲۴ کلونو تر منځ وي.