سمیع سادات: افغانستان نه استقلال لري او نه هم ازاد دی
د پخوانۍ افغان ملي اردو جنرال سمیع سادات د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو د ۱۰۶ مې کلیزې په مناسبت ویلي چې هېواد لا هم له حقیقي ازادۍ بې برخې دی او یوازینۍ لار یې د یو مقتدر پوځ په مټ د ازادۍ ساتنه ده.
جنرال سمیع سادات په ایکس پوسټ کې لیکلي: «په تاریخ کې په دغه ورځ، په ۱۹۱۹ کال کې افغانستان د شاه امان الله په رهبرۍ د یوې خونړۍ جګړې وروسته خپل استقلال د انګلستان له امپراتورۍ څخه واخیست او د ازادۍ او پرمختګ لاره یې غوره کړه.»
نوموړي زیاته کړې چې د شاه امان الله خان ځوان حکومت د ملایانو په وسیله او د انګریزانو په ملاتړ ړنګ شو.
جنرال سادات ټینګار کړی: «۱۰۶کاله وروسته نن زموږ ګران افغانستان نه استقلال لري او نه هم ازاد دی، شاه امان الله خان موږ ته یو میراث، چې ملي درې رنګه بېرغ دی، او یو درس پرېښود، چې استقلال په زور اخیستل کېږي او ازادي د یوې مقتدرې اردو له خوا ساتل کېږي.»
دی زیاتوي چې افغانان به د خپلواکۍ لپاره مبارزه روانه وساتي او د شاه امان الله خان لاره به د یوه ملي درس په توګه تعقیبوي.
یاده دې وي چې افغانستان په ۱۹۱۹ کال کې د شاه امانالله خان په مشري له انګلستان څخهسیاسي ازادي ترلاسه کړه. له هغه وخت راهیسې د اګست ۱۹مه د افغانانو د ازادۍ او خپلواکۍ د سمبول په توګه لمانځل کېږي.
سره له دې چې د هبتالله اخوندزاده او سراجالدین حقاني ترمنځ په شخصیت، سیاست او ستراتیژیک لیدلوري کې ژور توپیرونه دي، د دوی ایډیالوژیک بنسټونه یو له بله سره ژور تړاو لري. دا مشترکات د اختلافاتو باوجود لا هم د طالبانو د تحریک ګډ وجود ته قوت ورکوي.
دواړه طالب مشران د اسلامي دیني مدرسو فارغان دي؛ یوداسې مذهبي تعلیمي نظام چې د طالبانو د فکري جوړښت اصلي ستن ګڼل کېږي. د دوی زدهکړه د دیوبندي تفکر له مخې شوې ده، چې سختدریځی او له هممهالیتوب سره مبارز سُني اسلامي مکتب دی.
دا مکتب د اسلامي فقې لپاره مطلق اطاعت، د غرب له فرهنګي نفوذ سره ټکر او د شرعي قانون تطبیق ته ژور تعهد لري. دغه فکري چوکاټ د دواړو طالب مشرانو د فکر بنسټیزه برخه جوړوي او د دوی دواړو لپاره یوازینی مشروع نظام، د شریعت پر بنسټ جوړ اسلامي حکومت دی.
سربېره پر دې، دواړه مشران له اسلامپاله سیاسي نظریې سره ژور تړاو لري. هغوی باور لري چې اسلام نه یوازې یو دین، بلکې یو جامع سیاسي نظام هم دی. د دوی له نظره دین او سیاست نهجلا کېدونکي مفاهیم دي او همدغه فکر د هر ډول جمهوري، کثرتپاله یا غربپاله نظام مخالفت ته اړ کړي دي.
په جهادي ډګر کې د دوی شریک بنسټونه لا ژور دي. دواړه د وسلهوال جهاد زړې څېرې دي. هغوی نه یوازې دا چې جهاد یو روحاني او دیني فرض ګڼي، بلکې ځانمرګي بریدونه او نا منظم، غلچکي عملیات یې هم د یوې روا حربې په توګه کارولي. همدې سابقې د دوی دواړو شهرت ته قوت ورکړی او د ډلې دننه یې اعتبار ور لوړ کړی.
سربېره پر دې، دوی له نورو سیمهییزو جهادي شبکو سره هم فکري او عملیاتي اړیکې لري، لکه القاعده، او یو شمېر پاکستاني سختدریځه ډلې. دا اړیکې یوازې فکري نه دي، بلکې لوژستیکي، مالي او نظامي همکاري هم پکې شامله ده. د خپلې جهادي ماضي له کبله، دواړو ته د طالبانو دننه د « باور وړ جهادي مشرانو» په سترګه کتل کېږي.
په وروستیو کلونو کې داسې رپوټونه خپاره شوي چې ملا هبتالله او سراجالدین حقاني دواړه خپلو نږدې پلویانو ته مالي مرستې ورکوي. دا یو نوی اړخ دی چې د دینمحوره مشرۍ ترڅنګ ښيي چې دوی د خپل ځواک او اتوریتې ساتلو لپاره د قبیلوي وفادارۍ تګلارې هم کاروي. دا پیسې یا امتیازات د دیني تعهد پر بنسټ نه، بلکې د سیاسي وفادارۍ او شبکوي اړیکو پر بنسټ ورکول کېږي. له دې لارې دوی هڅه کوي چې خپل قدرت وساتي او په خپله شاوخوا کې یوه وفاداره داخلي کړۍ جوړه کړي.
همدا مشترکات دي چې دواړه مشران یې د طالبانو په جوړښت کې له متضادو نظرونو سره سره د قدرت د اهرمونو په توګه خوندي کړي. خو دا هم واقعیت دی، چې همدا ریښې، که څه هم قوي دي، خو اوس د لیدلوري، تګلارې او تعامل پر سر د اختلاف له امله د ګډو تګلارو لپاره بسنه نه کوي.
توپیرونه: یو تعاملخوښی اوبل مطلقپاله منزوي
د ملا هبتالله او سراجالدین حقاني ترمنځ اصلي اختلاف هلته پیلیږي چې د طالبانو د واک چلولو او د افغانستان د راتلونکي انځور ته تم شو.
ملا هبتالله اخوندزاده یو پټ، مرموز او انزوا غوښتونکی شخصیت دی. نه یوازې دا چې عامو خلکو ته ځان نه ښيي، بلکې له رسنیو، سیاستوالو او نړیوالو پلاویو سره هم هېڅ ښکاره لیدنه نه کوي. د ده دا رازپالنه د «روحاني قدسیت» د جوړولو یوه هڅه ده، خو دا هم واقعیت دی چې دا ډول پټه مشري، د سیاسي مشروعیت او په ډله کې د اعتبار ساتنې لپاره لوی خنډ دی.
په مقابل کې سراجالدین حقاني فعال، خبرې کوونکی او یوڅه پرانېستی شخصیت لري. نوموړی د خپلې ډلې په منځ کې د خړې مرغۍ په نامه مشهور دی، چې غلی او خپ کار کوي. هغه د خبرو ډېر توریالی نه دی، خو په ماتو الفاظو او ریږدېدونکې لهجه خلکو ته د خپل پیغام او لیدلوري د انتقال په برخه کې بریالی دی. هغه له رسنیو سره مرکې کوي، له نړیوالو استازو سره ګوري، ډيپلوماتیکو اړیکو ته لېواله دی او ان له خپلو پخوانیو نظریاتي او سیاسي مخالفانو لکه حامد کرزي او ګلبدین حکمتیار سره هم ناسته ولاړه لري. دغه چلندډول ښيي چې حقاني د خلکو، سیمې او نړۍ د سیاست له اړتیاوو سره بلد دی، یا په دې برخه کې لږترلږه د بلدتیا هڅه کوي.
حقاني د ملا هبتالله په پرتله له رسنیو سره پرانېستې اړیکې او ښه راشه درشه لري. یو شمېر رسنۍ د حقاني شبکې د مالي کانالونو له لارې تغذیه کیږي او یو شمېر نورې پخپله دده د ډلې له لارې سمبالیږي. دې چارې دده تبلیغاتي اړخ پیاوړی کړی او له رسنوالو سره یې دده اړیکې هم ټینګې کړې دي، چې په لویه کې د حقاني شبکې په «مخ سپینولو» کې ټاکونکی رول لرلای شي.
دغه راز حقاني قومي جرګو ته ارزښت ورکوي او ډېری شخړې د خپلې کورنۍ شبکې ( وروڼو او ترونو) له لارې حلوي. دا کار هغه له عامو خلکو سره نږدې کوي. برعکس، ملا هبتالله پر دیني عالمانو تکه کوي، جرګې یو غیرشرعي بدیل ګڼي او یوازې د خپل مطلق فرمان اطاعت ته ارزښت ورکوي. دا توپیر دا ښيي چې یو طالب مشر غواړي د ملت د جوړښتونو له لارې کار وکړي، بل بیا یوازې خپله فتوا مشروع ګڼي.
سراجالدین حقاني دا خبره روښانه کړې چې حکومت یوازې د ملايانو له لوري نه شي اداره کېدای. هغه وايي، حکومت باید د ټولنې له بېلابېلو قشرونو جوړ وي، خو ملا هبتالله د دې مفکورې مخالف دی. د ده له نظره، حکومت باید یوازې د دیني عالمانو تر کنټرول لاندې وي؛ هغه د دیني عالمانو لارښوونې حکمونه ګڼي، چې باید پلي شي.
د ښځو تعلیم، کار او حضور ددوی ترمنځ تر ټولو مهم او جنجالي توپیر دی. ملا هبتالله د نجونو تعلیم بند کړی، د ښځو کار یې محدود کړی او دا ټول د دین برخې ګڼي. سراجالدین حقاني بیا داسې نه دی. که څه هم د ښځو د حقونو بشپړ ملاتړ نه کوي، خو دا یې څو ځله ویلي چې د اسلامي چوکاټ دننه ښځې باید زده کړو او کار ته لاسرسی ولري. دا لیدډول د نرمو اصلاحاتو پر لور د هغه تمایل او په دریځونو کې انعطاف منل راښيي.
حقاني له ګڼو نړیوالو استازو، د ګاونډیو هېوادونو له پلاویو او پخوانیو افغان چارواکو سره لیدلي.
هغه نړیوالو ته دا پیغام ورکوي، چې طالبان اوس د تعامل لپاره چمتو دي، خو ملا هبتالله نه یوازې دا ډول لیدنې ردوي، بلکې ډېری دا ډول تعاملات د عقیدې خلاف ګڼي. د ده اند دا دی، چې نړۍ باید د طالبانو د امارت اصول ومني، نه دا چې طالبان ځانونه له نړیوالو اصولو سره عیار کړي.
طالبان د خپل هویت په تقاطع کې
طالبان د اسلامي نظام دعوه لري، خو دننه په ډله کې د ملا هبتالله او سراجالدین حقاني ترمنځ ژور توپیرونه ښيي چې دا تحریک د یو هویت په ټاکلو کې لا هم سرګردانه دی. دا یوازې دوه شخصیتونه نه دي، بلکې د طالبانو په منځ کې د سیاست، مذهبي معاملاتو او حکومتولۍ په تړاو دوه بېل فکرونه دي.
ملا هبتالله په طالبانو کې د یوه افراطي، مطلقپاله او منزوي لیدلوري استازی دی، چې نه د زمانې غوښتنې مني، نه د ولس غوښتنې.
دغه داخلي اختلاف یوازې د طالبانو راتلونکی نه تعریفوي، بلکې د ټول افغانستان برخلیک اغیزمنوي. دا پوښتنه لا بې ځوابه ده، چې افغانستان به د اوسنيمنزوي امارت تر سیوري لاندې پاتې شي او که د یوه نوي، اسلامي، خو پراخ بنسټه نظام پر لور به حرکت وکړي. خو یو څېر ظاهر دی، چې په اوسنۍ بڼه د طالبانو دوام د افغانستان او سیمې ثبات نه شي خوندي کولای او نه هم دا ډله پایېدلای شي.
د ۲۰۲۱ کال د اګست میاشتې پر ۱۵مه د حقاني شبکې جنګیالي له مختلفو لارو کابل ته ننوتل او د وزارتونو، سیاسي استازځایونو، سیاسي شخصیتونو او مهمو مراکزو امنیت یې پرغاړه واخېست.
دې ډلې له پخواني ولسمشر حامد کرزي، ډاکټر عبدالله عبدالله او نورو پخوانیو افغان چارواکو سره مستقیمې او غیر مستقیمې اړیکې ټینګې کړې او دوی ته یې ډاډ ور کړ، چې له امنیتي اړخه اندېښمن ونه اوسي.
ددې ډلې غړي ځانونه ښاري، عصري او له نړیوالو سره د اړیکو لپاره پرانېستي ښيي. له رسنیو سره ښې اړیکې ساتي او پر رسنیو او تبلیغاتو د طالبانو تر نورو ډلو ډېره پانګونه کوي.
د حقاني شبکې بدري لښکر او نورو جنګیالیو د کابل ښار د مهمو واټونو، سیمو او لارو امنیتي واګې په لاس کې واخېستې او پر ښار ددې ډلې تسلط ټینګ شو. دا د حقاني شبکې د قدرت اوج و، چې د طالبانو خپلمنځي شخړې هم ورسره پیدا شوې.
ددې ډلې غړي ځانونه ښاري، عصري او له نړیوالو سره د اړیکو لپاره پرانېستي ښيي. له رسنیو سره ښې اړیکې ساتي او پر رسنیو او تبلیغاتو د طالبانو تر نورو ډلو ډېره پانګونه کوي.
د طالبانو رژیم د حقاني شبکې په اډانه کې د عامې روغتیا وزارت سرپرست نورجلال جلالي، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت سرپرست نجیبالله حقاني د دغې شبکې مهم غړي دي. نجیبالله حقاني هم د نورجلال جلالي د ماما زوی دی.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرستخلیلالرحمن حقاني چ د ۱۴۰۳ کال په لېندۍ میاشتې کې په یوه ځانمرګي برید کې ووژل شو، د سراجالدین حقاني تره او د حقاني شبکې د بنسټګر «جلال الدین حقاني» ورور و.
«تاجمیر جواد» چې د مولوي منصور د ډلې غړی دی، د طالبانو د استخباراتو عمومي ریاست مرستیالدی. د منصور ډله او حقاني شبکه په خپلو کې پخواني متحدین دي.هغه ته د ځانمرګو د سالار لقب هم ورکړل شوی دی.
د اوبو او انرژۍ وزیر عبداللطیف منصور هم حقانیانو ته نږدې کس بلل کېږي.
مالي خان ځدراڼ چې د طالبانو ددفاع وزارت مرستیال لوی درستیز دی، د سراج الدین حقاني ماما او ددې شبکې مهم غړی دی. نوموړی په لومړنیو هغو کسانو کې شمېرل کیږي، چې د طالبانو د لومړنۍ دورې له سقوط وروسته یې په خوست کې ورانکاري فعالیتونه پیل کړل او پر امریکايي او ناټو ځواکونو یې په مختلفو سیمو کې بریدونه کول.
ددې شبکې بل مهم غړی بلال فاتح دی، چې اوس په واک کې شریک نه دی، خو د مولوي سنګین د ډلې مشري کوي. مولوي سنګین د حقاني شبکې مهم قوماندان و.
د معلوماتو له مخې، شاوخوا ۱۰ ولایتونه او یو شمېر ریاستونه او سفارتونه د حقاني شبکې له غړو سره دي او دغه راز د څه باندې ۱۰ ولایتونو پر امنیه قوماندانۍ او ځینو قولاردوګانو د حقاني شبکې غړي مقرر دي.
د طالبانو په رژیم کې ځینې خپلواکې ادارې د حقاني شبکې په برخه رسېدلې، خو یو شمېر وزارتونه له داسې کسانو سره دي چې هغوی له دواړو خواوو هم له هبت الله او هم حقاني سره ښې اړیکې لري.
د طالبانو د دې مهمې برخې (حقاني شبکې) یو شمېر نور مهم غړي هم د دغه رژیم په مهمو موقفونو کې دي، لکه کډوالو چارو وزیر، چې له حقاني شبکې ښې اړیکې لري او له پخوانیو افغان سیاسي مشرانو سره وخت ناوخته لیدنې کوي. نوموړی د خوست د لکڼو سیمې اوسېدونکی دی.
سراج الدین حقاني د خپلې ظاهري څېرې تر شا د پټو او ځنځیري اړیکو ګڼ مخونه لري.
د طالبانو بیا ځل واکمنۍ کې هغه د بحث وړ، تر ټولو ډېر پام اړوونکی او د جنجالي موضوعاتو په نوملړ کې تر ټولو لوړ ځای لري. د ملا هبت الله د مفکورې پر وړاندې دې غلي مخالف ترهګرو ډلو، د سیمې هېوادونو او قدرتونو تر څنګ خپلې نړۍ والې اړیکې هم پراخې کړي دي.
د شبکې له بنسټ اېښودونکي جلال الدین حقاني څخه نیولې تر ننه د دغې ډلې پټو استخباراتي اړیکو دوام موندلی او د پخواني جمهوري نظام د ملي امنیت ځنې لوړ پوړي چارواکي په دې باوردي، چې سراج الدین حقاني او د هغه ورونو له پلاره ورپاتې اړیکې نه یوازې پاللي، بلکې لا یې پراخې کړې هم دي.
د سراج الدین او پاکستان ستراتېژیکه ملګرتیا
د حقاني شبکې له نامه سره د پاکستان د نوم تړاو حتمي یادیدونکی دی. یاد هېواد هغې ته د د دښمن نه بلکې د یوه سټراټېژیک او ژور ملګري په توګه کتل. له پاکستان سره د سراج الدین اړیکې د هغه له پلاره په میراث ورپاتې دي.
پر افغانستان د روسي د یرغل پر مهال جلال الدین حقاني د مولوي محمد یونس خالص په مشرۍ د اسلامي حزب په چوکاټ کې له پاکستان نه خپل فعالیتونه تنظیمول.
جلال الدین چې د افغانستان په سویل ختیځ (خوست، پکتیکا، پکتیا او لوګر) ولایتونو کې یې جنګیالي لرل د امریکا مالي مرستې یې د روسانو خلاف د پاکستان له څارګرې شبکې څخه ترلاسه کولې. د حقانیانو د کورنۍ اړیکې د پاکستان له پوځ او چارواکو سره له اتیایمې لسیزې پیل شوې او تر ننه یې دوام موندلی دی. سراج الدین حقاني په ۲۰۰۲ کال کې وروسته له هغه په عملي توګه د جګړې میدان ته کښېوت چې د امریکا په مشرۍ بهرنیو ځواکونو د طالبانو پخوانی حکومت د پوځي بریدونو له کبله نسکور کړ.
د امریکا د ترهګرۍ ضد ملي مرکز د معلوماتو له مخې، هغه خپل فعالیتونه له وزیرستان او مېرانشاه څخه پیل کړل چې د جګړې پر مهال یې د خپل ژوند ډېره برخه هم هملته تېره کړې ده. دغه سیمې د سراج الدین پلرني ټاټوبي ته څېرمه پر ډیورنډ کرښې پرتې دي او په دغه چاره کې ورسره د پاکستان د استخباراتي ادارو کلک ملاتړ موجود و. هغه وکولای شول چې د پاکستان په مرسته یادو سیمو کې خپلو جنګیالیو ته خوندي روزنځایونه او دیني مدرسې برابرې کړي چې ان ځانمرګي بریدګر یې هم پکې روزل.
د مخکیني جمهوريت د ملي امنیت یوه لوړ پوړي دوه ستوریز جنرال افغانستان انټرنشنل ته وايي،د سراج الدین د کورنۍ غړي هم په پاکستان کې اوسیدل او هلته ورته د استوګنې لپاره ځانګړي کورونه هم ورکړل شوي وو. سرچینې زیاته کړې، که څه هم د دوی د کورنۍ غړي د ګرځیدو له کبله تر سخت امنیتي څار لاندې وو، خو د پاکستان امنیتي ادارو ورته د تګ راتګ په موخه ځانګړي کارتونه او امکانات ورکړي وو.
په ۲۰۱۱ کال کې د امریکا د پوځ لوی درستیز مایک مولن د پاکستان استخباراتي شبکېاو حقانیانو د اړیکو په اړه ویلي و، چې سراج الدین د دغه هېواد یوه قوي مټه ده او د افغانستان دننه یې لوی لوی ترهګریز بریدونه ترسره کړي دي.
په ۲۰۱۵ کال کې د ملا عمر د مړینې له تایید وروسته هغه د طالبانو د پخواني وژل شوي مشر ملا اختر محمد منصور مرستیال وټاکل شو. د امریکا د جګړه ییزو مطالعاتو انسټیټیوټ (ISW) په یوې څېړنه کې په ډاګه کړې چې د دغې مرستیالۍ طرح هم د ای اېس ای له لوري چمتو شوې وه.
د مخکیني جمهوریت د ملي امنیت د یوه پخواني چارواکي په وینا، حتی په ۲۰۲۱ کال کې پاکستان هڅه وکړه چې سراج الدین حقاني ته د طالبانو په حکومتي چوکاټ کې د لویې او تصمیم نیوونکې څوکۍ ځای پیدا کړي.
امریکا سره له جګړې تر نرمښته
د حقانیانو د کورنۍ مشر جلال الدین حقاني له پخواني شوروي اتحاد (اوسنۍ روسیې) سره د جګړې پر مهال د امریکا له استخباراتي ادارې (سي ای اې) څخه ځانګړېبسپنې ترلاسه کولې. د ۲۰۲۸ کال د سپټمر په څلورمه نېټه د نیوز ویک مجلې په یوه راپور کې ویل شوي چې په دغو بسپنو کې د شوروي اتحاد له ځواکونو سره د مخامخ جګړې لپاره جنګي وسایل، وسلې او نغدي کڅوړې هم شاملې وې. په ډاګه شوې چې دغه مرستې لومړی د پاکستان څارګرې شبکې او بیا د هغوی په مرسته بېلابېلو جهادي ډلو ته هم وېشل کیدې.
د امریکا څارګرې شبکې «سي ای اې» مشر او ځینو غړو ان له جلال الدین سره په پاکستان کې د نويېمې لسیزې پر مهال مخامخ ناستې هم درلود. د طالبانو په بیا ځل واکمنۍ سره دا اړیکې له منځه ولاړې او د یادې ډلې د لومړني حکومت تر نسکوریدو وروسته د حقانیانو او امریکا ترمنځ پر یو بل بریدونه پیل شول.
د پخواني جمهوري نظام د موقتې ادارې په لومړنیو ورځو کې سراج الدین حقاني او د هغه ورونو د خپل پلار تر لارښوونو لاندې د حقاني شبکه پراخه کړه او په عملي توګه یې د امریکا په ګډون د بهرنیو ځواکونو خلاف د جګړې پیل کیدو اعلان وکړ. د پرځېدلي جمهوري نظام د استخباراتي چارو یو مخکښ غړی وایي، حقاني شبکې د امریکایي ځواکونو خلاف ځانمرګي بریدګر وروزل او له سویل ختیزو ولایتونو څخه یې ځینې جنګیالي هم خپلې ډلې ته جذب کړل.
ویل کېږی د دغې ډلې په پراخیدو کې له سراج الدین حقاني او د هغه له کورنۍ سره د پاکستان څارګرې شبکې ځانګړې همکاري وکړه، خو دا ځل یې د امریکا د مرستو پر ځای له هغوی سره د جګړې خلاف وپړسول. بېلابېلو امریکایي چارواکو په وار وار د جورج ډبلیو بوش او بارک اوباما د واکمنۍ پر مهال پاکستان ته ګوته نیوله چې حقاني شبکې ته یې پټنځایونه او مالي سرچینې برابرې کړې دي.
امریکا سراج الدین حقاني د خپلو دغو فعالیتونو له کبله د نړۍ والو ترهګرو په تور لېسټ کې راوست او ان د هغه په ګډون یې د دې شبکې د نورو لوړ پوړو غړو پر سرونو نږدې لس لس میلیونه ډالره نغدي جایزې وټاکلې. دې چارې څرګنده کړه چې د طالبانو د نورو ډلو په پرتله دې شبکې د امریکا په سختو بندیزونو کې ځای درلود. د حقاني شبکې اوسنی مشر د ځان خوندیتوب په برخه کې دومره جدي و چې هېڅ انځور یې نه و رسنیز شوی او د امریکا له اعلان شوې جایزې سره یې هم یوازې رسامي ډوله انځور خپور شوی و.
په ۲۰۲۱ کال کې د امریکايي او ناټو ځواکونو تر وتلو وروسته سراج الدین حقاني د خلکو او رسنیو په مخ کې راښکاره شو. هغه د کورنیو چارو وزارت په ودانۍ کې خپل انځورونه او ویډیوګانې رسنیزې کړې چې ورسره هم مهاله د امریکا له لوري د هغه ځای ځایکي موندلو پر سر د جایزو مسئلې هم غوغا جوړه کړه. د امنیتي چارو کارپوهانو په وینا، په عامه توګه د هغه راڅرګندیدل هم ممکن د امریکا له څارګرو سازمانونو سره د بندیزونو د مشروط ختمیدو پر سر هوکړه وه.
له دې سره هم مهاله سراج الدین حقاني د هېواد د بېلابېلو ولایتونو په ګډون ځینو بهرنیو هېوادنو ته هم په ښکاره سفرونه وکړل او په لویو لویو غونډو کې یې ویناوې وکړې. سره له دې چې هغه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له لوري د سفرونو د بندیز په لېسټ کې هم شامل و، خو څو ځله ورته سعودي عربستان ته د عمرې حج ترسره کولو او متحده عربي امارتو ته د سفر کولو معافیت هم ورکړل شوی دی.
د روان لمریز کال د (وري ۴مه) د امریکا د بهرنیو چارو وزارت افغانستان انټرنشنل ته ومنله چې د سراج الدین حقاني په ګډون یې عزیز حقاني او یحیی حقاني د عدالت لپاره د جایزو له نوملړ څخه اېستلي دي. خو دا یې هم زیاته کړې وه چې دغه کسان لا هم د نړۍ والو ترهګرو په نوملړ کې په خپل ځای پاتې دي. کارپوهانو د امریکا له لوري پر سراج الدین د دغو جایزو لغوه کیدل له امریکا سره د هغه د اړیکو نرمښت وښود.
سراج الدین د عربانو په دروازه کې
د ۱۴۰۳ کال د سلواغې په میاشت کې سراج الدین حقاني په یوه ناڅاپي سفر چې د طالبانو د استخباراتو رییس عبدالحق وثیق یې هم ملتیا کوله متحده عربي اماراتو ته ولاړ. هغه په دې لیدنه کې د اماراتو له ولسمشر محمد زاهد بن النهیان سره هم کتلي وو.
دا متحده عربي اماراتو ته د سراج الدین دویم سفر ګڼل کېږي. که څه هم طالبانو په خپلو خبرپاڼو کې د دغو سفرونو موخې د اقتصادي اړیکو، امنیتي همکاریو پراختیا او سوداګریزو برخو کې همکارۍ بللې وې، خو د امنیتي چارو کارپوهانو له دغو مسئلو هاخوا نورو مسایلو ته کتنه کوله.
له چین او روسیې سره د سراج الدین اړیکې
د ۲۰۲۴ په جولای میاشت کې سراج الدین حقاني په کابل کې د طالبانو له سفیر ژایو شینګ سره د امنیتي مسایلو په تړاو ناسته وکړه. د چین سفیر په کورنیو چارو وزارت کې د هغه دفتر ته ورغلی و او غوښتنه یې ترې کړې وه چې د د دوی ضد اېغور مسلمانانو (ETIM) وسله والې ډلې ته دې په افغانستان کې ځای نه ورکوي.
په دې ناسته کې د افغانستان دننه د چینایي پانګه والو او شرکتونو د امنیت خوندیتوب په تړاو هم چین له سراج الدین حقاني څخه د همکاریو غوښتنې کړې وې. د امنیتي چارو کارپوهان وايي، که څه هم چین د حقاني شبکې په پرتله پر کندهاري طالبانو ډېره تکیه کوي، خو د خپل محتاط سیاسي چلند له امله هڅه کوي له حقاني شبکې سره هم خپلې اړیکې د امکان تر کچې وساتي.
د طالبانو د کورنیو چارو وزیر له سفیرانو سره د اړیکو په ترڅ کې د روسیې له سفیر سره هم څو څو ځله ناستې کړې او د امنیت تر څنګ یې د نشه یي توکو د قاچاق د مخنیوي په برخو کې ورسره خبرې کړې دي. د ۲۰۲۴ کال د مارچ په میاشت کې د روسیې سفیر دیمیتري ژیرنوف په کابل کې د ناستې پر مهال له سراج الدین حقاني سره د داعش خراسان څانګې پر ځپل کیدو او د نشه یي توکو د قاچاق پر مخنېوي بحثونه وکړل. همدا راز په ۲۰۲۳ کال کې هم حقاني د افغانستان لپاره د روسیې له ځانګړي استازي ضمیر کابلوف سره د ترهګرۍ او سیمه ییز امنیت په تړاو ګډه ناسته کړې وه.
د سیاسي چارو کارپوهان په دې اند دي چې سراج الدین غواړي د سیمې له هېوادونو سره هم خپلې اړیکې نرمې وساتي او دوی ته ډاد ورکړي، چې د ده په شتون کې به له هېڅ ګواښ سره مخ نه شي او دی ورسره د ښو اړیکو لپاره ژمن دی.
له جهادي جریانونو او ترهګریزو ډلو سره د سراج الدین د اړیکو جال
القاعده – سټراټېژيکه ملګرتیا او تاریخي اړیکې
د سراج الدین حقاني له مهمو او پخوانیو اړیکو څخه یوه له القاعدې ډلې سره ده. حقاني شبکه او طالبان له کلونو راهیسې له القاعدې سره نږدې اړیکې لري چې ریښې یې د پخواني شوروي ضد جهاد دورې ته رسېږي. سره له دې چې نړۍ وال وضعیت بدل شوی، دا اړیکې اوس هم پیاوړې پاتې دي. سراج الدین حقاني که څه هم په رسمي توګه د دغو اړیکو په تړاو څه نه دي ویلي، خو معلوماتو څرګنده کړې چې هغه لا تر اوسه له یادې ډلې سره خپلې اړیکې پر ځای ساتلې دي.
په ۱۹۹۰ کلونو کې د القاعده ډلې جنګیالي په سویل ختیزو ولایتونو په ځانګړې توګه پکتیا کې د جلال الدین حقاني تر ځانګړې پاملرنې لاندې ساتل کیدل او دې چارې تر ۲۰۰۱ کال وروسته هم دوام وکړ. د ملګرو ملتونو په وروستي راپور کې هم په ډاګه شوې چې القاعده شبکې د طالبانو تر بیا ځل واکمنیدو وروسته په هېواد کې خوندي پناه ځایونه ترلاسه کړي دي.
استخباراتي سرچینې وایي، چې دې ډلې د حقاني شبکې له اډو، اسانتیاوو او لوژېستیکي ملاتړ څخه هم ګټه اخیستې ده.
سراج الدین حقاني په ځلونو د پاکستان پوځ او پاکستاني طالبانو ترمنځ د روغې جوړې لپاره د منځګړتوب رول هم لوبولی دی. د روغې جوړې دغه هڅې د پاکستان د څارګرې شبکې «ای اېس ای» په ملاتړ د اوربند لپاره ترسره شوې وې، خو نه یوازې دا چې ناکامې شوې بلکې کړکېچ یې لا نور هم پراخ کړ.
حقاني شبکه د ډیورنډ کرښې یوې غاړې او د پاکستاني طالبانو جنګیالې د کرښې بلې غاړې ته پراته دي چې په قومي لحاظ هم سره تاریخي اړیکې لري او ښايي له همدې کبله د دوی ترمنځ اړیکې هم غښتلې دي. اسلام اباد د طالبانو پر حکومت د فشار له لارې هڅه کوله، چې «ټي ټي پي» خپلو شرطونو منلو ته چمتو کړي، خو حقانیان د ټي ټي پي د شرایطو په تغییرولو نه دي بریالي شوي.
د « طالبانو بېرته راتګ» کتاب لیکوال حسن عباس وایي، که څه هم سراج الدین حقاني له پاکستان سره ښې اړیکې لري، مګر اوس نه غواړي چې یاد هېواد پورې تړل شوې څېره وبلل شي او دا هڅه یې هم د دې لپاره ده څو په راتلونکي کې د طالبانو مشري ترلاسه کړي.
ددې یو لامل دا هم دی، چې پاکستاني طالبانو په تېرو شلو کلونو کې د افغان حکومت او ناټو او امریکايي ځواکونو خلاف جګړو کې د افغان طالبانو ملاتړ کاوه او تر تولو ډېرې سرښندنې هم دوی کولې، له همدې امله دوی په پاکستان کې د ورته یوه نظام په رامنځته کولو کې له افغان طالبانو نه د متقابلې همکارۍ هیله لري.
پر دې سربېره دې شبکې د پاکستان له نورو ترهګرو ډلو لشکر طیبه، جیش محمد او مذهبي ګوندونو سره نږدې اړیکې لرلې او په افغانستان کې یې د جګړې لپاره وخت ناوخته په خپلو لیکو کې جذب کړي دي.
سراج الدین له ترهګرۍ تر سیاسي څېرې
سراجالدین حقاني نن سبا نه یوازې د طالبانو د کورنیو چارو وزیر دی بلکې د «حقاني شبکې» د مشر په توګه په سیمه ییزو او نړۍ والو امنیتي، استخباراتي او جهادي اړیکو کې مهم رول لري. د هغه اړیکې له نږدې او لرې هېوادونو او له بېلابېلو وسلهوالو ډلو سره دا ښيي چې دی یوازې یو جنګي قوماندان نه، بلکې د سیمې په سیاسي او امنیتي معادلو کې یو اغېزناک کس هم دی.
له یوه پلوه د پاکستان د پوځ له استخباراتي ادارېسره د هغه ژورې اړیکې، حقاني شبکه د اسلام اباد لپاره یوه نیابتي وسیله ګرځولې چې پر هند افغانستان او نورو سیمه ییزو سیالو هېوادونو فشار راوړي. همدا راز، د حقاني ډلې اړیکې له وسلهوالو ډلو لکه د پاکستاني طالبانو تحریک ، لشکر طیبه (LeT) او جیش محمد (JeM) سره، دا ښيي چې دغه شبکه له پولو هاخوا جهادي خوځښتونو سره خپلې ایډیالوژیکې اړیکې پالي.
د سیمې هېوادونه لکه ایران، چین، روسیه، متحده عربي امارات او سعودي عربستان د امنیتي اندېښنو یا اقتصادي ګټو له امله د حقاني له ډلې سره اړیکې ساتي.
د سراج الدین حقاني پېچلي شخصیت او اړیکې لا هم د اندېښنې وړ دي.
ځینې استخباراتي شنونکي د هغه اړیکو ته د شک په سترګه ګوري او باور لري چې ځینې هېوادونه د خپلو امنیتي اندېښنو له کبله مجبور دي، چې اړیکې ورسره وساتي. د هغه د اړیکو پراخ ځنځیر که څه هم له یو لوري له جګړې هاخوا په سیاسي بهیر کې د هغه ښکېلتیا ته اشاره کوي، خو له بل لوري شکونه شته چې له استخباراتي همکاریو یې اړیکې خالي نه دي.
د نوموړي نږدې خپلوانو وویل:«د اصولو له مخې د طالبانو د ګرشک ولسوال مولوي یاسر حق نه لري، چې په لښکرګاه کې د خپلو کسانو په ملتیا پر کور چاپه ووهي او په داسې حال کې چې د ولایت مرکز طالب مسوولین په جریان کې نه دي.»
د سرچینو په وینا، د ملاداد توبه ګار له ورور سره د زغره وال موټر سندونه موجود ول خو هغه طالبانو ونه منل او ویېویل چې د موټر خاوند په مخکیني حکومت کې دولتي دنده درلوده.
سرچینه وايي:« دوی ډېر ناوړه چلند د کورنۍ له ځینو غړو سره وکړ او یوځل ۵۰ وسله وال یې پر کور ورننوتل، د زرې موټر کیلي نه وه خو طالبانو ګرینګ ورته راوست او د هغه په واسطه یې انتقال کړ.»
وزیر او ملګري يې په شمل دره کې دیریخیلو ته تلل. هلیکوپتر ناڅاپه په غورکې کلي کې پر ځمکه کښیناستل او وزیر او ملګري یې یوه کور ته ننوتل. په دیریخیلو کې خلکو زر جرګه وغوښته، چې وزیر د چا په بلنه غورکې ته راغلی. مولوي جلال الدین حقاني د قومي څلویښتي یوه ډله دیریخیلو ته ولیږله، چې په موضوع پوه شي. دیریخیلو هم اتیا تنه اربکیان تیار کړل چې په غورکه کې د وزیر د کوربه کور محاصره کړي. دوی پر کور را تاو شول او محاصره یې کړ، خو وزیر فکر کاوه، چې ځدراڼ یې د هرکلي په دود ډزې کوي. یو شمېر قومي مشران فیض محمد مسید ته ورغلل، چې پوه شي په څه ماموریت راغلی. فیض محمد ورته وویل، چې د روغې جوړې په ماموریت را استول شوی. دیریخیلو او میزایو، چې په راس کې یېمولوي حقاني و، د کور محاصره نوره هم تنګه کړه او کله چې فیض محمد او د هغه ملګري له کوره راوتل ډزې یې پرې وکړې او ویې وژل. حقاني د بمباریو له ویرې دیریخیلو ته وسلې واستولې او جنګیالي یې د وزیر د کوربه پر کور ورننوتل، خو د ښځو د پیڅکو غوړولو له امله بیرته له کوره ووتل.
ډاکټر نجیب الله دا کار د پښتونولۍ د کوډونو خلاف وباله، له هلیکوپټرو نه یې په خلکو پاڼې وغورځولې، چې د مسید د قاتلانو پر خلاف راووځي، خو دا وخت چا د هغوی ننګه کولای شوای؟. فیض محمد له ځان سره ۲۸زره ډالره هم وړي وو چې د حقاني په لمسون د حکومت ضد تحرکاتو مخه پرې ونیسي.
جلال الدین حقاني خپله جګړه د ځدراڼو په تنګي دره کې له رحمانیې مدرسې پیل کړه، چې په سیمه کې یې د مذهبي احساساتو په خپرولو کې ټاکونکی رول درلود. په ۱۹۷۳ کال کې د سردار داودخان له کودتا وروسته د خوست په لکڼو کې چا قران کریم ته اور واچاوه او دې پېښې د حکومت خلاف د خلکو شدید احساسات را وپارول. خلک د حکومت پرخلاف پاڅون وکړ او حکومت اړ شو، چې سیمې ته پوځ ولیږي. دې وخت کې د پکتیا د قول اردو قوماندان د ببرک کارمل پلار جنرال حسین و، چې د سیمه ییزو خلکو نه خوښېده. افغان ځواکونو د رحمانیه مدرسې مدیر مولوي ګل احمد ونیوه او د حقاني کور یې محاصره کړ، خو پوځیانو پر کور د برید اجازه نه درلوده. د حقاني کورنۍ له حکومتي استازو وغوښتل چې د کور ښځینه وو ته اجازه ور کړي چې له کوره ووځي او چې کله دوی ښځو او ماشومانو ته له کوره د وتلو اجازه ورکړه، له همدې فرصت نه په استفادې حقاني هم له کوره وتلی او د نکې غره ته تللی و. حکومتي پوځیان او د ځدراڼو اربکیان په هغه پسې ګړوبي کلي ته لاړل او درې میاشتې یې نوموړی او د هغه پلویان کلابند کړل، په جګړه کې د حقاني کسانو دوه افغان سرتېري ووژل او حکومتي ځواکونو له دې امله د محاصرې کړۍ ماته کړه چې وینه توی نه شي او د ځدراڼو قبیله په خپل منځ کې یوبل ته مورچي ونه نیسي.
د افغان ځواکونو له ستنېدو وروسته حقاني، د هغه مرستیال مولوي نظام الدین تور، مولوي نصرالله منصور او د دوی نور ملګري میرانشاه ته لاړل او هلته د پاکستان حکومت هرکلی ورته ووایه.
حقاني په دې وختونو کې له خپلو ملګرو سره یوځای د جنګیالیو په جلب او جذب لاس پورې کړ او یوې مناسبې موقع ته په انتظار و. د ۱۹۷۸ کال په مې کې چې د نورمحمد تره کي په مشرۍ نوي حکومت خپله بریاله نمانځله، د پکتیا په زیړوک ولسوالۍ کې خلک په یوه جنازه کې راټول وو او ملایانو د حکومت د بې دینۍ خلاف شعارونه ورکول. په دې منځ کې د حقاني یو پلوی پورته شو او په لوړ غږ یې وویل، چې دغه حکومت کافر دی، پرخلاف یې راپاڅئ. له همدې نارې سره د جنازې ګډون کوونکو پر علاقدارۍ یرغل ور وړ او ویې نیوله. د پاکستان استخباراتي اداره په دې وختونو کې په وزیرستان کې ډېره فعاله وه ځکه د داودخان سیاستونو او وروسته په افغانستان کې د شوروي اتحاد پرمختګونو دوی اندېښمن کړي وو. جنګیالیو له دوی نه وسلې او امکانات ترلاسه کړل او پر علاقه دارۍ له برید مخکې یې پکتیا ته انتقال کړې وې. له دې وروسته حقاني، مولوي نصرالله منصور او د هغوی جنګیالیو پر وزې، زیړوک، زرمت، سرحوضې او نورو ولسوالیو بریدونه طرح کړل او حکومت یې پرخلاف بمبارۍ وکړې. د بمباریو او پوځي عملیاتو په پایله کې ګڼې کورنۍ وزیرستان ته کډوالې شوې او په دې توګه افغانستان د شخړو او جګړو یوه نوي پړاو ته ننوت.
قبیله محوره شبکه خونړۍ کیږي
د حقاني شبکې بنسټګر مولوي جلال الدین حقاني د شلمې پیړۍ په پای او د یوویشتمې پیړۍ په پیل کې د افغانستان په جنوب ختیځ کې داستان جوړوونکی شخصیت پاتې شوی. دده په لاس جوړه شوې شبکه نه یوازې شوروي اتحاد ته سرخوږ و، بلکې د افغانستان حکومتونو، هند، امریکا او د هغې متحدانو ته هم یو ستر سرخوږ پاتې شوی.
د حقاني کورنۍ له منځه د ډېرې سرښندنې یو ستر لامل دا دی، چې د شبکې مشري ددوی تر کورنۍ او ځدراڼو قبیلې محدوده ده او مقابل اړخ هم ( افغان حکومت او متحده ایالاتو) تر ټولو ډېر ددوی د مشرۍ پر له منځه وړو تمرکز درلود. له داخلي لیدلوري د حقاني شبکې د رهبرۍ تشکیلاتي اساس په قبیلوي اړیکو جوړ شوی او دغه موروثي جوړښت او مشرۍ د شبکې د اضمحلال او ټوټه کېدو مخه نیولې ده. په قبیلوي تشکیلاتو ولاړې یاغي ډلې د مشرۍ تر موجودیت پورې خپل وحدت ساتلی شي، خو د مشرۍ تر له منځه تګ وروسته یې لیکې ژر پاشل کیږي. پاکستان له بلوڅو ازادي غوښتونکو او مسیدو طالبانو سره په جګړو کې، چې تشکیلاتو یې ډېری قبیلوي شکل درلود، دا څیز تجربه کړی. دې چارېله دوی سره د حقاني شبکې د پاتې مشرانو، په ځانګړې توګه خلیفه سراج الدین حقاني په خوندي پاتې کېدو کې مرسته وکړه.
له بهرني لیده د مالي، پوځي، استخباراتي او افرادي قوت په برخه کې حقانیان د پاکستان د امنیتي ادارو، القاعدې او د ای ایس ای د همکارو مذهبي او جنګیالیو ډلو له ملاتړه برخمن وو.
د جنګیالیو ډلو او د هغو د مشرانو په شهرت او کاریزما کې د استخباراتي ډلو رول او د رسنیو تبلیغاتي کمپاین ټاکونکی دی. لشکرطیبه او حقاني شبکه له دې امله هم د رسنیو سرټکي وې، چې د پاکستان ملاتړ د عملیاتي پلان، نقشې، افرادي قوت، تجهیزاتو او ارتباطي کانالونو له لارې تر مهمو او خبرجوړوونکو اهدافو رسولی شوای.
د ځني خېلو له بمباري وړاندې په چهار اسیاب او د سراج الدین په کور کې د حقاني او د هغه د قوماندانانو او طالب مشرانو ترمنځ یو بحث داو، چې څنګه د امریکايي ځواکونو پرضد خپله جګړه جاري وساتي ؟ دوی ته د امریکایانو پرضد د خرپ او ترپ جګړې پیلول سخت کار نه و، ځکه مصرف یې کم او تبلیغاتي اړخ یې ډېر و. د نورو جهادي تنظیمونو برعکس، د حقاني شبکې یو امتیاز داو، چې په لوګر، پکتیا، پکتیکا، خوست او حتا کابل کې یې دخپلو پخوانيو جهادي قوماندانانو شبکه خوندي ساتلې وه.
حقاني جهادي، مذهبي او قومي درېواړه شالیده لرل. د طالبانو وخت کې د قبایلو چارو وزیر پاتې شوی و او د ډیورنډ په دواړو غاړو کې یې له مختلفو قبیلو او مذهبي مشرانو، جهادي ډلو او مدرسو سره پراخې اړیکې درلودې.
حقاني شبکې د افغان جهاد له پیل نه په ځان کې د بهرنیو جنګیالیو د جذب وړتیا روزلې ده. د القاعدې ډیری مهم کسان د همدې شبکې غړي پاتې شوي او په افغانستان کې یې ډیر بریدونه د همدې شبکې له لارې پلان کړي. په افغانستان کې د بهرنیو جنګیالیو، القاعدې، لشکرطیبه او پاکستاني طالبانو د بریدونو د تنظیم او پلان لپاره تر ټولو اغیزناک ادرس حقاني شبکه معرفي کېده. دې شبکې د خپلو جګړه ییزو- ارتباطي کانالونو، نویو تکتیکونو او د جګړې له ښاري او کلیوالې جغرافیا سره د بلدتیا له لارې د عملیاتو فوق العاده ظرفیت درلود. د بهرنیو جنګیالیو غوڅ اکثریت بریدونه د حقاني شبکې د جګړې د لارې نقشېپر اساس ترسره کېدل. دوی قومي او قبیلوي مناسبات پالل، له خلکو سره په ژبه پوهېدل، د شوروي اتحاد خلاف د جهاد له وخته د اړیکو یو پراخ جال ور پاتې و؛ منظم تشکیلات او په ښاري سیمو کې د انتقالاتو، استقرار او پلان عملي کولو یوه تسهیلاتي، خو تجربه کاره محرکه قوه یې درلوده.
حقانیان ولې په وزیرستان کې؟
دا پوښتنه هر کنجکاوه ذهن بوختوي، چې حقانیانو له دوو سترو ځواکونو سره د جګړو په اوږدو کېشاوخوا ۴۷ کاله ولې د ځان لپاره وزیرستان او په وزیرستان کې د وزیرو سیمې خوښې کړې وې ؟
د وزیرو او ځدراڼو اړیکې د پښتنو له شخړو ډک تاریخ کې سلګونه کاله مخینه لري. ددغو اړیکو لیکلی تاریخ په وزیرستان کې د بریټانیايي هند پر وړاندې د ایپي فقیر له مبارزو سره هممهاله پیلیږي. په ۱۹۳۸ میلادي کال او له هغه راوروسته کلونو کې د ځدراڼو د مشهور جنګیالي مشر ببرک خان ځدراڼ زوی زمرک خان په مشرۍ ګڼ ځدراڼ او سلیمانخېل په وزیرستان کې اوسیدل. دوی د نادرخان حکومت پر خلاف بغاوت کړی و او په دې چاره کې یو شمېر وزیرستانیانو هم د نادرخان د ځینو وعده خلافیو په غبرګون کې د دوی ملګرتیا کوله. نادرخان د حبیب الله کلکاني د نظام له سقوط وروسته د وزیرستاني قبایلو غوښتنو او د جګړې د شعار عملي اړخ ته کافي توجه نه درلوده. دوی واک ته د امان الله خان د بیرته را ستنېدو او له انګرېزانو نه د وزیرستان او قبایلي سیمو د ازادۍپه هدف د نادرخان ملتیا کوله. دا وخت د شمالي وزیرستان مداخېلو وزیرو د زمرک خان ملاتړ کاوه. پر ۱۹۴۱ کال شاه محمود خان خپل یو جنرال پیرمحمد خان وزیرستان ته ولیږه، چې د پیسو له لارې خلک د زمرک او نورو ځدراڼو له ملګرتیا راوګرځوي. هغه د وزیرو قومي مشر زنګي خان ته د زمرک خان د شړلو په بدل کې د یو میلیون افغانیو د ورکړې وړاندیز وکړ، وروسته یې دوه میلیونه کړې، خو زنګي خان اعلان وکړ، چې دوی خپل دود، ننګ او غیرت په پیسو نه پلوري.
وروسته د افغانستان بهرنیو چارو وزارت ایپي فقیر ته خپل استازي واستول، چې د زمرک خان ځدراڼاو د هغه د زامنو په نیولو کې مرسته ورسره وکړي، خو فقیر په دې برخه کې د افغان حکومت پر غوښتنه غوږونه کاڼه واچول. هاشم خان په دې برخه کې د انګریزانو له حکومت نه مرسته وغوښته او انګریزانو هم د ډپلوماتیکو اصولو د مراعاتولو په دود، د وزیرو مشران بنو ته ور غونډ کړل، چې د ځدراڼو ملاتړ پریږدي، خو هغوی د زمرک خان زامن او ملګري چاته ونه سپارل.د زمرک خان اولاده لومړی د مداخېلو وزیرو تر کنټرول لاندې سیمه خړه کې اوسیده، خو وروسته د القاعدې د مشر بن لادن په څېر، په ایبټ اباد کې میشت شول. ایبټ اباد هغه وخت د انګریزي واکمنو د سیل او سیاحت ځای و. زمرک خان د ۱۹۴۴ز کال په اپریل کې د افغان حکومت پر ضد خپلې جګړې پرېښودې، خو کابل لا هم په وزیرستان کې د میشتو ځدراڼو له پاڅونونو په ویره کې و. د همدغه کال په جون میاشت کې انګریزانو د هاشم خان په غوښتنه او ملاتړ په وزیرستان کې د وزیرو ټول هغه کلي بمباري کړل، چې ځدراڼو ته یې پناه ورکوله. د ځدراڼو د پاڅون له ماتیدو وروسته، د هغوی او وزیرو ترمنځ اړیکې ټینګې پاتې شوې.
د ځدراڼو یو شمېر قبیلې د پکتیکا په ګیان او د خوست په سپیره ولسوالۍ کې د شمالي وزیرستان له دته خېل علاقدارۍ (مداخیلو وزیرو) سره پر ډیورنډ کرښه پرتې دي او دواړې خواوې په خپل منځ کې تاریخي دوستۍ او ټولنیزې، تجارتي او د ښه ګاونډیتوب اړیکې لري. د ګیانې ملا په وزیرو کې له ځانګړي درناوي برخمن و او خلیفه ګلات شاه ځدراڼ په ۱۹۳۶مو کلونو کې د ایپي فقیر له خورا پیاوړو ملګرو ګڼل کېده.
ځدراڼ، وزیر او مسید ټول د پښتنو د کرلاڼي ښاخ قبیلې دي، چې د قبیلوي، کلتوري او جغرافیايي تړاوونو له مخې تر نورو قبیلو ډېر سره نږدې پاتې شوي او تر نورو پښتنو ډېر «جنګیره» دي. له مداخېلو وزیرو سره د ځدراڼو ګډه پوله هم په دې قبیله او وزیرستان کې د ځدراڼو د نفوذ یو عامل دی. افغان حکومت وخت ناوخته پر مداخېلو د پانګونې له لارې حقانیان څارلي او کنټرول کړي دي.
په پښتني قبیلو کې ځدراڼ ظاهرا لومړنی ټبر دی، چې له وزیرستانیانو سره ډیرې خېښۍ لري. مسید او وزیر ډیر کم د خپلو قبیلو له محدودې بهر ټبرونو سره خېښیو او دوستیو ته چمتو کیږي. په میرانشاه کې د حقاني شبکې لپاره د مرستندوی چاپیریال په رامنځته کیدو کې پر نورو عواملو سربېره، دغه عوامل هم ټاکونکي وو.
پاکستان او په جګړه کې د حقانیانو ښکیلېدل
په ۱۹۴۷کال کې د پاکستان له رامنځته کیدو وروسته په کابل کې د پښتنو او بلوڅ ملتپالو د ملاتړي محور پیاوړي کیدو پاکستان دې ته ځیر کړ، چې څنګه هغه زخم پیدا کړي، چې افغانستان ترې وخت ناوخت کړیږي.
د ډيورنډ دواړو غاړو ته پرتو پښتنو کې یوه ستره ستونزه قبیلویت دی. د عام روایت له مخې، په کابل کې تاجکانو او نورو قومونو په افغانستان کې د درانيانو پر مشرۍ له راټولېدو سره لېوالتیا ښوده، ځکه درانیان په سیاست او قدرت کې ډېر پاتې شوي، واکمنه طبقه پکې کابل خویه وه او اقلیتونو ته یې هم توجه کوله. بریټانیایي هند پښتانه په غلجي، دراني او کرلاڼي وېشل او په دې نامه چې په کابل کې واک ټول درانیو انحصار کړی، پر غلجیو او کرلاڼیو یې د اغیز او نفوذ هڅې کولې. پاکستان هم تر غالب مذهبي رنګ لاندې ورته سیاست خپل کړی و، چې کابل د حقانیانو په مشرۍ د کرلاڼیو پښتنو لاس ته ولوېږي او وزیرستان یې حمایوي او نفوذي جبهه وګرځي.
د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر له یوولسې وروسته، چې د طالبانو خلاف په قبایلي سیمو او پېښور کې د سي ای اې په ملاتړ هڅې پیل شوې، د مولوي جلال الدین حقاني په مشرۍ د خوست ادارې خپلو امنیتي او استخباراتي ارګانونو ته امر وکړ چې د ظاهرشاه ملاتړي ونیسي. ای اېس ای ته نږدې ډلو هممهاله له یوې خوا له سي ای اې سره د پخوانیو مجاهدینو د قوماندانانو په تنظیمولو کې مرسته کوله او له بلې خوا یې له طالبانو سره د یوه همکار چاپیریال په رامنځته کولو او د مجاهدینو د قوماندانانو په افشا کولو کې مرسته کوله. د پاکستان یوه جګپوړي حکومتي چارواکي د ۲۰۰۱ کال په اکتوبر کې دې نیوز ته د خبرداري په ډول وویل، « موږ باید دا درک کړو چې د قبایلي سیمو پټاره طالبانو ته یو ستراتیژیک عمق چمتو کوي. دوی به له هغې سیمې دوامدارې مرستې ترلاسه کړي چې ددښمن له کنټروله بهر ده».
په باجوړ، خیبر، ملاکنډ، شمالي او جنوبي وزیرستان، بنو، پېښور او بلوچستان کې مذهبي او قومي مشران او د مدرسو طالبان مظاهرو ته را ووتل چې سي ای اې د طالبانو د بدیل رامنځته کولو پرځای له هغوی سره ګډ کار او مشترک حکومت ته وهڅوي. دوی هممهاله کوښښ کاوه چې طالبان یوه ټولشموله حکومت ته وهڅوي. د ای ایس ای مامورانو هڅه کوله چې د طالبانو دوه مهم قوماندانان مولوي عبدالکبیر او مولوي جلال الدین حقاني د طالبانو له سقوط وروسته نظام کې شامل شي. په همدې ورځو کې مولوي کبیر چې د ننګرهار والي و، ملامحمد عمر د ختیځ زون تنظیمه رییس وټاکه. د طالبانو له دفاع وزیر ملا عبیدالله سره حامد کرزي ښه روابط لرل او په پام کې وه، چې هغه هم د نوې ادارې برخه وګرځي، خو د اکتوبر پر لسمه مولوي جلال الدین حقاني او مولوي کبیر اعلان وکړ، چې دوی د ملا محمد عمر سپاهیان دي.
په وزیرستان کې د قاري حسین د ځانمرګو بریدونو له مرکز ( فدایان اسلام) او د مولوي صادق نور د موټر بم چاودنو له سهولتونو نه ډیری دې شبکې ګټه پورته کوله. د پاکستان د طالبانو غورځنګ مشران عبدالله، بیت الله او حکیم الله مسید درېواړه په خوست او نورو ولایتونو کې له مولوي سنګین ځدراڼ سره په یوه جبهه کې جنګیدل. د ګل بهادر او صلاح الدین ایوبي (د مولوي نذیر د ځایناستي) ډلېد سنګین د ورور بلال فاتح او د حقاني تر قوماندې او جګړه ییز پلان لاندې فعالیت درلود. ګل بهادر د افغان حکومت او امریکايي ځواکونو پر خلاف هر پسرلی له حقاني شبکې سره یوځای تشکیلونه، یا ددوی د مخالفانو په وینا «د پسرلي ګلونه» لیږل.
له ۲۰۱۰ کال نه تر ۲۰۱۴ کال پورې په افغانستان کې ډیر وژل شوي وزیرستاني جنګیالي د ګلبهادر، ګوډ عبدالرحمن، مولوي صادق نور او مولوي نذیر د ډلې کسان وو او یا هم هغه طالبان وو، چې په مستقله توګه له حقاني شبکې سره یوځای شوي وو. په دوی کې مسید، وزیر، داوړ او پنجابي طالبان ټول شامل وو.
په شمالي وزیرستان کې د حقاني شبکې مشران د القاعدې په څېر د سي آی اې تر ذره بین لاندې وو. په ۲۰۰۹ او ۲۰۱۰ کلونو کې د متحده ایالاتو د ګډو عملیاتو ځواکونو (JSOC)پر حقانیانو خپل فشار ډېر کړی و. په خوست کې د سي ای اې او کمپاین مرکزونو د فعالیت له امله له شمالي وزیرستان نه خوست ته د حقانیانو تګ راتګ هم ستونزمن شوی و. شمالي وزیرستان نور ددې ډلې لپاره خوندي پټنځای نه و. دوی غوښتل داسې منطقې ته لاړ شي، چې هم محفوظې وي او هم افغانستان ته خوندي لارې ولري.
سي ای اې او افغان امنیتي ادارو په وزیرستان کې کافي نفوذ درلود. دوی د حقانیانو او نورو جنګیالیو ډلو پر تحرکاتو نظارت درلود. په وزیرستان کې د طالبانو پر یو شمېر ګروپونو شک کېده، چې امریکایان یې حمایه کوي. د حقاني ډلې د کسانو په باور، په دغو ګروپونو کې یو د ګلاب ګروپ و، چې امکانات او پلان له خوست نه ورتلل. دې ډلې په میرانشاه او د ډیورنډ کرښې په شاوخوا کې د حقاني شبکې قوماندانان او مهم کسان په نښه کول. حقانیانو ویل، چې دې ډلې د دوی غړي تر شکنجې او وژلو وروسته پر سړکونو غورځول او په ورسره اېښو لیکونو کې به یې لیکل، چې امریکایانو ته په جاسوسۍ وژل شوي. دې ډلې د خوست د لکڼو یو تن ملا د شمالي وزیرستان په سپین وام کې د تراویح له لمانځه را ایستلی او وژلی و. دغه ملا د قیام الدین حاجي تر مشرۍ لاندېفعالیت درلود او یو زوی یې په بګرام زندان کې بندي او وروسته وژل شوی و. ګلاب د پکتیکا پیرکوتی و، چې د مولوي سنګین ځدراڼ یوه قوماندان خان بادشاه له څلورو ملګرو سره یوځای وواژه. د ګلاب څلور نور ملګري په یوه انتقامي برید کې د خان بادشاه لاس ته ولوېدل، خو وروسته ترې د څیړنو لپاره حقانیانو یووړل. حقانیانو ویل، چې د مولوي سنګین د کورنۍ یو غړی هم دوی وژلی و، خو تور یې پر حقاني کورنۍ لګېده. ددوی په باور، سي آی اې او د افغانستان ملي امنیت غوښتل د ځدراڼو د دوو مقتدرو قوماندانانو مولوي سنګین او سراج الدین حقاني ترمنځ اختلاف رامنځته کړي.
د مولوي سنګین او حقانيانو ترمنځ په ۲۰۱۱ کال کې د سنګین د تره زوی د مرګ پر سر اړیکې خرابې شوې. د سنګین د تره زوی په میرانشاه کې ورک شوی و او څو ورځې وروسته یې خلکو مړی چشمه پل سیمې ته نږدې موندلی و. سنګین د هغه د مرګ په تور د ازبک جنګیالیو د قوماندان سید کریم کسان ونیول، خو له څیړنو وروسته یې په دې پېښه کې د سراج الدین حقاني ماما، حاجي مالي خان ښکیل وباله. د مالي خان په اړه شک و، چې سنګین دده د ملګرو په همکارۍ وژل شوی او د سنګین پر وروڼو شک و، چې مالي خان ددوی په اطلاع امریکایانو نیولی. حقانیانو ته یوه نږدې کس ویل، چې د مولوي سنګین او حقاني ډلې ترمنځ په دې مساله اړیکې خورا ترینګلې شوې، خو د القاعدې په منځګړتوب دغه شخړه له پکتیا نه د مالي خان تر بیرته ستنیدو پورې وځنډیده. مالي خان، چې د حقاني شبکې مهم او باوري کس ګڼل کیږي، د ۲۰۱۱ کال د اکتوبر پر ۱۱مه په جاني خېلو ولسوالۍ کې د افغان او ناټو ځواکونو په ګډو عملیاتو کې ونیول شو او بګرام زندان ته یې یووړ. پر ده له ای ایس ای سره د نږدې اړیکو او د امریکا پر سفارت، د ناټو پر مرکز او په میدان وردګو کې د بهرنیو ځواکونو پر یوه اډه بریدونو کې د لاس لرنې تور و. حقاني شبکې وروسته په خوست کې دده پرځای حاجي حبیب وټاکه. خو د چشمه پُل له پېښې وروسته د خوست په صبریو او سپیرې ولسوالۍ کې د هغه د کورنۍ دوه نور غړي هم ووژل شول. د حقاني او سنګین اړیکې یوځل له الجزیره ټلویزیون سره د یوې مرکې له ترسره کېدو وروسته هم خرابې شوې وې. سراج الدین حقاني د حبیب الله جدراني له لارې د میرانشاهبازار مال منډيي شمال لویدیز لور ته په سل متري کې د عرب جنګیالیو په یوه پخواني دفتر کې له الجزیرې شبکې سره مرکه درلوده. له مرکې وروسته د حقاني یوه قوماندان نایب سالار حبیب الله جدرانی په غلام خان کې وهلی او ډبولی و. نایب سالار ویل، چې حبیب الله د خوست او میرانشاه ترمنځ ازاد تګ او راتګ کوي او د افغانستان له ملي امنیت سره اړیکې لري. مولوي سنګینپه دغه چلند خورا غوسه شوی و.
سنګین ځدراڼ په وروستیو کې د پاکستان لپاره محبوب جنګیالی نه و، ځکه د القاعدې او بهرنیو جنګیالیو د خپلولو او د ځان د پیاوړتیا په لټه کې و. سنګین د ۲۰۱۲ کال په جولای او نومبر میاشتوکې په خپلو ویډیويي پیغامونو کې پر ترکیې او ددغه هېواد پر سیکولر نظام سختې نیوکې کړې وې او د ترکیې او کردستان مسلمانان یې د سیمه ییزو حکومتونو خلاف جګړې ته هڅولي وو. سنګین ویلي و، چې ترکان او کردان د جهاد لپاره له ډېره لرې افغانستان ته راغلي، خو «جهاد یوازې افغانستان کې نه دی، د امریکا تر ماتې وروسته به طالبان او ددې ډلې متحدان د نړیوال خلافت لپاره جګړه کوي».
د سنګین دغو څرګندونو د طالبانو له جهادي پالیسۍ او د پاکستان له سیاستونو سره ټکر درلود، ځکه طالبانو خپله جګړه یوازې پر افغانستان متمرکزه ساتله. د سنګین دغو څرګندونو د چین لپاره هم ښه پیغام نه درلود، ځکه پیکنګ د ختیځ ترکستان د بېلتونپالو له اړخه ځان خوندي نه انګیري.
په شمالي وزیرستان کې د ضرب عضب له عملیاتو وړاندې د ۲۰۱۴ کال په اپریل او می کې د حقاني شبکې جنګیالیو د پاس کورمې ایجنسۍ شالوزان، نري، مقبل، سپین ټل او اورکزیو سیمو ته ځانونه و اېستل. د ضرب عضب له عملیاتو وړاندې حکومت په کورمه کې ګرځبندیز ولګاوه او خلکو لیدل، چې ډله ډله جنګیالي د ډیورنډ کرښې غرنیو سیمو او درو ته لېږدول کیږي. د افغانستان د ملي امنیت سرچینو هم ویل، چې پاکستان د حقانی شبکې غړي او مشران کورمې، کراچۍ، پېښور، اسلام اباد او کوټې ته انتقال کړي دي. دا انتقال د کورمې د شیعه او سني قبیلو ترمنځ د ۲۰۰۸ کال په اکتوبر کې د مري د معاهدې پر اساس و، چې حکومت او حقانیانو پکې ټاکونکی رول درلود. د ۲۰۰۸ کال معاهده د حقانیانو او پاکستان د امنیتي ادارو د پرله پسې هڅو محصول و، خو دې معاهدې دلته شخړې اوارې نه کړای شوې. دلته په شیعه او سني جګړو کې د ټي ټي پي د جنګیالیو رول هم ټاکونکی و، ځکه د جنوبی وزیرستان له عملیاتو وروسته د سپاه صحابه، لشکر جنګوي او جیش محمد په څېر شیعه ضد ډلې هم کورمې او اورکزیو ته لاړې. د ۲۰۱۰ کال په سپټمبر کې حقانیانو ددویم ځل لپاره د منځګړتوب رول ولوباوه، خو پښتنو شیعه ګانو حقانیانو ته د لارې ورکولو پر وړاندې مقاومت کاوه.
حقانیان او شیعه قبیلې د ۲۰۱۱ کال په فبروري کې یوځل بیا په مري کې سره کښېناستل. دوی د ۲۰۰۸ کال د معاهدې پر اساس په کورمه کې مذهبي شخړې پای ته ورسولې. په دې معاهده کې د پوځ او حقانیانو(ابراهیم او خلیل حقاني) رول مهم و او دوی دلته په خلکو کې نفوذ هم وکړ. شیعه ګانو او سنیانو ۴۰ میلیونه روپۍ ښوینی کېښود او ځینې نور شرطونه او قیودات هم وضع شول. حقانیانو سني قبیلې له جګړې را وګرځولې او په بدل کې یې د شیعه ګانو له سیمې افغانستان ته د تګ راتګ او اکمالاتو لار ومونده.
کورمه اجنسۍ د حقانیانو لپاره له څو اړخونو محفوظه وه. یو د بې پیلوټه الوتکو له بریدونو په امن کې وه او بل کابل، پکتیا، ننګرهار او نورو ولایتونو ته یې اسانه لاسرسی درلود. دغه راز له کورمې نه پېښور، پنډۍ او اسلام اباد ته هم تګ او راتګ اسانه و.
د دوحې پرېکړه؛ په کالبوت کې ساه پوکل
د دوحې له هوکړې وروسته په وزیرستاناو قبایلي سیمو کې په ډراماتیک ډول حالات بېرته بدل شول.
د میرانشاه په لویدیز کې د کویټ روغتون شاوخوا د دې جنګیالیو په لسګونو کورونه ناصر داوړ او د پوځ یوه محلي کپټان ثبت او سروې کړل . عامو خلکو ته د هر کور پر سر څلورسوه زره روپۍ ور کول کېدې، خو د حقانیانو په هر کور کې پنځه پنځه کورنۍ ثبت شوې وې، چې دوه میلیونه روپۍ کیدې.
په ورته وخت کې شمالي وزیرستان کې تسلیم شوي وزیرستاني طالبان بېرته د افغانستان جګړې لپاره تیاریدل. زیاتره ځايي طالبان د پوځي استخباراتو اېم ای له لارې له خوست، پکتیا، پکتیکا او کونړ څخه بېرته پاکستان ته د تسلیمۍ په خاطر لاړل او یو شمېر د بنو په ښار کې پاکستاني ځواکونو ته تسلیم شول. مولانا ګل رمضان کابل خېل وزیر د میرانشاه په چشمې کې د اشرافیه مدرسې مهتمم له عملیاتو وړاندې د ګل بهادر او پوځ تر منځ د تړونونو چارې تنظیمولې.
پوځ یو شمېر دغو طالبانو ته د میرانشاه په کالوني کې شپږ میاشتیني کورسونه جوړ کړل چې څنګه سوله ییز ژوند ته مخه کړي او جګړې ته مخه ښه ووایي. خو جګړه د جنګیالیو عادت ګرځېدلې وه. د میرانشاه تحصیل د ډانډې درپه خېل اوسیدونکی شمس الله چې له ضرب عضب وړاندې د ګل بهادر تر مشرۍ لاندې د سیدخان او ګوډعبدالرحمن په ګروپونو کې پاتې شوی و او وروسته پوځ ته تسلیم شو ، ای ایس ای وسلې او د وسلو ګرځولو جواز ورکړ، خو هغه بېرته جګړې ته مخه وکړه او په ډانډې درپه خېل کې یې د طالبانو دجلب او جذب لپاره کار پیل کړ او په خپل کلي کې یې د وسلو زېرمتون جوړ کړ.هغه په جار خلکو ته ویل، چې «موږ د افغانستان پر جګړه پښېمان نه یو او د افغانستان جهاد به تر وروستۍ سلګۍ کوو».
د وسلو د پیرنې او پلورنې چاره، چې له ضرب عضب عملیاتو وروسته ټکنۍ شوې وه، بیرته پیل شوه او هر ډول سپکه او درنده وسله موندل کیده. د وسلو د بیرته زیاتېدو او پیر او پلور مسالې دلته له قبیلوي شخړو سره هم تړاو درلود، ځکه بوراخېل وزیرو او د میرعلي دواړو د ځمکو او لارو پر سر خپلمنځي شخړې درلودې.
د ګل بهادر شورا د درپه خېلو امیر مولوي سیدخان د پکتیکا له برمل ولسوالۍ نه په درپه خېلو کې له خلکو نه د میاشتنۍ چندو بهیر پیل کړ. د درپه خېلو شتمنو کورنیو، تاجرانو او بانفوذه کسانو نوموړي ته د اخترجان درپه خېل له لارې، چې په سیمه کې دده د چندو، زکاتونو او مرستو مسوول و، خپلې بسپنې او مرستې استولې.ګوډ عبدالرحمن چې د بنو په ټاون کې یې دفتر درلود، په ازادانه ډول جنګیالي جذبول او افغانستان ته یې د جګړې لپاره لیږل. ده د خپلو جنګیالیو لپاره منظمه بودجه درلوده او په افغانستان کې د خپل هر وژل شوي جنګیالي کورنۍ ته یې ۶۰۰زره روپۍ ور کولې.
د حقاني شبکې جنګیالي ظاهرا د پاکستان د پوځ تر سترګو لاندې په موټرو کې تر دته خېل تحصیل پورې انتقالیدل او وروسته په ګیان ولسوالۍ کې له خپلو ځايي قوماندانانو سره په تماس کې کېدل او هغوی کرښې ته موټر راوستل او ګیان ولسوالۍ ته یې وړل. په ګیان کې د افغان حکومت حاکمیت نه و او طالبانو له دې لارې ډاډه تګ او راتګ کاوه. دوی ټل او پېښور ته د تګ لپاره د خوست د بټۍ تاڼې او د ګیان لار کاروله. په ګیان کې قوماندان ګلاپی (چمتو ) حاکم و. نوموړی د حقاني شبکې د مشهور قوماندان مولوي بخته جان زوم او په خپله سیمه کې یې د طالبانو د حاکمیت ټینګولو لپاره زیات مخالفان ووژل. نوموړي د خپلو مشرانو ځینو اوامرو ته اعتنا نه کوله او کله چې د ګیانې ملا زوی مړ شوی و په خپل سر یې حکومتي چارواکو ته اجازه ورکړې وه چې په جنازه کې یې برخه واخلي او بیرته خوندي ستانه شي. مولوي بخته جان په پکتیکا کې د حقاني مهم قوماندان و. د هغه له مرګ وروسته د ده زوی سعیدالله حماس د حقاني د شورا غړی شو، نوموړی یو ځل قطر ته هم غوښتل شوی و خو کله چې له قطر نه بېرته راستون شو په پېښور کې د ای اېس ای له خوا نظربند شو. ده خپلو نږدې ملګرو ته ویلي و چې طالبان د نورو هېوادونو لاس ته لویدلي دي.
په ۲۰۲۱ کال کې د خیبر پښتونخوا له مدرسو نه اکثریت فارغېدونکي وزیرستاني طالبان د افغانستان جګړې ته لاړل. په همدې کال کې د کاهي له مدرسې نه ګڼ وزیرستاني طالبان فارغ شول، ټولو په موټرو د افغانستان اسلامي امارت بیرغونه نصب کړي وو او خلکو ته یې په کلیو کې تبیلغات کول چې «اسلامي امارت ژر راتلونکی دی».
ګل بهادر چې له وزیرستان نه څومره جنګیالي د پکتیکا سرحدي ولسوالیو ته راوستل، د ۲۰۲۱ کال په پسرلنیو عملیاتو کې د حقاني شبکې له غړي بلال فاتح سره یو ځای د افغان ځواکونو پر وړاندې د جګړې لیکو ته لاړل. د خوست په سپېره ولسوالۍ کې چې له کمپاین ځواکونو سره د ګل بهادر د جنګیالیو جګړه ونښته، له وزیرستاني جنګیالیو سره یو ځای د فاتح کاروان حافظ عبدالله ځدراڼ جنګیالي هم په جګړه کې بوخت وو.
د شمالي وزیرستان د شوال او دته خېل په ټوله سرحدي سیمه کې جنګیاليو ازاد تګ او راتګ درلود، په ځینې ځایونو کې اغزن تار نه و او په ځینو ځایونو کې یې تارونه غوڅ کړل. د بټې تاڼې پر لار د تګ او راتګ په ټل کې د حقاني شبکې له لارې تنظیمیده او د هغوی له اجازې پرته تګ ستونزمن و. د ډنډ پټان په غرنیو سیمو کې په اغزن تار کې دروازې جوړې شوې او طالبانو د پاکستان له سرحدي ځواکونو سره د تفاهم له لارې تګ او راتګ کاوه. د اریوب ځاځیو له لارې طالبان په پیک اپ موټرو کې په داسې حال کې پکتیا ته داخلیدل چې پر موټرو به یې سپین بیرغونه رپېدل.
د کورمې اجنسۍ له پاړه چینار نه د افغانستان پر لور غځېدلی سړک د طالبانو پرمخ بشپړ پرانېستی و. له وسلو، موټرو او پیکا او راکټونو سره پر دې سړک تیریدل او له بوړکې ، خرلاچي او نورو قاچاقي لارو افغانستان ته داخلیدل. د عامو خلکو په وینا، ددوی کاروانونه د پوځ تر حمایې او نظارت لاندې تیریدل. هغو امنیتي کسانو، چې له دوی سره پر لارو ملتیا کوله، اوږدې ږیرې او د طالبانو په څېر لباس او څېرې درلودې او د سیمې په خلکو کې د کشمیري مجاهدینو په نامه مشهور وو. د کورمې له پاړه چینار، سدې، ټل، هنګو، کوهاټ، پېښور او دغسې رزمک، میرانشاه، بنو، سرای نورنګ، لکي مروت، کرک، لاچي نه تر کوهاټ پورې د حقاني شبکې او ددې شبکې د محلي ملاتړو طالبانو یوه منظمه شبکه پرته وه چې د افغانستان په جګړه کې ښکيل وو. له کورمې نه تر هنګو، ټل او کوهاټ پورې د حقانیانو د مرکزونو د تنظیم او اړیکو چارې مولانا محمدنبي حنفي پرمخ وړلې. حنفي پخوا د ټي ټي پي د هنګو نظامي مسوول و او وروسته یې د حنفي کاروان په نوم ډله جوړه کړه. دی وروسته له هنګو نه سپین ټل ته لاړ. ده د ټل تحصیل په سپین ټل نومي سیمه کې مرکزونه لرل، په دې مرکزونو او د خلکو په کورونو کې ډېری د حقاني شبکې جنګیالي اوسېدل. د حنفي کاروان جنګیالي اکثریت د هنګو ، ټل، اورکزیو او کورمې ایجنسۍ اوسیدونکي وو چې د حقاني شبکې د تشکیلونو په چوکاټ کې افغانستان ته رالېږل کیدل.
البدر مجاهدین ډلې، چې د پاکستان د جماعت اسلامي جنګي ښاخ دی، د افغان جګړې لپاره د جلب او جذب چارې په ۲۰۱۵ کال کې په کورمه اجنسۍ، بنو، لکي مروت، هنګو، کوهاټ، دیر، تیمرګره او ملاکنډ کې پیل کړې. په ۲۰۱۵ کې دیر ته له افغانستان نه د ۱۵ مړو جنازې ورغلې، چې د البدر مجاهدینو له لارې د طالبانو لیکوته لیږل شوي وو. په ۲۰۱۹ کال کې لکي مروت ته د ۱۰ جنګیاليو جسدونه په یوځل انتقال شول. په ۲۰۲۰ کې هم تر ۱۵ ډیر جسدونه دې سیمې ته انتقال او په ۲۰۲۱ کال کې ددې سیمې د طالبانو اووه جنازې انتقال شوې. دا هغه پېښې وې چې رسنیزې شوې، خو له دې پرته هره ورځ له افغانستان نه پاکستان ته جنازې او تابوتونه انتقالیدل. یو شمېر جنګیالي یې چې د انتقال وړ نه وو، یا د جګړې پرمهال یې جسدونه پړسېدلي وو، په افغانستان کې دفن کېدل. دوی اکثریت د لکي مروت د سرای نورنګ،ډوګدرې، اباخېلو، شاه حسن خېلو سیمو اوسیدونکي وو، چې افغانستان کې د حقاني شبکې په لیکو کې جنګیدل. د امریکا او طالبانو د تړون په نتیجه کې چې د طالبانو ۵۰۰۰ بندیان خوشي شول، د لکي مروت د سیمې اوسیدونکي هم پکې وو، چې د سرای نورنګ په اباخېلو کې د خلکو له خوا غاړو ته ګلان ور واچول شول.
لکي مروت ته د جنګیالیو ډلو مخه په وزیرستان کې د پوځ له عملیاتو او پي ټي ایم له راپورته کېدو وروسته واوښته ځکه وزیر او داوړ قبیلې وکوچېدې، د جلب او جذب مراکز او امکانات کم شول، او ځوانانو د طالبانو پرځای د پي ټي ایم پر لور مخه وکړه. د وزیرو، مسیدو، داوړو او ځدراڼو له قبیلو وروسته مروت د کرلاڼیو پښتنو پنځمه قبیله ده، چې د جنګیالیو ستره برخه ترې استخدام کیږي.
په لکي مروت سیمه کې د طالبانو په جلب او جذب کې مدرسه جامعه عربیه مټوره لکي مروت او جامعه عثمانیه مهم رول درلود. دغه راز د پیزو درې مشهورې مدرسې جامعه حلیمیه له لکي مروتاو ټانک نه د افغانستان جګړو لپاره د جنګیالیو په جلب او جذب او روزنه کې ټاکونکی رول درلود. ددې مدرسې مهتمم مولانا سید محسن شاه و، چې له ۲۰۱۰ کال وروسته د لکي مروت د امن جرګې مشر هم و، خو وروسته د ټي ټي پي جنګیالیو په خپله مدرسه کې د خوب پرمهال وواژه. دې مدرسې د افغان جهاد په وختونو کې هم افغانستان ته د طالبانو په لیږلو کې ټاکونکی رول درلود. حقانیانو د البدر مجاهدبنو په مرسته د لکي مروت په تاج بي خېلو کې مرکزونه جوړ کړل، ځکه په دې سیمه کې افراطیت مخ پر خورېدو و او له وزیرستان وروسته دوی ته د جنګیالیو د جلب او جذب غوره محیط مهیا شوی و. دا مرکزونه پټ جوړ شوي وو، خو کله چې په دې سیمه کې د یو افغان او مروت تر منځ په «ناموسي معامله» کې حقانیان په مروت پسې په تورو شیشو موټرو کې ورغلل او د هغه کور یې محاصره کړ، دغه مراکز رسوا شول.
د میجر مست ګل په مشرۍ البدر مجاهدینو په تری منګل کې منظم فعالیت درلود. دې ډلې د افغان جهاد او طالبانو د تېرې واکمنۍ پرمهال په دې سیمه کې روزنیز مرکزونه، کافي نفوذ او شناخت درلود. دی او دده پخواني جنګیالي د خوست، پکتیا او پکتیکا له اراضي سره بلد وو او په اسانۍ سره یې په ډیورنډ کرښه کې نفوذ کولای شوای.البدر مجاهدینو په کورمه او شاوخوا سیمو کې د کشمیري جنګیالیو یا پنجابي طالبانو سرپرستي او د اکمال چارې هم پرغاړه درلودې. میجر مست ګل له تری منګل نه تر لاچي، هنګو، کرک، سرای نورنګ، لکي مروت، کوهاټ، دره ادم خېلو، او تیمرګرې پورې د حقاني شبکې لپاره خپل پخوانی نیټورک فعال کړی و او د جلب او جذب چارې یې پرمخ وړلې. د بخت زمین ډلې په بنو، پېښور، مردان، ملاکنډ، بونیر او دیر کې له مدرسو او د افغان کډوالو له کمپونو جنګیالي جذبول او په مانسهره ، کوټلي او مظفراباد کې یې په خپلو مرکزونو له درې میاشتنیو او شپږ میاشتنو پوځي زده کړو وروسته افغانستان ته لېږل چې د طالبانو لیکې پیاوړې کړي.
حقانیانو حکومتدارۍ ته ځانونه چمتو کول
له افغانستان نه د امریکايي ځواکونو له وتلو وړاندې د خیبر پښتونخوا په تیراه کی د حقاني شبکې د بدري۳۱۳قطعې د ۳۰۰۰ کسیز ځواک روزنه پیل شوه چې د سقوط پرمهال د کابل ښار او حامد کرزي نړیوال هوایی ډګر امنیت ونیسي. دې قطعې ته د ځانګړو ځواکونو په څېر وسلې، یونیفورم، شپه لید دوربینونه، عینکې او موټر په واک کې ورکړل شول او دا ورښودل کېدل چې څه ډول د ښاري سیمو له خلکو سره چې د کلیوالو سیمو په پرتله زر د اطاعت وړ نه دي، چلند وکړي. په دې قطعه کې ډېری هغه کسان ګومارل شوي وو، چې له ښاري فرهنګ، ژوند او چلند سره بلد وو او په ښارونو کې یې غلچکي او استخباراتي عملیات کول. دوی ته د ږیرې خرېیلو، لنډولو، له خلکو حتا دښمن ځواکونو سره روغبړ، له ښځو سره مخامختیا او ډیالوګ کې محدودیتونه نه وو اېښودل شوي او د کابل د سقوط پرمهال یې د نظم په اعاده کې رول ټاکونکی ګڼل کیږي.
له سقوط سره هممهاله دغه کنډک د کابل د مهمو ځایونو، تاسیساتو، استخباراتي او امنیتي مرکزونو، ډيپلوماتیکو استازځایونو او هغو سیاسي افغان چارواکو، چې د سقوط پرمهال په کابل کې پاتې شول، د کورونو او شاوخوا د امنیت مسوولیت سپارل شوی و.
د بدري قطعې د سرتېرو د فراغت په غونډه کې د حقاني شبکې مشر سراج الدین حقاني، د طالبانو نورو مشرانو او د قطر دفتر یو شمېر غړو هم ګډون کړی و.
په ورته وخت کې د هنګو ولسوالۍ د ټل علاقدارۍ په بجلي ګر کمپ کې جامعه عمریه مدرسې افغان طالبانو ته د اداري او مسلکي زده کړو کورسونه پیل کړل، چې په انګلیسي، کمپيوټر ، اداره او منجمنټ، قضاء، څارنوالي ، صحت ، اقتصاد ، حقوق او سیاست او مالي برخو کې یې په مسلکي ډول طالبان روزل. دغو کورسونو ته اکثریت د خوست ، پکتیا او پکتیکا هغه ځوان طالبان جذب کېدل چې عمرونه یې له ۲۵ کلونو څخه کم وو او اکثریت یې نوي فارغ شوي ملایان او حافظان وو. له خوست نه هم هغه ځوانان چې نوي د حقاني شبکې له خوا خپلو لیکو ته د ملکي چارو د تنظیم په موخه جذب شوي وو ټل ته ولېږل شول چې په دغو کورسونو کې برخه واخلي. دغو کورسونو ته طالبانو دمسلکي زده کړو انسټیټیوټ نوم ورکړی و او له فراغت وروسته فارغو کسانو ته تصدیقنامې هم ورکول کېدې. دوی د مدارسو نويو فارغانو ته ویل چې که څوک دغه انسټیټیوټ تعقیب نه کړي د طالبانو په حکومت کې دنده نه ورکول کيږي چې له امله یې ډېر شمېر ځوانان له دې طریقه جذب کړل .د جذبیدونکو او ملکي دندو لپاره غوره کېدونکو کسانو لپاره یو شرط داو، چې څه وخت یې د طالبانو په جګړه ییزو لیکو کې وخت تېر کړی وي.
د ملاعمر او طالبانو له راپورته کېدو وړاندې په خوست کې د مدرسو طالبانو دغه ولایت رهبري کاوه. د حقانیانو له نظره، د خوست په امنیت کې د مدرسو د طالبانو او ملایانو رول او د امنیت ټینګولو بریالۍ هڅو دا نظریه راوټوکوله چې دغه موډل په ټول افغانستان کې هم د پلیتابه وړ دی.
د طالبانو د غورځنګ بنسټ اېښودونکو لومړی د حقاني شبکې له لارې د امارت موډل په ولایتي کچه په خوست کې و ازمایه او چې کله یې پایلې مثبتې ثابتې شوې، دوی دغه موډل پر ټول افغانستان پلی کړ.
کله چې طالبانو کندهار ونیوه ملامحمد عمر خوست ته خپل یو پلاوی ولېږه چې دلته د نظام څرنګتیا وګوري او له هغې نه په الهام په کندهار او نورو ولایتونو کې د خپل نظام او حکومتدارۍ ډول وټاکي. د طالبانو مشهور قوماندان احسان الله احسان چې د مزار شریف په جګړو کې ووژل شو، په خپلو خبرو کې پر دې اعتراف کاوه، چې دوی د خپل حکومت ډول د خوست له طالبانو «کاپي» کړی.
خو اوس په دغه نظام کې چې دوه لسیزې وروسته یوځل بیا پر ټول افغانستان مسلط شوی، د حقانیانو رول په تدریج مخ پر محدود کېدو دی.
د شبکې مشر سراج الدین حقاني له مولوي هبت الله نه په دې ناراضه دی، چې ددوی « سرښندنو» او « جهادي سابقې» ته په پام په حکومت کې هغسې ونډه نه ده ورکړل شوې، چې تمه یې کیږي. پر دې سربېره مولوي هبت الله د سراج الدین حقاني په مالي سرچینو، قومي او مذهبي نفوذي کانالونو پسې څراغ راخېستی او یو په بل پسې یې محدودوي.
حقانیان په دې باور دي، چې د امریکايي او ناټو ځواکونو خلاف دوی داسې مهال جګړه پیل کړه، چې کندهار غلی و اودوی د خوست پر ساراباغ او نورو امریکايي پوځي اډو توغندي وارول او تازه یې د ریموټ کنټرول بمونو ازموینې پیل کړې وې. د لومړنیو ځانمرګو بریدونو ادعا هم حقانیان کوي، چې د القاعدې د جګپوړي غړي ابو اللیث الیبي او عبدالهادي عراقي په همکارۍ یې وکړل.
د طالبانو د اوسني مرستیال لوی درستیز مالي خان په باور، دغو بریدونو په کوټه کې د طالبانو مشران وهڅول، چې د مولوي اخترمحمد عثماني، ګل اغا او هدایت الله په مشرۍ پلاوی میرانشاه ته ولیږي چې د حقانیانو تجربې د جنوب حوزې ته ولېږدوي او حتا ملا عبدالغني برادر او مولوي عبیدالله میرانشاه ته د جلال الدین حقاني لیدو ته ورغلل، چې له حقاني شبکې سره په همغږۍ ګډه شورا رامنځته کړي، خو دې چارې د کوټې شورا ترمنځ اختلافات وزیږول او قیوم ذاکر حقانیانو ته لیک ولېږه چېد ملاعمر درک نه لګیږي او پلاوی په خپل سر ورغلی. د مالي خان ځدراڼ په وینا، د طالبانو یوه ۲۰ کسیز پلاوي چې مولوي کبیر او د کوټې شورا نور مشران پکې وو، له جلال الدین حقاني نه وغوښتل چې د طالبانو د امارت مشري پرغاړه واخلي، خو هغه د ځینو نزاکتونو له امله دغه غوښتنه ونه منله.
اوس چې کندهار د واک په راس کې دی، وضعیت بدل دی او د حقاني شبکې د نوموتې بدري ۳۱۳ لښکر صلاحیتونه کندهار ته لېږدول شوي او پخپله د کورنیو چارو د وزیر واکونه په وزارت کې دننه او بهر محدود شوي دي. د حقاني شبکې په مرکز خوست کې ددې شبکې د نفوذ کمولو هڅې کیږي، ځکه د طالبانو مشر مولوي هبت الله اخوندزاده په دې باور دی، چې واک باید متمرکز شي او حکومت یې څوسری ونه اوسي.
خو له دې ټولو فشارونو سره سره، حقاني شبکه لاهم د بهرنیو جنګیالیو لپاره د طالبانو په حکومت کې مهم ملاتړی چتر دی. ددې شبکې قوت او نفوذ د همدې جنګیالیو له برکته دی، چې کندهار یې پر وړاندې له پرېکنده اقدام نه عاجز دی. دې شبکې ۴۷ کاله وروسته هم له قومي مشرانو، قومونو، وزیرستاني قبیلو، پخوانیو جنګیالیو او د القاعدې او منځنۍ اسیا د جنګیالیو له نوي نسل سره خپلې پېچلې او پخوانۍ اړیکې ساتلې دي. د متقابلو تعهداتو له مخې دا ددې شبکې مجبوریت هم دی. د القاعدې مختلفې ډلې او د منځنۍ اسیا جنګیالي غوڅ اکثریت په شمالي وزیرستان کې د حقاني تر چتر لاندې اوسېدل. ټي ټي پي او حافظ ګل بهادر ډلې دغه چتر ته مټ ورکړی و او ددوی ستره برخه ځانمرګي او د جګړې د ډګر سرتېري یې چمتو کول.ددوی ترمنځ پخواني تړونونه، همکارۍ، مذهبي او قبیلوي تړاوونه او جګړه ییز تعهدات ټول ددې لامل ګرځېدلي، چې ددوی پېچلې اړیکې د فشارونو باوجود خوندي پاتې شي.
- په مقاله کې په ښمر راغلې سرچینې:
ننګیال، شهرت او بدرالدین حقاني. لوی مصلح ستر غازي، له منبره تر سنګره، ۷۰۲ مخ
همدا کتاب
ځدراڼ، ګلزرک. پکتیا د جهاد په غلبلو کې، لومړی ټوک
ننګیال، شهرت او بدرالدین حقاني. لوی مصلح ستر غازي، له منبره تر سنګره،
Vahid Brown and Don Rassler, Fountainhead of Jihad. The Haqqani Nexus, 1973-2012, Hachette India, 2013, PP 67
Roggio, Bill. Senior Haqqani Network Leader Again Calls on Turks, Kurds to Wage Jihad in Afghanistan, Foundation for Defense of Democracies, November 5, 2012; https://www.fdd.org/analysis/2012/11/05/ senior-haqqani-network-leader-again-calls-on-turks-kurds-to-wage-jihad-in-afghanistan/
Haqqani network negotiations in Kurram agency, 2013-03-11, available at: https://wikileaks.org/gifiles/docs/23/2366267_re-for-edit-haqqani-network-negotiations-in-kurram-agency-.html