• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ملګري ملتونه: طالبان د ښځو له شتون پرته ټولنې جوړېدو ته نږدې شوي

۲۲ زمری ۱۴۰۴ - ۱۳ اګست ۲۰۲۵، ۰۱:۳۸ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې ویلي، چې طالبان څلور کاله وروسته له دې چې یو ځل بیا پر افغانستان واکمن شوي، خپل هغه لیدلوري ته نږدې شوي چې له مخې یې مېرمنې له ټولنې په بشپړ ډول حذف شي.

دغه ادارې په خپره کړې اعلامیه کې د افغانستان د ښځو وضعیت د نړۍ «تر ټولو سخت د ښځو د حقونو بحران» بللی او خبرداری یې ورکړی چې دا وضعیت د «عام او عادي کېدو» په حال کې دی.

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې په وینا، د طالبانو فرمانونه ښځې له اساسي حقونو او کرامت محروم کړي، دا لنډمهالي نه دي او هېڅ یو یې لغو شوی نه دی.

د ښځو څانګې زیاته کړې، د دغو محدودیتونو له مخې، نجونې له ۱۳کلنۍ وروسته ښوونځي ته نه شي تللی، ښځې له ډېرو دندو، سیاسي فعالیتونو او په ډېری سیمو کې له محرم پرته له ګرځېدو منع شوي، او ډېری یې د خپل کور په چارو کې د پرېکړې کولو حق هم نه لري.

په اعلامیه کې راغلي، چې د ښځو لپاره د طبي زده‌کړو بندیز، او د هغوی د درملنې لپاره د نارینه ډاکټرانو مخنیوی، د کمېدونکو مرستو سره یوځای، ښځې له اړینو روغتیايي خدمتونو بې‌برخې کړي دي.

د دې وضعیت پایلې ډیرې ګواښونکې بلل شوې: د ښځو د عمر لنډېدل، د میندو د مړینې د کچې لوړوالی، د ماشومو نجونو د ودونو زیاتوالی، او د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي پراخېدل.

اعلامیه ټینګار کوي چې افغانستان له یمن وروسته د نړۍ دویم هېواد دی چې تر ټولو زیات جنسیتي واټن لري، او د فقر او بشري بحرانونو ګډ اغېز ژوند د ټولو، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو، لپاره لا سخت کړی دی.

د ښځو څانګه وایي، افغان ښځې لا هم هیله لري چې برابري ترلاسه کېدلی شي، خو نړیواله ټولنه باید همدا اوس د دوی ملاتړ وکړي، څو د ټولو لپاره د یوه ښه افغانستان په جوړولو کې یوازې پاتې نه شي.

د یادولو وړ ده، چې طالبانو د واکمنۍ له بیا ترلاسه کولو راهیسې د ښځو پر اساسي حقونو پراخ بندیزونه لګولي او د امر بالمعروف او نهی عن المنکر په قانون کې یې د ښځو غږ «عورت» بللی او د کور څخه بهر یې اورېدل منع کړي دي.

ترویج لرونکی

د امریکایۍ غورځېدلې الوتکې پیلوټ وايي د ایران په فضا کې یې هیښوونکی ډرون لیدلی
۱

د امریکایۍ غورځېدلې الوتکې پیلوټ وايي د ایران په فضا کې یې هیښوونکی ډرون لیدلی

۲

د پاکستان او روسیې چارواکو د ترهګرۍ پر ګواښونو خبرې کړې دي

۳

د پوتین استازی: د شانګهای همکارۍ سازمان د یو غړي مخالفت د طالبانو د ګډون مخه نیولې

۴

د حزب اسلامي پخوانی مخکښ سیاستوال قطب‌الدین هلال ومړ

۵

بروکسل ته د طالبانو تللي پلاوي خپل سفر پای ته ورساوه

•
•
•

نور کیسې

د طالبانو ازبک قومندان: لومړني څه مې چې په ارګ کې ولیدل هغه د اشرف غني پګړۍ، چپن او کتاب و

۲۲ زمری ۱۴۰۴ - ۱۳ اګست ۲۰۲۵، ۰۰:۴۱ GMT+۱
د طالبانو ازبک قومندان: لومړني څه مې چې په ارګ کې ولیدل هغه د اشرف غني پګړۍ، چپن او کتاب و
100%

د طالبانو ازبک قومندان او د لوګر والي صلاح الدین ایوبي د دغه ډلې لومړۍ قومندان و، چې د جمهوري نظام د ړنګېدو پر مهال ارګ ته ننوت. هغه وايي: «لومړني څه مې چې په ارګ کې ولیدل هغه د اشرف غني لنګۍ، چپنه او یو کتاب و.»

د طالبانو ازبک قومندان او د لوګر والي صلاح الدین ایوبي د سې شنبه په ورځ (د زمري ۲۱مه) د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلویزیون سره په مرکه کې وویل، کله چې هغه او جنګيالي یې ارګ ته ننوتل «د خوښۍ څخه یې ژړل او نه یې شوای کولی چې یو بل ته وګوري.»

د طالبانو دغه لوړ پوړي قوماندان زیاته کړه چې هغه د لوګر له لارې کابل ته ننوت او هیڅکله یې تصور نه کاوه، چې حکومت سقوط کړی دی.

له هغه وپوښتل شول، چې په ارګ ماڼۍ کې یې لومړی څه ولیدل؟ ایوبي وویل: «ما د اشرف غني لنګۍ او چپنه ولیدل او ډېر خفه شوم. یو کتاب مي هم ولیده، چې هغه به تل لوستلو؛ خو د کتاب نوم مې ندی په یاد.»

د افغانستان پخوانی ولسمشر محمد اشرف غني له دې مخکي، چې طالبان کابل ته داخل شي، له جمهوري ریاست څخه په بیړني حالت کې ووت او په یوه نظامي چورلکه کې ازبکستان ته ولاړ.

هغه وروسته وویل، چې که په کابل کې پاتې شوی وای، نو د پخواني افغان ولسمشر ډاکټر نجیب الله په برخلیک به اخته شوی وو.

طالبانو په ۱۹۹۰ لسیزه کې پلازمېنې ته په ننوتلو سره ډاکټر نجیب الله د کابل په اریانا څلور لارې کې اعدام کړ.

صلاح الدین ایوبي دا هم وویل، چې د طالبانو د دفاع اوسنی وزیر ملامحمد یعقوب مجاهد او د کورنیو چارو وزیر سراج حقاني د پخواني حکومت په وړاندې د جګړې مشري کوله.

ایوبي د انس حقاني یادونه وکړه، چې هغه مهال طالبانو غوښتل د کابل واک د سیاسي حل لارې له مخي واخلي نه په زور يا پوځي برید سره.

هغه وایي له دې خبرو وروسته یې خپلو سرتېرو ته چې د کابل په ولسوالیو لکه چهار اسیاب، پغمان او سروبي کې مېشت وو امر وکړ، چې چمتو واوسي خو تر بلې هدایت مخکې کابل ته داخل نه شي.

دغه طالب قومندان وویل، چې په هم هغه ورځ یوه بجه ماسپښين ملایعقوب امر وکړ، چې کابل ته داخل شي.

نوموړي زياته کړه، چې هغه شاوخوا پنځه زره وسله وال کابل ته داخل کړه.

د ایوبي په خبره کله، چې ارګ ته داخل شول فکر یې نه‌ کاوه، چې هلته به هیڅوک نه وي او ګومان یې کاوه، چې ښايي د ننه خلک وي.

هغه دا هم وویل، چې کابل ته ننوتل یې د واټساپ د همغږی ګروپ له لارې ترسره کړه، ځکه په کابل کې د مخابراتي سیسټمونو درست کار نه کاوه.

دغه طالب قوماندان وویل چې د دوی سرتېري لومړی ځل د کابل ښار د پل خشتي جومات سره راټول شول.

د نوموړي په خبره، چې اوس مهال د یوه مشر د امر لاندې دنده مخ ته وړي او د خدمت لپاره هرې دندې مخ وړلو ته تیار دی.

صلاح‌الدین ایوبي د پخواني حکومت پر وړاندې د جګړې پر مهال په فاریاب ولایت کې د طالبانو والي و. هغه په ۲۰۱۵ کال کې د پخواني ملي امنیت لخوا ونیول شو او بیا په ۲۰۱۸ کې د افغان ملي اردو له بندیانو سره تبادله او خوشې شو.

رحمت الله اندړ طالبانو ته:دین ته «اشغالګرو» نه؛ بلکې تاسې زیان رسولی

۲۱ زمری ۱۴۰۴ - ۱۲ اګست ۲۰۲۵، ۲۳:۳۳ GMT+۱
رحمت الله اندړ طالبانو ته:دین ته «اشغالګرو» نه؛ بلکې تاسې زیان رسولی
100%

د افغانستان د تېر جمهوري نظام د ملي امنیت شورا ویاند رحمت الله اندړ، د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت مشر، هغو څرګندونو ته په غبرګون کې چې «اشغالګرو» دین ته زیان رسولی ویلي، «اشغالګر» دین ته زیان نشي رسولی، بلکې هغه کسان زیان رسوي چې د دین په نوم خپلې نادودې توجیه کوي.

رحمت الله اندړ په خواله رسنۍ اېکس لیکلي، « دین ته اشغالګر زیان نه شي رسولای او نه د دین په اړه د هغوی خبر څوک مني.دین ته د دین په جامه کې خلک زیان رسوي، لکه تاسې چې خپله هره نادوده په دین تبریه کوئ، عام ولس فکر کوي چې همدا دین دی.»

د رحمت الله اندړ په وینا، په اسلام کې د نجونو پر زده کړو او د ښځو پر کار بندیز نشته خو طالبانو د اسلام په نوم دا بند کړي دي.

اندړ زیاته کړې، «لنډه بېلګه یې پر نجونو د تعلیم او پر ښځو د کار بندیز دی چې په اسلام کې نه شته او تاسې د اسلام په نامه دا هر څه بند کړي دي.»

تر دې مخکې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزیر ملا خیرالله خیرخواه ویلي وو، «اشغالګر» د هېوادونو دین، کلتور او اقتصاد ته جدي زیان رسوي او همداراز دوی غواړي، چې نیول شوی هېواد ټول وخت دوی ته اړ او له اقتصادي اړخه یې تر تسلط لاندې وي.

خیرالله خیرخواه: «اشغالګر» د هېوادونو دین، کلتور او اقتصاد ته جدي زیان رسوي | افغانستان انټرنشنل پښتو

نوموړي همداراز زیاته کړې، چې په افغانستان کې د امریکا او د دوی د متحدینو شل کلن «اشغال» د عقیدوي، ادبي او کلتوري یرغل لامل و.

طالبانو له قرغزستان سره دوه سوداګریزې هوکړې لاسلیک کړې

۲۱ زمری ۱۴۰۴ - ۱۲ اګست ۲۰۲۵، ۲۲:۲۵ GMT+۱
طالبانو له قرغزستان سره دوه سوداګریزې هوکړې لاسلیک کړې
100%

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزی چې پرون (دوشنبه د زمري په ۲۰مه) د بشکېک په اقتصادي فورم کې د ګډون په موخه قرغزستان ته تللی وو، نن یې (د زمري په ۲۱مه) د قرغزستان د اقتصاد او سوداګرۍ له وزیر سره په کتنه کې دوه سوداګریزې هوکړې لاسلیک کړې.

په قرغزستان کې د طالبانو سفارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره دغه هوکړې دوه مهمې سوداګریزې هوکړې بللي خو په اړه یې نور جزییات نه دي ورکړي.

د خبرپاڼې له مخې، طالب وزیر نورالدین عزیزي به د قرغزستان په اقتصادي فورم کې له ګډون سربېره د کوربه هېواد له چاراکو او د نورو هېوادونو له استازو سره هم دوه اړخیزې لیدنې ولري.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت په وینا، دغه اقتصادي فورم د بېلابېلو هېوادونو استازو ته د دې فرصت برابروي چې د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو په اړه خبرې او نظریات تبادله کړي.

د یادونې وړ ده چې د قرغزستان اقتصادي فورم د منځنۍ اسیا او سیمې د هېوادونو تر منځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا او د پانګونې د راجلبولو لپاره یو مهمه سیمه‌ییزه ناسته ده، چې د حکومتي استازو ترڅنګ د خصوصي سکتور غړي هم پکې ګډون کوي او د ترانزیټ، انرژۍ، کرنې او د سیمه‌ییزو بازارونو د همکارۍ په څېر موضوعات څېړي.

طالبانو د یو کس د وژنې قضيه کې د خپلو جنګیالیو د بښنې لپاره له یو میلیون ډېرې افغانۍ ورکړي

۲۱ زمری ۱۴۰۴ - ۱۲ اګست ۲۰۲۵، ۲۱:۵۹ GMT+۱
طالبانو د یو کس د وژنې قضيه کې د خپلو جنګیالیو د بښنې لپاره له یو میلیون ډېرې افغانۍ ورکړي
100%

په ننګرهار کې طالبانو د یوه وژل شوي کس کورنۍ ته د قناعت ورکولو وروسته تر یو میلیون زياتې افغانۍ ورکړي. د ننګرهار د سپين غر ولسوالۍ د شډل سېمې اوسېدونکی مطیع الله څه موده وړاندې د طالبانو د شنې قطعې د جنګیالیو له لوري په ډزو سره وژل شوی وو.

په ننګرهار کې د طالبانو د والي دفتر د سې شنبه په ورځ (د زمري ۲۱مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي: «د ولایت مرستیال، د علماو شورا مشر او د استخباراتو مسولینو د قرباني شوي کس له کورنۍ سره لیدنه کړې او له هغوی یې غوښتنه کړې، چې په پېښه کې ښکیل طالب جنګالی وبښي.»

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د طالبانو د شنه قطعې جنګیالیو هم د دییت د ورکړي خبره منلې او د قرباني شوي کورنۍ له بښنې یې مننه کړې.

طالبانو د وژل شوي کس د کورنۍ له قوله لیکلي: «دوی دا بښنه د الله د رضا لپاره کړې او په راتلونکې کې به هيڅ ډول دعوه او ادعا ونه کړي.»

پر طالبانو نیوکه کېږي، چې د وژل شوي کس د کورنۍ رضایت د طالبانو د فشار او ویرې له امله وو.

واک ته د طالبانو له رسېدو را وروسته دا لومړی ځل نه دی، چې دغه ډله د ولسي وګړو د وژنې قضیې، چې د طالب وسله والو سره تړاو لري د پیسو په ورکړي او دکورنیو د بښنې په قانع کولو بندیږي.

د بشري حقونو فعالان وايي، چې دا ډول کړنې نه یوازي د عدالت مخه نیسي، بلکي وسله وال دا ډول پېښو سره عادي کولو ته هڅوي.

سیما ثمر: بندیزونو ته په کتلو، طالبانو د تېر په پرتله هيڅ بدلون نه دی کړی

۲۱ زمری ۱۴۰۴ - ۱۲ اګست ۲۰۲۵، ۲۱:۰۱ GMT+۱
سیما ثمر: بندیزونو ته په کتلو، طالبانو د تېر په پرتله هيڅ بدلون نه دی کړی
100%

د افغانستان بشري حقونو کمېسيون پخوانۍ مشره سیما ثمر وايي، چې په تېرو څلورو کلنو کې د ښځو، عامه خلکو او بشري حقونو په وړاندې د طالبانو بندیزونو ته په کتلو سره دغه ډلې د تېر په پرتله هيڅ بدلون نه دی کړی، او افغانستان په نړۍ کې یوازنی هېواد دی، چې له دین څخه دا ډول استفاده کوي.

د افغانستان د بشري حقونو د کمېسیون پخوانۍ مشرې سیما ثمر د سې شنبه په ورځ (د زمري ۲۱مه) افغانستان انټرنشنل سره په مرکه کې ویلی: «د اګسټ ۱۵مه د افغانستان د سقوط ورځ یوه توره شپه او دردونکې شېبې وې»

د هغې په خبره، چې طالبانو د تېر په پرتله هیڅ تغیر نه دی کړی او یوازی دغه ډله او د هغوی پلویان د بدلون ادعاوي کوي.

سیما ثمر زياتوي، چې د جمهوریت پر مهال د طالبانو تر واک لاندې سیمو کې ان د هلکانو پر مخ ښونځی تړلی او هیڅ پرمختګ په کې ونه شوو.

ثمر په ټینګار سره ویلي، چې د کلونو په تېرو خلک هم دې پایلي ته رسېدلي، چې طالبانو د پخوا په پرتله هیڅ بدلون نه دی کړی.

هغې د ښځو او نجونو په وړاندې د زده کړی او کار بندیز ته په اشارې ویلي، چې طالبانو د ټولو خلکو حقونه تر پښو لاندې کړي دي.

طالبانو د ښځو او نجونو په وړاندې زده کړې تر «امرثاني» پوري بندې کړی، خو د څلورو کلنو په تېرېدو سره بې پایلي امرثاني هم نه شو پوره.

دغه ډلي د ښځو ترڅنګ، پر عامه خلکو، ځوانانو، رسنیو او ټولنې «د شریعت د پلي کېدو» په نوم بېلابیل بندیزونه لګولي.

ګڼو هېوادونو او نړیوالو سازمانونو په وار وار له دغه ډلې د بندیزونو د لیري کېدو غوښتنه کړې؛ خو طالبانو یې اندېښنو ته هیڅ جواب ندی ویلی.