• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

امریکا د «سرو زرو ګنبد» په نوم څلور پوړیز دفاعي سیستم جوړوي

۲۲ زمری ۱۴۰۴ - ۱۳ اګست ۲۰۲۵، ۰۰:۴۵ GMT+۱

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د «سرو زرو ګنبد» په نوم د څلور پوړیز هوايي دفاعي سیستم د جوړولو پلان لري.

د دې سیستم یوه پوړ به فضايي او درې نور پوړونه به یې ځمکني وي، چې پکې به د لنډ واټن ۱۱توغندیزې اډې دامریکا په الاسکا او هاوایي کې ځای پر ځای شي.

د لومړني اټکل له مخې، د دې پروژې لګښت ۱۷۵میلیارد ډالرو ته رسېږي، خو د توغندیزو سیستمونو، ځمکنیو سټېشنونو او نیونکو توغندیو دقیق شمېر لا نه دی ټاکل شوی.

ټاکل شوې چې دغه دفاعي سیستم تر ۲۰۲۸کال یا د ټرمپ د احتمالي وروستۍ دورې تر پایه په جنورۍ ۲۰۲۹کې فعال شي.

ترویج لرونکی

د امریکایۍ غورځېدلې الوتکې پیلوټ وايي د ایران په فضا کې یې هیښوونکی ډرون لیدلی
۱

د امریکایۍ غورځېدلې الوتکې پیلوټ وايي د ایران په فضا کې یې هیښوونکی ډرون لیدلی

۲

د پاکستان او روسیې چارواکو د ترهګرۍ پر ګواښونو خبرې کړې دي

۳

د پوتین استازی: د شانګهای همکارۍ سازمان د یو غړي مخالفت د طالبانو د ګډون مخه نیولې

۴

د حزب اسلامي پخوانی مخکښ سیاستوال قطب‌الدین هلال ومړ

۵

بروکسل ته د طالبانو تللي پلاوي خپل سفر پای ته ورساوه

•
•
•

نور کیسې

په غزه کې د لوږې ناورین:د لوږې له امله د مړو شمېر ۲۲۷ ته ورسېد

۲۲ زمری ۱۴۰۴ - ۱۳ اګست ۲۰۲۵، ۰۰:۱۱ GMT+۱
په غزه کې د لوږې ناورین:د لوږې له امله د مړو شمېر ۲۲۷ ته ورسېد
100%

د غزې عامې روغتیا وزارت وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په غزه کې د لوږې له امله ۵ نور فلسطینیان مړه شوي دي. په دې سره د لوږې له امله د مړه شویو کسانو شمېر ۲۲۷ ته ورسېد.

د غزې عامې روغتیا وزارت وايي، پر غزې د اسراییل د بریدونو پر دوام د اسراییل له لوري په کلابندو سیمو کې د لوږې له امله د دوو ماشومانو په ګډون ۵ نور فلسطینیان هم مړه شوي دي.

د سرچینې په وینا، په دې سره په غزه کې د لوږې له امله د مړو شمېر د ۱۰۳ ماشومانو په ګډون ۲۲۷ ته ورسېد.

د اسراییل له لوري غزې ته د مرستو د مخنیوي له امله فلسطینیان د خوراکي توکو له سخت کمښت سره مخ دي او د توکو د بیو د څو برابره لوړېدو له امله د میلیونونو فلسطینیانو ژوند له ګواښ سره مخ دی.

له دې سره سم، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې پر غزې د اسراییل د بریدونو له امله ۸۹ نور فلسطینیان وژل شوي او څه باندې ۵۰۰ نور ټپيان شوي دي.

د یادونې وړ ده، چې پر غزې د اسراییلو د بریدونو او بمباریو له پیله تر اوسه ۶۱ زره او ۵۹۹ فلسطینیان وژل شوي او څه باندې ۱۵۴ زره نور ټپيان شوي دي.

حال وش: په ایران کې د ۱۱ بلوڅو مړې له ۱۸ ورځني ځنډ وروسته خپلو کورنیو ته سپارل شوي

۲۱ زمری ۱۴۰۴ - ۱۲ اګست ۲۰۲۵، ۲۳:۳۴ GMT+۱
حال وش: په ایران کې د ۱۱ بلوڅو مړې له ۱۸ ورځني ځنډ وروسته خپلو کورنیو ته سپارل شوي
100%

حال وش بشر حقونو سازمان وایي، چې د ایران په اصفهان، یزد او خراسان کې د هغو ۱۱ بلوڅو مړي موندل شوي، چې د دغه هېواد د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوي. د سازمان معلوماتو له مخي، د دې کسانو مړي له ۱۸ ورځو ځنډ وروسته خپلو کورنيو ته سپارل شوي‌ دي.

حال وش په نوم د بشري حقونو سازمان د سې شنبه په ورځ (د زمري ۲۱مه) راپور ورکړی، چې د کویر لوت په سیمه کې د ۱۱ بلوڅو مړي موندل شوي، چې د «زمري په ۳مه» د اصفهان، یزد او د سویلي خراسان ولایتونو کې د امنیتي‌ ځواکونو په ځمکني او هوايي‌ بریدونه کې وژل شوي.

دغه سازمان د وژل شویو کسانو انځورونه هم خپاره کړي دي، په وژل شويو کسانو کې ۴ د یوې کورنۍ او دوه د بلې کورنۍ اړوند دي.

حال وش زیاتوي، دغه مړي له ۱۸ ورځو ځنډ وروسته خپلو کورنيو ته سپارل شوي دي.

د ایران امنیتي‌ چارواکو وژل شوي کسان وسله وال او د نشه يي توکو د بانډ غړي یاد کړي او زياته کړې یې ده، چې د دې ډلې مشر هم وژل شوی.

د ایران د امنیتي ځواکونو له لورې د مړو نه سپارل د وژل شویو کسانو د کورنیو غبرګونه او د خلکو غبرګونونه راپارولي دي.

وېسټ انډیز کرېکټ لوبډلې پاکستان ته په یو ورځنۍ لوبلړۍ کې ماتې ورکړه

۲۱ زمری ۱۴۰۴ - ۱۲ اګست ۲۰۲۵، ۲۳:۰۸ GMT+۱
وېسټ انډیز کرېکټ لوبډلې پاکستان ته په یو ورځنۍ لوبلړۍ کې ماتې ورکړه
100%

د کرېکټ نړیوالې شورا د معلوماتو له مخي، وېسټ انډېز کرېکټ لوبډلې پاکستان ته په درې یو ورځنیو سیالیو کې ماتې ورکړه او دغه لوبلړې یې په خپل نوم کړه. په دې سیالیو کې لومړۍ لوبه پاکستان او دوه پرله پسې لوبې وېسټ انډیز کرېکټ لوبډلې ګټلي.

د پاکستان او ویسټ انډیز کرېکټ لوبډلو ترمنځ د درې یو ورځنیو سیاليو په وروستۍ لوبه کې ویسټ انډیز پاکستان ته د ۲۰۲ منډو په توپیر ماتې ورکړه او دغه لوبلړۍ یې دوه پر یو وګټل.

د دې ۵۰ اوریزه لوبلړۍ لومړۍ سیالۍ کې پاکستان د پنځو ویکټو په توپير وټېسټ انډېز مات کړ او دویمه لوبه کې بیا وېسټ انډيز د پنځو ویکټو په توپير او درېیمه د ۲۰۲ منډو په توپير پاکستان کرېکټ لوبډله ماتې کړه.

دغه لوبلړې د وېسټ‌ انډېز په کوربتوب پيل او تر سره شوې.

نتنیاهو د ایران خلکو ته: سړکونو ته راووځۍ او د ازادۍ لپاره خطر ومني

۲۱ زمری ۱۴۰۴ - ۱۲ اګست ۲۰۲۵، ۲۲:۵۰ GMT+۱
نتنیاهو د ایران خلکو ته: سړکونو ته راووځۍ او د ازادۍ لپاره خطر ومني
100%

د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ویلي، د ایران خلک له نږدې پنځو لسیزو راهیسې له لومړنیو انساني حقوقو څخه محروم دي. هغه له ایرانیانو غوښتي چې سړکونو ته راووځي او د مبارزې له لارې خپله ازادي ترلاسه کړي، او باید په دې برخه کې خطر ومني.

د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ویلي، «د ایران خلک له ۴۶ کلونو راهیسې له لومړنیو انساني حقوقو محروم دي»

هغه د ایران خلکو ته په خطاب کې زیاته کړې، «د ایران دیکتاتورانو د خلکو د راتلونکې د جوړولو پر ځای، پر هغوی استبداد او فقر تپلی دی، د ایران خلک د داسې رهبرانو وړ نه دي چې د جګړې پر مهال تښتي او هغوی یوازې پرېږدي.»

نتنیاهو همداراز ایران ولس ته ویلي، «سړکونو ته راووځۍ او خپله ازادي وغواړۍ، له تاسو غواړم چې دا زړورتیا ولرۍ، د خپلو هیلو د پوره کولو توان پیدا کړۍ، د ځانونو او د خپلو کورنیو د ازادۍ لپاره خطر ومنۍ.»

د اسراییل لومړي وزیر وویل: «اوس د عمل او د ازادۍ لپاره د مبارزې وخت دی. دغو تعصب ګرو ملایانو ته د دې اجازه مه ورکوۍ چې ان د یوې دقیقې لپاره هم ستاسو ژوند لمنځه یوسي.»

له ویتنام تر افغانستان: د امریکا د ناکامو جګړو تاريخي تېروتنو تکرارېدل خطرناک دي

۲۱ زمری ۱۴۰۴ - ۱۲ اګست ۲۰۲۵، ۲۰:۰۲ GMT+۱
له ویتنام تر افغانستان: د امریکا د ناکامو جګړو تاريخي تېروتنو تکرارېدل خطرناک دي
100%

یو ژورنال په ویتنام او افغانستان کې د امریکا ښکیلتیا، شخړو او ناکامیو ته په کتلو سره په یو څېړنه کې ویلي: «څنګه چې په نړۍ کې د شخړو امکان زیاتيږي، امریکا باید له هغو ناکامو جګړو څخه درس واخلي، چې په دې هېوادونو کې یې تجربه کړي.»

په څېړنه کې راغلي، چې په دواړو جګړو کې د جګړې کرښې ناڅرګندې، موخې یې نامعلومې، هوايي ځواک یې بې اثره او د ځمکنیو ځواکونو لپاره یې فزیکي ستونزې زياتې وي.

سمال جنګي ژورنال د سې شنبه په ورځ په ویتنام او افغانستان کې د امریکا ښکلتیا او د جګړې ناکامه پایلو ته په اشارې لیکلي، چې امریکا باید د ناکامو تجربو زده کړه وکړي.

د دوی په خبره، چې پنځوس کاله د ویتنام له جګړې او څه باندې څلور کاله د افغانستان د جګړې اوښتې، چې په روښانه ډول دواړو یو ډول پایلې درلودلې.

په څېړنه کې راغلی، چې امریکا په ناڅرګند ډول بې له ټاکلو موخو، بې له پلان او روښانه ستراتیژیک اهدافو تر لاسه کولو جګړې ته ننوتل او په دواړو کې ناکامه شوه.

دوی لیکلي: «پر افغانستان د امریکا برید د القاعده د ځپلو په موخه وو، خو وروسته د جګړې په اوږدېدو سره موخه د خلکو امنیت او ملت جوړونې ته واوښتل او په ویتنام کې د امریکا ماموریت له سلاکارۍ څخه پیل، پراخو نظامي عملیاتو ته واوښتل او د شمالي ویتنام او ګاونډيو هېوادونو پر ضد د بمبارۍ ستراتيژي غوره کړه، څو سولې ته یې اړه کړي.»

د دوی په خبره، چې په دواړو هېوادونو کې د جګړې د زیات لګښت سره سره د خلکو ملاتړ تر لاسه نه شو.

دوی ویلي، چې د امریکا شپږو ولسمشرانو هڅه وکړه، د جګړې لپاره د خلکو ملاتړ ترلاسه کړ؛ خو ونه توانېده.

«د امریکا ولسمشرانو جانسن، نیکسن، بوش، اوباما، ټرمپ او بایډن ټولو هڅه وکړه، چې د جګړې لپاره د خلکو ملاتړ زيات کړي، خو امریکا هر کال د جکړې څخه ناهیلي کېدل.»

په افغانستان او ویتنام دواړو کې د مرکزي حکومتونو پراخ فساد، ناامني زياته او امریکا ولسي ملاتړ له لاسه ورکړی.

په همدې څېړنه کې ادعا شوې، چې د افغانستان د جمهوریت وروستۍ دروې دومره کمزوري شوې، چې په بېلابېلو سیمو کې د مخالفینو موازي حکومتونه د خلکو له لوري مشروع ګڼل کېدل.

د همدې څېړمې په پایله کې ویل شوي، چې امریکا په افغانستان کې د ویتنام د جګړې تجربه تکرار کړه.

په دواړو هېوادونو کې د امریکا له لسیزو اوږدو او ناکامه ښکېلتیا وروسته یو وېشلی ملت او بې اعتباره بهرنۍ تګلاره په میراث پرېښول.

دوی لیکلي: «امریکا په دواړو کې د ناسم، غیر واضح موخې، لوړ لګښت او د بریا د کم احتمال په یوه ژورو کې ښکېله شوه.»