• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د اسلام اباد غونډې جوړوونکې: پاکستان کې د افغان څېرو غونډه «د اسلام اباد پروسې» پیل دی

۲۷ زمری ۱۴۰۴ - ۱۸ اګست ۲۰۲۵، ۱۳:۱۶ GMT+۱تازه شوی: ۲۷ زمری ۱۴۰۴ - ۱۸ اګست ۲۰۲۵، ۱۴:۴۰ GMT+۱

د پاکستان د جنوبي اسیا د ستراتیژیک ثبات انسټیټیوټ مشره ماریا سلطان وايي، چې د یو شمېر افغان سیاسي او ښځینه فعالانو د غونډې هدف د افغانستان پر وضعیت او سیمه ییزې سولې او ثبات بحث دی او دا به د اسلام اباد پروسې پیل هم وي. دغه ناسته د اګست پر ۲۵مه او ۲۶مه په اسلام اباد کې کیږي.

د پاکستان د جنوبي اسیا د ستراتیژیک ثبات انسټیټیوټ مشرې ماریا سلطان ویلي چې «د غونډې اصلي موخه د سولې او ثبات په اړه بحث کول دي. دا به افغانانو ته دا فرصت هم برابر کړي چې د افغانستان د وضعیت په اړه بحث وکړي او ګډ دریځ غوره کړي.»

د ماریا سلطان په وینا، دا دوه ورځنۍ غونډه به د تړلو دروازو تر شا وي، چې د اسلام اباد پروسې پیل به هم وي.

د ډان ورځپاڼې د یوې پوښتنې په ځواب کې، هغې وویل چې طالبان او ځینې نور سیاسي ګوندونه نه دي بلل شوي، خو دوی به په راتلونکو غونډو کې وي.

ماریا سلطان د زلمي خلیلزاد د څرګندونو په اړه له څه ویلو ډډه کړې خو دا یې روښانه کړې ده، چې د امریکا پخواني استازي زلمي خلیلزاد په قطر کې له طالبانو سره د امریکا په خبرو اترو کې مشري کړې وه، خو اوس د افغانانو د خپل هیواد د راتلونکي په اړه د غونډې مخالفت کوي.

هغې ویلي: «دا غونډه به د افغانانو په مالکیت وي او د ټولنې مختلفې برخې به پکې ګډون وکړي.»

هغې زياته کړه، چې غونډه باید د هیچا لپاره د اندیښنې وړ موضوع نه وي.

نوموړې وویل:« دا اندېښنې ناسمې دي، چې دا غونډه د طالبانو یا هم نورو افغان سیاسیونو پرضد جوړیږي.»

د افغانستان لپاره د پاکستان پخواني ځانګړي استازي اصف دراني ډان ورځپاڼې ته ویلي، چې پاکستان باید د افغانستان په مسالو کې یو اړخ ونه نیسي.

هغه وویل:« که دا یو اکاډمیک تمرین وي، نو سمه ده. دا باید ښکاره ناسته وي، نو خلک باید د هغې پر نتایجو پوه شي.»

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته تېره شنبه وویل، چې د پاکستان په کوربه توب د طالبانو پر ضد د نوي نسل مشرانو، سیاسي فعالانو ، د ګوندونو استازو او په دغه هېواد کې د افغان میرمنو په ګډون ناسته ترسره کېږي.

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي ،چې د ولسي جرګې پخوانۍ غړې شینکۍ کړخیل، فوزیه کوفي، صایمه خوګیاڼۍ، مسعوده کروخي، نرګس نیهان، عبدالله قرلق، مصطفی مستور، نصیر احمد اندیشه، معصومه خاوري، حسین علي یاسا، خان اغا رضایي، زهرا حسیني، میرویس ناب، قهرمان حقاني کاکړ، سیما نوري، ادریس زمان، نور رحمان اخلاقي، احمدالله علیزی، بلقیس احمدي، ضیاالدین آرین زاد، مجیب الرحمن رحیمي، سیما معصومي، محمد کریم اتل، سلما نوید یوسفزۍ، بشیر احمد انصاري، زهرا جویا او یو شمېر نور کسان دې غونډې ته بلل شوي دي.

ترویج لرونکی

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي
۱

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

۲

ملا حسن اخوند د طالبانو ځانګړو ځواکونو ته ۷۰۰۰ افغانۍ امتیازي معاش منظور کړی

۳

په ازبکستان کې د یوه افغان له موټره نږدې ۶۰۰ کیلوګرامه نشه يي توکي موندل شوي

۴

د هوا پوهنې اداره: سبا په ۱۲ ولایتونو کې د بارانونو او سېلابونو راوتو اټکل شوی

۵

د ملایعقوب په مشرۍ غونډه کې د ملا هبت الله د فرمانونو پر بشپړې پلي کېدا ټینګار شوی

•
•
•

نور کیسې

ایران: د مشهد د سرطان ځانګړي روغتون مراجعان ډېری افغانان دي

۲۷ زمری ۱۴۰۴ - ۱۸ اګست ۲۰۲۵، ۱۲:۲۳ GMT+۱

د افغانستان د روغتیايي خدماتو د کمزورتیا له امله زرګونه افغانان د سرطان د درملنې لپاره ګاونډیو هېوادونو ته سفر کوي. د ایران د مشهد «امید» روغتون چارواکي وايي چې تېر کال یې ۹۳ سلنه مراجعین افغان ناروغان وو.

د ایران په ختیځ کې د مشهد امید دولتي روغتون چارواکي وايي، تېر کال د دغه روغتون د مراجعه کوونکو له ډلې ۹۳ سلنه هغه ناروغان وو چې له افغانستان څخه ورغلي وو.

یاد روغتون د ختیځ ایران یوازینی تخصصي دولتي مرکز دی چې د سرطان ناروغانو درملنې ته ځانګړی شوی دی.

د روغتون رییس ډاکټرې سودابه شهیدثالث ویلي، که څه هم د ایران له بېلابېلو سیمو او نورو هېوادونو لکه پاکستان، تاجکستان، عراق، جرمني او البانیا نه ناروغان دې مرکز ته ورځي، خو د افغانستان ناروغان پکې تر ټولو ستره برخه جوړوي.

په افغانستان کې د عامې روغتیا وزارت په ارقامو کې ویل شوي چې هر کال زرګونه افغانان د سرطاني ناروغیو په بېلابېلو ډولونو اخته کیږي، خو د درملنې پرمختللي وسایل، لکه راډیوټراپي، پرمختللې کیموټراپي او تخصصي جراحي خدماتو د نشتوالي له امله ډېر ناروغان ایران او پاکستان ته ځي.

په کابل کې یوازې د "جمهوریت" روغتون ترڅنګ یو شمېر روغتونونو کې محدود خدمات شته، خو د متخصصو ډاکټرانو او عصري تجهیزاتو نشتوالی د دې لامل شوی چې ناروغان خپله درملنه په ګاونډیو هېوادونو کې وکړي.

د ایران د کورنیو چارو وزیر: ایران ته د افغان کډوال ننوتل ۷۰ سلنه کم شوي

۲۷ زمری ۱۴۰۴ - ۱۸ اګست ۲۰۲۵، ۱۱:۵۶ GMT+۱

د ایران د کورنیو چارو وزیر اسکندر مومني وايي، چې پر ختیزو سرحدونو د دیوال جوړولو په پایله کې ایران ته د افغانانو ناقانونه تګ راتګ ۷۰ سلنه راکم شوی دی.

هغه د دوشنبې په ورځ د ایران د ختیزو سرحدونو د انسداد عملیاتو د بیلابیلو برخو د لیدنې پر مهال خبریالانو ته وویل چې د دې سترې طرحې ۱۳۰ کیلومتره برخه د ځمکني پوځ انجنیرۍ ډلې په بریالیتوب سره بشپړه کړې ده.

مومني زیاته کړه چې له افغانستان سره پر ګډو پولو د دې عملیاتو د دوام لپاره اړینې برخې او زیربناوې هم چمتو شوې دي.

د ایران د کورنیو چارو وزیر وویل چې ټول اړوند ملي او ولایتي ارګانونه د دغه دیوال د بشپړ انسداد لپاره جدي دي او اړتیا وړ بودجې هم ورته ځانګړې شوې دي.

مومني زیاته کړه، چې د فزیکي انسداد ترڅنګ به له برېښنايي او نورو تجهیزاتو هم ګټه واخیستل شي.

د ده په وینا، د سرحدونو دایمي امنیت خورا مهم دی او بشپړ انسداد د غیرقانوني تګ راتګ او د نشه‌یي توکو د قاچاق په مخنیوي کې ستره ونډه لري.

ایران له افغانستان سره د سرحدي دیوال جوړول یوه مهمه او ستراتیژیکه پروژه ګڼي چې۹۵۳ کیلومتره اوږدوالی لري او په لومړي پړاو کې یې یوازې په خراسان رضوي ولایت کې ۳۰۰ کیلومتره عملي کېږي.

له کندهار څخه سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو ته د انځرو صادرات پیل شول

۲۷ زمری ۱۴۰۴ - ۱۸ اګست ۲۰۲۵، ۱۱:۵۳ GMT+۱

د طالبانو د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولینو له دغه ولایت څخه نورو هېوادونو ته د انځرو صادراتو د پیل کېدو خبر ورکړ. طالب چارواکي وايي، چې د یوه ملي سوداګر له خوا له کندهاره سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو ته د ۱۰۰ ټنه انځرو د صادرولو لړۍ پيل شوې ده.

د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس محمد حنیف حقمل باختر دولتی اژانس ته ویلي، چې د کندهار انځر د ځانګړي کیفیت او خوږوالي له امله په عربي هېوادونو کې پراخ شهرت لري او د بازار غوښتنه یې ورځ تر بلې زیاتېږي.

د هغه په وینا، په روان فصل کې به نه یوازې انځر، بلکې د کندهار نورې تازه مېوې هم بېلابېلو هېوادونو ته ولېږدول شي.

له دې وړاندې په کندهار ولایت کې د طالبانو کرنې ریاست ویلي و، چې سږ کال په دغه ولایت کې د انځرو په حاصلاتو کې د تېر کال پرتله ۴۰سلنه زیاتوالی راغلی. د دغه ریاست په وینا، سږکال له څه باندې ۱۵زره هکټاره بڼونو تر ۱۳۵زره ټنو پورې حاصلات ترلاسه شوي دي.

د معلوماتو له مخې، تېر کال په دغه ولایت کې د انځرو حاصلات شاوخوا اته زره ټنه وو.

ننګرهار کې په سیلاب کې بند پاتې ۳۷ کسان ژغورل شوي

۲۷ زمری ۱۴۰۴ - ۱۸ اګست ۲۰۲۵، ۱۱:۲۷ GMT+۱

په ننګرهار کې طالب چارواکي وایي چې د جلال اباد ښار اوومې ناحیې اړوند سبزاباد سیمو کې یې د سیلاب له امله په سیمه کې بند پاتې ۳۷ کسان ژغورلي دي.

د ننګرهار ولایت د طالبانو مقام په خپره کړې خبرپاڼه کې وايي، چې د طالبانو مرستیال والي مولوي عزیزالله مصطفی په هڅو د سېلاب په اوبو کې بند پاتې ۳۷ کسان ژغورل شوي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې « مولوي عزیزالله مصطفی د ژغورنې عملیاتو د څار لپاره په سیمه کې حضور درلود او د مرستې لپاره یې له جلال اباد هوایي ډګر او کابل څخه د چورلکو غوښتنه هم کړې وه».

خبرپاڼه زیاتوي، چې له چورلکو وړاندې د لامبوزنو او ټوپونو په مرسته ټول بند پاتې کسان وژغورل شول او د چورلکو اړتیا پیدا نه شوه.

طالبانو د قرغیزستان له چارواکو سره د پانګونې او سیاسي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

۲۷ زمری ۱۴۰۴ - ۱۸ اګست ۲۰۲۵، ۱۱:۱۲ GMT+۱

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د قرغیزستان په پلازمېنه بشکيک کې د دغه هېواد له لومړي وزیر ادیلبېک الېشوویچ او یو شمېر وزیرانو سره د دوه اړخیزو اقتصادي اړیکو، پانګونې او سیاسي همکاریو د پراختیا پر موضوعاتو خبرې کړې دي.

په قرغیزستان کې د طالبانو سفارت ویلي، چې نورالدین عزیزي او ورسره مل پلاوي د قرغیزستان - روسیې په اووم اقتصادي فورم کې ګډون کړی و.

په دغه پلاوي کې په بشکک کې د طالبانو سفیر مولوی عبدالشکور حقاني هم ګډون درلود.

د سفارت په خبرپاڼه کې راغلي، «د سفر پر مهال د طالبانو پلاوي د قرغیزستان له لومړي وزیر ادیلبېک الېشوویچ، یو شمېر وزیرانو، د سیمې د پلاویو له مشرانو او په کوربه هېواد کې د ځینو هېوادونو له سفیرانو سره جلا جلا کتنې کړې دي».

په معلوماتو کې راغلي، چې په دغو کتنو کې د دوه اړخیزو اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پراختیا ترڅنګ، د پانګونې فرصتونو، سوداګریزو همکاریو، د طالبانو د حکومت د لاسته راوړنو او پرمختګونو، او همدارنګه د ډیپلوماټیکو او سیاسي اړیکو د پیاوړتیا په اړه خبرې شوې دي.