ایرانی چارواکی: حجاب نه رعایتوونکي افغانان به له کورنیو سره وشړل شي

د ایران د قم د بهرنيو مهاجرینو د چارو عمومي مدير علياکبر زارعي اعلان وکړ چې حجاب نه رعایتوونکي بهرني اتباع، په ځانګړې توګه افغانان به له خپلو کورنيو سره یوځای له ایران نه وشړل شي.

د ایران د قم د بهرنيو مهاجرینو د چارو عمومي مدير علياکبر زارعي اعلان وکړ چې حجاب نه رعایتوونکي بهرني اتباع، په ځانګړې توګه افغانان به له خپلو کورنيو سره یوځای له ایران نه وشړل شي.
زارعي د دوشنبې په ورځ د زمري۲۷مه، په يوه خبري ناسته کې وويل چې د افغانانو د اخراج طرحه د ۱۴۰۳ کال د کب له ۱۲مې پيل شوې ده او دا له اسرایيل سره په دولس ورځني جنګ پورې هېڅ تړاو نه لري.
د هغه په وينا، دغه طرحه د طالبانو تر واکمنېدو وروسته د افغانانو د پراخې کډوالۍ او د «اوضاع له ارامېدو» وروسته عملي شوه او دولت د ښه ګاونډيتوب د اصولو له مخې د هغوی د بېرته ستنولو اقدام کړی دی.
زارعي دا هم وويل چې د افغانانو په منځ کې په قم کې هېڅ «جاسوس» نه دی پېژندل شوی او د نيونو له امله د «غير قانوني» مهاجرينو شمېر کم شوی دی.
دغه ایراني چارواکي د افغان کډوالو د شړلو ستونزو ته هم اشاره وکړه او ویې ویل چې د دغو کسانو په وتلو سره د کار ځواک تشه رامنځته شوې، ځکه ډېری درانده کارونه افغانانو کول، او ايراني کارګران حاضر نه دي دغه کارونه ترسره کړي.
هغه زياته کړه چې دا موضوع کېدای شي د کورونو د پروژو د سپارلو پر مهال د ځنډ سبب شي.
نوموړي دغه راز وويل، هغه افغانان چې په زندان کې دي، د بند تر پای ته رسېدو وروسته به یې د استوګنې کارتونه باطل شي او خپل هېواد ته به ستانه شي.


د پخوانۍ افغان ملي اردو جنرال سمیع سادات د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو د ۱۰۶ مې کلیزې په مناسبت ویلي چې هېواد لا هم له حقیقي ازادۍ بې برخې دی او یوازینۍ لار یې د یو مقتدر پوځ په مټ د ازادۍ ساتنه ده.
جنرال سمیع سادات په ایکس پوسټ کې لیکلي: «په تاریخ کې په دغه ورځ، په ۱۹۱۹ کال کې افغانستان د شاه امان الله په رهبرۍ د یوې خونړۍ جګړې وروسته خپل استقلال د انګلستان له امپراتورۍ څخه واخیست او د ازادۍ او پرمختګ لاره یې غوره کړه.»
نوموړي زیاته کړې چې د شاه امان الله خان ځوان حکومت د ملایانو په وسیله او د انګریزانو په ملاتړ ړنګ شو.
جنرال سادات ټینګار کړی: «۱۰۶کاله وروسته نن زموږ ګران افغانستان نه استقلال لري او نه هم ازاد دی، شاه امان الله خان موږ ته یو میراث، چې ملي درې رنګه بېرغ دی، او یو درس پرېښود، چې استقلال په زور اخیستل کېږي او ازادي د یوې مقتدرې اردو له خوا ساتل کېږي.»
دی زیاتوي چې افغانان به د خپلواکۍ لپاره مبارزه روانه وساتي او د شاه امان الله خان لاره به د یوه ملي درس په توګه تعقیبوي.
یاده دې وي چې افغانستان په ۱۹۱۹ کال کې د شاه امانالله خان په مشري له انګلستان څخهسیاسي ازادي ترلاسه کړه. له هغه وخت راهیسې د اګست ۱۹مه د افغانانو د ازادۍ او خپلواکۍ د سمبول په توګه لمانځل کېږي.

واک ته د طالبانو د دویم ځلي رسېدا څلور کاله پوره شول، خو د هرې ورځې په تېرېدو سره ددې ډلې داخلي تضادونه ورځ تر بلې روښانه کېږي.
که څه هم طالبان ځان د «یو موټي» صف په توګه معرفي کوي، خو د دوی د مشرتابه دننه ژور اختلافات نه شي پټېدلی. د دې ډلې د داخلي اختلاف په مرکز کې دوه مهم شخصیتونه را برسېره کیږي چې یو د طالبانو ستر مذهبي مشر ملا هبتالله اخوندزاده او د کورنیو چارو وزیر سراجالدین حقاني، چې د مشهورې حقاني شبکې مشر دی.
د طالبانو یاد دواړه مشران له یوه مذهبي او «جهادي» چاپېریال څخه راوتلي، خو د دوی لیدلوري، سیاسي فکرونه او د راتلونکي افغانستان لپاره تصور ترمنځ ژور توپیرونه دي. دا اختلاف یوازې شخصي نه دی، بلکې د طالبانو د راتلونکې د ټاکلو لپاره یوه ستره سیاسي-ایډیالوژیکه مبارزه ده، چې یو خوا یې مطلقپالنه او انزوا خوښوي او بله خوا یې احتیاطي او ظاهرا «واقعبينانه تعامل» ته تمایل لري.
شریک بنسټونه: دیني سختدریځي او جهادي مخینه
په لومړي نظر کې داسې ښکاري چې دواړه مشران د یوې لارې ملګري او هملاري دي. دواړه د محافظهکارو دیني مدرسو فارغان او د دیوبندي فکر پلویان دي. یو داسې فکر چې د سلفیزم او تصوف ترمنځ موازنه ساتي. په طالبانو کې د دوی داخلي مشروعیت له همدغو دیني پړاوونو سرچینه اخلي.
سره له دې چې د هبتالله اخوندزاده او سراجالدین حقاني ترمنځ په شخصیت، سیاست او ستراتیژیک لیدلوري کې ژور توپیرونه دي، د دوی ایډیالوژیک بنسټونه یو له بله سره ژور تړاو لري. دا مشترکات د اختلافاتو باوجود لا هم د طالبانو د تحریک ګډ وجود ته قوت ورکوي.
دواړه طالب مشران د اسلامي دیني مدرسو فارغان دي؛ یوداسې مذهبي تعلیمي نظام چې د طالبانو د فکري جوړښت اصلي ستن ګڼل کېږي. د دوی زدهکړه د دیوبندي تفکر له مخې شوې ده، چې سختدریځی او له هممهالیتوب سره مبارز سُني اسلامي مکتب دی.
دا مکتب د اسلامي فقې لپاره مطلق اطاعت، د غرب له فرهنګي نفوذ سره ټکر او د شرعي قانون تطبیق ته ژور تعهد لري. دغه فکري چوکاټ د دواړو طالب مشرانو د فکر بنسټیزه برخه جوړوي او د دوی دواړو لپاره یوازینی مشروع نظام، د شریعت پر بنسټ جوړ اسلامي حکومت دی.
سربېره پر دې، دواړه مشران له اسلامپاله سیاسي نظریې سره ژور تړاو لري. هغوی باور لري چې اسلام نه یوازې یو دین، بلکې یو جامع سیاسي نظام هم دی. د دوی له نظره دین او سیاست نهجلا کېدونکي مفاهیم دي او همدغه فکر د هر ډول جمهوري، کثرتپاله یا غربپاله نظام مخالفت ته اړ کړي دي.

په جهادي ډګر کې د دوی شریک بنسټونه لا ژور دي. دواړه د وسلهوال جهاد زړې څېرې دي. هغوی نه یوازې دا چې جهاد یو روحاني او دیني فرض ګڼي، بلکې ځانمرګي بریدونه او نا منظم، غلچکي عملیات یې هم د یوې روا حربې په توګه کارولي. همدې سابقې د دوی دواړو شهرت ته قوت ورکړی او د ډلې دننه یې اعتبار ور لوړ کړی.
سربېره پر دې، دوی له نورو سیمهییزو جهادي شبکو سره هم فکري او عملیاتي اړیکې لري، لکه القاعده، او یو شمېر پاکستاني سختدریځه ډلې. دا اړیکې یوازې فکري نه دي، بلکې لوژستیکي، مالي او نظامي همکاري هم پکې شامله ده. د خپلې جهادي ماضي له کبله، دواړو ته د طالبانو دننه د « باور وړ جهادي مشرانو» په سترګه کتل کېږي.
په وروستیو کلونو کې داسې رپوټونه خپاره شوي چې ملا هبتالله او سراجالدین حقاني دواړه خپلو نږدې پلویانو ته مالي مرستې ورکوي. دا یو نوی اړخ دی چې د دینمحوره مشرۍ ترڅنګ ښيي چې دوی د خپل ځواک او اتوریتې ساتلو لپاره د قبیلوي وفادارۍ تګلارې هم کاروي. دا پیسې یا امتیازات د دیني تعهد پر بنسټ نه، بلکې د سیاسي وفادارۍ او شبکوي اړیکو پر بنسټ ورکول کېږي. له دې لارې دوی هڅه کوي چې خپل قدرت وساتي او په خپله شاوخوا کې یوه وفاداره داخلي کړۍ جوړه کړي.
همدا مشترکات دي چې دواړه مشران یې د طالبانو په جوړښت کې له متضادو نظرونو سره سره د قدرت د اهرمونو په توګه خوندي کړي. خو دا هم واقعیت دی، چې همدا ریښې، که څه هم قوي دي، خو اوس د لیدلوري، تګلارې او تعامل پر سر د اختلاف له امله د ګډو تګلارو لپاره بسنه نه کوي.
توپیرونه: یو تعاملخوښی اوبل مطلقپاله منزوي
د ملا هبتالله او سراجالدین حقاني ترمنځ اصلي اختلاف هلته پیلیږي چې د طالبانو د واک چلولو او د افغانستان د راتلونکي انځور ته تم شو.
ملا هبتالله اخوندزاده یو پټ، مرموز او انزوا غوښتونکی شخصیت دی. نه یوازې دا چې عامو خلکو ته ځان نه ښيي، بلکې له رسنیو، سیاستوالو او نړیوالو پلاویو سره هم هېڅ ښکاره لیدنه نه کوي. د ده دا رازپالنه د «روحاني قدسیت» د جوړولو یوه هڅه ده، خو دا هم واقعیت دی چې دا ډول پټه مشري، د سیاسي مشروعیت او په ډله کې د اعتبار ساتنې لپاره لوی خنډ دی.
په مقابل کې سراجالدین حقاني فعال، خبرې کوونکی او یوڅه پرانېستی شخصیت لري. نوموړی د خپلې ډلې په منځ کې د خړې مرغۍ په نامه مشهور دی، چې غلی او خپ کار کوي. هغه د خبرو ډېر توریالی نه دی، خو په ماتو الفاظو او ریږدېدونکې لهجه خلکو ته د خپل پیغام او لیدلوري د انتقال په برخه کې بریالی دی. هغه له رسنیو سره مرکې کوي، له نړیوالو استازو سره ګوري، ډيپلوماتیکو اړیکو ته لېواله دی او ان له خپلو پخوانیو نظریاتي او سیاسي مخالفانو لکه حامد کرزي او ګلبدین حکمتیار سره هم ناسته ولاړه لري. دغه چلندډول ښيي چې حقاني د خلکو، سیمې او نړۍ د سیاست له اړتیاوو سره بلد دی، یا په دې برخه کې لږترلږه د بلدتیا هڅه کوي.
حقاني د ملا هبتالله په پرتله له رسنیو سره پرانېستې اړیکې او ښه راشه درشه لري. یو شمېر رسنۍ د حقاني شبکې د مالي کانالونو له لارې تغذیه کیږي او یو شمېر نورې پخپله دده د ډلې له لارې سمبالیږي. دې چارې دده تبلیغاتي اړخ پیاوړی کړی او له رسنوالو سره یې دده اړیکې هم ټینګې کړې دي، چې په لویه کې د حقاني شبکې په «مخ سپینولو» کې ټاکونکی رول لرلای شي.
دغه راز حقاني قومي جرګو ته ارزښت ورکوي او ډېری شخړې د خپلې کورنۍ شبکې ( وروڼو او ترونو) له لارې حلوي. دا کار هغه له عامو خلکو سره نږدې کوي. برعکس، ملا هبتالله پر دیني عالمانو تکه کوي، جرګې یو غیرشرعي بدیل ګڼي او یوازې د خپل مطلق فرمان اطاعت ته ارزښت ورکوي. دا توپیر دا ښيي چې یو طالب مشر غواړي د ملت د جوړښتونو له لارې کار وکړي، بل بیا یوازې خپله فتوا مشروع ګڼي.
سراجالدین حقاني دا خبره روښانه کړې چې حکومت یوازې د ملايانو له لوري نه شي اداره کېدای. هغه وايي، حکومت باید د ټولنې له بېلابېلو قشرونو جوړ وي، خو ملا هبتالله د دې مفکورې مخالف دی. د ده له نظره، حکومت باید یوازې د دیني عالمانو تر کنټرول لاندې وي؛ هغه د دیني عالمانو لارښوونې حکمونه ګڼي، چې باید پلي شي.
د ښځو تعلیم، کار او حضور ددوی ترمنځ تر ټولو مهم او جنجالي توپیر دی. ملا هبتالله د نجونو تعلیم بند کړی، د ښځو کار یې محدود کړی او دا ټول د دین برخې ګڼي. سراجالدین حقاني بیا داسې نه دی. که څه هم د ښځو د حقونو بشپړ ملاتړ نه کوي، خو دا یې څو ځله ویلي چې د اسلامي چوکاټ دننه ښځې باید زده کړو او کار ته لاسرسی ولري. دا لیدډول د نرمو اصلاحاتو پر لور د هغه تمایل او په دریځونو کې انعطاف منل راښيي.
حقاني له ګڼو نړیوالو استازو، د ګاونډیو هېوادونو له پلاویو او پخوانیو افغان چارواکو سره لیدلي.
هغه نړیوالو ته دا پیغام ورکوي، چې طالبان اوس د تعامل لپاره چمتو دي، خو ملا هبتالله نه یوازې دا ډول لیدنې ردوي، بلکې ډېری دا ډول تعاملات د عقیدې خلاف ګڼي. د ده اند دا دی، چې نړۍ باید د طالبانو د امارت اصول ومني، نه دا چې طالبان ځانونه له نړیوالو اصولو سره عیار کړي.
طالبان د خپل هویت په تقاطع کې
طالبان د اسلامي نظام دعوه لري، خو دننه په ډله کې د ملا هبتالله او سراجالدین حقاني ترمنځ ژور توپیرونه ښيي چې دا تحریک د یو هویت په ټاکلو کې لا هم سرګردانه دی. دا یوازې دوه شخصیتونه نه دي، بلکې د طالبانو په منځ کې د سیاست، مذهبي معاملاتو او حکومتولۍ په تړاو دوه بېل فکرونه دي.
ملا هبتالله په طالبانو کې د یوه افراطي، مطلقپاله او منزوي لیدلوري استازی دی، چې نه د زمانې غوښتنې مني، نه د ولس غوښتنې.
سراجالدین حقاني بیا د ځینو په باور، په دې ډله کې د یوه نسبتا نرمدریځه شوي، واقعبين شوي او ستراتیژیک مشر تصویر وړاندې کوي، چې غواړي د شریعت په اډانه کې، خو د عصر له اړتیاوو سره سم یو تعاملمحوره امارت رامنځته کړي.
دغه داخلي اختلاف یوازې د طالبانو راتلونکی نه تعریفوي، بلکې د ټول افغانستان برخلیک اغیزمنوي. دا پوښتنه لا بې ځوابه ده، چې افغانستان به د اوسنيمنزوي امارت تر سیوري لاندې پاتې شي او که د یوه نوي، اسلامي، خو پراخ بنسټه نظام پر لور به حرکت وکړي. خو یو څېر ظاهر دی، چې په اوسنۍ بڼه د طالبانو دوام د افغانستان او سیمې ثبات نه شي خوندي کولای او نه هم دا ډله پایېدلای شي.

د ۲۰۲۱ کال د اګست میاشتې پر ۱۵مه د حقاني شبکې جنګیالي له مختلفو لارو کابل ته ننوتل او د وزارتونو، سیاسي استازځایونو، سیاسي شخصیتونو او مهمو مراکزو امنیت یې پرغاړه واخېست.
دې ډلې له پخواني ولسمشر حامد کرزي، ډاکټر عبدالله عبدالله او نورو پخوانیو افغان چارواکو سره مستقیمې او غیر مستقیمې اړیکې ټینګې کړې او دوی ته یې ډاډ ور کړ، چې له امنیتي اړخه اندېښمن ونه اوسي.
ددې ډلې غړي ځانونه ښاري، عصري او له نړیوالو سره د اړیکو لپاره پرانېستي ښيي. له رسنیو سره ښې اړیکې ساتي او پر رسنیو او تبلیغاتو د طالبانو تر نورو ډلو ډېره پانګونه کوي.

د حقاني شبکې بدري لښکر او نورو جنګیالیو د کابل ښار د مهمو واټونو، سیمو او لارو امنیتي واګې په لاس کې واخېستې او پر ښار ددې ډلې تسلط ټینګ شو. دا د حقاني شبکې د قدرت اوج و، چې د طالبانو خپلمنځي شخړې هم ورسره پیدا شوې.
ددې ډلې غړي ځانونه ښاري، عصري او له نړیوالو سره د اړیکو لپاره پرانېستي ښيي. له رسنیو سره ښې اړیکې ساتي او پر رسنیو او تبلیغاتو د طالبانو تر نورو ډلو ډېره پانګونه کوي.
سراجالدین، چې د خپل پلار د نوم، میراث او وسلهوالو مهارتونو وارث دی، نن د افغانستان د امنیت، پولیسو، سرحدونو او ښاري کنټرول ټول صلاحیتونه په واک کې لري.
محمدنبي عمري چې د حقاني له نږدې کسانو څخه دی، د دغه وزارت مرستیال دی. عمري د طالبانو د دویم ځلي واکمنۍ په لومړنیو کلونو کې د خوست د والي په توګه دنده هم ترسره کړې ده.
د طالبانو رژیم د حقاني شبکې په اډانه کې د عامې روغتیا وزارت سرپرست نورجلال جلالي، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت سرپرست نجیبالله حقاني د دغې شبکې مهم غړي دي. نجیبالله حقاني هم د نورجلال جلالي د ماما زوی دی.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرستخلیلالرحمن حقاني چ د ۱۴۰۳ کال په لېندۍ میاشتې کې په یوه ځانمرګي برید کې ووژل شو، د سراجالدین حقاني تره او د حقاني شبکې د بنسټګر «جلال الدین حقاني» ورور و.
«تاجمیر جواد» چې د مولوي منصور د ډلې غړی دی، د طالبانو د استخباراتو عمومي ریاست مرستیالدی. د منصور ډله او حقاني شبکه په خپلو کې پخواني متحدین دي.هغه ته د ځانمرګو د سالار لقب هم ورکړل شوی دی.
د اوبو او انرژۍ وزیر عبداللطیف منصور هم حقانیانو ته نږدې کس بلل کېږي.
مالي خان ځدراڼ چې د طالبانو ددفاع وزارت مرستیال لوی درستیز دی، د سراج الدین حقاني ماما او ددې شبکې مهم غړی دی. نوموړی په لومړنیو هغو کسانو کې شمېرل کیږي، چې د طالبانو د لومړنۍ دورې له سقوط وروسته یې په خوست کې ورانکاري فعالیتونه پیل کړل او پر امریکايي او ناټو ځواکونو یې په مختلفو سیمو کې بریدونه کول.
ددې شبکې بل مهم غړی بلال فاتح دی، چې اوس په واک کې شریک نه دی، خو د مولوي سنګین د ډلې مشري کوي. مولوي سنګین د حقاني شبکې مهم قوماندان و.
د معلوماتو له مخې، شاوخوا ۱۰ ولایتونه او یو شمېر ریاستونه او سفارتونه د حقاني شبکې له غړو سره دي او دغه راز د څه باندې ۱۰ ولایتونو پر امنیه قوماندانۍ او ځینو قولاردوګانو د حقاني شبکې غړي مقرر دي.
د طالبانو په رژیم کې ځینې خپلواکې ادارې د حقاني شبکې په برخه رسېدلې، خو یو شمېر وزارتونه له داسې کسانو سره دي چې هغوی له دواړو خواوو هم له هبت الله او هم حقاني سره ښې اړیکې لري.
د طالبانو د دې مهمې برخې (حقاني شبکې) یو شمېر نور مهم غړي هم د دغه رژیم په مهمو موقفونو کې دي، لکه کډوالو چارو وزیر، چې له حقاني شبکې ښې اړیکې لري او له پخوانیو افغان سیاسي مشرانو سره وخت ناوخته لیدنې کوي. نوموړی د خوست د لکڼو سیمې اوسېدونکی دی.
همداراز ابراهیم حقاني چې د جلالالدین حقاني ورور او د سراجالدین حقاني تره دی، کومه رسمي دنده نهلري، خو د یادې ډلې له ټولو امکاناتوګټه اخلي او دا مهال کابل کې د مخکېني ولسمشر محمداشرف غني په کور کې مېشت دی. ابراهیم حقاني د شبکې د قومي اعتبار په لوړولو، خبرو اترو، جرګو او مرکو کې فعال کس ګڼل کیږي.
د حقاني شبکې وزارتونه:
د کورنیو چارو وزارت
د مخابراتو او ټېکنالوژۍ وزارت
د عامې روغتیا وزارت
د کډوالو وزارت
د اوبو او انرژۍ وزارت د ملا نصرالله منصور ډلې اړوند دی (د حقانیانو متحدین)
خو له کابل بهر د حقاني شبکې رول څومره دی؟
د مرکز په توګه په سیاسي، امنیتي او اقتصادي بدلونونو کې د کابل ارزښت ټاکونکی دی، خو د طالبانو د حکومتولۍ په سیسټم کې واک په غیر رسمي ډول له کابل نه کندهار ته انتقال شوی او دې چارې د کابل رول سمبولیک کړی دی. د طالبانو کابینه، مشران او حتا ټیټ رتبه چارواکي د غونډو، ځان سپیناویو، وفادارۍ د اظهار او رپوټ ورکولو لپاره کندهار ته ځي. پر کابل د حقانیانو تسلط هم ورځ تر بلې محدودیږي.
د افغانستان د ملي اردو پخوانی جنرال او د متحدې جبهې مشر جنرال سمېع سادات په باور، هبتالله له یو شمېر استخباراتي ادارو څخه د حقاني شبکې لوړپوړي کسان اېستلي او پر ځای یې خپل کسان ګومارلي دي.
سادات وايي، په قولاردوګانو کې هم د حقاني شبکې کچه صفر ده او په وینا یې، هېڅ قول اردو د حقاني شبکې په واک کې نشته. نوموړي افغانستان انټرنشنل ته وویل، « حقاني شبکه یوازې په لوګر، میدان وردګ او یو شمېر نورو ولایتونو کې د ګوتو په شمېر قوماندانان لري او نور اکثریت ولایتونه د هبتالله اخوندازه په کنټرول کې دي».
نوموړی زیاتوي، چې اوس د کورنیو چارو وزارت اړوند لوړو بستونو کې هم د حقاني شبکې ونډه کمه شوې او دا مهال ډېری امنیه قوماندانۍ د هبتالله تر کنټرول لاندې دي. سادات په واک کې د هبتالله ونډې ته په اشاره ټینګار کوي چې مذهبي روایت په بشپړه توګه د نوموړي په اختیار کې دی.
د متحدې جبهې مشر وویل: «اکثره جنګي قوماندانان د ملا هبتالله اطاعت کوي. د سراجالدین حقاني او ملا برادر په ګډون که ګڼ شمېر طالب قوماندانان سره یو ځای شي نو یوه قولاردو نهشي نیولای.»
خو له دې سره سره، د شنونکو په باور، که سبا د طالبانو دننه اختلاف رامنځته شي، یا یې مشر مري، یا وژل کیږي، سراج الدین حقاني به د هغه څوکۍ ته تر ټولو لوړ او قدرتمند نوماند وي. سره له دې چې د امیرالمومنین لقب علمي او فقهي وزن ته اړتیا لري، خو د طالبانود دوو نورو مشرانو ملا محمد عمر او مولوي منصور د ټاکل کېدو څرنګتیا ته په پام، پوځي سابقه، د شبکې پراخوالي او د طالبانو په منځ کې نفوذ ټاکونکي عوامل کېدای شي. سراجالدین د دیني علومو له پلوه ښايي د هبتالله اخوندزاده سيال نه وي، خو د سازمان جوړونې، نفوذ پراخونې، بهرنیو جنګیالیو او له نړیوالو سره د هوښیارانه تعامل له اړخه یوه پیاوړی مهره بلل کېږي.

سراج الدین حقاني د خپلې ظاهري څېرې تر شا د پټو او ځنځیري اړیکو ګڼ مخونه لري.
د طالبانو بیا ځل واکمنۍ کې هغه د بحث وړ، تر ټولو ډېر پام اړوونکی او د جنجالي موضوعاتو په نوملړ کې تر ټولو لوړ ځای لري. د ملا هبت الله د مفکورې پر وړاندې دې غلي مخالف ترهګرو ډلو، د سیمې هېوادونو او قدرتونو تر څنګ خپلې نړۍ والې اړیکې هم پراخې کړي دي.
د شبکې له بنسټ اېښودونکي جلال الدین حقاني څخه نیولې تر ننه د دغې ډلې پټو استخباراتي اړیکو دوام موندلی او د پخواني جمهوري نظام د ملي امنیت ځنې لوړ پوړي چارواکي په دې باوردي، چې سراج الدین حقاني او د هغه ورونو له پلاره ورپاتې اړیکې نه یوازې پاللي، بلکې لا یې پراخې کړې هم دي.
د سراج الدین او پاکستان ستراتېژیکه ملګرتیا
د حقاني شبکې له نامه سره د پاکستان د نوم تړاو حتمي یادیدونکی دی. یاد هېواد هغې ته د د دښمن نه بلکې د یوه سټراټېژیک او ژور ملګري په توګه کتل. له پاکستان سره د سراج الدین اړیکې د هغه له پلاره په میراث ورپاتې دي.
پر افغانستان د روسي د یرغل پر مهال جلال الدین حقاني د مولوي محمد یونس خالص په مشرۍ د اسلامي حزب په چوکاټ کې له پاکستان نه خپل فعالیتونه تنظیمول.
جلال الدین چې د افغانستان په سویل ختیځ (خوست، پکتیکا، پکتیا او لوګر) ولایتونو کې یې جنګیالي لرل د امریکا مالي مرستې یې د روسانو خلاف د پاکستان له څارګرې شبکې څخه ترلاسه کولې. د حقانیانو د کورنۍ اړیکې د پاکستان له پوځ او چارواکو سره له اتیایمې لسیزې پیل شوې او تر ننه یې دوام موندلی دی. سراج الدین حقاني په ۲۰۰۲ کال کې وروسته له هغه په عملي توګه د جګړې میدان ته کښېوت چې د امریکا په مشرۍ بهرنیو ځواکونو د طالبانو پخوانی حکومت د پوځي بریدونو له کبله نسکور کړ.

د امریکا د ترهګرۍ ضد ملي مرکز د معلوماتو له مخې، هغه خپل فعالیتونه له وزیرستان او مېرانشاه څخه پیل کړل چې د جګړې پر مهال یې د خپل ژوند ډېره برخه هم هملته تېره کړې ده. دغه سیمې د سراج الدین پلرني ټاټوبي ته څېرمه پر ډیورنډ کرښې پرتې دي او په دغه چاره کې ورسره د پاکستان د استخباراتي ادارو کلک ملاتړ موجود و. هغه وکولای شول چې د پاکستان په مرسته یادو سیمو کې خپلو جنګیالیو ته خوندي روزنځایونه او دیني مدرسې برابرې کړي چې ان ځانمرګي بریدګر یې هم پکې روزل.
د مخکیني جمهوريت د ملي امنیت یوه لوړ پوړي دوه ستوریز جنرال افغانستان انټرنشنل ته وايي،د سراج الدین د کورنۍ غړي هم په پاکستان کې اوسیدل او هلته ورته د استوګنې لپاره ځانګړي کورونه هم ورکړل شوي وو. سرچینې زیاته کړې، که څه هم د دوی د کورنۍ غړي د ګرځیدو له کبله تر سخت امنیتي څار لاندې وو، خو د پاکستان امنیتي ادارو ورته د تګ راتګ په موخه ځانګړي کارتونه او امکانات ورکړي وو.
په ۲۰۱۱ کال کې د امریکا د پوځ لوی درستیز مایک مولن د پاکستان استخباراتي شبکېاو حقانیانو د اړیکو په اړه ویلي و، چې سراج الدین د دغه هېواد یوه قوي مټه ده او د افغانستان دننه یې لوی لوی ترهګریز بریدونه ترسره کړي دي.
په ۲۰۱۵ کال کې د ملا عمر د مړینې له تایید وروسته هغه د طالبانو د پخواني وژل شوي مشر ملا اختر محمد منصور مرستیال وټاکل شو. د امریکا د جګړه ییزو مطالعاتو انسټیټیوټ (ISW) په یوې څېړنه کې په ډاګه کړې چې د دغې مرستیالۍ طرح هم د ای اېس ای له لوري چمتو شوې وه.
د مخکیني جمهوریت د ملي امنیت د یوه پخواني چارواکي په وینا، حتی په ۲۰۲۱ کال کې پاکستان هڅه وکړه چې سراج الدین حقاني ته د طالبانو په حکومتي چوکاټ کې د لویې او تصمیم نیوونکې څوکۍ ځای پیدا کړي.
امریکا سره له جګړې تر نرمښته
د حقانیانو د کورنۍ مشر جلال الدین حقاني له پخواني شوروي اتحاد (اوسنۍ روسیې) سره د جګړې پر مهال د امریکا له استخباراتي ادارې (سي ای اې) څخه ځانګړېبسپنې ترلاسه کولې. د ۲۰۲۸ کال د سپټمر په څلورمه نېټه د نیوز ویک مجلې په یوه راپور کې ویل شوي چې په دغو بسپنو کې د شوروي اتحاد له ځواکونو سره د مخامخ جګړې لپاره جنګي وسایل، وسلې او نغدي کڅوړې هم شاملې وې. په ډاګه شوې چې دغه مرستې لومړی د پاکستان څارګرې شبکې او بیا د هغوی په مرسته بېلابېلو جهادي ډلو ته هم وېشل کیدې.
د امریکا څارګرې شبکې «سي ای اې» مشر او ځینو غړو ان له جلال الدین سره په پاکستان کې د نويېمې لسیزې پر مهال مخامخ ناستې هم درلود. د طالبانو په بیا ځل واکمنۍ سره دا اړیکې له منځه ولاړې او د یادې ډلې د لومړني حکومت تر نسکوریدو وروسته د حقانیانو او امریکا ترمنځ پر یو بل بریدونه پیل شول.
د پخواني جمهوري نظام د موقتې ادارې په لومړنیو ورځو کې سراج الدین حقاني او د هغه ورونو د خپل پلار تر لارښوونو لاندې د حقاني شبکه پراخه کړه او په عملي توګه یې د امریکا په ګډون د بهرنیو ځواکونو خلاف د جګړې پیل کیدو اعلان وکړ. د پرځېدلي جمهوري نظام د استخباراتي چارو یو مخکښ غړی وایي، حقاني شبکې د امریکایي ځواکونو خلاف ځانمرګي بریدګر وروزل او له سویل ختیزو ولایتونو څخه یې ځینې جنګیالي هم خپلې ډلې ته جذب کړل.
ویل کېږی د دغې ډلې په پراخیدو کې له سراج الدین حقاني او د هغه له کورنۍ سره د پاکستان څارګرې شبکې ځانګړې همکاري وکړه، خو دا ځل یې د امریکا د مرستو پر ځای له هغوی سره د جګړې خلاف وپړسول. بېلابېلو امریکایي چارواکو په وار وار د جورج ډبلیو بوش او بارک اوباما د واکمنۍ پر مهال پاکستان ته ګوته نیوله چې حقاني شبکې ته یې پټنځایونه او مالي سرچینې برابرې کړې دي.
امریکا سراج الدین حقاني د خپلو دغو فعالیتونو له کبله د نړۍ والو ترهګرو په تور لېسټ کې راوست او ان د هغه په ګډون یې د دې شبکې د نورو لوړ پوړو غړو پر سرونو نږدې لس لس میلیونه ډالره نغدي جایزې وټاکلې. دې چارې څرګنده کړه چې د طالبانو د نورو ډلو په پرتله دې شبکې د امریکا په سختو بندیزونو کې ځای درلود. د حقاني شبکې اوسنی مشر د ځان خوندیتوب په برخه کې دومره جدي و چې هېڅ انځور یې نه و رسنیز شوی او د امریکا له اعلان شوې جایزې سره یې هم یوازې رسامي ډوله انځور خپور شوی و.
په ۲۰۲۱ کال کې د امریکايي او ناټو ځواکونو تر وتلو وروسته سراج الدین حقاني د خلکو او رسنیو په مخ کې راښکاره شو. هغه د کورنیو چارو وزارت په ودانۍ کې خپل انځورونه او ویډیوګانې رسنیزې کړې چې ورسره هم مهاله د امریکا له لوري د هغه ځای ځایکي موندلو پر سر د جایزو مسئلې هم غوغا جوړه کړه. د امنیتي چارو کارپوهانو په وینا، په عامه توګه د هغه راڅرګندیدل هم ممکن د امریکا له څارګرو سازمانونو سره د بندیزونو د مشروط ختمیدو پر سر هوکړه وه.
له دې سره هم مهاله سراج الدین حقاني د هېواد د بېلابېلو ولایتونو په ګډون ځینو بهرنیو هېوادنو ته هم په ښکاره سفرونه وکړل او په لویو لویو غونډو کې یې ویناوې وکړې. سره له دې چې هغه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له لوري د سفرونو د بندیز په لېسټ کې هم شامل و، خو څو ځله ورته سعودي عربستان ته د عمرې حج ترسره کولو او متحده عربي امارتو ته د سفر کولو معافیت هم ورکړل شوی دی.
د روان لمریز کال د (وري ۴مه) د امریکا د بهرنیو چارو وزارت افغانستان انټرنشنل ته ومنله چې د سراج الدین حقاني په ګډون یې عزیز حقاني او یحیی حقاني د عدالت لپاره د جایزو له نوملړ څخه اېستلي دي. خو دا یې هم زیاته کړې وه چې دغه کسان لا هم د نړۍ والو ترهګرو په نوملړ کې په خپل ځای پاتې دي. کارپوهانو د امریکا له لوري پر سراج الدین د دغو جایزو لغوه کیدل له امریکا سره د هغه د اړیکو نرمښت وښود.
سراج الدین د عربانو په دروازه کې
د ۱۴۰۳ کال د سلواغې په میاشت کې سراج الدین حقاني په یوه ناڅاپي سفر چې د طالبانو د استخباراتو رییس عبدالحق وثیق یې هم ملتیا کوله متحده عربي اماراتو ته ولاړ. هغه په دې لیدنه کې د اماراتو له ولسمشر محمد زاهد بن النهیان سره هم کتلي وو.
دا متحده عربي اماراتو ته د سراج الدین دویم سفر ګڼل کېږي. که څه هم طالبانو په خپلو خبرپاڼو کې د دغو سفرونو موخې د اقتصادي اړیکو، امنیتي همکاریو پراختیا او سوداګریزو برخو کې همکارۍ بللې وې، خو د امنیتي چارو کارپوهانو له دغو مسئلو هاخوا نورو مسایلو ته کتنه کوله.

له چین او روسیې سره د سراج الدین اړیکې
د ۲۰۲۴ په جولای میاشت کې سراج الدین حقاني په کابل کې د طالبانو له سفیر ژایو شینګ سره د امنیتي مسایلو په تړاو ناسته وکړه. د چین سفیر په کورنیو چارو وزارت کې د هغه دفتر ته ورغلی و او غوښتنه یې ترې کړې وه چې د د دوی ضد اېغور مسلمانانو (ETIM) وسله والې ډلې ته دې په افغانستان کې ځای نه ورکوي.
په دې ناسته کې د افغانستان دننه د چینایي پانګه والو او شرکتونو د امنیت خوندیتوب په تړاو هم چین له سراج الدین حقاني څخه د همکاریو غوښتنې کړې وې. د امنیتي چارو کارپوهان وايي، که څه هم چین د حقاني شبکې په پرتله پر کندهاري طالبانو ډېره تکیه کوي، خو د خپل محتاط سیاسي چلند له امله هڅه کوي له حقاني شبکې سره هم خپلې اړیکې د امکان تر کچې وساتي.
د طالبانو د کورنیو چارو وزیر له سفیرانو سره د اړیکو په ترڅ کې د روسیې له سفیر سره هم څو څو ځله ناستې کړې او د امنیت تر څنګ یې د نشه یي توکو د قاچاق د مخنیوي په برخو کې ورسره خبرې کړې دي. د ۲۰۲۴ کال د مارچ په میاشت کې د روسیې سفیر دیمیتري ژیرنوف په کابل کې د ناستې پر مهال له سراج الدین حقاني سره د داعش خراسان څانګې پر ځپل کیدو او د نشه یي توکو د قاچاق پر مخنېوي بحثونه وکړل. همدا راز په ۲۰۲۳ کال کې هم حقاني د افغانستان لپاره د روسیې له ځانګړي استازي ضمیر کابلوف سره د ترهګرۍ او سیمه ییز امنیت په تړاو ګډه ناسته کړې وه.
د سیاسي چارو کارپوهان په دې اند دي چې سراج الدین غواړي د سیمې له هېوادونو سره هم خپلې اړیکې نرمې وساتي او دوی ته ډاد ورکړي، چې د ده په شتون کې به له هېڅ ګواښ سره مخ نه شي او دی ورسره د ښو اړیکو لپاره ژمن دی.
له جهادي جریانونو او ترهګریزو ډلو سره د سراج الدین د اړیکو جال
القاعده – سټراټېژيکه ملګرتیا او تاریخي اړیکې
د سراج الدین حقاني له مهمو او پخوانیو اړیکو څخه یوه له القاعدې ډلې سره ده. حقاني شبکه او طالبان له کلونو راهیسې له القاعدې سره نږدې اړیکې لري چې ریښې یې د پخواني شوروي ضد جهاد دورې ته رسېږي. سره له دې چې نړۍ وال وضعیت بدل شوی، دا اړیکې اوس هم پیاوړې پاتې دي. سراج الدین حقاني که څه هم په رسمي توګه د دغو اړیکو په تړاو څه نه دي ویلي، خو معلوماتو څرګنده کړې چې هغه لا تر اوسه له یادې ډلې سره خپلې اړیکې پر ځای ساتلې دي.
په ۱۹۹۰ کلونو کې د القاعده ډلې جنګیالي په سویل ختیزو ولایتونو په ځانګړې توګه پکتیا کې د جلال الدین حقاني تر ځانګړې پاملرنې لاندې ساتل کیدل او دې چارې تر ۲۰۰۱ کال وروسته هم دوام وکړ. د ملګرو ملتونو په وروستي راپور کې هم په ډاګه شوې چې القاعده شبکې د طالبانو تر بیا ځل واکمنیدو وروسته په هېواد کې خوندي پناه ځایونه ترلاسه کړي دي.
په یاد راپور کې دا نه وو ویل شوي چې د طالبانو کومې ډلې او کومو سیمو کې القاعده شبکې ته خوندي پټنځایونه ورکړي دي. امریکا د ۲۰۲۲ کال د جولای په ۳۱مه نېټه اعلان وکړ چې په کابل کې یې د یادې شبکې مشر ایمن الظواهري د بې پېلوټه الوتکې په یوه برید کې وژلی دی.
ویل کېږی دغه برید د سراج الدین حقاني د کورنۍ د یو نږدې غړي پر کور شوی و چې د القاعده شبکې مشر هم پکې ساتل کیده. د حقاني شبکې د یوه غړي په کور کې د القاعده شبکې مشر وژل کیدل هم دا جوتوي چې دغه دوه ډلې له یو بل سره خوږې اړیکې لري.
ختیز ترکستان غورځنګ سره راشه درشه
د هغو جهادي ډلو له ډلې چې له سراجالدین حقاني سره اړیکې لري یوه یې د ختیز ترکستان اسلامي غورځنګ (ETIM) دی، چې د چین سین کیانګ ایالت کې فعالیت کوي.
چین له ډېر وخته د طالبانو له لوري د دې ډلې د ملاتړ په اړه اندېښنه لري، خو راپورونه ښيي چې حقاني لا هم له دې ډلې سره غیررسمي اړیکې ساتلې دي. طالبانو که څه هم چین ته ویلي چې د افغانستان خاوره به د هېڅ هېواد پر ضد ونه کارول شي، خو شواهد ښيي چې د ETIM غړي لا ددوی تر کنټرول لاندې سیمو کې دي. د افغانستان انټرنشنل د یوه رپوت له مخې، طالبانو د چین حساسیتونو ته په پام ددې ډلې غړي هرات ولایت ته لیږدولي دي.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په وروستي راپور کې هم د افغانستان دننه د دغه ډلې د مشرتابه تر څنګ د جنګیالیو د شتون په تړاو اندېښنه څرګنده شوې ده.
تحریکیان د حقانیانو ملګري
په ۲۰۰۷ کال کې د پاکستاني طالبانو رامنځته شوې ډله اوس په سیمه کې د خطرناکو وسله والو ډلو په نوملړ کې شامله شوې او د پاکستان د پوځ خلاف یې وروسته له هغې بریدونه ډېر کړي چې پر کابل یې متحدین واکمن شول. دغه ډله له افغان طالبانو او په ځانګړې توګه له حقاني شبکې سره ځانګړې اړیکې لري.
پاکستان پوځ څو څو ځله د «ټي ټي پي» پر ضد وسله وال عملیات وکړل او د یادې ډلې جنیګالي اړ شول، چې د ډیورنډ کرښې په شاوخوا بې کنټروله سیمو کې ځای پرځای شي. ویل کېږي د «ټي ټي پي» دغو جنګیالیو ته حقاني شبکې پناه ور کړې ده.
استخباراتي سرچینې وایي، چې دې ډلې د حقاني شبکې له اډو، اسانتیاوو او لوژېستیکي ملاتړ څخه هم ګټه اخیستې ده.
سراج الدین حقاني په ځلونو د پاکستان پوځ او پاکستاني طالبانو ترمنځ د روغې جوړې لپاره د منځګړتوب رول هم لوبولی دی. د روغې جوړې دغه هڅې د پاکستان د څارګرې شبکې «ای اېس ای» په ملاتړ د اوربند لپاره ترسره شوې وې، خو نه یوازې دا چې ناکامې شوې بلکې کړکېچ یې لا نور هم پراخ کړ.
حقاني شبکه د ډیورنډ کرښې یوې غاړې او د پاکستاني طالبانو جنګیالې د کرښې بلې غاړې ته پراته دي چې په قومي لحاظ هم سره تاریخي اړیکې لري او ښايي له همدې کبله د دوی ترمنځ اړیکې هم غښتلې دي. اسلام اباد د طالبانو پر حکومت د فشار له لارې هڅه کوله، چې «ټي ټي پي» خپلو شرطونو منلو ته چمتو کړي، خو حقانیان د ټي ټي پي د شرایطو په تغییرولو نه دي بریالي شوي.
د « طالبانو بېرته راتګ» کتاب لیکوال حسن عباس وایي، که څه هم سراج الدین حقاني له پاکستان سره ښې اړیکې لري، مګر اوس نه غواړي چې یاد هېواد پورې تړل شوې څېره وبلل شي او دا هڅه یې هم د دې لپاره ده څو په راتلونکي کې د طالبانو مشري ترلاسه کړي.
ددې یو لامل دا هم دی، چې پاکستاني طالبانو په تېرو شلو کلونو کې د افغان حکومت او ناټو او امریکايي ځواکونو خلاف جګړو کې د افغان طالبانو ملاتړ کاوه او تر تولو ډېرې سرښندنې هم دوی کولې، له همدې امله دوی په پاکستان کې د ورته یوه نظام په رامنځته کولو کې له افغان طالبانو نه د متقابلې همکارۍ هیله لري.
پر دې سربېره دې شبکې د پاکستان له نورو ترهګرو ډلو لشکر طیبه، جیش محمد او مذهبي ګوندونو سره نږدې اړیکې لرلې او په افغانستان کې یې د جګړې لپاره وخت ناوخته په خپلو لیکو کې جذب کړي دي.

سراج الدین له ترهګرۍ تر سیاسي څېرې
سراجالدین حقاني نن سبا نه یوازې د طالبانو د کورنیو چارو وزیر دی بلکې د «حقاني شبکې» د مشر په توګه په سیمه ییزو او نړۍ والو امنیتي، استخباراتي او جهادي اړیکو کې مهم رول لري. د هغه اړیکې له نږدې او لرې هېوادونو او له بېلابېلو وسلهوالو ډلو سره دا ښيي چې دی یوازې یو جنګي قوماندان نه، بلکې د سیمې په سیاسي او امنیتي معادلو کې یو اغېزناک کس هم دی.
له یوه پلوه د پاکستان د پوځ له استخباراتي ادارېسره د هغه ژورې اړیکې، حقاني شبکه د اسلام اباد لپاره یوه نیابتي وسیله ګرځولې چې پر هند افغانستان او نورو سیمه ییزو سیالو هېوادونو فشار راوړي. همدا راز، د حقاني ډلې اړیکې له وسلهوالو ډلو لکه د پاکستاني طالبانو تحریک ، لشکر طیبه (LeT) او جیش محمد (JeM) سره، دا ښيي چې دغه شبکه له پولو هاخوا جهادي خوځښتونو سره خپلې ایډیالوژیکې اړیکې پالي.
د سیمې هېوادونه لکه ایران، چین، روسیه، متحده عربي امارات او سعودي عربستان د امنیتي اندېښنو یا اقتصادي ګټو له امله د حقاني له ډلې سره اړیکې ساتي.
د سراج الدین حقاني پېچلي شخصیت او اړیکې لا هم د اندېښنې وړ دي.
ځینې استخباراتي شنونکي د هغه اړیکو ته د شک په سترګه ګوري او باور لري چې ځینې هېوادونه د خپلو امنیتي اندېښنو له کبله مجبور دي، چې اړیکې ورسره وساتي. د هغه د اړیکو پراخ ځنځیر که څه هم له یو لوري له جګړې هاخوا په سیاسي بهیر کې د هغه ښکېلتیا ته اشاره کوي، خو له بل لوري شکونه شته چې له استخباراتي همکاریو یې اړیکې خالي نه دي.

ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل چې طالبانو د هلمند په مرکز لشکرګاه کې ددغه ولایت د مخکیني حکومت د عامې روغتیا پخواني رییس مولاداد توبه ګار پر کور چاپه وهلې او د هغه شخصي مرمۍ ضد موټر یې د کرینګ په واسطه انتقال کړی. د موټر له سندونو هم څرګندیزي چې یاد موټر شخصي پېرل شوی.
په هلمند کې ځايي سرچینو نن دوشنبه، د زمري ۲۶مه، وویل چې نن غرمه د هلمند په مرکز لښکرګاه لومړۍ ناحیه کې د طالبانو د ګرشک ولسوالۍ قوماندان مولوي یاسر له خپلو ۵۰ ساتونکو سره د مولاداد توبه ګار پر کور چاپه ووهله.
د نوموړي نږدې خپلوانو وویل:«د اصولو له مخې د طالبانو د ګرشک ولسوال مولوي یاسر حق نه لري، چې په لښکرګاه کې د خپلو کسانو په ملتیا پر کور چاپه ووهي او په داسې حال کې چې د ولایت مرکز طالب مسوولین په جریان کې نه دي.»
د سرچینو په وینا، د ملاداد توبه ګار له ورور سره د زغره وال موټر سندونه موجود ول خو هغه طالبانو ونه منل او ویېویل چې د موټر خاوند په مخکیني حکومت کې دولتي دنده درلوده.

سرچینه وايي:« دوی ډېر ناوړه چلند د کورنۍ له ځینو غړو سره وکړ او یوځل ۵۰ وسله وال یې پر کور ورننوتل، د زرې موټر کیلي نه وه خو طالبانو ګرینګ ورته راوست او د هغه په واسطه یې انتقال کړ.»

افغانستان انټرنشنل د طالبانو له خوا وړل شوي زرې موټر د خردیدارۍ سند هم ترلاسه کړی. په دې سند کې لیکل شوي، چې دا موټر مولاداد توبه ګار په لښکرګاه ښار کې له یوه ځايي موټر پلورنځي څخه په ۱۳۹۷ کال کې په ۳۴ زره ډالره اخېستی دی.
نژدې خپلوان یې وايي چې له چاسره شخصي دښمني نه لري او نه یې هم د ګرشک ولسوالۍ د طالبانو امنیه قوماندان مولوي یاسر سره له دې وړاندې کوم شناخت درلود.
د معلوماتو له مخې، د هلمند ولایت د مخکیني حکومت د عامې روغتیا پخواني رییس مولاداد توبه ګار په کور کې حضور نه درلود.
مولاداد توبه ګار په ۲۰۱۵ کال کې د هلمند د عامې روغتیا رییس و او په ۲۰۱۷ کال کې د هلمند د ګرشک ولسوالۍ ولسوال هم پاتې شوی.
د مولاداد توبه ګار خپلوان وايي، نوموړی اوس مهال په هلمند کې د وادي هلمند په نامه یو خصوصي پوهنتون ترڅنګ یو روغتون او درې سوداګردیز شرکتونه هم لري.
که څه هم د طالبانو د واکمنېدو په درشل کې ملا هبت الله خپلو مخالفانو ته ټولبښنه وکړه، خو بیا هم وخت نا وخت د پخواني نظام چارواکي په تېره نظامیان ځورول کېږي.