د ایران د کورنیو چارو وزیر: ایران ته د افغان کډوال ننوتل ۷۰ سلنه کم شوي

د ایران د کورنیو چارو وزیر اسکندر مومني وايي، چې پر ختیزو سرحدونو د دیوال جوړولو په پایله کې ایران ته د افغانانو ناقانونه تګ راتګ ۷۰ سلنه راکم شوی دی.

د ایران د کورنیو چارو وزیر اسکندر مومني وايي، چې پر ختیزو سرحدونو د دیوال جوړولو په پایله کې ایران ته د افغانانو ناقانونه تګ راتګ ۷۰ سلنه راکم شوی دی.
هغه د دوشنبې په ورځ د ایران د ختیزو سرحدونو د انسداد عملیاتو د بیلابیلو برخو د لیدنې پر مهال خبریالانو ته وویل چې د دې سترې طرحې ۱۳۰ کیلومتره برخه د ځمکني پوځ انجنیرۍ ډلې په بریالیتوب سره بشپړه کړې ده.
مومني زیاته کړه چې له افغانستان سره پر ګډو پولو د دې عملیاتو د دوام لپاره اړینې برخې او زیربناوې هم چمتو شوې دي.
د ایران د کورنیو چارو وزیر وویل چې ټول اړوند ملي او ولایتي ارګانونه د دغه دیوال د بشپړ انسداد لپاره جدي دي او اړتیا وړ بودجې هم ورته ځانګړې شوې دي.
مومني زیاته کړه، چې د فزیکي انسداد ترڅنګ به له برېښنايي او نورو تجهیزاتو هم ګټه واخیستل شي.
د ده په وینا، د سرحدونو دایمي امنیت خورا مهم دی او بشپړ انسداد د غیرقانوني تګ راتګ او د نشهیي توکو د قاچاق په مخنیوي کې ستره ونډه لري.
ایران له افغانستان سره د سرحدي دیوال جوړول یوه مهمه او ستراتیژیکه پروژه ګڼي چې۹۵۳ کیلومتره اوږدوالی لري او په لومړي پړاو کې یې یوازې په خراسان رضوي ولایت کې ۳۰۰ کیلومتره عملي کېږي.