• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د خوړو نړۍوال پروګرام: په افغانستان کې ۹.۵ مېلیونه خلک د خوړو له کمښت سره مخ دي

۲۲ زمری ۱۴۰۴ - ۱۳ اګست ۲۰۲۵، ۰۷:۵۶ GMT+۱

د خوړو نړۍوال پروګرام ویلي، چې په افغانستان کې ۹.۵ مېلیونه خلک د خوړو له کمښت سره مخ دي. دغه بنسټ خبرداری ورکوي، که د خوړو نورې سرچینې برابرې نه شي؛ نو په دغه هېواد کې به د لوږې کچه نوره هم لوړه شي.

د خوړو نړۍوال پروګرام (WFP) سې‌شنبه (د زمري ۲۱مه) په خپله وېپ‌پاڼه د روان کال د جولای میاشتې په اړه په خپل خپور کړي راپور کې ویلي، چې دوی په میاشت کې یوازې يو مېليون بې‌وزلو خلکو ته مرستې رسوي.

دغه سازمان وايي، چې اوس‌مهال د افغانستان ۲۰سلنه خلک د خوړو له کمښت سره مخ دي او که د اکتوبر میاشتې پورې د خوړو نورې سرچینې برابرې نه شي؛ نو د لوږې دغه کچه به نوره هم لوړه شي.

د دغه سازمان د راپور له مخې؛ د خوړو وېشلو مرکزونو دوی ته راپور ورکړی، چې د خوړو زېرمې یې له ۷ تر ۱۰ ورځو پورې خلاصېږي او په دې لنډه موده کې د ښځو او ماشومانو د چټکې خوارځواکۍ مخنیوی ګران کار دی.

درې لویې عایداتي سرچينې چې په تېرو کلونو کې يې د ژور بشري ناورين مخه نيولې وه، اوس کمزورې شوې دي؛ لکه افغانستان ته د بهرمېشتو افغانانو له‌خوا د پيسو لېږد، کښت او کرونده او نړۍوالې بشري مرستې.

د افغانستان له ۳۴ ولايتونو څخه ۱۹ ولایتونه وچکالۍ ځپلي دي. خوراکي مرستې ډېرې کمې شوې او ښایي، چې د ژمي تر رارسېدو مخکې له یو مخې خلاصې شي.

ترویج لرونکی

د امریکایۍ غورځېدلې الوتکې پیلوټ وايي د ایران په فضا کې یې هیښوونکی ډرون لیدلی
۱

د امریکایۍ غورځېدلې الوتکې پیلوټ وايي د ایران په فضا کې یې هیښوونکی ډرون لیدلی

۲

د پاکستان او روسیې چارواکو د ترهګرۍ پر ګواښونو خبرې کړې دي

۳

د پوتین استازی: د شانګهای همکارۍ سازمان د یو غړي مخالفت د طالبانو د ګډون مخه نیولې

۴

د حزب اسلامي پخوانی مخکښ سیاستوال قطب‌الدین هلال ومړ

۵

بروکسل ته د طالبانو تللي پلاوي خپل سفر پای ته ورساوه

•
•
•

نور کیسې

د طالبانو څلور کلنه واکمني؛ د خبريالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۵۳۹ پېښې ثبت شوې دي

۲۲ زمری ۱۴۰۴ - ۱۳ اګست ۲۰۲۵، ۰۷:۰۷ GMT+۱
د طالبانو څلور کلنه واکمني؛ د خبريالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۵۳۹ پېښې ثبت شوې دي
100%

د افغانستان له رسنیو د ملاتړ سازمان چهارشنبه (د زمري ۲۲مه) پر اېکس پاڼه د طالبانو د څلور کلنې واکمنۍ په لړ کې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي د ۵۳۹ ثبت شویو پېښو خبر ورکړی دی.

دغه سازمان د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې دغه پېښې د ۲۰۲۱کال د اګست له میاشتې څخه نیولې بیا د ۲۰۲۵کال د جولای تر میاشتې پورې ثبت شوې دي.

د خبرپاڼې له مخې؛ له دې ډلې ۲ خبریالان وژل شوي، ۲۰ ټپيان شوي، ۲۵۳ نيول شوي، ۷۹ ګواښل شوي، ۵۱ وهل شوي، ۵۹ خبریالانو سره ناقانونه چلند شوی، ۵ تښتول شوي، پر دوو خبريالانو د وژنې هڅې شوې او دغه ډول د خبريالانو د وېرولو او ځورولو نورې پېښې هم ثبت شوې دي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې د جنسيت د وېش له مخې له دې ډلې ۴۸۷نارينه او ۵۲ یې ښځينه خبريالانې دي.

له بل پلوه څو ورځې وړاندې د بې پولې خبریالانو سازمان یا «ار اېس اېف» په څه کم درېیو اونیو کې په کابل د طالبانو له لوري د څلورو خبریالانو او د رسنیو کارکوونکو نیول غندلي دي.

د بې پولې خبریالانو د سویلي اسیا څانګې مشره «سیلیا مرسېر» د یوې اعلامیې په خپرولو سره وایي، د روان کال (د جولای له ۲۲مې) راهیسې د طالبانو استخباراتو او د امربالمعروف او نهې عن المنکر وزارت په کابل کې څلور خبریالان او د رسنیو کارکوونکي په خپل سر نیولي او لا یې هم برخلیک نه دی روښانه شوی.

د بشري حقونو څار سازمان: د افغان کډوالو په اړه د امریکا سیاست له بشري حقونو سره ټکر لري

۲۲ زمری ۱۴۰۴ - ۱۳ اګست ۲۰۲۵، ۰۶:۴۷ GMT+۱
د بشري حقونو څار سازمان: د افغان کډوالو په اړه د امریکا سیاست له بشري حقونو سره ټکر لري
100%

د بشري حقونو څار سازمان وايي، د افغان کډوالو په اړه د ډونالډ ټرمپ ادارې پالیسي د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له نوي راپور سره اړخ نه لګوي.

دغه بنسټ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د امریکا په نوي راپور کې د بشري حقونو د پراخو سرغړونو په اړه راغلي؛ لکه ناقانونه نیول، شکنجه کول، ناوړه چلند او اعدامونه. د دغه راپور له مخې؛ واشنګټن خپله منلې، چې افغانستان اوس هم یو خطرناک ځای دی.

د بشري حقونو څار سازمان زیاته کړې، چې د افغانستان په اړه د ټرمپ ادارې پالیسي له خپلو موندنو سره اړخ نه لګوي؛ ځکه امریکا د زرګونه افغان کډوالو د لنډمهاله خوندیتوب وضعیت لغوه کړی دی.

متحده ایالتونو د هایټي، وېنزویلا، هندوراس، نیپال او نیکاراګوا د کډوالو په اړه هم ورته دریځ غوره کړی دی.

په امریکا کې د لنډمهاله خوندیتوب وضعیت (Temporary Protected Status) هغو کډوالو ته ورکول کېږي، چې د ناوړه بشري وضعیت، طبیعي پېښو، جګړې او ګډوډۍ له امله خپل هېواد ته ستنېدل یې ژوند ته ګواښ پېښوي.

د امریکا د کورني امنیت وزارت د وري په میاشت کې اعلان وکړ، چې د زرګونه افغان کډوالو د لنډمهاله خوندیتوب وضعیت لغوه شوی دی. د تېرې میاشتې په پای کې یوه فډرالي قاضي هم د افغان او کامروني کډوالو د لنډمهاله خوندیتوب وضعیت لغوه کېدل ومنل.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د سې‌شنبې په ورځ په ۲۰۲۴کال کې د افغانستان د بشري حقونو په اړه کلنی راپور خپور کړ.

امریکا: طالبانو په تېر یوه کال کې له بشري حقونو پراخې سرغړونې کړې دي

۲۲ زمری ۱۴۰۴ - ۱۳ اګست ۲۰۲۵، ۰۶:۲۳ GMT+۱
امریکا: طالبانو په تېر یوه کال کې له بشري حقونو پراخې سرغړونې کړې دي
100%

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان په اړه په خپل کلني راپور کې د ۲۰۲۴کال وضعیت څېړلی. په دغه راپور کې د طالبانو له‌خوا د ښځو پر وړاندې د سختو بندیزونو، ناقانونه نیولو، د فردي حقونو او بیان ازادۍ ځپنې اړوند د بشري حقونو پراخه سرغړونه یاده شوې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د سې‌شنبې په ورځ (د زمري ۲۱مه) نېټه خپل کلنی راپور خپور کړ. په دغه راپور کې ویل شوي، چې د بشري حقونو په لړ کې د ښځو او نجونو حقونه په لوړه کچه تر پښو لاندې شوي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د طالبانو د امر بالمعروف وزارت د ټولو افغانانو او په تېره بیا د ښځو او نجونو، پر ژوند سخت بندیزونه لګولي دي.

په دغه راپور کې د ناقانونه او خپلسرو نیونو او وژنو یادونه هم شوې ده. راپور زیاتوي، چې طالبان او داعش خراسان څانګه په ډېرو هدفي وژنو کې لاس لري او دغه وژنې له هغو خلکو غچ اخيستل دي، چې له پخواني حکومت سره یې کار کړی و.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ټینګار کوي، چې طالبان د دغو وژنو مسوولیت نه مني او د حساب ورکولو هیڅ ډول تګلاره نه‌لري.

په راپور کې راغلي، چې طالبانو پر رسنیو ډېر سخت بندیزونه لګولي، خبریالان یې ګواښلي، نیولي او وهلي ډبولي دي.

د راپور له مخې؛ په تېرو دوولسو میاشتو کې د بیان ازادۍ تر ۱۸۰ ډېرې سرغړونې ثبت شوې دي.

دغه ډول یاد وزارت ويلي، چې طالبانو د کلک سانسور له امله انټرنېټي خدمتونه هم محدود کړي دي.

په راپور کې د شکنجې او جسمي سزاوو یادونه هم شوې او ویل شوي، چې طالبان له قانوني څېړنو پرته خلک په عام محضر کې په درو وهي او اعداموي.

دغه وزارت د یوناما د راپور په استناد ویلي، چې په ۲۰۲۳کال کې د طالبانو له‌خوا تر۳۶۰ ډېرې جسمي سزاوې ثبت شوې دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې طالبان د خپلو رسمي اعلامیو خلاف ماشومان د خپلو وسله‌والو ځواکونو په لیکو کې تنظیم کړي دي. طالبانو په ۲۰۲۳کال کې تر ۳۴۰ ډېر ماشومان جذب کړي، چې یوه برخه یې جنګي فعالیتونو او بله برخه یې نورو کارونو ته ځانګړې شوې ده.

د راپور له مخې؛ د بدخشان ولایت په یوه پوځي مرکز کې شاوخوا ۳۰ ماشومان روزل کېږي، چې عمرونه یې د ۱۰ او ۱۸ کالو ترمنځ دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په راپور کې د خپلسرو نیونو او زنداني کېدو یادونه هم کړې او ویلي یې دي، چې طالبان له تور او قانون پرته خلک نیسي او زنداني کوي يې چې دغه زندانیان د مدافع وکیل نیولو حق هم نه‌لري.

ویل شوي، طالبان تر ډېره بریده د ښځو د حقونو فعالان، خبریالان او هغه کسان نیسي چې پر طالبانو نیوکې کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې طالبانو یوازې افغانستان ته د راستنېدونکو کډوالو لپاره یو څه مرستې برابرې کړې دي؛ خو نړۍوالو سازمانونو ته یې د کورنیو بې‌ځایه شویو خلکو د شمېر معلومولو او د هغوی د ستونزو د حل په برخه کې لوی خنډونه جوړ کړي دي.

دغه ډول طالبانو په سرحدونو کې د امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزارت ځواکونه ځای پر ځای کړي، چې افغانستان ته پر راستنېدونکو کډوالو بندیزونه ولګوي.

په راپور کې ټینګار شوی، چې طالبان نړۍوالو بشري حقونو او قوانینو ته ژمن نه دي او په ډېرو برخو کې پر خپلو قوانینو هم سترګې پټوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له نړۍوالې ټولنې غوښتي، چې د افغانستان وضعیت په پرله پسې ډول وڅاري او د افغانانو او په تېره بیا د ښځو او ماشومانو د حقونو ملاتړ وکړي.

سوېلي کوریا په افغانستان کې د اغېزمنو کسانو د ملاتړ په برخه کې ۱۰ مېلیونه ډالر مرسته کړې

۲۲ زمری ۱۴۰۴ - ۱۳ اګست ۲۰۲۵، ۰۴:۵۲ GMT+۱
سوېلي کوریا په افغانستان کې د اغېزمنو کسانو د ملاتړ په برخه کې ۱۰ مېلیونه ډالر مرسته کړې
100%

د ملګرو ملتونو پرمختیايي پروګرام سې‌شنبه (د زمري ۲۱مه) پر وېب‌پاڼه په خپرې شوې خبرپاڼه کې ویلي، دوی د سوېلي کوریا جمهوریت په مالي مرسته په افغانستان کې د بېړنیو حالاتو لپاره له زیانمنو کسانو سره د مرستې، کارموندنې او مهمو بنسټیزو تاسیساتو د بیارغونې پروژه په رسمي ډول پيل کړه.

دغه پروژه چې (REVIVE) نومېږي، د ۲۰۲۵کال د جولای له میاشتې نیولې د ۲۰۲۶کال د جولای تر میاشتې پورې به دوام وکړي چې په افغانستان کې د روان بشري او اقتصادي کړکېچ له امله زیانمن شویو خلکو ته بېړنۍ مرسته رسوي.

د دغې پروژې بودجه ۱۰ مېلیونه امریکایي ډالر ده، چې د افغانستان په شپږو ولایتونو؛ لکه بدخشان، زابل، دایکنډي، فاریاب، خوست او ننګرهار ولایتونو کې به تر ۳۵۰زره ډېرو خلکو سره مرستې وکړي.

د پروژې بنسټیزه موخه بېړنی کار موندل، د مهمو تاسیساتو بیارغونه او په ټولیزه توګه د خوړو خوندیتوب دی. دغه ډول د اقلیمي بدلون پر وړاندې د مقاومت وړتیا ځواک، د ښځو پر ځان بساینې، بېرته ستنېدونکو کډوالو او بې‌ځایه شویو کسانو ملاتړ ته پام کوي.

په افغانستان کې د (UNDP) استازي سټیفن روډریګز وویل: «دغه پروژه د کړکېچ او بیا رغونې ترمنځ یو پل دی. موږ د بنسټیزو تاسیساتو، کارموندنې او سیمه‌ییزو خلکو کې د مقاومت ځواک او زغم پيدا کولو په برخه کې پانګونه کوو. زموږ موخه دا ده، چې خلک بېرته د خپل راتلونکي ژوند واګې په لاس کې واخلي او داسې فرصتونه ورته برابر شي چې ټول په کې شامل شي او دغه فرصتونه پایښت ولري.»

د افغانستان لپاره د سوېلي کوریا جمهوریت سرپرست استازي سونګهوان مون بیا ویلي: «زموږ حکومت تل په ستونزمن وضعیت کې د افغانستان د خلکو ملاتړ کړی او په دې برخه کې ژمن دی. د افغان ملت هوساینه، په تېره بیا له ښځو، ماشومانو او کډوالو سره بشري همکاري زموږ لومړیتوب دی. موږ خوښ یو، چې د ملګرو ملتونو پرمختیایي پروګرام له لارې د افغانستان ملاتړ کوو. موږ باور لرو چې دغه ډول پروژې به د بیا رغونې، بېرته د هيلو راژوندي کولو، وړتیا او ځان‌بساینې په برخو کې ګټورې پایلې ولري. کوریا یو ځل بیا خپله ژمنه تازه کوي، چې د بېړنیو بشري اړتیاوو پوره کولو په برخو کې به له افغانستان سره مرسته کوي.»

دغه پروژه د ملګرو ملتونو پرمختیایي پروګرام او سوېلي کوریا حکومت ترمنځ د دوامداره همکارۍ څرګندونه کوي، د دغې پروژې بنسټیزه موخه دا ده، چې د افغانستان خلک وکولای شي په درناوي او زغم سره بېرته عادي ژوند پيل کړي.

امریکایي سناتور: حکومت دې له قطر څخه د افغان همکارانو د انتقال په اړه خپله ژمنه پوره کړي

۲۲ زمری ۱۴۰۴ - ۱۳ اګست ۲۰۲۵، ۰۴:۰۲ GMT+۱
امریکایي سناتور: حکومت دې له قطر څخه د افغان همکارانو د انتقال په اړه خپله ژمنه پوره کړي
100%

امریکايي سناتور ریچارډ بلومنتال وايي، چې له څلورو کلونو راهیسې شاوخوا ۱۵۰۰ پخواني افغان همکاران په قطر کې د انتقال په تمه دي. هغه وایي:« باید په دې اړه د ټرمپ حکومت خپلې ژمنې پوره کړي او که دغه ژمنه پوره نه‌شي؛ نو مسوولیت به یې زموږ پر غاړه وي.»

ریچارډ بلومنتال دا خبرې په یوه ویډیویي پیغام کې وکړې، هغه وویل: «زموږ افغان همکاران چې ژوند یې له ګواښ سره مخ دی، اوس په قطر کې بند پاتې دي او باید ژر تر ژره له هغه ځایه امریکا ته انتقال شي.»

نوموړي ټینګار وکړ، چې یو ستر ملت باید پر خپلو ژمنو ودرېږي او زیاته یې کړه: «موږ ژمنه کړې وه، چې د دوی د امنیت او هوساینې لپاره به هغوی امریکا ته راولو؛ که موږ دغه ژمنه پوره نه‌کړو د دوی د ژوند مسوولیت به زموږ پر غاړه وي. موږ باید دا کار هم د هغوی لپاره او هم د خپل وجدان ارامولو لپاره وکړو.»

تر دې مخکې (د زمري په ۸مه نېټه) د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له هغو افغانانو سره د مرستې ژمنه کړې وه، چې له امریکايي حکومت او پوځ سره یې په افغانستان کې کار کړی و.

هغه په ځانګړي ډول د هغو افغانانو یادونه وکړه، چې څلور کاله مخکې د کابل تر سقوط وروسته متحده عربي اماراتو ته انتقال شوي وو.

ټرمپ د دغو افغان پناه‌غوښتونکو د برخلیک په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: «موږ ښه خلک پېژنو او هغه څوک چې چندان ښه نه وي هغوی هم پېژنو. ځینې هغه کسان چې مخکې امریکا ته راغلي مناسب نه‌وو؛ خو موږ د هغو خلکو ملاتړ کوو، چې زموږ لپاره یې کار کړی او موږ ورسره ژمنې کړې دي.»

سره له دې چې ټرمپ د پخوانیو افغان همکارانو د ملاتړ خبره کړې؛ خو کله چې هغه بېرته سپینې ماڼۍ ته ستون شو پر کډوالو او په تېره بیا پر افغانانو یې سخت محدودیتونه ولګول. نوموړي افغانستان د هغو هېوادونو په نوملړ کې شامل کړ، چې پر خلکو یې امریکا ته په سفر کولو بندیز لګول شوی دی، دغه بندیز د مستحق او وړ افغان پناه‌غوښتونکو د دوسیو ارزونه ډېره ستونزمنه کړې ده.

په مئ میاشت کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ، چې غواړي د هغو افغانانو د انتقال مسووله اداره وتړي چې د ځانګړې ویزې یا پناه غوښتنې لپاره وړتیا لري.

د کورني امنیت وزیرې هم د افغانانو لپاره د «لنډمهاله خوندیتوب پروګرام» ختمېدو اعلان وکړ، او ویې‌ ویل چې اوس افغانستان ته بېرته ستنېدل نور ګواښ نه‌دی.

جولي جانسون چې د ټېکساس دموکراټه استازې ده؛ دغه پرېکړه د امریکا له ژمنو سره په ټکر کې وبلله. هغې وویل، زرګونه افغانان چې شل کاله یې له امریکايي ځواکونو سره همکاري کړې، ژمنه ورسره شوې وه چې امریکا ته به انتقالېږي؛ خو اوس بې‌برخلیکه پاتې دي او د طالبانو له غچ اخیستنې سره مخ دي.