په انډونیزیا کې د افغانستان سفارت القاعده ته نېږدې طالب ته وسپارل شو

القاعده شبکې ته نېږدې طالب چارواکی مولوي سعدالله بلوچ په انډونیزیا کې د دغې ډلې د سرپرست سفیر په توګه دنده پیل کړه.

القاعده شبکې ته نېږدې طالب چارواکی مولوي سعدالله بلوچ په انډونیزیا کې د دغې ډلې د سرپرست سفیر په توګه دنده پیل کړه.
افغانستان انټرنشنل - پښتو ته یو شمېر سرچینو تایید کړې، چې نوموړی القاعده شبکې سره نېږدې اړیکې لري او د جمهوري دولت پر مهال له ایران سره د القاعدې د غړو په تبادله کې یې مستقیم رول درلود.
نوموړی له دې وړاندې د طالبانو تر کنټرول لاندې په بهرنیو چارو وزارت کې د سرحدي او فرهنګي چارو د رییس په توګه دنده کوله
په انډونیزیا کې د افغانستان سفارت په خپل اېکس کې لیکلي: «په جاکارتا کې د افغانستان د اسلامي امارت د سفارت سرپرست مولوي سعدالله بلوڅ د اندونیزیا د خپلواکۍ د اتیا یمې کلیزې د نمانځغونډې په مراسمو کې ګډون وکړ.»

د طالبانو ځايي مسوولین وايي چې د لوګر ولایت محمد اغې ولسوالۍ اړوند ښکار کلا سیمه کې د کرومایټ ډبرو د پروسس فابریکه پرانیستل شوه. د معلوماتو له مخې، یاده فابریکه د یوه تن هېوادوال له خوا د ۱۴ میلیونه افغانیو په ارزښت جوړه شوې ده.
یاد خصوصي شرکت شاوخوا دوه کاله وړاندې د لوګر محمداغې ولسوالۍ اړوند ښکار کلا سیمه کې د ۵ کیلومتره مربع ساحې د کرومایټ ډبرو د کان قرار داد کړی و او د استخراج چارې یې هم روانې دي.
د طالبانو د لوګر د کانونو او پترولیم رییس نقیب احمد فرقاني وای،ي تر دې وړاندې د سورغر زابل شرکت له لوري د کرومایټ ډبرې پروسس له لوګر څخه بهر کېده، چې له دې وروسته به د پروسس چارې هم همدلته پرمخ یوړل شي.
فرقاني زیاته کړه، چې د قرارداد له پیل څخه تر دې دمه د یاد شرکت له خوا ۳۰۰ میلیونه افغانۍ عواید د طالبانو حکومت ته ورکړل شوي.
اوس مهال په لوګر کې د کرومایټ ډبرو په ۵ کانونو کې د استخراج چارې روانې دي او نړیوال بازار کې د یو ټن غیر پروسس شوي کرومایټ ډبرې بیه، تر ۲۰۰ ډالرو رسېږي.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، د هوا له لارې د افغاني محصولاتو د لېږد په موخه د صنعت او سوداګرۍ وزارت، د سوداګرۍ او پانګونې خونې او یوه خصوصي هوايي کارګو شرکت ترمنځ ۳ اړخیزه هوکړه لاسلیک شوه.
د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې، یاد هوايي کارګو شرکت مکلف دی چې په هېواد کې د نورو هوایي کارګو شرکتونو پرتله د صادراتي توکو د لېږد او اړوندو خدمتونو په برخو کې په ارزانه بیه اسانتیاوې برابرې کړي.
یاد شرکت به په لومړي پړاو کې د هوا له لارې چین، هند، ترکیې، روسیې او یو شمېر نورو هېوادونو ته د افغاني صادراتي توکو د انتقال بهیر پیل کړي.
خو سوداګر بیا وايي، د هوا له لارې نړۍوالو بازارونو ته د افغاني توکو لېږد ډېر لګښت لري او له طالبانو غواړي چې په دې برخه کې سبسایډي ومني.

د طالبانو د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د کابل له ټرافیک ریاست سره په همکارۍ د یکشبې په ورځ (د زمري ۲۶مه) د ککړې هوا د مدیریت په موخه د کابل په یو شمېر سیمو کې ۱۱۷ لوګي کوونکي موټر ارزولي او د لوګي کوونکو موټرو اسناد یې ضبط او ټرافیکو ته سپارلي دي.
دغه اداره وايي، له دغې چارې یې موخه د کابل د ککړې هوا مدیریت او همداراز د لوګي کوونکو موټرو پېژندنه او توقف کول دي.
د یادې ادارې د مسوولینو په وینا، دغه بهیر به همداراز دوام ولري.
د یادونې وړ ده، چې د غېر معیاري صنعتي پارکونو، لوګي کوونکو موټرو، حمامونو او نورو ورته برخو له امله د کابل په ګډون د ځينو لویو ښارونو هوا ډېره ککړه ده او ورسره په بېلابېلو موسمونو کې خلک پر ډول ډول ناروغیو اخته کېږي.
د کابل ښار اوسېدونکو په ځلونو د هوا د ککړتیا له امله د رامنځته شویو تنفسي ناروغیو له امله شکایت کړی او وایي، چې په دې برخه کې یوازې کابل ښاریان ګرم نه دي؛ بلکې د دوی په خبره تر ډېره حکومت هم پړ دی، چې د بې کیفیته سون توکو د پلور او پېر مخه نه نیسي او سوداګر هم تر ډېره په خلاص مټ بې کیفیته سون توکي واردوي او پر خلکو یې پلوري.
نن سبا په پلازمېنې کابل کې د وګړو زیاتوالی، د ځنګلونو او ونو پرې کېدل، د نا انډوله ودانیو جوړول او پر شنو فصلونو او کرنیزو ځمکو د کورونو جوړول، د موټرو زیاتوالی هغه لاملونه دي چې د ښار هوا یې ککړه کړې او ورسره بې شمېره تنفسي ناروغۍ هم زیاتې شوې دي.

د احمد ناصر سرمست په مشرۍ د افغانستان د موسیقۍ د ملي انسټیټیوټ اړوند د ځوانانو ارکسټر د یکشنبې په ورځ (د زمري په ۲۶مه) د جرمني د برلین ښار په «کنسرټ هاوس» کې د موسیقۍ د «یانګ یورو کلاسیک» په نړۍوال فېسټیوال کې ګډون وکړ.
په دغه فېسټیوال کې د افغان ځوانانو د ارکسټر په ګډون د بېلابېلو هېوادونو د هنري او موسیقۍ اړوند ټیمونه حضور لري.
د افغانستان د موسیقۍ ملي انسټيټیوټ بنسټګر او مشر احمد ناصر سرمست په دغه نړۍوال فېسټیوال کې وویل: «موږ د موسیقۍ له لارې د افغانستان او افغان ښځو غږونه پورته کوو.»
سرمست زیاته کړه، په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته افغان ولس د موسیقۍ د اورېدو له حقه محروم شوي او هنرمندان هم له خپلو هنري فعالیتونو بې برخې شوي دي.
نوموړي په ډاګه کړه: «افغانستان په نړۍ کې یوازینی هېواد دی چې پکې موسیقي منع ده.»
د یادونې وړ ده، چې د «یانګ یورو کلاسیک» د فېسټیوالونو موخه دا ده چې د موسیقۍ اړوند ځوان نسل معرفي کړي او همداراز د هېوادونو تر منځ د کلتوري مسایلو د تبادلې لپاره زمینه برابروي.
د افغان ځوانانو ارکسټر د افغانستان د موسیقۍ د ملي انسټيټيوټ له زده کوونکو څخه جوړ دی، چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته پرتګال کې استوګن شوي
د افغانستان د موسيقۍ د ملي انسټيټيوټ مشر احمد سرمست تر دې وړاندې هم ویلي و: «د افغان ځوانانو ارکسټر د وطن د ریښتیني بچيانو په په څېر د هېواد د بډايه موسيقۍ ميراث د ساتنې ترڅنګ هڅه کوي، د هرې سندرې په ویلو سره د افغانستان د میلیونونو خاموشه خلکو او د موسیقۍ د مینه والو غږ پورته کړي، چې د طالبانو له خوا مجبوره دي چې چوپه خوله پاتې شي.»
پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته دغې ډلې له خلکو غوښتي، چې د موسیقۍ د وسایلو له پېر، پلور او استعمال ډډه وکړي او ځانونه له «منکراتو» وساتي.

د نورستان ولايت لپاره د طالبانو د کانونو او پټرولیم ریاست مسوولین وايي، د دغه ولایت په وانټ وایګل ولسوالۍ کې د یکشنبې په ورځ د (زمري ۲۶مه) د ازادې بولۍ له لارې د ۵ میلیونه او ۳۶۶ زره افغانیو په ارزښت ۱۲۵ کیلو ګرامه ګران بیه او نیمه ګران بیه ډبرې وپلورل شوې.
د نورستان ولايت لپاره د طالبانو د کانونو او پټرولیم رییس سید الرحیم عمير وايي، دغه ډبرې چې بېروج او کنزیټ دي د وانټ وایګل ولسوالۍ له کانونو ترلاسه شوي او د پلور له اړخه به یې ۵۳۶ زره او۶۰۰ افغانۍ د دولت خزانې ته وسپارل شي.
د نوموړي په وینا، په دې بولۍ (داوطلبۍ) کې د ۱۵۰ داخلي سوداګرو ترڅنګ په لومړي ځل د هند یو شمېر سوداګرو هم ګډون درلود.
دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو څو ورځې وړاندې د نورستان ولایت په نورګرام ولسوالۍ کې بیا ۱۰ کیلوګرامه بېروج د ۳ میلیونه او ۲۵ زره افغانیو په ارزښت پلورلې وې.
طالبانو تر دې وړاندې هم په ځلونو په نورستان او کونړ کې د بېروج ګران بیه ډبرې پلورلې دي. په دغو دوو ولایتونو کې د افغانستان تر بل هر ځایه د ګران بیه ډبرو کانونه ډېر دي.
د راپورونو له مخې؛ په نورستان او کونړ کې په ناقانونه توګه هم د طالبانو د ځینو قوماندانانو له لوري کانونه کېندل کېږي، چې ترلاسه کېدونکي عواید یې د دغه ډلې د ځینو لوړپوړو غړو جېبونو ته ځي.
همدا راز نیوکې کېږي، چې په یادو ولایتونو کې په خورا غېرمسلکي توګه کانونه کېندل کېږي.
همدا راز پر طالبانو تور دی، چې د افغانستان په کانونو یې منګولې ښخې کړي او پرته له ځانګړو معیارونو یې د خپلو عوایدو ډېرېدو لپاره تړونونه کړي.
وېره ده، چې د دغو خپلسرو او نامعیاري تړونونو له کبله به د افغانستان کانونه تر سختو اغېزو لاندې راشي او دغه طبیعي شتمني یې د لوټ کېدو له ګواښ سره هم مخ کړي دي.
