روسیې او اوکراین لسګونه نظامي بندیان سره تبادله کړل

د روسیې د دفاع وزارت د پنجشنبې په ورځ ویلي، چې تېره یې ورځ یې د متحده عربي اماراتو په منځګړیتوب له اوکراین سره د ۸۴ـ ۸۴ نظامي بندیانو تبادله کړې ده. روسیې ویلي، چې خوشې شوي روسي پوځیان دا مهال په بېلاروس کې دي او تر روغتیايي درملنې وروسته به روسیې ته ولېږدول شي.