• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

سوېلي کوریا په افغانستان کې د اغېزمنو کسانو د ملاتړ په برخه کې ۱۰ مېلیونه ډالر مرسته کړې

۲۲ زمری ۱۴۰۴ - ۱۳ اګست ۲۰۲۵، ۰۴:۵۲ GMT+۱

د ملګرو ملتونو پرمختیايي پروګرام سې‌شنبه (د زمري ۲۱مه) پر وېب‌پاڼه په خپرې شوې خبرپاڼه کې ویلي، دوی د سوېلي کوریا جمهوریت په مالي مرسته په افغانستان کې د بېړنیو حالاتو لپاره له زیانمنو کسانو سره د مرستې، کارموندنې او مهمو بنسټیزو تاسیساتو د بیارغونې پروژه په رسمي ډول پيل کړه.

دغه پروژه چې (REVIVE) نومېږي، د ۲۰۲۵کال د جولای له میاشتې نیولې د ۲۰۲۶کال د جولای تر میاشتې پورې به دوام وکړي چې په افغانستان کې د روان بشري او اقتصادي کړکېچ له امله زیانمن شویو خلکو ته بېړنۍ مرسته رسوي.

د دغې پروژې بودجه ۱۰ مېلیونه امریکایي ډالر ده، چې د افغانستان په شپږو ولایتونو؛ لکه بدخشان، زابل، دایکنډي، فاریاب، خوست او ننګرهار ولایتونو کې به تر ۳۵۰زره ډېرو خلکو سره مرستې وکړي.

د پروژې بنسټیزه موخه بېړنی کار موندل، د مهمو تاسیساتو بیارغونه او په ټولیزه توګه د خوړو خوندیتوب دی. دغه ډول د اقلیمي بدلون پر وړاندې د مقاومت وړتیا ځواک، د ښځو پر ځان بساینې، بېرته ستنېدونکو کډوالو او بې‌ځایه شویو کسانو ملاتړ ته پام کوي.

په افغانستان کې د (UNDP) استازي سټیفن روډریګز وویل: «دغه پروژه د کړکېچ او بیا رغونې ترمنځ یو پل دی. موږ د بنسټیزو تاسیساتو، کارموندنې او سیمه‌ییزو خلکو کې د مقاومت ځواک او زغم پيدا کولو په برخه کې پانګونه کوو. زموږ موخه دا ده، چې خلک بېرته د خپل راتلونکي ژوند واګې په لاس کې واخلي او داسې فرصتونه ورته برابر شي چې ټول په کې شامل شي او دغه فرصتونه پایښت ولري.»

د افغانستان لپاره د سوېلي کوریا جمهوریت سرپرست استازي سونګهوان مون بیا ویلي: «زموږ حکومت تل په ستونزمن وضعیت کې د افغانستان د خلکو ملاتړ کړی او په دې برخه کې ژمن دی. د افغان ملت هوساینه، په تېره بیا له ښځو، ماشومانو او کډوالو سره بشري همکاري زموږ لومړیتوب دی. موږ خوښ یو، چې د ملګرو ملتونو پرمختیایي پروګرام له لارې د افغانستان ملاتړ کوو. موږ باور لرو چې دغه ډول پروژې به د بیا رغونې، بېرته د هيلو راژوندي کولو، وړتیا او ځان‌بساینې په برخو کې ګټورې پایلې ولري. کوریا یو ځل بیا خپله ژمنه تازه کوي، چې د بېړنیو بشري اړتیاوو پوره کولو په برخو کې به له افغانستان سره مرسته کوي.»

دغه پروژه د ملګرو ملتونو پرمختیایي پروګرام او سوېلي کوریا حکومت ترمنځ د دوامداره همکارۍ څرګندونه کوي، د دغې پروژې بنسټیزه موخه دا ده، چې د افغانستان خلک وکولای شي په درناوي او زغم سره بېرته عادي ژوند پيل کړي.

ترویج لرونکی

د امریکایۍ غورځېدلې الوتکې پیلوټ وايي د ایران په فضا کې یې هیښوونکی ډرون لیدلی
۱

د امریکایۍ غورځېدلې الوتکې پیلوټ وايي د ایران په فضا کې یې هیښوونکی ډرون لیدلی

۲

د پاکستان او روسیې چارواکو د ترهګرۍ پر ګواښونو خبرې کړې دي

۳

د پوتین استازی: د شانګهای همکارۍ سازمان د یو غړي مخالفت د طالبانو د ګډون مخه نیولې

۴

د حزب اسلامي پخوانی مخکښ سیاستوال قطب‌الدین هلال ومړ

۵

بروکسل ته د طالبانو تللي پلاوي خپل سفر پای ته ورساوه

•
•
•

نور کیسې

امریکایي سناتور: حکومت دې له قطر څخه د افغان همکارانو د انتقال په اړه خپله ژمنه پوره کړي

۲۲ زمری ۱۴۰۴ - ۱۳ اګست ۲۰۲۵، ۰۴:۰۲ GMT+۱
امریکایي سناتور: حکومت دې له قطر څخه د افغان همکارانو د انتقال په اړه خپله ژمنه پوره کړي
100%

امریکايي سناتور ریچارډ بلومنتال وايي، چې له څلورو کلونو راهیسې شاوخوا ۱۵۰۰ پخواني افغان همکاران په قطر کې د انتقال په تمه دي. هغه وایي:« باید په دې اړه د ټرمپ حکومت خپلې ژمنې پوره کړي او که دغه ژمنه پوره نه‌شي؛ نو مسوولیت به یې زموږ پر غاړه وي.»

ریچارډ بلومنتال دا خبرې په یوه ویډیویي پیغام کې وکړې، هغه وویل: «زموږ افغان همکاران چې ژوند یې له ګواښ سره مخ دی، اوس په قطر کې بند پاتې دي او باید ژر تر ژره له هغه ځایه امریکا ته انتقال شي.»

نوموړي ټینګار وکړ، چې یو ستر ملت باید پر خپلو ژمنو ودرېږي او زیاته یې کړه: «موږ ژمنه کړې وه، چې د دوی د امنیت او هوساینې لپاره به هغوی امریکا ته راولو؛ که موږ دغه ژمنه پوره نه‌کړو د دوی د ژوند مسوولیت به زموږ پر غاړه وي. موږ باید دا کار هم د هغوی لپاره او هم د خپل وجدان ارامولو لپاره وکړو.»

تر دې مخکې (د زمري په ۸مه نېټه) د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له هغو افغانانو سره د مرستې ژمنه کړې وه، چې له امریکايي حکومت او پوځ سره یې په افغانستان کې کار کړی و.

هغه په ځانګړي ډول د هغو افغانانو یادونه وکړه، چې څلور کاله مخکې د کابل تر سقوط وروسته متحده عربي اماراتو ته انتقال شوي وو.

ټرمپ د دغو افغان پناه‌غوښتونکو د برخلیک په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: «موږ ښه خلک پېژنو او هغه څوک چې چندان ښه نه وي هغوی هم پېژنو. ځینې هغه کسان چې مخکې امریکا ته راغلي مناسب نه‌وو؛ خو موږ د هغو خلکو ملاتړ کوو، چې زموږ لپاره یې کار کړی او موږ ورسره ژمنې کړې دي.»

سره له دې چې ټرمپ د پخوانیو افغان همکارانو د ملاتړ خبره کړې؛ خو کله چې هغه بېرته سپینې ماڼۍ ته ستون شو پر کډوالو او په تېره بیا پر افغانانو یې سخت محدودیتونه ولګول. نوموړي افغانستان د هغو هېوادونو په نوملړ کې شامل کړ، چې پر خلکو یې امریکا ته په سفر کولو بندیز لګول شوی دی، دغه بندیز د مستحق او وړ افغان پناه‌غوښتونکو د دوسیو ارزونه ډېره ستونزمنه کړې ده.

په مئ میاشت کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ، چې غواړي د هغو افغانانو د انتقال مسووله اداره وتړي چې د ځانګړې ویزې یا پناه غوښتنې لپاره وړتیا لري.

د کورني امنیت وزیرې هم د افغانانو لپاره د «لنډمهاله خوندیتوب پروګرام» ختمېدو اعلان وکړ، او ویې‌ ویل چې اوس افغانستان ته بېرته ستنېدل نور ګواښ نه‌دی.

جولي جانسون چې د ټېکساس دموکراټه استازې ده؛ دغه پرېکړه د امریکا له ژمنو سره په ټکر کې وبلله. هغې وویل، زرګونه افغانان چې شل کاله یې له امریکايي ځواکونو سره همکاري کړې، ژمنه ورسره شوې وه چې امریکا ته به انتقالېږي؛ خو اوس بې‌برخلیکه پاتې دي او د طالبانو له غچ اخیستنې سره مخ دي.

ملګري ملتونه: طالبان د ښځو له شتون پرته ټولنې جوړېدو ته نږدې شوي

۲۲ زمری ۱۴۰۴ - ۱۳ اګست ۲۰۲۵، ۰۱:۳۸ GMT+۱
ملګري ملتونه: طالبان د ښځو له شتون پرته ټولنې جوړېدو ته نږدې شوي
100%

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې ویلي، چې طالبان څلور کاله وروسته له دې چې یو ځل بیا پر افغانستان واکمن شوي، خپل هغه لیدلوري ته نږدې شوي چې له مخې یې مېرمنې له ټولنې په بشپړ ډول حذف شي.

دغه ادارې په خپره کړې اعلامیه کې د افغانستان د ښځو وضعیت د نړۍ «تر ټولو سخت د ښځو د حقونو بحران» بللی او خبرداری یې ورکړی چې دا وضعیت د «عام او عادي کېدو» په حال کې دی.

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې په وینا، د طالبانو فرمانونه ښځې له اساسي حقونو او کرامت محروم کړي، دا لنډمهالي نه دي او هېڅ یو یې لغو شوی نه دی.

د ښځو څانګې زیاته کړې، د دغو محدودیتونو له مخې، نجونې له ۱۳کلنۍ وروسته ښوونځي ته نه شي تللی، ښځې له ډېرو دندو، سیاسي فعالیتونو او په ډېری سیمو کې له محرم پرته له ګرځېدو منع شوي، او ډېری یې د خپل کور په چارو کې د پرېکړې کولو حق هم نه لري.

په اعلامیه کې راغلي، چې د ښځو لپاره د طبي زده‌کړو بندیز، او د هغوی د درملنې لپاره د نارینه ډاکټرانو مخنیوی، د کمېدونکو مرستو سره یوځای، ښځې له اړینو روغتیايي خدمتونو بې‌برخې کړي دي.

د دې وضعیت پایلې ډیرې ګواښونکې بلل شوې: د ښځو د عمر لنډېدل، د میندو د مړینې د کچې لوړوالی، د ماشومو نجونو د ودونو زیاتوالی، او د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي پراخېدل.

اعلامیه ټینګار کوي چې افغانستان له یمن وروسته د نړۍ دویم هېواد دی چې تر ټولو زیات جنسیتي واټن لري، او د فقر او بشري بحرانونو ګډ اغېز ژوند د ټولو، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو، لپاره لا سخت کړی دی.

د ښځو څانګه وایي، افغان ښځې لا هم هیله لري چې برابري ترلاسه کېدلی شي، خو نړیواله ټولنه باید همدا اوس د دوی ملاتړ وکړي، څو د ټولو لپاره د یوه ښه افغانستان په جوړولو کې یوازې پاتې نه شي.

د یادولو وړ ده، چې طالبانو د واکمنۍ له بیا ترلاسه کولو راهیسې د ښځو پر اساسي حقونو پراخ بندیزونه لګولي او د امر بالمعروف او نهی عن المنکر په قانون کې یې د ښځو غږ «عورت» بللی او د کور څخه بهر یې اورېدل منع کړي دي.

د طالبانو ازبک قومندان: لومړني څه مې چې په ارګ کې ولیدل هغه د اشرف غني پګړۍ، چپن او کتاب و

۲۲ زمری ۱۴۰۴ - ۱۳ اګست ۲۰۲۵، ۰۰:۴۱ GMT+۱
د طالبانو ازبک قومندان: لومړني څه مې چې په ارګ کې ولیدل هغه د اشرف غني پګړۍ، چپن او کتاب و
100%

د طالبانو ازبک قومندان او د لوګر والي صلاح الدین ایوبي د دغه ډلې لومړۍ قومندان و، چې د جمهوري نظام د ړنګېدو پر مهال ارګ ته ننوت. هغه وايي: «لومړني څه مې چې په ارګ کې ولیدل هغه د اشرف غني لنګۍ، چپنه او یو کتاب و.»

د طالبانو ازبک قومندان او د لوګر والي صلاح الدین ایوبي د سې شنبه په ورځ (د زمري ۲۱مه) د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلویزیون سره په مرکه کې وویل، کله چې هغه او جنګيالي یې ارګ ته ننوتل «د خوښۍ څخه یې ژړل او نه یې شوای کولی چې یو بل ته وګوري.»

د طالبانو دغه لوړ پوړي قوماندان زیاته کړه چې هغه د لوګر له لارې کابل ته ننوت او هیڅکله یې تصور نه کاوه، چې حکومت سقوط کړی دی.

له هغه وپوښتل شول، چې په ارګ ماڼۍ کې یې لومړی څه ولیدل؟ ایوبي وویل: «ما د اشرف غني لنګۍ او چپنه ولیدل او ډېر خفه شوم. یو کتاب مي هم ولیده، چې هغه به تل لوستلو؛ خو د کتاب نوم مې ندی په یاد.»

د افغانستان پخوانی ولسمشر محمد اشرف غني له دې مخکي، چې طالبان کابل ته داخل شي، له جمهوري ریاست څخه په بیړني حالت کې ووت او په یوه نظامي چورلکه کې ازبکستان ته ولاړ.

هغه وروسته وویل، چې که په کابل کې پاتې شوی وای، نو د پخواني افغان ولسمشر ډاکټر نجیب الله په برخلیک به اخته شوی وو.

طالبانو په ۱۹۹۰ لسیزه کې پلازمېنې ته په ننوتلو سره ډاکټر نجیب الله د کابل په اریانا څلور لارې کې اعدام کړ.

صلاح الدین ایوبي دا هم وویل، چې د طالبانو د دفاع اوسنی وزیر ملامحمد یعقوب مجاهد او د کورنیو چارو وزیر سراج حقاني د پخواني حکومت په وړاندې د جګړې مشري کوله.

ایوبي د انس حقاني یادونه وکړه، چې هغه مهال طالبانو غوښتل د کابل واک د سیاسي حل لارې له مخي واخلي نه په زور يا پوځي برید سره.

هغه وایي له دې خبرو وروسته یې خپلو سرتېرو ته چې د کابل په ولسوالیو لکه چهار اسیاب، پغمان او سروبي کې مېشت وو امر وکړ، چې چمتو واوسي خو تر بلې هدایت مخکې کابل ته داخل نه شي.

دغه طالب قومندان وویل، چې په هم هغه ورځ یوه بجه ماسپښين ملایعقوب امر وکړ، چې کابل ته داخل شي.

نوموړي زياته کړه، چې هغه شاوخوا پنځه زره وسله وال کابل ته داخل کړه.

د ایوبي په خبره کله، چې ارګ ته داخل شول فکر یې نه‌ کاوه، چې هلته به هیڅوک نه وي او ګومان یې کاوه، چې ښايي د ننه خلک وي.

هغه دا هم وویل، چې کابل ته ننوتل یې د واټساپ د همغږی ګروپ له لارې ترسره کړه، ځکه په کابل کې د مخابراتي سیسټمونو درست کار نه کاوه.

دغه طالب قوماندان وویل چې د دوی سرتېري لومړی ځل د کابل ښار د پل خشتي جومات سره راټول شول.

د نوموړي په خبره، چې اوس مهال د یوه مشر د امر لاندې دنده مخ ته وړي او د خدمت لپاره هرې دندې مخ وړلو ته تیار دی.

صلاح‌الدین ایوبي د پخواني حکومت پر وړاندې د جګړې پر مهال په فاریاب ولایت کې د طالبانو والي و. هغه په ۲۰۱۵ کال کې د پخواني ملي امنیت لخوا ونیول شو او بیا په ۲۰۱۸ کې د افغان ملي اردو له بندیانو سره تبادله او خوشې شو.

رحمت الله اندړ طالبانو ته:دین ته «اشغالګرو» نه؛ بلکې تاسې زیان رسولی

۲۱ زمری ۱۴۰۴ - ۱۲ اګست ۲۰۲۵، ۲۳:۳۳ GMT+۱
رحمت الله اندړ طالبانو ته:دین ته «اشغالګرو» نه؛ بلکې تاسې زیان رسولی
100%

د افغانستان د تېر جمهوري نظام د ملي امنیت شورا ویاند رحمت الله اندړ، د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت مشر، هغو څرګندونو ته په غبرګون کې چې «اشغالګرو» دین ته زیان رسولی ویلي، «اشغالګر» دین ته زیان نشي رسولی، بلکې هغه کسان زیان رسوي چې د دین په نوم خپلې نادودې توجیه کوي.

رحمت الله اندړ په خواله رسنۍ اېکس لیکلي، « دین ته اشغالګر زیان نه شي رسولای او نه د دین په اړه د هغوی خبر څوک مني.دین ته د دین په جامه کې خلک زیان رسوي، لکه تاسې چې خپله هره نادوده په دین تبریه کوئ، عام ولس فکر کوي چې همدا دین دی.»

د رحمت الله اندړ په وینا، په اسلام کې د نجونو پر زده کړو او د ښځو پر کار بندیز نشته خو طالبانو د اسلام په نوم دا بند کړي دي.

اندړ زیاته کړې، «لنډه بېلګه یې پر نجونو د تعلیم او پر ښځو د کار بندیز دی چې په اسلام کې نه شته او تاسې د اسلام په نامه دا هر څه بند کړي دي.»

تر دې مخکې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزیر ملا خیرالله خیرخواه ویلي وو، «اشغالګر» د هېوادونو دین، کلتور او اقتصاد ته جدي زیان رسوي او همداراز دوی غواړي، چې نیول شوی هېواد ټول وخت دوی ته اړ او له اقتصادي اړخه یې تر تسلط لاندې وي.

خیرالله خیرخواه: «اشغالګر» د هېوادونو دین، کلتور او اقتصاد ته جدي زیان رسوي | افغانستان انټرنشنل پښتو

نوموړي همداراز زیاته کړې، چې په افغانستان کې د امریکا او د دوی د متحدینو شل کلن «اشغال» د عقیدوي، ادبي او کلتوري یرغل لامل و.

طالبانو له قرغزستان سره دوه سوداګریزې هوکړې لاسلیک کړې

۲۱ زمری ۱۴۰۴ - ۱۲ اګست ۲۰۲۵، ۲۲:۲۵ GMT+۱
طالبانو له قرغزستان سره دوه سوداګریزې هوکړې لاسلیک کړې
100%

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزی چې پرون (دوشنبه د زمري په ۲۰مه) د بشکېک په اقتصادي فورم کې د ګډون په موخه قرغزستان ته تللی وو، نن یې (د زمري په ۲۱مه) د قرغزستان د اقتصاد او سوداګرۍ له وزیر سره په کتنه کې دوه سوداګریزې هوکړې لاسلیک کړې.

په قرغزستان کې د طالبانو سفارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره دغه هوکړې دوه مهمې سوداګریزې هوکړې بللي خو په اړه یې نور جزییات نه دي ورکړي.

د خبرپاڼې له مخې، طالب وزیر نورالدین عزیزي به د قرغزستان په اقتصادي فورم کې له ګډون سربېره د کوربه هېواد له چاراکو او د نورو هېوادونو له استازو سره هم دوه اړخیزې لیدنې ولري.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت په وینا، دغه اقتصادي فورم د بېلابېلو هېوادونو استازو ته د دې فرصت برابروي چې د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو په اړه خبرې او نظریات تبادله کړي.

د یادونې وړ ده چې د قرغزستان اقتصادي فورم د منځنۍ اسیا او سیمې د هېوادونو تر منځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا او د پانګونې د راجلبولو لپاره یو مهمه سیمه‌ییزه ناسته ده، چې د حکومتي استازو ترڅنګ د خصوصي سکتور غړي هم پکې ګډون کوي او د ترانزیټ، انرژۍ، کرنې او د سیمه‌ییزو بازارونو د همکارۍ په څېر موضوعات څېړي.