امارت د حقاني د خوست حکومتولۍ «کاپي»؛ حقانیان ۴۷ کاله په جګړه کې

د ۲۰۰۱ کال د نومبر پر ۱۶مه د نادرشاه کوټ ولسوالۍ په شمبوات کلي کې په داسې حال کې، چې مولوي جلال الدین حقاني د حاجي سراج الدین ځدراڼ په کور کې و، امریکايي الوتکو برید وکړ.
د ۲۰۰۱ کال د نومبر پر ۱۶مه د نادرشاه کوټ ولسوالۍ په شمبوات کلي کې په داسې حال کې، چې مولوي جلال الدین حقاني د حاجي سراج الدین ځدراڼ په کور کې و، امریکايي الوتکو برید وکړ.
له برید وروسته داسې اوازې خپرې شوې، چې حقاني وژل شوی، خو هغه په برید کې په ښۍ اوږه ټپي شوی و.
حقاني دلته له مختلفو ولایتونو راغلو طالب قوماندانانو او والیانو سره مجلس درلود. د سراج الدین پر مېلمستون له بم پریوتو سره یو وسپنییز ګاډر پر جلال الدین حقاني را پریوت، چې یو مټ یې پکې ژوبل شو. د الوتکو له ستنیدو وروسته د حکیم تڼي وال ورور عاکف خان چې د پیر سید احمد ګیلاني د ګوند قوماندان و، خپل کور ته یووړ. خو د عاکف خان کور زر افشا شو او حقاني له دې ځایه زر بل کور او له هغه ځایه میرانشاه ته ولېږدول شو. کله یې چې د اوږې ټپونه ښه شول، حقاني بېرته د ګوربزو ولسوالۍ ژورې ته لاړ او د خپل اعتمادي ملګري شیربهادر په مېلمستونونو کې اوسېده. وروسته محمد نبي عمري، چې د جلال الدین حقاني له نږدې خواخوږو شمېرل کیږي، نوموړي ته په مندوزیو کې په خپل کور کې ځای ورکړ او کله به یې د خپل اوښي په کور کې ساته.
په ۲۰۰۲ کال کې سراج الدین حقاني خوست ته راغی او له خپل پلار سره یې د نبي عمري په کور کې وکتل.له نوموړي سره دلته د ده بل زوی نصیرالدین او مالي خان هم اوسېدل. عمري له پاچاخان ځدراڼ سره ښې اړیکې درلودې او دې ته په کتو دده پر کور چا عملیات نه کول. له دوه میاشتې استوګنې وروسته د کراچۍ مشهور مفتي عبدالرحیم د خپل یوه قاصد له لارې حقاني ته پنځه میلیونه روپۍ راوړې او د خوست د مندوزیو او ځني خېلو ترمنځ سیمه کې یې ور وسپارلې. دغه قاصد حقاني ته خبر ورکړ، چې په مندوزیو کې یې ځای افشا شوی او باید ځان وباسي. قاصد نبي عمري ته ویلي و، چې دغه پیسې ای ایس ای ورته رااستولې دي.
حقاني له دې اطلاع وروسته بېرته میرانشاه ته لاړ. نوموړی په دې وخت کې چوره شوی و او پالنې او درملنې ته یې اړتیا درلوده، له همدې امله یې وروسته خپل کور ته یووړ.
همدا د میرانشاه په مرکزیت جګړې ته د حقانیانو د بېرته ستنېدو پیل و.
د ځني خېلو له بمباري وړاندې په چهار اسیاب او د سراج الدین ځدراڼ په کور کې د حقاني او د هغه د قوماندانانو او طالب مشرانو ترمنځ یو بحث دا و، چې څنګه د امریکايي ځواکونو پرضد خپله جګړه جاري وساتي او څنګه د مټه چینې د وژل شویو کسانو غچ واخلي؟ دوی ته د امریکایانو پرضد د خرپ او ترپ جګړې پیلول سخت کار نه و، ځکه مصرف یې کم او تبلیغاتي اړخ یې ډېر و. د نورو جهادي تنظیمونو برعکس، د حقاني شبکې یو امتیاز دا و، چې په لوګر، پکتیا، پکتیکا، خوست او حتا کابل کې یې دخپلو پخوانيو جهادي قوماندانانو شبکه خوندي ساتلې وه.
جلال الدین حقاني مذهبي او قومي دواړه شالیده لرل. د طالبانو وخت کې د قبایلو چارو وزیر پاتې شوی و او د ډیورنډ په دواړو غاړو کې یې له مختلفو قبیلو او مذهبي مشرانو او مدرسو سره پراخې اړیکې درلودې.
د وزیر وژنه؛ د حقانیانو د تحرکاتو پیل
د ۱۹۸۰ کال په جنوري(د ۱۳۵۹ کال د سنبلې ۱۹مه) کې د افغانستان د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر فیض محمد مسید په ځدراڼو کې د پاڅون او شخړو د حل دنده پر غاړه واخسته. نوموړي د داودخان په وخت کې د کورنیو چارو وزیر په توګه د ځدراڼو پاڅون، چې د ډیورنډ کرښې پورې غاړې ته د لرګیو پر قاچاق د بندیز په غبرګون کې و، په ښه ډول غلی کړی و.
وزیر او ملګري يې په شمل دره کې دیریخیلو ته تلل. هلیکوپتر ناڅاپه په غورکې کلي کې پر ځمکه کښیناستل او وزیر او ملګري یې یوه کور ته ننوتل. په دیریخیلو کې خلکو زر جرګه وغوښته، چې وزیر د چا په بلنه غورکې ته راغلی. مولوي جلال الدین حقاني د قومي څلویښتي یوه ډله دیریخیلو ته ولیږله، چې په موضوع پوه شي. دیریخیلو هم اتیا تنه اربکیان تیار کړل چې په غورکه کې د وزیر د کوربه کور محاصره کړي. دوی پر کور را تاو شول او محاصره یې کړ، خو وزیر فکر کاوه، چې ځدراڼ یې د هرکلي په دود ډزې کوي. یو شمېر قومي مشران فیض محمد مسید ته ورغلل، چې پوه شي په څه ماموریت راغلی. فیض محمد ورته وویل، چې د روغې جوړې په ماموریت را استول شوی. دیریخیلو او میزایو، چې په راس کې یېمولوي حقاني و، د کور محاصره نوره هم تنګه کړه او کله چې فیض محمد او د هغه ملګري له کوره راوتل ډزې یې پرې وکړې او ویې وژل. حقاني د بمباریو له ویرې دیریخیلو ته وسلې واستولې او جنګیالي یې د وزیر د کوربه پر کور ورننوتل، خو د ښځو د پیڅکو غوړولو له امله بیرته له کوره ووتل.
ډاکټر نجیب الله دا کار د پښتونولۍ د کوډونو خلاف وباله، له هلیکوپټرو نه یې په خلکو پاڼې وغورځولې، چې د مسید د قاتلانو پر خلاف راووځي، خو دا وخت چا د هغوی ننګه کولای شوای؟. فیض محمد له ځان سره ۲۸زره ډالره هم وړي وو چې د حقاني په لمسون د حکومت ضد تحرکاتو مخه پرې ونیسي.
جلال الدین حقاني خپله جګړه د ځدراڼو په تنګي دره کې له رحمانیې مدرسې پیل کړه، چې په سیمه کې یې د مذهبي احساساتو په خپرولو کې ټاکونکی رول درلود. په ۱۹۷۳ کال کې د سردار داودخان له کودتا وروسته د خوست په لکڼو کې چا قران کریم ته اور واچاوه او دې پېښې د حکومت خلاف د خلکو شدید احساسات را وپارول. خلک د حکومت پرخلاف پاڅون وکړ او حکومت اړ شو، چې سیمې ته پوځ ولیږي. دې وخت کې د پکتیا د قول اردو قوماندان د ببرک کارمل پلار جنرال حسین و، چې د سیمه ییزو خلکو نه خوښېده. افغان ځواکونو د رحمانیه مدرسې مدیر مولوي ګل احمد ونیوه او د حقاني کور یې محاصره کړ، خو پوځیانو پر کور د برید اجازه نه درلوده. د حقاني کورنۍ له حکومتي استازو وغوښتل چې د کور ښځینه وو ته اجازه ور کړي چې له کوره ووځي او چې کله دوی ښځو او ماشومانو ته له کوره د وتلو اجازه ورکړه، له همدې فرصت نه په استفادې حقاني هم له کوره وتلی او د نکې غره ته تللی و. حکومتي پوځیان او د ځدراڼو اربکیان په هغه پسې ګړوبي کلي ته لاړل او درې میاشتې یې نوموړی او د هغه پلویان کلابند کړل، په جګړه کې د حقاني کسانو دوه افغان سرتېري ووژل او حکومتي ځواکونو له دې امله د محاصرې کړۍ ماته کړه چې وینه توی نه شي او د ځدراڼو قبیله په خپل منځ کې یوبل ته مورچي ونه نیسي.
د افغان ځواکونو له ستنېدو وروسته حقاني، د هغه مرستیال مولوي نظام الدین تور، مولوي نصرالله منصور او د دوی نور ملګري میرانشاه ته لاړل او هلته د پاکستان حکومت هرکلی ورته ووایه.
حقاني په دې وختونو کې له خپلو ملګرو سره یوځای د جنګیالیو په جلب او جذب لاس پورې کړ او یوې مناسبې موقع ته په انتظار و. د ۱۹۷۸ کال په مې کې چې د نورمحمد تره کي په مشرۍ نوي حکومت خپله بریاله نمانځله، د پکتیا په زیړوک ولسوالۍ کې خلک په یوه جنازه کې راټول وو او ملایانو د حکومت د بې دینۍ خلاف شعارونه ورکول. په دې منځ کې د حقاني یو پلوی پورته شو او په لوړ غږ یې وویل، چې دغه حکومت کافر دی، پرخلاف یې راپاڅئ. له همدې نارې سره د جنازې ګډون کوونکو پر علاقدارۍ یرغل ور وړ او ویې نیوله. د پاکستان استخباراتي اداره په دې وختونو کې په وزیرستان کې ډېره فعاله وه ځکه د داودخان سیاستونو او وروسته په افغانستان کې د شوروي اتحاد پرمختګونو دوی اندېښمن کړي وو. جنګیالیو له دوی نه وسلې او امکانات ترلاسه کړل او پر علاقه دارۍ له برید مخکې یې پکتیا ته انتقال کړې وې. له دې وروسته حقاني، مولوي نصرالله منصور او د هغوی جنګیالیو پر وزې، زیړوک، زرمت، سرحوضې او نورو ولسوالیو بریدونه طرح کړل او حکومت یې پرخلاف بمبارۍ وکړې. د بمباریو او پوځي عملیاتو په پایله کې ګڼې کورنۍ وزیرستان ته کډوالې شوې او په دې توګه افغانستان د شخړو او جګړو یوه نوي پړاو ته ننوت.
قبیله محوره شبکه خونړۍ کیږي
د حقاني شبکې بنسټګر مولوي جلال الدین حقاني د شلمې پیړۍ په پای او د یوویشتمې پیړۍ په پیل کې د افغانستان په جنوب ختیځ کې داستان جوړوونکی شخصیت پاتې شوی. دده په لاس جوړه شوې شبکه نه یوازې شوروي اتحاد ته سرخوږ و، بلکې د افغانستان حکومتونو، هند، امریکا او د هغې متحدانو ته هم یو ستر سرخوږ پاتې شوی.
حقاني یوازینی جهادي قوماندان ګڼل کیږي، چې تر نورو جهادي مشرانو یې د کورنۍ غړو په جګړو کې ډېرې سرښندنې کړې دي. په ۱۹۸۵ لمریز کال کې یې کشر ورور اسماعیل حقاني، چې ددې ډلې په مهمو قوماندانانو کې شمېرل کېده، له شوروي ځواکونو سره د زرمت په جګړه کې ټپي او څو ورځې وروسته ومړ. شپږم زوی یې په عمر ۱۸ کلن و، چې له امریکايي ځواکونو سره په جګړه کې ومړ.
د حقاني کورنۍ له منځه د ډېرې سرښندنې یو ستر لامل دا دی، چې د شبکې مشري ددوی تر کورنۍ او ځدراڼو قبیلې محدوده ده او مقابل اړخ هم ( افغان حکومت او متحده ایالاتو) تر ټولو ډېر ددوی د مشرۍ پر له منځه وړو تمرکز درلود. له داخلي لیدلوري د حقاني شبکې د رهبرۍ تشکیلاتي اساس په قبیلوي اړیکو جوړ شوی او دغه موروثي جوړښت او مشرۍ د شبکې د اضمحلال او ټوټه کېدو مخه نیولې ده. په قبیلوي تشکیلاتو ولاړې یاغي ډلې د مشرۍ تر موجودیت پورې خپل وحدت ساتلی شي، خو د مشرۍ تر له منځه تګ وروسته یې لیکې ژر پاشل کیږي. پاکستان له بلوڅو ازادي غوښتونکو او مسیدو طالبانو سره په جګړو کې، چې تشکیلاتو یې ډېری قبیلوي شکل درلود، دا څیز تجربه کړی. دې چارېله دوی سره د حقاني شبکې د پاتې مشرانو، په ځانګړې توګه خلیفه سراج الدین حقاني په خوندي پاتې کېدو کې مرسته وکړه.
له بهرني لیده د مالي، پوځي، استخباراتي او افرادي قوت په برخه کې حقانیان د پاکستان د امنیتي ادارو، القاعدې او د ای ایس ای د همکارو مذهبي او جنګیالیو ډلو له ملاتړه برخمن وو.
د جنګیالیو ډلو او د هغو د مشرانو په شهرت او کاریزما کې د استخباراتي ډلو رول او د رسنیو تبلیغاتي کمپاین ټاکونکی دی. لشکرطیبه او حقاني شبکه له دې امله هم د رسنیو سرټکي وې، چې د پاکستان ملاتړ د عملیاتي پلان، نقشې، افرادي قوت، تجهیزاتو او ارتباطي کانالونو له لارې تر مهمو او خبرجوړوونکو اهدافو رسولی شوای.
د ځني خېلو له بمباري وړاندې په چهار اسیاب او د سراج الدین په کور کې د حقاني او د هغه د قوماندانانو او طالب مشرانو ترمنځ یو بحث داو، چې څنګه د امریکايي ځواکونو پرضد خپله جګړه جاري وساتي ؟ دوی ته د امریکایانو پرضد د خرپ او ترپ جګړې پیلول سخت کار نه و، ځکه مصرف یې کم او تبلیغاتي اړخ یې ډېر و. د نورو جهادي تنظیمونو برعکس، د حقاني شبکې یو امتیاز داو، چې په لوګر، پکتیا، پکتیکا، خوست او حتا کابل کې یې دخپلو پخوانيو جهادي قوماندانانو شبکه خوندي ساتلې وه.
حقاني جهادي، مذهبي او قومي درېواړه شالیده لرل. د طالبانو وخت کې د قبایلو چارو وزیر پاتې شوی و او د ډیورنډ په دواړو غاړو کې یې له مختلفو قبیلو او مذهبي مشرانو، جهادي ډلو او مدرسو سره پراخې اړیکې درلودې.
حقاني شبکې د افغان جهاد له پیل نه په ځان کې د بهرنیو جنګیالیو د جذب وړتیا روزلې ده. د القاعدې ډیری مهم کسان د همدې شبکې غړي پاتې شوي او په افغانستان کې یې ډیر بریدونه د همدې شبکې له لارې پلان کړي. په افغانستان کې د بهرنیو جنګیالیو، القاعدې، لشکرطیبه او پاکستاني طالبانو د بریدونو د تنظیم او پلان لپاره تر ټولو اغیزناک ادرس حقاني شبکه معرفي کېده. دې شبکې د خپلو جګړه ییزو- ارتباطي کانالونو، نویو تکتیکونو او د جګړې له ښاري او کلیوالې جغرافیا سره د بلدتیا له لارې د عملیاتو فوق العاده ظرفیت درلود. د بهرنیو جنګیالیو غوڅ اکثریت بریدونه د حقاني شبکې د جګړې د لارې نقشېپر اساس ترسره کېدل. دوی قومي او قبیلوي مناسبات پالل، له خلکو سره په ژبه پوهېدل، د شوروي اتحاد خلاف د جهاد له وخته د اړیکو یو پراخ جال ور پاتې و؛ منظم تشکیلات او په ښاري سیمو کې د انتقالاتو، استقرار او پلان عملي کولو یوه تسهیلاتي، خو تجربه کاره محرکه قوه یې درلوده.
حقانیان ولې په وزیرستان کې؟
دا پوښتنه هر کنجکاوه ذهن بوختوي، چې حقانیانو له دوو سترو ځواکونو سره د جګړو په اوږدو کېشاوخوا ۴۷ کاله ولې د ځان لپاره وزیرستان او په وزیرستان کې د وزیرو سیمې خوښې کړې وې ؟
د وزیرو او ځدراڼو اړیکې د پښتنو له شخړو ډک تاریخ کې سلګونه کاله مخینه لري. ددغو اړیکو لیکلی تاریخ په وزیرستان کې د بریټانیايي هند پر وړاندې د ایپي فقیر له مبارزو سره هممهاله پیلیږي. په ۱۹۳۸ میلادي کال او له هغه راوروسته کلونو کې د ځدراڼو د مشهور جنګیالي مشر ببرک خان ځدراڼ زوی زمرک خان په مشرۍ ګڼ ځدراڼ او سلیمانخېل په وزیرستان کې اوسیدل. دوی د نادرخان حکومت پر خلاف بغاوت کړی و او په دې چاره کې یو شمېر وزیرستانیانو هم د نادرخان د ځینو وعده خلافیو په غبرګون کې د دوی ملګرتیا کوله. نادرخان د حبیب الله کلکاني د نظام له سقوط وروسته د وزیرستاني قبایلو غوښتنو او د جګړې د شعار عملي اړخ ته کافي توجه نه درلوده. دوی واک ته د امان الله خان د بیرته را ستنېدو او له انګرېزانو نه د وزیرستان او قبایلي سیمو د ازادۍپه هدف د نادرخان ملتیا کوله. دا وخت د شمالي وزیرستان مداخېلو وزیرو د زمرک خان ملاتړ کاوه. پر ۱۹۴۱ کال شاه محمود خان خپل یو جنرال پیرمحمد خان وزیرستان ته ولیږه، چې د پیسو له لارې خلک د زمرک او نورو ځدراڼو له ملګرتیا راوګرځوي. هغه د وزیرو قومي مشر زنګي خان ته د زمرک خان د شړلو په بدل کې د یو میلیون افغانیو د ورکړې وړاندیز وکړ، وروسته یې دوه میلیونه کړې، خو زنګي خان اعلان وکړ، چې دوی خپل دود، ننګ او غیرت په پیسو نه پلوري.
وروسته د افغانستان بهرنیو چارو وزارت ایپي فقیر ته خپل استازي واستول، چې د زمرک خان ځدراڼاو د هغه د زامنو په نیولو کې مرسته ورسره وکړي، خو فقیر په دې برخه کې د افغان حکومت پر غوښتنه غوږونه کاڼه واچول. هاشم خان په دې برخه کې د انګریزانو له حکومت نه مرسته وغوښته او انګریزانو هم د ډپلوماتیکو اصولو د مراعاتولو په دود، د وزیرو مشران بنو ته ور غونډ کړل، چې د ځدراڼو ملاتړ پریږدي، خو هغوی د زمرک خان زامن او ملګري چاته ونه سپارل.د زمرک خان اولاده لومړی د مداخېلو وزیرو تر کنټرول لاندې سیمه خړه کې اوسیده، خو وروسته د القاعدې د مشر بن لادن په څېر، په ایبټ اباد کې میشت شول. ایبټ اباد هغه وخت د انګریزي واکمنو د سیل او سیاحت ځای و. زمرک خان د ۱۹۴۴ز کال په اپریل کې د افغان حکومت پر ضد خپلې جګړې پرېښودې، خو کابل لا هم په وزیرستان کې د میشتو ځدراڼو له پاڅونونو په ویره کې و. د همدغه کال په جون میاشت کې انګریزانو د هاشم خان په غوښتنه او ملاتړ په وزیرستان کې د وزیرو ټول هغه کلي بمباري کړل، چې ځدراڼو ته یې پناه ورکوله. د ځدراڼو د پاڅون له ماتیدو وروسته، د هغوی او وزیرو ترمنځ اړیکې ټینګې پاتې شوې.
د ځدراڼو یو شمېر قبیلې د پکتیکا په ګیان او د خوست په سپیره ولسوالۍ کې د شمالي وزیرستان له دته خېل علاقدارۍ (مداخیلو وزیرو) سره پر ډیورنډ کرښه پرتې دي او دواړې خواوې په خپل منځ کې تاریخي دوستۍ او ټولنیزې، تجارتي او د ښه ګاونډیتوب اړیکې لري. د ګیانې ملا په وزیرو کې له ځانګړي درناوي برخمن و او خلیفه ګلات شاه ځدراڼ په ۱۹۳۶مو کلونو کې د ایپي فقیر له خورا پیاوړو ملګرو ګڼل کېده.
ځدراڼ، وزیر او مسید ټول د پښتنو د کرلاڼي ښاخ قبیلې دي، چې د قبیلوي، کلتوري او جغرافیايي تړاوونو له مخې تر نورو قبیلو ډېر سره نږدې پاتې شوي او تر نورو پښتنو ډېر «جنګیره» دي. له مداخېلو وزیرو سره د ځدراڼو ګډه پوله هم په دې قبیله او وزیرستان کې د ځدراڼو د نفوذ یو عامل دی. افغان حکومت وخت ناوخته پر مداخېلو د پانګونې له لارې حقانیان څارلي او کنټرول کړي دي.
په پښتني قبیلو کې ځدراڼ ظاهرا لومړنی ټبر دی، چې له وزیرستانیانو سره ډیرې خېښۍ لري. مسید او وزیر ډیر کم د خپلو قبیلو له محدودې بهر ټبرونو سره خېښیو او دوستیو ته چمتو کیږي. په میرانشاه کې د حقاني شبکې لپاره د مرستندوی چاپیریال په رامنځته کیدو کې پر نورو عواملو سربېره، دغه عوامل هم ټاکونکي وو.
پاکستان او په جګړه کې د حقانیانو ښکیلېدل
په ۱۹۴۷کال کې د پاکستان له رامنځته کیدو وروسته په کابل کې د پښتنو او بلوڅ ملتپالو د ملاتړي محور پیاوړي کیدو پاکستان دې ته ځیر کړ، چې څنګه هغه زخم پیدا کړي، چې افغانستان ترې وخت ناوخت کړیږي.
دا زخم څو هغه یاغي کورنۍ وې، چې وخت ناوخت یې د افغانستان امیرانو ته سرخوږ جوړ کړی و.
د ډيورنډ دواړو غاړو ته پرتو پښتنو کې یوه ستره ستونزه قبیلویت دی. د عام روایت له مخې، په کابل کې تاجکانو او نورو قومونو په افغانستان کې د درانيانو پر مشرۍ له راټولېدو سره لېوالتیا ښوده، ځکه درانیان په سیاست او قدرت کې ډېر پاتې شوي، واکمنه طبقه پکې کابل خویه وه او اقلیتونو ته یې هم توجه کوله. بریټانیایي هند پښتانه په غلجي، دراني او کرلاڼي وېشل او په دې نامه چې په کابل کې واک ټول درانیو انحصار کړی، پر غلجیو او کرلاڼیو یې د اغیز او نفوذ هڅې کولې. پاکستان هم تر غالب مذهبي رنګ لاندې ورته سیاست خپل کړی و، چې کابل د حقانیانو په مشرۍ د کرلاڼیو پښتنو لاس ته ولوېږي او وزیرستان یې حمایوي او نفوذي جبهه وګرځي.
د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر له یوولسې وروسته، چې د طالبانو خلاف په قبایلي سیمو او پېښور کې د سي ای اې په ملاتړ هڅې پیل شوې، د مولوي جلال الدین حقاني په مشرۍ د خوست ادارې خپلو امنیتي او استخباراتي ارګانونو ته امر وکړ چې د ظاهرشاه ملاتړي ونیسي. ای اېس ای ته نږدې ډلو هممهاله له یوې خوا له سي ای اې سره د پخوانیو مجاهدینو د قوماندانانو په تنظیمولو کې مرسته کوله او له بلې خوا یې له طالبانو سره د یوه همکار چاپیریال په رامنځته کولو او د مجاهدینو د قوماندانانو په افشا کولو کې مرسته کوله. د پاکستان یوه جګپوړي حکومتي چارواکي د ۲۰۰۱ کال په اکتوبر کې دې نیوز ته د خبرداري په ډول وویل، « موږ باید دا درک کړو چې د قبایلي سیمو پټاره طالبانو ته یو ستراتیژیک عمق چمتو کوي. دوی به له هغې سیمې دوامدارې مرستې ترلاسه کړي چې ددښمن له کنټروله بهر ده».
په باجوړ، خیبر، ملاکنډ، شمالي او جنوبي وزیرستان، بنو، پېښور او بلوچستان کې مذهبي او قومي مشران او د مدرسو طالبان مظاهرو ته را ووتل چې سي ای اې د طالبانو د بدیل رامنځته کولو پرځای له هغوی سره ګډ کار او مشترک حکومت ته وهڅوي. دوی هممهاله کوښښ کاوه چې طالبان یوه ټولشموله حکومت ته وهڅوي. د ای ایس ای مامورانو هڅه کوله چې د طالبانو دوه مهم قوماندانان مولوي عبدالکبیر او مولوي جلال الدین حقاني د طالبانو له سقوط وروسته نظام کې شامل شي. په همدې ورځو کې مولوي کبیر چې د ننګرهار والي و، ملامحمد عمر د ختیځ زون تنظیمه رییس وټاکه. د طالبانو له دفاع وزیر ملا عبیدالله سره حامد کرزي ښه روابط لرل او په پام کې وه، چې هغه هم د نوې ادارې برخه وګرځي، خو د اکتوبر پر لسمه مولوي جلال الدین حقاني او مولوي کبیر اعلان وکړ، چې دوی د ملا محمد عمر سپاهیان دي.
د ۲۰۰۱ کال د ډسمبر پر لومړۍ نېټه د جلال الدین حقاني ورور ابراهیم حقاني او د خوست، پکتیا او پکتیکا قومي مشران کابل ته د حامد کرزي په مشرۍ د واک د انتقال په غونډه کې د ګډون لپاره روان وو ،چې په سټو کنډو کې د امریکايي چورلکو تر بمبارۍ لاندې راغلل او تر ۶۰ډېر کسان پکې ووژل شول. د کرزي په ملاتړ بله غونډه چې د حقاني د نږدې ملګري حاجي نعیم کوچي په مشرۍ په خوست کې جوړه شوې وه، د امریکايي چورلکو هدف وګرځېده. په دې توګه په نوې اداره او نظام کې ددې شبکې د یوې برخې د شمولیت هڅې له ناکامۍ سره مخ شوې.
طالبانو د لومړني نظام د سقوط په ورځو کې د حقانیانو لیکې تر یوڅه وخته پاشلې وې. د یو شمېر سرچینو په باور، پاکستاني استخباراتو په کابل کې د نفوذ لپاره د میرانشاه په قلعه کې د ځدراڼو له یو شمېر مشهورو مشرانو او قومي مشرانو سره اړیکې ټینګې کړې، چې د حقانیانو تشه ډکه کړي. ځینو ته یې وسلې او په ایبټ اباد کې کورونه ورکړل او یو شمېر نورو ته یې نور امتیازات ومنل، خو ځینو رد کړل.
پاکستانۍ ادارو په ځدراڼ مېشتو سیمو کې پر قومي مشرانو او نظامي قوماندانانو دواړو تمرکز درلود. ځینو مشرانو ته چې د جګړې اړخ یې غوره کړی و، په پاکستان کې امکانات ورکړل شول او ځینې نور د کرزي په حکومت کې د ښه موقف څښتنان شول، حتا د مارک ځدراڼ په څېر کسان، چې د اربکیانو پروژه یې اخستې وه، د مولوي سنګین د ورور بلال فاتح نږدې کس ګڼل کېده.
د ګیانې ملا کورنۍ د ځدراڼو په غرنیو او یو څه ښاري سیمو کې نفوذ درلود. دا روحاني کورنۍ په تاریخي لحاظ له سیاست نه بهر پاتې شوې، حقانیانو ته نږدې کسانو کوښښ وکړ، چې د افغان حکومت ډاګیز مخالفت ته یې وهڅوي خو د ګیانې ملا لمسي مولوي فضل الله ځان له سیاست نه لرې وساته. نوموړی د خوست په ابن عباس دیني مدرسه کې مدرس پاتې شوی او زرګونه مریدان او د خوست په سپیره، د پکتیکا په ارګون، ګیان او نکه ولسوالیو کې یې نفوذ درلود.
حقانیانو عملا جګړې ته مخه کړه او په خوست کې یې پخوانۍ جهادي کورنۍ، چې د طالبانو د لومړني نظام د سقوط په ورځو کې یې د خوست په نیولو کې ټاکونکی رول درلود، ورو ورو وځپلې او له کلیو یې کوچېدو ته اړ اېستې. په دې توګه غرنۍ سیمې او کلي بېرته حقانیانو ته په لاس ورغلل او دې شبکې سملاسي په هرکلي کې د خپلې خوښې ملایانو ته غیر رسمي دیني مدرسې فعالې کړې، چې له ټل او میرانشاه څخه اداره کېدې.
د خوست او پکتیا د لویې لارې په اوږدو کې د پاچا خان ځدران او حقاني قبیلې پرتې دي. د حامد کرزي د واکمنۍ په لومړیو کلونو کې پاچا خان په دې سیمه کې تقریباً بشپړ نفوذ درلود، خو کله چې حقانیان پوه شول چې د ځدراڼو سیمې ددوی له ولکې د وتو په حال کې دي، د پاچاخان قوم ته پخپله د حقاني زوی ورغی او د علي مت خېلو په مدرسه کې یې له دیني عالمانو سره ولیدل. د حقاني د زوی له سفر وروسته دیرخېلو سیمې ته سملاسي له وزیرستان نه تشکیلونه راغلل او دا لار په بشپړ ډول نارامه شوه.
په ځدراڼو کې د حقانیانو نفوذ، په دې قبیله کې د ورته بلې مشرۍ د راپورته کېدو پر وړاندې خنډ و او لاهم دی. د ۱۹۸۰ کال په لومړیو کې د ببرک خان ځدراڼ لمسي محمد عمر ببرکزي د شوروي اتحاد د اشغال پر وخت په پېښور کې د اسلامي انقلابي جرګې په نوم جبهه پرانېسته، خو د حقاني پټ مخالفت، د ای ایس ای نه همکارۍ او په نشنلستي او سیکولر تمایلاتو د هغه تورنېدو، ددغه حرکت مخه ونیوله. په ۲۰۰۱ کال کې د طالبانو له ماتې او د حامد کرزي په مشرۍ د نوې لنډمهالې ادارې په راتګ سره د ځدراڼو له قبیلې نه پاچاخان ځدراڼ د یوې مطرحې څېرې په توګه رامخکې شو، خو له کورني او بهرني ملاتړ سره سره یې د حقانيانو ځای ونه نیوه.
د بهرنیو جنګیالیو لپاره خوندي چتر
په ۱۹۸۰یمو کلونو کې حقاني شبکه لومړنۍ ډله وه، چې عرب او بهرنیو جنګیالیو ته یې هرکلی ووایه. له ۱۹۸۶ کال وړاندې ډیری عرب جنګیالیو په افغان جهاد کې یوازې خدماتي چارې ترسره کولې. پاکستان هم د کشمیر جګړې د تودې ساتنې لپاره پر حقاني شبکې پانګونه کوله. ډیری کشمیري جنګیالي د حقاني شبکې په اړوندو مرکزونو کې وروزل شول او وسلې او مالي مرستې ور ووېشل شوې. په ۱۹۸۰یمو کلونو کې ای ایس ای خپلې ۶۰ په سلو کې مرستې خوست او پکتیا ته ورکولې. په دې کې درېیمه برخه حقاني شبکې ته ورکول کېدې. د حقاني د جبهې جنګیالیو ته تر نورو جهادي تنظیمونو ښه معاش او امتیازات ورکول کېدل.
حقاني په خوست، پکتیا، پکتیکا او وزیرستان کې شپږ غونډونه لرل، چې وروسته دغه غونډونه د بهرنیو جنګیالیو په خدمت کې ورکړل شول. سلمان فارسي غونډ چې د خوست په ۲۰ کبلومټرۍ کې یې د مغلګي په یوه ستراتیژیکه سیمه کې موقعیت درلود، په ۱۹۸۸کال کې جوړ شو او څلور پلي او یو توپچي کنډکونه او د اکمالاتو، استحکام، او مخابرې بلوکونه یې لرل. له دغه غونډ نه په خوست، پکتیا، پکتیکا او ننګرهارکې د مولوي خالص اسلامي حزب، چې هغه وخت یې حقاني مهم قوماندان و، د افغان دولت او شوري اتحاد د ځواکونو خلاف عملیات کول. دغه غونډ ۱۸۵۰ جنګیالي لرل. کله چې د حقاني شبکې له خوا په جګړو کې د نیول شویو زغره والو ټانکونو او وسایطو شمېر تر ۵۰ پورې ورسېد نوموړي یو بل زغره وال غونډ جوړ کړ، چې مشري یې دده ورور خلیل رحمن حقاني کوله. د امکاناتو له زیاتېدو سره دې شبکې د ابو جندل، حضرت بلال او بغړ غونډونه جوړ کړل، چې پوځي او لوژستیکي ماموریتونه یې پرمخ وړل. ابوجندل غونډ د سلمان فارسي د غونډ په څېر څلور پلې او یو توپچي ټولي لرل. وروسته پکې د انضباط او روزنې ټولي هم اضافه شول. ددغه غونډ جنګیالیو د خوست او ګردېز په جګړو کې برخه اخسته. دغه غونډ د ځاځیو په غونډ هم مشهور و، ځکه ډېری جنګیالي یې د ځاځیو د قبیلې وو او مشري یې هم حاجي نېک محمد ځاځي کوله. د حضرت بلال په غونډ کې د وردګو او ځدراڼو جنګیاليو اکثریت و. د بغړ غونډ د جنوبي وزیرستان د اعظم ورسک او انګور اډې ترمنځ په بغړ غره کې فعالیت درلود او ترڅنګ یې په اعظم ورسک کې د وسلو د پېر او پلور او قاچاق ستر مرکز و. له دغه غونډ نه پکتیا، پکتیکا، غزني، لوګر او وردګ ولایتونو ته اکمالات کېدل. په دې غونډ کې وسله پالي، مالي او ټرانسپورټ، ډیپو او اکمالاتي برخې او د منځنۍ څپې یوه راډیو فعاله وه او د پالیسۍ مطابق ټولو ګوندونو ترې د شریک مرکز په توګه ګټه اخېسته.
حقاني په ۱۹۸۹ کال کې په وزیرستان کې د جنګیالیو د جذب او پوځی روزنې په هدف د میرانشاه په ډانډې درپه خېلو کې د عبدالله ابن مبارک په نوم یو پوهنتون جوړ کړ، چې د پیاده، استحکام، توپچي او مخابرې په برخو کې یې پوهنځي او نظري او عملي درسونه ورکول. دوی خپل تمرینات او تطبیقات د درپه خېلو په غرونو کې کول.
د حضرت عمر غونډ د خوست جنوب خوا په ۲۲ کیلومترۍ کې د ژورې په ستراتیژیک موقعیت کې په ۱۹۸۱ کال کې جوړ و، چې وروسته د ژورې په غونډ مشهور شو. دغه غونډ په لویه پکتیا کې د مجاهدینو په جګړو کې ټاکونکی رول درلود او وخت ناوخته افغان دولت او د شوروي اتحاد د ځواکونو پرې عملیات کول. دې غونډ څلور پلي او یوه محافظ ټولي لرل او د استحکام، دافع هوا، مخابرې، راکټ، توپچي او صحي څانګې یې لرلې، چې تر ټولو مجهز او غښتلی غونډ و. په ژوره کې د زرو په شاوخوا کې جنګیالي اوسېدل او ۲۵۰ تنه جنګیالي به مدام تر پوځي روزنې لاندې وو. دغه غونډ پاکستاني قراردادیانو جوړ کړی و او د ۱۹۸۶ کال په اپریل کې چې افغان ځواکونو پر دغه مرکز عملیات کول، پاکستان یې د ساتنې لپاره سیمې ته ګڼې درندې وسلې او خپل ځواکونه راوستل. د ژورې د ودانیزو چارو پیسې سعودي او د تونل لګښت یې اسامه بن لادن پر غاړه اخستی و.
بن لادن دې وختونو کې د کمپونو د مستقیمې لارښوونې په رول کې نه و، خو له هغوی سره یې د امکاناتو، لارو او سمڅو او تونلونو په جوړولو، د تجهیزاتو برابرولو کې مرسته کوله. هغه خپله سیول انجنیري لوستې وه، له همدې امله یې د سړکونو، سمڅو او هغو لارو په جوړولو کې راښکون ښود، چې وسلې او تجهیزات پرې لېږدول کېدل، یا د مجاهدینو موټر او باري وسایطو به پرې تګ راتګ کاوه.په ۱۹۸۶مو کلونو کې بن لادن خپل ډیر وخت همدلته تیراوه. د جهاد په کلونو کې د حقاني شبکې د وسله پالۍ مسوول وزیرګل ویل، چې دا وخت د بن لادن ډیری چارې ابوحارث، ابومحمد او مصطفی ترسره کولې. دوی په درپه خېلو سرای کې اوسیدل، خو بن لادن خپله په ژوره کې و.
د حقانیانو له کمپونو تر ۱۹۹۶ کال پورې جوپې جوپې جنګیالي فارغېدل او کشمیر او نورو ځایونو ته لېږل کېدل. ددوی اکثریت، د پنجاب او کشمیېر اوسیدونکي وو خو کله چې پاکستان د هند، مصر، الجیریا او سعودي عرب تر فشارونو لاندې راغی، د پاکستان د هغه وخت صدراعظمې بې نظیر بوټو او د هغې د کورنیو چارو وزیر نصیرالله بابر ددغو کمپونو د بندولو ظاهري هڅې پیل کړې.
په ابوجندل کې په غوڅ اکثریت عرب جنګیالي روزل کېدل او چارې یې هم عربانو او د القاعدې غړو تنظیمولې. د ۱۹۹۶ کال په مې میاشت کې بن لادن له همدې مرکزه د امریکا متحده ایالاتو او اسراییلو خلاف جهادي جبهه اعلان کړه. په دې غه کمپ کې ډیری عرب رضاکاره جنګیالي را ټول شوي وو، خو ډېر شمېر پکې د سعودي عرب، مصر او الجیریا اوسیدونکي وو.
پر دې شپږو کمپونو سربېره مولانا فضل رحمن خلیل د امیر معاویه په نامه یو کمپ یا غونډ هم درلود، چې پنجابي جنګیالي پکې په شیعه ضد روحیه روزل کېدل، چې وروسته یې د سپاه صحابه په څېر ترهګرو ډلو په رامنځته کولو کې ټاکونکی رول درلود. د امریکا په توغندويي برید کې د حرکت المجاهدین یو مشهور غړی ابوهریره چې جنګیالیو خپل استاد باله، له خپلو ۹ ملګرو سره ووژل شو.
د امریکا د هغه وخت ولسمشر بل کلنټن د خوست د روزنې مرکزونه نړۍ ته د ترهګریزې روزنې تر ټولو خطرناک مرکزونه وګڼل، خو طالبانو له دې بریدونو وروسته اعلان وکړ چې دوی په دې مرکزونو کې مدرسې جوړوي او خپلې پوځي قرارګاوې پکې ځای پرځای کوي. وروسته د ګوربزو په سلمان فارسي کمپ کې مدرسه جوړه شوه او په البدر کمپونو کې د شاه جهان ګوربز په مشري چې مولوي جلال الدین حقاني ته نږدې کس و، یوه قرارګاه ځای پرځای شوه. د برید پرمهال د پاکستانۍ افراطي ډلې حزب المجاهدین د چریکي جګړو قوماندان بخت زمین چې له حزب اسلامي او جماعت اسلامي سره یې خورا نږدې اړیکې لرلې، په مانسهره کې خبریالانو ته وویل، چې ددې کمپونو په ورانېدو سره ددوی فعالیتونه نه اغیزمنیږي. د حزب المجاهدین اړوند اکثره ټپیان د پېښور حیات اباد روغتون ته ولېږدول شول چې ښه درملنه یې وشي.
د شمالي وزیرستان سیدګۍ سیمې ته څېرمه د لژې په خوله کې د کشمیري عبدالرحمن فاروقي مرکز پروت و. دغه مرکز د کشمیري- پنجابي جنګیالیو ستر روزنځای و. دلته له دوی وړاندې د اتحاد اسلامي د پخواني قوماندان مولوي پیرمحمد روحاني مرکز و. د کشمیر، پنجاب، اندونیزیا، تاجکستان، ازبکستان او نورو هېوادونو جنګیالي پکې روزل کیدل. ژباړونکي یې ډیری پېښوریان وو، اکمالات یې له ژورې نه القاعدې شبکې کول. له القاعدې شبکې سره نوي یوځای کیدونکي جنګیالي لومړی دغه مرکز ته لیږدول کیدل او تر درې میاشتنۍ پوځي روزنې وروسته جګړې ته استول کیدل. د طالبانو او شمالي ټلوالې ترمنځ جګړو کې د بګرام لومړۍ کرښې ته له همدې مرکزه جنګیالي استول کیدل.
د حقانیانو محلي همکاران
له وزیرو او نورو قبیلو سره پر مماثلتونو او تاریخي اړیکو سربېره، دلته د خوست، پکتیا او پکتیکا یو ستر کډوال شوی نفوس اوسېده، چې یوه ستره برخه یې په حزب اسلامي او حقاني شبکې کې راټوله وه. جلال الدین حقاني او د هغه وروڼو او زامنو د افغان جهاد له وخته په وزیرستان کې په مهمو جرګو او مرکو کې حضور درلود. دوی د جنګیالیو او سیمه ییزو خلکو او پوځ او طالبانو ترمنځ د سولې په تړونونو کې فعاله ونډه درلوده. د ملانذیر او ازبک جنګیالیو ترمنځ، چې د وزیرو یو شمېر طالبانو یې ملاتړ کاوه، سراج الدین حقاني او د هغه وروڼو منځګړتوب کاوه. کله، چې د ټي ټي پي ویاند رییس خان د ټانک او دیره اسماعیل خان ترمنځ نیول شوی و، د منځګړتوب لپاره یې مکین ته له اسلام اباده ډاکټر نصیر حقاني ورغلی و. په ۲۰۰۶ کال کې د حافظ ګل بهادر او حکومت او په ۲۰۰۶ کال کې د بیت الله مسید او حکومت ترمنځ تړون کې د حقاني شبکې رول ټاکونکی و. د ۲۰۰۹ کال په فبروري او د ۲۰۰۱۱ کال په ډسمبر کې د اتحاد مجاهدین او مراقبه شورا په جوړیدو کې هم حقاني شبکې، په ځانګړې توګه سراج الدین حقاني، ټاکونکی رول درلود.
په ۲۰۰۸ کال کې شاوخوا ۴۰۰۰ ځدراڼ، وزیر، داوړ او مسید د سراج الیدن حقاني په هڅونه له حقاني شبکې سره یوځای شول.
په وزیرستان کې د قاري حسین د ځانمرګو بریدونو له مرکز ( فدایان اسلام) او د مولوي صادق نور د موټر بم چاودنو له سهولتونو نه ډیری دې شبکې ګټه پورته کوله. د پاکستان د طالبانو غورځنګ مشران عبدالله، بیت الله او حکیم الله مسید درېواړه په خوست او نورو ولایتونو کې له مولوي سنګین ځدراڼ سره په یوه جبهه کې جنګیدل. د ګل بهادر او صلاح الدین ایوبي (د مولوي نذیر د ځایناستي) ډلېد سنګین د ورور بلال فاتح او د حقاني تر قوماندې او جګړه ییز پلان لاندې فعالیت درلود. ګل بهادر د افغان حکومت او امریکايي ځواکونو پر خلاف هر پسرلی له حقاني شبکې سره یوځای تشکیلونه، یا ددوی د مخالفانو په وینا «د پسرلي ګلونه» لیږل.
له ۲۰۱۰ کال نه تر ۲۰۱۴ کال پورې په افغانستان کې ډیر وژل شوي وزیرستاني جنګیالي د ګلبهادر، ګوډ عبدالرحمن، مولوي صادق نور او مولوي نذیر د ډلې کسان وو او یا هم هغه طالبان وو، چې په مستقله توګه له حقاني شبکې سره یوځای شوي وو. په دوی کې مسید، وزیر، داوړ او پنجابي طالبان ټول شامل وو.
د جنګیالیو مثلث (حقاني شبکې، القاعدې او ټي ټي پي) په ډیرو برخو کې متشرک اهداف تعقیبول. په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو پر وړاندې د دریواړو دریځ یو ډول و. په ګڼو عملیاتو کې دریواړو ډلو همکاري درلوده. یوې ډلې بشري ځواک، بلې لوژستیکي مرستې او درېیمې د روزنې چارې پرمخ وړې. په خوست کې د سي آی اې پر مرکز د اردني درې اړخیز جاسوس برید، ددغسې درې اړخیزې همکارۍ ښه بېلګه یادېدای شي.
په شمالي وزیرستان کې د حقاني شبکې مهم مراکز میرانشاه بازار ته نږدې پراته وو. ډیری مرکزونه یې په ډانډې درپه خېلو، درګه منډيي، غلام خان او سیدګي کې وو. د حقاني د سوق او ادارې عمومي مرکز د میرانشاه بازار شمال لویدیز لور ته په درګه منډيي کې د هغه په پخواني وسله پالۍ کې و. په دې مرکز کې د حقاني مرکزي شورا غونډې کولې او د ډیری عملیاتو پلانونه او طرحې هم همدلته جوړېدې. د میرانشاه بازار او دته خېلو په امتداد کې هم ددوی لپاره یو همکار چاپېریال موجود و، ځکه پر دغه لور ډیری د مولوي صادق نور او حافظ ګل بهادر مرکزونه وو، چې دده محلي ملاتړي ګڼل کېدل. د شمالي وزیرستان سیمې د حقاني او ګل بهادر د ډلو ترمنځ ویشل شوې وې. د میرانشاه بازار شمال لور ته د میرانشاه - غلام خان عمومي سړک دواړو غاړو ته سیمه تر ډیورنډ کرښې پورې د حقاني شبکې په لاس کې وه. دلته د پاکستان د حکومت پر تاسیساتو او کاروانونو بریدونه نه کیدل. له دې اخوا نورې سیمې د هغه د محلي ملاتړي ګل بهادر په ولکه کې وې. په دغو سیمو کې ازبک جنګیالیو او ټي ټي پي هره ورځ پر پوځ بمي چاودنې او مخامخ بریدونه کول. له میرانشاه بازار نه تر غلام خان پورې ځای ځای د حقاني د جنګیالیو مرکزونه وو.
د شمالي وزیرستان د تلاشیو پر پوستو پوځیانو له خلکو ځوروونکې تلاشۍ اخېستې، خو د ناټو او افغان ملي اردو «غنیمت » موټر او د طالبانو ترانه ویونکې ډاټسنې په منډه تېریدې او چا یې د تلاشۍ زحمت نه کاوه. دوی ډیری د حقاني او د هغه د محلي ملاتړو ډلو جنګیالي وو، چې پاکستاني پوځیانو یې یوازې ننداره کوله او یونیم ځل یې د سلام علیک په دود لاسونه هم سره پورته کول.
بدرالدین حقاني د طالبانو د ځانمرګو بریدګرو د کنډک قوماندان و. هغه سي ای اې ته د جلال الدین حقاني په کورنۍ کې د مطلوبو کسانو په جمله کې درېیم مطلوب شخص و. د ده روزنځی د منبع العلوم مدرسې لویدیځ لور ته په یونیم کیلومټرۍ کې د ټاپو غره شاته و. بدرالدین په افغانستان کې د میشتو امریکايي او نورو بهرنیو ځواکونو پرخلاف په لسګونو پوځي عملیات پلان کړي وو. په دغو عملیاتو کې یو د مارشال فهیم په اکاډمۍ کې پر بهرنیو مشاورینو برید هم شامل دی.
د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ له دغه برید وروسته وویل، چې په کابل کې ددوی د یوه جنرال هارلوډ ګرین وژنه فردي عمل و، چې ښايي برید ګريې شخصي انګیزه لرله او یاهم په کوم ډول ځانګړې رواني ناروغي مبتلا و. خو د طالبانو سرچینو ویل، چې د هارلوډ ګرین وژونکی رفیق الله نومېده او دغه برید یې د بدرالدین حقاني د غچ اخستنې لپاره کړی و. د رفیق الله په اړه ویل کیږي، چې نوموړی په ۲۰۱۲ کال کې د بدرالدین حقاني له خوا په کابل کې د مارشال فهیم په پوځي اکاډمۍ کې ځای پرځای شوی و.
په حقانیانو کې دا توان او جذابیت موجود و، چې بهرني جنګیالي په خپلو لیکو کې جذب کړي. یو مثال یې د ۲۰۱۲ کال په اپریل کې د افغانستان پر دفاع وزارت برید و. بریدګر د برید په وخت کې د ملي اردو د یوه ډګروال لباس اغوستی و. هغه دویم منزل ته ختلی و، چیرې چې دفاع وزیر کښیني. له ده سره د سرتیرو پېژندکارډ و، ځکه خو له ځانمرګي واسکټ او وسلې سره یوځای وزارت ته داخل شوی و. دویم منزل ته، چې پورته شوی و، ساتونکو د درېدو ورته ویلي و، خو ده د ډزو وار پرې لومړی کړی و.طالبانو ویل، چې دا برید یې د فرانسې دفاع وزیر ژرارډ لونګه د وژلو لپاره پلان کړی و. فرانسې د ناټو د افغانستان ماموریت غړی هېواد و او له هند سره یې پوځي-تسلیحاتي اړیکې درلودې. بریدګر عتیق الله ګردیزی نومېده، چې له بهره میرانشاه ته راغلی و. دی په میرانشاه کې د حقاني شبکې تر چتر لاندې د ځانمرګو بریدوګرو پوځي روزونکی و. مرکز یې ډیورنډ کرښې ته څیرمه د مستربل غره تر شا د وزیرستان لور ته و. د هغه یوه نږدې کس ویل، چې ګردیزي به هره ورځ ځانمرګو بریدګرو ته ۷۰ کیلو وزن ورکاوه او منډه به یې پرې کوله. کله به چې له روزنیزو چارو فارغ شول د ډیورنډکرښې په اوږدو کې به یې د کرښې په پورې غاړه کې اوږد مزل پرې کاوه.
بدرالدین حقاني په لومړیو کې د پکتیا، پکتیکا او خوست په جنګي محاذونو کې چریکي جګړې کولې، خو وروسته د ځانمرګو بریدګرو د کنډک مسوول شو. پر دې سربېره نوموړی د جنوب ختیځ زون د تنظمیه ریاست مرستیال او د خوست نظامي مرستیال هم پاتې شوی و. بدرالدین د افغانستان په مختلفو ولایتونو کې ۷۵ ځانمرګي بریدونه طرح کړل، چې د بګرام، کابل انټرکانټیننټل هوټل او خوست بریدونه یې خبرجوړوونکي وو. د هغه له مرګ وروسته د بدري لښکر مشري حافظ عزیزالله پرغاړه واخېسته، چې اوس یې د امریکا د عدلیې وزارت د جایزو له نوملړه نوم اېستل شوی او د حقاني شبکې تر واک لاندې کورنیو چارو وزارت د ځواکونو د پردې ترشا مهم روزونکی ګڼل کیږي.
د جلال الدین حقاني بل مشر زوی ډاکټر نصیر الدین حقاني د هغه سیاسي استازی و. جلال الدین حقاني د طالبانو د امارت په رهبري شورا کې غړیتوب درلود چې د ناروغۍ په وخت کې به یې په شورا کې په استازیتوب یا سراج الدین حقاني او یا ډاکټر نصیر الدین برخه اخیسته.
هغه د حقاني د تجاري معاملاتو، د ټپیانو ددر ملنې او بهرنیو سفرونو مسوولیتونه پرغاړه لرل او په اسلاماباد کې یې یو کور درلود. وروسته هغه د افغانستان ملي امنیت په نښه کړ، چې طالبان یې مسوولیت د ملي امنیت د هغه وخت رییس رحمت الله نبیل پر غاړه ور اچوي.
د امریکا له سترګو پناه کېدل
په شمالي وزیرستان کې د حقاني شبکې مشران د القاعدې په څېر د سي آی اې تر ذره بین لاندې وو. په ۲۰۰۹ او ۲۰۱۰ کلونو کې د متحده ایالاتو د ګډو عملیاتو ځواکونو (JSOC)پر حقانیانو خپل فشار ډېر کړی و. په خوست کې د سي ای اې او کمپاین مرکزونو د فعالیت له امله له شمالي وزیرستان نه خوست ته د حقانیانو تګ راتګ هم ستونزمن شوی و. شمالي وزیرستان نور ددې ډلې لپاره خوندي پټنځای نه و. دوی غوښتل داسې منطقې ته لاړ شي، چې هم محفوظې وي او هم افغانستان ته خوندي لارې ولري.
سي ای اې او افغان امنیتي ادارو په وزیرستان کې کافي نفوذ درلود. دوی د حقانیانو او نورو جنګیالیو ډلو پر تحرکاتو نظارت درلود. په وزیرستان کې د طالبانو پر یو شمېر ګروپونو شک کېده، چې امریکایان یې حمایه کوي. د حقاني ډلې د کسانو په باور، په دغو ګروپونو کې یو د ګلاب ګروپ و، چې امکانات او پلان له خوست نه ورتلل. دې ډلې په میرانشاه او د ډیورنډ کرښې په شاوخوا کې د حقاني شبکې قوماندانان او مهم کسان په نښه کول. حقانیانو ویل، چې دې ډلې د دوی غړي تر شکنجې او وژلو وروسته پر سړکونو غورځول او په ورسره اېښو لیکونو کې به یې لیکل، چې امریکایانو ته په جاسوسۍ وژل شوي. دې ډلې د خوست د لکڼو یو تن ملا د شمالي وزیرستان په سپین وام کې د تراویح له لمانځه را ایستلی او وژلی و. دغه ملا د قیام الدین حاجي تر مشرۍ لاندېفعالیت درلود او یو زوی یې په بګرام زندان کې بندي او وروسته وژل شوی و. ګلاب د پکتیکا پیرکوتی و، چې د مولوي سنګین ځدراڼ یوه قوماندان خان بادشاه له څلورو ملګرو سره یوځای وواژه. د ګلاب څلور نور ملګري په یوه انتقامي برید کې د خان بادشاه لاس ته ولوېدل، خو وروسته ترې د څیړنو لپاره حقانیانو یووړل. حقانیانو ویل، چې د مولوي سنګین د کورنۍ یو غړی هم دوی وژلی و، خو تور یې پر حقاني کورنۍ لګېده. ددوی په باور، سي آی اې او د افغانستان ملي امنیت غوښتل د ځدراڼو د دوو مقتدرو قوماندانانو مولوي سنګین او سراج الدین حقاني ترمنځ اختلاف رامنځته کړي.
د مولوي سنګین او حقانيانو ترمنځ په ۲۰۱۱ کال کې د سنګین د تره زوی د مرګ پر سر اړیکې خرابې شوې. د سنګین د تره زوی په میرانشاه کې ورک شوی و او څو ورځې وروسته یې خلکو مړی چشمه پل سیمې ته نږدې موندلی و. سنګین د هغه د مرګ په تور د ازبک جنګیالیو د قوماندان سید کریم کسان ونیول، خو له څیړنو وروسته یې په دې پېښه کې د سراج الدین حقاني ماما، حاجي مالي خان ښکیل وباله. د مالي خان په اړه شک و، چې سنګین دده د ملګرو په همکارۍ وژل شوی او د سنګین پر وروڼو شک و، چې مالي خان ددوی په اطلاع امریکایانو نیولی. حقانیانو ته یوه نږدې کس ویل، چې د مولوي سنګین او حقاني ډلې ترمنځ په دې مساله اړیکې خورا ترینګلې شوې، خو د القاعدې په منځګړتوب دغه شخړه له پکتیا نه د مالي خان تر بیرته ستنیدو پورې وځنډیده. مالي خان، چې د حقاني شبکې مهم او باوري کس ګڼل کیږي، د ۲۰۱۱ کال د اکتوبر پر ۱۱مه په جاني خېلو ولسوالۍ کې د افغان او ناټو ځواکونو په ګډو عملیاتو کې ونیول شو او بګرام زندان ته یې یووړ. پر ده له ای ایس ای سره د نږدې اړیکو او د امریکا پر سفارت، د ناټو پر مرکز او په میدان وردګو کې د بهرنیو ځواکونو پر یوه اډه بریدونو کې د لاس لرنې تور و. حقاني شبکې وروسته په خوست کې دده پرځای حاجي حبیب وټاکه. خو د چشمه پُل له پېښې وروسته د خوست په صبریو او سپیرې ولسوالۍ کې د هغه د کورنۍ دوه نور غړي هم ووژل شول. د حقاني او سنګین اړیکې یوځل له الجزیره ټلویزیون سره د یوې مرکې له ترسره کېدو وروسته هم خرابې شوې وې. سراج الدین حقاني د حبیب الله جدراني له لارې د میرانشاهبازار مال منډيي شمال لویدیز لور ته په سل متري کې د عرب جنګیالیو په یوه پخواني دفتر کې له الجزیرې شبکې سره مرکه درلوده. له مرکې وروسته د حقاني یوه قوماندان نایب سالار حبیب الله جدرانی په غلام خان کې وهلی او ډبولی و. نایب سالار ویل، چې حبیب الله د خوست او میرانشاه ترمنځ ازاد تګ او راتګ کوي او د افغانستان له ملي امنیت سره اړیکې لري. مولوي سنګینپه دغه چلند خورا غوسه شوی و.
سنګین ځدراڼ په وروستیو کې د پاکستان لپاره محبوب جنګیالی نه و، ځکه د القاعدې او بهرنیو جنګیالیو د خپلولو او د ځان د پیاوړتیا په لټه کې و. سنګین د ۲۰۱۲ کال په جولای او نومبر میاشتوکې په خپلو ویډیويي پیغامونو کې پر ترکیې او ددغه هېواد پر سیکولر نظام سختې نیوکې کړې وې او د ترکیې او کردستان مسلمانان یې د سیمه ییزو حکومتونو خلاف جګړې ته هڅولي وو. سنګین ویلي و، چې ترکان او کردان د جهاد لپاره له ډېره لرې افغانستان ته راغلي، خو «جهاد یوازې افغانستان کې نه دی، د امریکا تر ماتې وروسته به طالبان او ددې ډلې متحدان د نړیوال خلافت لپاره جګړه کوي».
د سنګین دغو څرګندونو د طالبانو له جهادي پالیسۍ او د پاکستان له سیاستونو سره ټکر درلود، ځکه طالبانو خپله جګړه یوازې پر افغانستان متمرکزه ساتله. د سنګین دغو څرګندونو د چین لپاره هم ښه پیغام نه درلود، ځکه پیکنګ د ختیځ ترکستان د بېلتونپالو له اړخه ځان خوندي نه انګیري.
په شمالي وزیرستان کې د ضرب عضب له عملیاتو وړاندې د ۲۰۱۴ کال په اپریل او می کې د حقاني شبکې جنګیالیو د پاس کورمې ایجنسۍ شالوزان، نري، مقبل، سپین ټل او اورکزیو سیمو ته ځانونه و اېستل. د ضرب عضب له عملیاتو وړاندې حکومت په کورمه کې ګرځبندیز ولګاوه او خلکو لیدل، چې ډله ډله جنګیالي د ډیورنډ کرښې غرنیو سیمو او درو ته لېږدول کیږي. د افغانستان د ملي امنیت سرچینو هم ویل، چې پاکستان د حقانی شبکې غړي او مشران کورمې، کراچۍ، پېښور، اسلام اباد او کوټې ته انتقال کړي دي. دا انتقال د کورمې د شیعه او سني قبیلو ترمنځ د ۲۰۰۸ کال په اکتوبر کې د مري د معاهدې پر اساس و، چې حکومت او حقانیانو پکې ټاکونکی رول درلود. د ۲۰۰۸ کال معاهده د حقانیانو او پاکستان د امنیتي ادارو د پرله پسې هڅو محصول و، خو دې معاهدې دلته شخړې اوارې نه کړای شوې. دلته په شیعه او سني جګړو کې د ټي ټي پي د جنګیالیو رول هم ټاکونکی و، ځکه د جنوبی وزیرستان له عملیاتو وروسته د سپاه صحابه، لشکر جنګوي او جیش محمد په څېر شیعه ضد ډلې هم کورمې او اورکزیو ته لاړې. د ۲۰۱۰ کال په سپټمبر کې حقانیانو ددویم ځل لپاره د منځګړتوب رول ولوباوه، خو پښتنو شیعه ګانو حقانیانو ته د لارې ورکولو پر وړاندې مقاومت کاوه.
حقانیان او شیعه قبیلې د ۲۰۱۱ کال په فبروري کې یوځل بیا په مري کې سره کښېناستل. دوی د ۲۰۰۸ کال د معاهدې پر اساس په کورمه کې مذهبي شخړې پای ته ورسولې. په دې معاهده کې د پوځ او حقانیانو(ابراهیم او خلیل حقاني) رول مهم و او دوی دلته په خلکو کې نفوذ هم وکړ. شیعه ګانو او سنیانو ۴۰ میلیونه روپۍ ښوینی کېښود او ځینې نور شرطونه او قیودات هم وضع شول. حقانیانو سني قبیلې له جګړې را وګرځولې او په بدل کې یې د شیعه ګانو له سیمې افغانستان ته د تګ راتګ او اکمالاتو لار ومونده.
کورمه اجنسۍ د حقانیانو لپاره له څو اړخونو محفوظه وه. یو د بې پیلوټه الوتکو له بریدونو په امن کې وه او بل کابل، پکتیا، ننګرهار او نورو ولایتونو ته یې اسانه لاسرسی درلود. دغه راز له کورمې نه پېښور، پنډۍ او اسلام اباد ته هم تګ او راتګ اسانه و.
د دوحې پرېکړه؛ په کالبوت کې ساه پوکل
د دوحې له هوکړې وروسته په وزیرستاناو قبایلي سیمو کې په ډراماتیک ډول حالات بېرته بدل شول.
حقانيانو په شمالي وزیرستان کې خپل وران شوي مراکز او د افغان کډوالو هغه کورونه بیرته ورغول، چې د ضرب عضب عملیاتو په ترڅ کې زیانمن شوي وو. له عملیاتو وروسته او د عملیاتو پرمهال په میرانشاه او شاوخوا سیمو کې د افغان کډوالو اکثریت کورونه حقاني شبکې وپېرل.ددغو کورونو د ثبت، سروې او د بیا رغونې د مالي لګښتونو د سنجولو چاره پوځ د سیمې یوه بانفوذه کس ناصر داوړ ته سپارلې وه. حقانیانو ته په عملیاتو کې د ړنګو شویو کورونوبدله له هغو نړیوالو خیریه مرستو ورکول کېده، چې د قبایلي سیمو له وګړو سره د مرستې او د هغوی د بیا میشتونې په هدف شوې وې.
د میرانشاه په لویدیز کې د کویټ روغتون شاوخوا د دې جنګیالیو په لسګونو کورونه ناصر داوړ او د پوځ یوه محلي کپټان ثبت او سروې کړل . عامو خلکو ته د هر کور پر سر څلورسوه زره روپۍ ور کول کېدې، خو د حقانیانو په هر کور کې پنځه پنځه کورنۍ ثبت شوې وې، چې دوه میلیونه روپۍ کیدې.
په ورته وخت کې شمالي وزیرستان کې تسلیم شوي وزیرستاني طالبان بېرته د افغانستان جګړې لپاره تیاریدل. زیاتره ځايي طالبان د پوځي استخباراتو اېم ای له لارې له خوست، پکتیا، پکتیکا او کونړ څخه بېرته پاکستان ته د تسلیمۍ په خاطر لاړل او یو شمېر د بنو په ښار کې پاکستاني ځواکونو ته تسلیم شول. مولانا ګل رمضان کابل خېل وزیر د میرانشاه په چشمې کې د اشرافیه مدرسې مهتمم له عملیاتو وړاندې د ګل بهادر او پوځ تر منځ د تړونونو چارې تنظیمولې.
پوځ یو شمېر دغو طالبانو ته د میرانشاه په کالوني کې شپږ میاشتیني کورسونه جوړ کړل چې څنګه سوله ییز ژوند ته مخه کړي او جګړې ته مخه ښه ووایي. خو جګړه د جنګیالیو عادت ګرځېدلې وه. د میرانشاه تحصیل د ډانډې درپه خېل اوسیدونکی شمس الله چې له ضرب عضب وړاندې د ګل بهادر تر مشرۍ لاندې د سیدخان او ګوډعبدالرحمن په ګروپونو کې پاتې شوی و او وروسته پوځ ته تسلیم شو ، ای ایس ای وسلې او د وسلو ګرځولو جواز ورکړ، خو هغه بېرته جګړې ته مخه وکړه او په ډانډې درپه خېل کې یې د طالبانو دجلب او جذب لپاره کار پیل کړ او په خپل کلي کې یې د وسلو زېرمتون جوړ کړ.هغه په جار خلکو ته ویل، چې «موږ د افغانستان پر جګړه پښېمان نه یو او د افغانستان جهاد به تر وروستۍ سلګۍ کوو».
د وسلو د پیرنې او پلورنې چاره، چې له ضرب عضب عملیاتو وروسته ټکنۍ شوې وه، بیرته پیل شوه او هر ډول سپکه او درنده وسله موندل کیده. د وسلو د بیرته زیاتېدو او پیر او پلور مسالې دلته له قبیلوي شخړو سره هم تړاو درلود، ځکه بوراخېل وزیرو او د میرعلي دواړو د ځمکو او لارو پر سر خپلمنځي شخړې درلودې.
د ګل بهادر شورا د درپه خېلو امیر مولوي سیدخان د پکتیکا له برمل ولسوالۍ نه په درپه خېلو کې له خلکو نه د میاشتنۍ چندو بهیر پیل کړ. د درپه خېلو شتمنو کورنیو، تاجرانو او بانفوذه کسانو نوموړي ته د اخترجان درپه خېل له لارې، چې په سیمه کې دده د چندو، زکاتونو او مرستو مسوول و، خپلې بسپنې او مرستې استولې.ګوډ عبدالرحمن چې د بنو په ټاون کې یې دفتر درلود، په ازادانه ډول جنګیالي جذبول او افغانستان ته یې د جګړې لپاره لیږل. ده د خپلو جنګیالیو لپاره منظمه بودجه درلوده او په افغانستان کې د خپل هر وژل شوي جنګیالي کورنۍ ته یې ۶۰۰زره روپۍ ور کولې.
د حقاني شبکې جنګیالي ظاهرا د پاکستان د پوځ تر سترګو لاندې په موټرو کې تر دته خېل تحصیل پورې انتقالیدل او وروسته په ګیان ولسوالۍ کې له خپلو ځايي قوماندانانو سره په تماس کې کېدل او هغوی کرښې ته موټر راوستل او ګیان ولسوالۍ ته یې وړل. په ګیان کې د افغان حکومت حاکمیت نه و او طالبانو له دې لارې ډاډه تګ او راتګ کاوه. دوی ټل او پېښور ته د تګ لپاره د خوست د بټۍ تاڼې او د ګیان لار کاروله. په ګیان کې قوماندان ګلاپی (چمتو ) حاکم و. نوموړی د حقاني شبکې د مشهور قوماندان مولوي بخته جان زوم او په خپله سیمه کې یې د طالبانو د حاکمیت ټینګولو لپاره زیات مخالفان ووژل. نوموړي د خپلو مشرانو ځینو اوامرو ته اعتنا نه کوله او کله چې د ګیانې ملا زوی مړ شوی و په خپل سر یې حکومتي چارواکو ته اجازه ورکړې وه چې په جنازه کې یې برخه واخلي او بیرته خوندي ستانه شي. مولوي بخته جان په پکتیکا کې د حقاني مهم قوماندان و. د هغه له مرګ وروسته د ده زوی سعیدالله حماس د حقاني د شورا غړی شو، نوموړی یو ځل قطر ته هم غوښتل شوی و خو کله چې له قطر نه بېرته راستون شو په پېښور کې د ای اېس ای له خوا نظربند شو. ده خپلو نږدې ملګرو ته ویلي و چې طالبان د نورو هېوادونو لاس ته لویدلي دي.
په ۲۰۲۱ کال کې د خیبر پښتونخوا له مدرسو نه اکثریت فارغېدونکي وزیرستاني طالبان د افغانستان جګړې ته لاړل. په همدې کال کې د کاهي له مدرسې نه ګڼ وزیرستاني طالبان فارغ شول، ټولو په موټرو د افغانستان اسلامي امارت بیرغونه نصب کړي وو او خلکو ته یې په کلیو کې تبیلغات کول چې «اسلامي امارت ژر راتلونکی دی».
ګل بهادر چې له وزیرستان نه څومره جنګیالي د پکتیکا سرحدي ولسوالیو ته راوستل، د ۲۰۲۱ کال په پسرلنیو عملیاتو کې د حقاني شبکې له غړي بلال فاتح سره یو ځای د افغان ځواکونو پر وړاندې د جګړې لیکو ته لاړل. د خوست په سپېره ولسوالۍ کې چې له کمپاین ځواکونو سره د ګل بهادر د جنګیالیو جګړه ونښته، له وزیرستاني جنګیالیو سره یو ځای د فاتح کاروان حافظ عبدالله ځدراڼ جنګیالي هم په جګړه کې بوخت وو.
د شمالي وزیرستان د شوال او دته خېل په ټوله سرحدي سیمه کې جنګیاليو ازاد تګ او راتګ درلود، په ځینې ځایونو کې اغزن تار نه و او په ځینو ځایونو کې یې تارونه غوڅ کړل. د بټې تاڼې پر لار د تګ او راتګ په ټل کې د حقاني شبکې له لارې تنظیمیده او د هغوی له اجازې پرته تګ ستونزمن و. د ډنډ پټان په غرنیو سیمو کې په اغزن تار کې دروازې جوړې شوې او طالبانو د پاکستان له سرحدي ځواکونو سره د تفاهم له لارې تګ او راتګ کاوه. د اریوب ځاځیو له لارې طالبان په پیک اپ موټرو کې په داسې حال کې پکتیا ته داخلیدل چې پر موټرو به یې سپین بیرغونه رپېدل.
د کورمې اجنسۍ له پاړه چینار نه د افغانستان پر لور غځېدلی سړک د طالبانو پرمخ بشپړ پرانېستی و. له وسلو، موټرو او پیکا او راکټونو سره پر دې سړک تیریدل او له بوړکې ، خرلاچي او نورو قاچاقي لارو افغانستان ته داخلیدل. د عامو خلکو په وینا، ددوی کاروانونه د پوځ تر حمایې او نظارت لاندې تیریدل. هغو امنیتي کسانو، چې له دوی سره پر لارو ملتیا کوله، اوږدې ږیرې او د طالبانو په څېر لباس او څېرې درلودې او د سیمې په خلکو کې د کشمیري مجاهدینو په نامه مشهور وو. د کورمې له پاړه چینار، سدې، ټل، هنګو، کوهاټ، پېښور او دغسې رزمک، میرانشاه، بنو، سرای نورنګ، لکي مروت، کرک، لاچي نه تر کوهاټ پورې د حقاني شبکې او ددې شبکې د محلي ملاتړو طالبانو یوه منظمه شبکه پرته وه چې د افغانستان په جګړه کې ښکيل وو. له کورمې نه تر هنګو، ټل او کوهاټ پورې د حقانیانو د مرکزونو د تنظیم او اړیکو چارې مولانا محمدنبي حنفي پرمخ وړلې. حنفي پخوا د ټي ټي پي د هنګو نظامي مسوول و او وروسته یې د حنفي کاروان په نوم ډله جوړه کړه. دی وروسته له هنګو نه سپین ټل ته لاړ. ده د ټل تحصیل په سپین ټل نومي سیمه کې مرکزونه لرل، په دې مرکزونو او د خلکو په کورونو کې ډېری د حقاني شبکې جنګیالي اوسېدل. د حنفي کاروان جنګیالي اکثریت د هنګو ، ټل، اورکزیو او کورمې ایجنسۍ اوسیدونکي وو چې د حقاني شبکې د تشکیلونو په چوکاټ کې افغانستان ته رالېږل کیدل.
البدر مجاهدین ډلې، چې د پاکستان د جماعت اسلامي جنګي ښاخ دی، د افغان جګړې لپاره د جلب او جذب چارې په ۲۰۱۵ کال کې په کورمه اجنسۍ، بنو، لکي مروت، هنګو، کوهاټ، دیر، تیمرګره او ملاکنډ کې پیل کړې. په ۲۰۱۵ کې دیر ته له افغانستان نه د ۱۵ مړو جنازې ورغلې، چې د البدر مجاهدینو له لارې د طالبانو لیکوته لیږل شوي وو. په ۲۰۱۹ کال کې لکي مروت ته د ۱۰ جنګیاليو جسدونه په یوځل انتقال شول. په ۲۰۲۰ کې هم تر ۱۵ ډیر جسدونه دې سیمې ته انتقال او په ۲۰۲۱ کال کې ددې سیمې د طالبانو اووه جنازې انتقال شوې. دا هغه پېښې وې چې رسنیزې شوې، خو له دې پرته هره ورځ له افغانستان نه پاکستان ته جنازې او تابوتونه انتقالیدل. یو شمېر جنګیالي یې چې د انتقال وړ نه وو، یا د جګړې پرمهال یې جسدونه پړسېدلي وو، په افغانستان کې دفن کېدل. دوی اکثریت د لکي مروت د سرای نورنګ،ډوګدرې، اباخېلو، شاه حسن خېلو سیمو اوسیدونکي وو، چې افغانستان کې د حقاني شبکې په لیکو کې جنګیدل. د امریکا او طالبانو د تړون په نتیجه کې چې د طالبانو ۵۰۰۰ بندیان خوشي شول، د لکي مروت د سیمې اوسیدونکي هم پکې وو، چې د سرای نورنګ په اباخېلو کې د خلکو له خوا غاړو ته ګلان ور واچول شول.
لکي مروت ته د جنګیالیو ډلو مخه په وزیرستان کې د پوځ له عملیاتو او پي ټي ایم له راپورته کېدو وروسته واوښته ځکه وزیر او داوړ قبیلې وکوچېدې، د جلب او جذب مراکز او امکانات کم شول، او ځوانانو د طالبانو پرځای د پي ټي ایم پر لور مخه وکړه. د وزیرو، مسیدو، داوړو او ځدراڼو له قبیلو وروسته مروت د کرلاڼیو پښتنو پنځمه قبیله ده، چې د جنګیالیو ستره برخه ترې استخدام کیږي.
په لکي مروت سیمه کې د طالبانو په جلب او جذب کې مدرسه جامعه عربیه مټوره لکي مروت او جامعه عثمانیه مهم رول درلود. دغه راز د پیزو درې مشهورې مدرسې جامعه حلیمیه له لکي مروتاو ټانک نه د افغانستان جګړو لپاره د جنګیالیو په جلب او جذب او روزنه کې ټاکونکی رول درلود. ددې مدرسې مهتمم مولانا سید محسن شاه و، چې له ۲۰۱۰ کال وروسته د لکي مروت د امن جرګې مشر هم و، خو وروسته د ټي ټي پي جنګیالیو په خپله مدرسه کې د خوب پرمهال وواژه. دې مدرسې د افغان جهاد په وختونو کې هم افغانستان ته د طالبانو په لیږلو کې ټاکونکی رول درلود. حقانیانو د البدر مجاهدبنو په مرسته د لکي مروت په تاج بي خېلو کې مرکزونه جوړ کړل، ځکه په دې سیمه کې افراطیت مخ پر خورېدو و او له وزیرستان وروسته دوی ته د جنګیالیو د جلب او جذب غوره محیط مهیا شوی و. دا مرکزونه پټ جوړ شوي وو، خو کله چې په دې سیمه کې د یو افغان او مروت تر منځ په «ناموسي معامله» کې حقانیان په مروت پسې په تورو شیشو موټرو کې ورغلل او د هغه کور یې محاصره کړ، دغه مراکز رسوا شول.
د میجر مست ګل په مشرۍ البدر مجاهدینو په تری منګل کې منظم فعالیت درلود. دې ډلې د افغان جهاد او طالبانو د تېرې واکمنۍ پرمهال په دې سیمه کې روزنیز مرکزونه، کافي نفوذ او شناخت درلود. دی او دده پخواني جنګیالي د خوست، پکتیا او پکتیکا له اراضي سره بلد وو او په اسانۍ سره یې په ډیورنډ کرښه کې نفوذ کولای شوای.البدر مجاهدینو په کورمه او شاوخوا سیمو کې د کشمیري جنګیالیو یا پنجابي طالبانو سرپرستي او د اکمال چارې هم پرغاړه درلودې. میجر مست ګل له تری منګل نه تر لاچي، هنګو، کرک، سرای نورنګ، لکي مروت، کوهاټ، دره ادم خېلو، او تیمرګرې پورې د حقاني شبکې لپاره خپل پخوانی نیټورک فعال کړی و او د جلب او جذب چارې یې پرمخ وړلې. د بخت زمین ډلې په بنو، پېښور، مردان، ملاکنډ، بونیر او دیر کې له مدرسو او د افغان کډوالو له کمپونو جنګیالي جذبول او په مانسهره ، کوټلي او مظفراباد کې یې په خپلو مرکزونو له درې میاشتنیو او شپږ میاشتنو پوځي زده کړو وروسته افغانستان ته لېږل چې د طالبانو لیکې پیاوړې کړي.
حقانیانو حکومتدارۍ ته ځانونه چمتو کول
له افغانستان نه د امریکايي ځواکونو له وتلو وړاندې د خیبر پښتونخوا په تیراه کی د حقاني شبکې د بدري۳۱۳قطعې د ۳۰۰۰ کسیز ځواک روزنه پیل شوه چې د سقوط پرمهال د کابل ښار او حامد کرزي نړیوال هوایی ډګر امنیت ونیسي. دې قطعې ته د ځانګړو ځواکونو په څېر وسلې، یونیفورم، شپه لید دوربینونه، عینکې او موټر په واک کې ورکړل شول او دا ورښودل کېدل چې څه ډول د ښاري سیمو له خلکو سره چې د کلیوالو سیمو په پرتله زر د اطاعت وړ نه دي، چلند وکړي. په دې قطعه کې ډېری هغه کسان ګومارل شوي وو، چې له ښاري فرهنګ، ژوند او چلند سره بلد وو او په ښارونو کې یې غلچکي او استخباراتي عملیات کول. دوی ته د ږیرې خرېیلو، لنډولو، له خلکو حتا دښمن ځواکونو سره روغبړ، له ښځو سره مخامختیا او ډیالوګ کې محدودیتونه نه وو اېښودل شوي او د کابل د سقوط پرمهال یې د نظم په اعاده کې رول ټاکونکی ګڼل کیږي.
له سقوط سره هممهاله دغه کنډک د کابل د مهمو ځایونو، تاسیساتو، استخباراتي او امنیتي مرکزونو، ډيپلوماتیکو استازځایونو او هغو سیاسي افغان چارواکو، چې د سقوط پرمهال په کابل کې پاتې شول، د کورونو او شاوخوا د امنیت مسوولیت سپارل شوی و.
د بدري قطعې د سرتېرو د فراغت په غونډه کې د حقاني شبکې مشر سراج الدین حقاني، د طالبانو نورو مشرانو او د قطر دفتر یو شمېر غړو هم ګډون کړی و.
په ورته وخت کې د هنګو ولسوالۍ د ټل علاقدارۍ په بجلي ګر کمپ کې جامعه عمریه مدرسې افغان طالبانو ته د اداري او مسلکي زده کړو کورسونه پیل کړل، چې په انګلیسي، کمپيوټر ، اداره او منجمنټ، قضاء، څارنوالي ، صحت ، اقتصاد ، حقوق او سیاست او مالي برخو کې یې په مسلکي ډول طالبان روزل. دغو کورسونو ته اکثریت د خوست ، پکتیا او پکتیکا هغه ځوان طالبان جذب کېدل چې عمرونه یې له ۲۵ کلونو څخه کم وو او اکثریت یې نوي فارغ شوي ملایان او حافظان وو. له خوست نه هم هغه ځوانان چې نوي د حقاني شبکې له خوا خپلو لیکو ته د ملکي چارو د تنظیم په موخه جذب شوي وو ټل ته ولېږل شول چې په دغو کورسونو کې برخه واخلي. دغو کورسونو ته طالبانو دمسلکي زده کړو انسټیټیوټ نوم ورکړی و او له فراغت وروسته فارغو کسانو ته تصدیقنامې هم ورکول کېدې. دوی د مدارسو نويو فارغانو ته ویل چې که څوک دغه انسټیټیوټ تعقیب نه کړي د طالبانو په حکومت کې دنده نه ورکول کيږي چې له امله یې ډېر شمېر ځوانان له دې طریقه جذب کړل .د جذبیدونکو او ملکي دندو لپاره غوره کېدونکو کسانو لپاره یو شرط داو، چې څه وخت یې د طالبانو په جګړه ییزو لیکو کې وخت تېر کړی وي.
د حقانیانو په لیکو کې ډېر د قبایلي سیمو جنګیالي وو او د کابل له نیولو وروسته دې جنګیالیو په حکومتي او پوځي لیکو کې دندې نه شوای اخېستی او دې چارې د حقاني شبکې نفوذ اغیزمناوه. له همدې امله دوی په وروستیو دوو کلونو کې ډېر نوي کسان خپلو لیکو ته جذب کړل، خو په دې چاره د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده خبر شو او د خپلو لیکو د تصفیې امر یې وکړ. د حقاني شبکې ډېر هغه جنګیالي چې له پنځو او اوو کلونو کمه سابقه یې درلوده، د تصفیې په بهیر کې له حکومتي دندو لرې شول او دې پروسې د ټي ټي پي په شان جنګیالیو ډلو ته فرصت ورکړ چې دغه جنګیالي خپلو لیکو ته جذب کړي.
پر دې سربېره حقانیانو ځینې مدرسې خوست ته ولېږدولې، چې د طالبانو په ځواکمنو مذهبي حلقو کې خپل نفوذ پیاوړی کړي. د ملا هبت الله په مشرۍ د طالبانو په مذهبي شورا کې ډېری د کندهار، هلمند، زابل او فراه ولایتونو د دیني علماوو نفوذ دی، له همدې امله د هغه پرېکړې ټاکونکې او وروستۍ دي. حقانیان دې تشې ته له وخته ځیر دي او هڅه کوي پر دې شورا او د دیني علماوو پر ولایتي شوراګانو نفوذ وکړي، خو د جهادي مدرسو په رامنځته کېدو سره چې ظاهرا د پاکستان له کیډټ کالجونو سره ورته والی لري، په مذهبي حلقاتو کې د حقاني شبکې نفوذ کم شوی دی.
د ۲۰۲۰ کال له نیمايي نه د ۲۰۲۱ کال تر جنوري پورې د حقاني شبکې د نفوذ سیمې د پکتیا ولایت په اریوب ځاځیو، احمدخېلو، ډنډ پټان، جاني خېلو، وزې ځدراڼ، سروټي او د خوست ولایت په صبریو، موسی خېلو، قلندر او نادرشاه کوټ ولسوالیو کې پراخې شوې.دې شبکې په دغو سیمو کې د تګ او راتګ خوندي لارې، د نویو محلي جنګیالیو د روزلو لپاره نظامي روزنځایونه، د ټپیانو د نږدې درملنې په هدف روغتونونه او د جنګیالیو د راغونډیدو، سوق او ادارې مراکز جوړ کړل. دغه سیمې په کورمه اجنسۍ او ټل ولسوالۍ کې د حقاني له مرکزونو سره له دریو مهمو ارتباطي لارو په اریوب ځاځیو کې د زغنې ، په ډنډ پټان ولسوالۍ کې د څپرياو د خوست د تیریزیو او علیشیر ولسوالۍ د بټۍ تاڼې له لارې سره وتړل شوې. حقانیانو له دغو دریو لارو نه په استفادې سره په لوګر، پکتیا او خوست کې خپلو مرکزونو ته اکمالات چټک کړل اوهم په دې دریو ولایتونو کې نیول کېدونکي مهم کسان یې له دې لارو په پښتونخوا کې خپلو زندانونو ته رسول.
د دوحې له هوکړې وروسته حقاني شبکې خپل بندیان اکثریت د منګلو او د نادرشاه کوټ ولسوالۍ په غرنیو سیمو کې ساتل. په منګلو کې دوی خپل روغتونونه جوړ کړ ل. د پکتیکا په زیړوک او د خوست په قلندر او نادرشاه کوټ ولسواليو کې د حقاني شبکې پوځي کنډکونه ځای پرځای شول.په اریوب ځاځیو ولسوالۍ کې یې خپل ګرځند امبولانسونه فعال کړل، چې په ننګرهار کې د داعش خلاف د جګړې ټپیان زر پاکستان ته ولېږدولی شي. دغه په جیپ ماډل کمک لرونکو عادي موټرو کې جوړ مجهز امبولانسونه، چې د ښه مزل جوګه وو، له عادي موټرو سره نه شوای توپیریدای. دغو امبولانسونو له سروټي څخه د جاني خېلو او ډنډ پټان ولسوالۍ پرلار د کورمې ایجنسۍ غوزګړي سیمې ته د خوست او ګردیز ترمنځ د لویې لارې د جګړو د ټپیانو په انتقال کې ټاکونکی رول درلود.
حقاني شبکې د۲۰۱۹ کال په مې کې مولوي عبدالقادر له ټل څخه د خوست ولایت نادرشاه کوټ ولسوالۍ ته ولېږه چې له قومي مشرانو سره د اړیکو له لارې خپل پخواني ارتباطي کانالونه له سره ورغوي. عبدالقادر له ابو یحیی اللیبي، عمر فاروق، محمد جعفر جمال القتاني او عبدالله هاشمي شامي سره یوځای د ۲۰۰۵ کال په جولای کې له بګرام زندان نه تښتېدلی و. قادر په ډېر لږ وخت کې د دیني علماوو او مدرسو د مهتممانو په همکارۍ د خوست له قومي مشرانو سره اړیکې پیدا کړې. هغه کوښښ کاوه چې د طالبانو لپاره لومړی په سیمه کې د قومي مشرانو ملاتړ خپل کړي او ورپسې په ځوانانو کې نفوذ وکړي. دوی په شاوخوا سیمو کې له مېشتو قومونو وغوښتل چې له دولت سره له همکارۍ لاس واخلي او هغه سترې کورنۍ چې له طالبانو سره دښمنۍ لري، طالبانو ته تسلیم شي؛ طالبان به یې د قومي مشرانو په ضمانت د ژوند د خوندیتوب تضمین وکړي. دوی په دې کار سره تر یوه حده بریالي هم شول او یوشمېر د طالبانو مخالفې کورنۍ له طالبانو سره ملګرې شوې، چې په نتیجه کې یې د ناامنۍ لمن په خوست کې د ملي اردو د لوا ۵۰۰ مترۍ ته ورسېده. د طالبانو د روغتیا مسوولانو د صبریو او نادرشاه کوټ په روغتیايي کلینیکونو کې یو شمېر ډاکټران له دندو ګوښه کړل او پرځای یې دغو روغتیايي مرکزونو ته امبولانسونه او جراحي ډاکتران راوستل چې د جګړې ټپیان کورمې ته د انتقال پرځای همدلته عملیات او تداوي کړي.
پخوا د حقاني شبکې والیانو او ولسوالانو خپلې چارې له ټل څخه اداره کولې، خو وروسته یې خپلې ډیرې چارې له دې سیمو اداره کولې او په منظم ډول یې قومي مشران او دیني علماء دغو سیمو ته ورغوښتل او سترې او علني غونډې یې کولې. په سیمه کې د بیکارۍ کچه لوړه او اکثریت ځوانان وزګار وو. طالبانو ته په محلي کچه د لوستو کسانو د جذبولو فرصتونه ډېر وو. طالبانو استدلال کاوه، چې دوی په خپلو لیکو کې ډېر لوستي خلک نه لري، چې وروسته یې په خپل نظام کې په دندو وګوماري، له همدې امله ځوانو ظرفیتونو ته اړتیا لري او باید واردمخه د واک او حکومت کولو دورې لپاره وروزل شي.دوی ځوانانو ته د کار په پیدا کولو کې خپله ژمنتیا عملي کوله. چېرته چې غیر دولتي موسسو کسان په کار ګومارل د طالبانو ولسوالانو او ددوی د د اړوندو ادارو مسوولانو خپل کسان ورمعرفي کول. د سرک سازۍ شرکتونو چې قراردادونه اخستل هغوی موټر او د سړک جوړونې نور کارکوونکي هم د طالبانو په خوښه ګومارل. د خوست د ولایتي شورا غړو ماته وویل چې د طالبانو ددغسې نفوذ یو ستر لامل په ستراتیژیکو او مهمو سیمو کې په واسطه او پیسو د بې تجربې، کم سواده ولسوالانو او اداري مسوولانو ګومارل وو، چې وضعیت یې په واقعي شکل نه شوای درک کولای. ډیری حکومتي چارواکي په غلا او بډو اخستلو کې بوخت وو. ولسوالان، امنیه قوماندانان، مالي مدیران او د ګمرکونو مسوولان له ۱۰ زرو ډالرو نه تر ۴۰۰ زره ډالرو رشوت په بدل کې ګومارل کېدل. ددوی په باور، دې چارې د حکومت مشروعیت او اتوریته زیانمن کړل. قومي مشران ولسوالیو ته د دولت د ملاتړ غونډو کې ډېرکم حاضریدل، خو د طالبانو غونډو ته ډلې ډلې روان وو.
منګل او صبري، چې له نورو تنظیمونو زیات نفوذ پکې حزب اسلامي درلود، د طالبانو تر نفوذ لاندې راغلل. طالبانو د خوست په تېریزیو ، باک او صبریو کې د حکومتي کسانو په نسبت زیات د حزب اسلامی غړي ووژل او بالاخره یې دې ته مجبور کړل چې له سیمې کډې وکړي، ښار او نورو سیمو ته لاړ شي. د منګلو په سیمو کې د حزب اسلامي نفوذ پای ته ورسېد. په موسی خېلو کې پخوا د حزب اسلامي د پخواني قوماندان انجینر فیض محمد وراره نورالدین د جنوبي جبهې په نامه فعالیت درلود، خو د هغه د فعالیتونو له سړېدو سره دې سیمه کې طالبانو نور هم نفوذ وکړ. د حزب اسلامي د نفوذ په ختمولو او د حقاني شبکې پر ځای پرځای کولو کولو کې زیات نقش دیني مدرسو ولوباوه. نوې مدرسې اکثریت د حقاني شبکې تر کنټرول لاندې وې او ځینې یې له هریپور او شمالي وزیرستان نه را انتقال کړې.
د ۲۰۲۰ کال په مې کې زیات شمېر وسله والو جنګیالیو د خوست موسی خېلو ولسوالي محاصره کړه، دې محاصرې ته د حقاني شبکې د داعش ضد جوړې شوې قطعې سربېره د خوست، پکتیا او لوګر جنګیالي هم ورغلل. دغو جنګیالیو د ننګرهار او کونړ په جګړو کې د داعش خلاف فعاله ونډه درلوده. موسی خېلو ته د زیات شمېر حکومتي ځواکونو په رسیدو سره جګړې زور واخیست او طالبانو او د خوست د دیني مدرسو اتحاديې د کرونا په پلمه د مدرسو طالبان رخصت کړل چې په جګړه کې برخه واخلي.
د نرم نفوذ لپاره د ۲۰۱۹ کال په وروستیو او د ۲۰۲۰ کال په لومړیو کې حقانیانو او په ټوله کې طالبانو د دیني مدرسو جوړولو او کنټرول ته د پخوا په پرتله پاملرنه ډېره کړه. د ۲۰۲۰ کال په لومړنیو شپږو میاشتو کې طالبانو د افغانستان په ۱۳ ولایتونو کې ۴۲ مدرسې جوړې کړې او د خپلې مرکزي دارالافتاء د فقهي مجالسو او تخصصاتو کمیسیون تر مشرۍ لاندې یې د شمال ختیزې حوزې لپاره د حضرت عبدالله بن مسعود جامعې او د جنوب لویدیزې حوزې لپاره د حضرت ابراهیم النخعي جامعې په چوکاټ کې د افتاء او قضاء د تخصص دورې پیل کړې ، چې پر دیني زده کړو سربېره اداري مکاتبههم ورته تدریس کېده. دغو مدرسو ته د جذب کېدونکو کسانو لپاره په اعلان شویو شرایطو کې یو شرط( ماموریت او مکاتبې لپاره) د ښې املاء او انشاء درلودل وو. د طالبانو د ښوونې او روزنې مسوولانو او ځايي دیني عالمانو د خوست د مندوزیو ولسوالۍ د عبدالله بن عباس مدرسې د حافظانو د فراغت غونډې برخه وال او خلک د دیني مدارسو جوړولو او تمویلولو ته وهڅول چې په دې ډول دیني مدرسو ته اهمیت او لومړيتوب ورکړل شي او په ټولو سیمو کې جوړې شي. پر مدرسو د حکومت د کنټرول نشتوالي او خورا ضعیف څار طالبانو ته دا ډګر بشپړ ازاد پریښی و. مدرسو ته د طالبانو خاصې توجه په مذهبي طبقه کې د دې ډلې نفوذ او د مدارسو پر چارو کنټرول ته لاره اواره کړه.
پر ډیورنډ کرښه له ویزې پرته د تګ او راتګ بندیزونو هغو طالبانو ته ستونزې ډیرې کړې، چې د دیني زده کړو او روزنیزو دورو لپاره په قبایلي سیمو او د پېښور او پاکستان په نورو سیمو کې د طالبانو تر کنټرول لاندې دیني مدرسو ته تلل. دې چارې د طالبانو د جلب او جذب پر چارو هم منفي اغیزې درلودې. حقاني شبکې او د طالبانو مشرتابه ددې بدیلې لارې ولټولې، چې یوه پکې د افغانستان په داخل کې د مدرسو جوړول او په کور دننه د طالبانو بوختول وو. حقانیان او طالبان په افغانستان کې د خپلو سترو مدارسو ( لکه کهي مدرسې، زرګري، منبع العلوم) د بدیل د پیدا کولو په لټه کې شول او دا بدیل د خوست امدادالعلوم او د مندوزیو ولسوالۍ ابن عباس مدرسې وې. پخوا طالبان د خیبر پښتونخوا هریپور کهي او زرګري مدرسو ته تلل، خو له ۲۰۱۹ کال وروسته د افغانستان له ګوټ ګوټ نهد خوست مدرسو ته تلل او هلته یې دیني زده کړې کولې. دې مدرسو ته زیاتره زده کوونکي د لویې پکتیا (لوګر، پکتیا او پکتیکا) او وردګو او غزني څخه ورځي. ددغو مدرسو احصایو، نتایجو او نظارت ته د سپین ټل په سیمه کې مشخص دفترونه جوړ شول او له ټل څخه په کال کې درې ځله موظف پلاوي د هغوی مستقیمه څارنه کوله. هغو مدرسو، چې د طالبانو د امارت د فعالیت جواز نه درلود، په کلیو کې د غنمو، جوارو، جلغوزیو او د اختر د څرمنو چنده هم نشوای کولای. په سیمه کې مېشت مالدار او شتمن خلک طالبانو مجبور کړل او هر یوه ته یې مدرسه مشخصه کړه چې په کال کې مشخصه اندازه مالي مرسته ورسره وکړي.
حقاني شبکې خپل ډېر تمرکز پر خوست، پکتیا او پکتیکا ولایتونو کړی و. ددغو ولایتونو، په ځانګړې توګه خوست ډېر خلک په خلیجي هېوادونو کې مزدورۍ کوي، اقتصاد یې ښه دی او د مدرسو او جوماتونو لپاره هرکال په میلیونونو افغانۍ را لیږي، چې له دې نه طالبان هم په لویه کچه مستفید کېدل.
په ۲۰۱۹ کال کې په خوست کې د اتحادالمدارس په نامه د دیني مدرسو له اتحادیې سره ددغه ولایت شاوخوا ۲۹۰ مدرسې ثبت او راجسټر وې او د ټول هېواد په کچه ۱۲۱۲ رسمي او شاوخوا ۱۳ زره غیر رسمي مدرسې وې. پر دې سربېره نورې کوچنۍ مدرسې او دارالحفاظونه هم وو چې د کلیو په مسجدونو کې یې فعالیت درلود.د خوست د ۲۹۰ مدرسو په شمول ډیری رسمي او غیر رسمي مدارسو ته د تدریس او ازموینو مهالوېش په ګډون ټولې لارښوونې په پېښور کې د طالبانو د معارف او لوړو زده کړو کمیسیون څخه کېدې. د خوست ښار اړوند اکثریت مدرسې د حکومت تر کنټرول لاندې وې، خو د هغوی د قرائت سیالۍ، د فضیلت پګړۍ تړلو غونډې، مسابقې او تدریسي نظام په غوڅ ډول د طالبانو له خوا تنظیم او کنټرولېده.
ددوحې هوکړې له له لاسلیک کېدو یوه میاشت وروسته د خوست د یوې مدرسې د زده کوونکو شمېر له ۱۵۰ تنو څخه ۳۵۰ تنو ته ورسید. کله مې چې له یوه قومي مشر نه وپوښتل، چې په لږ وخت کې د مدرسې د زده کوونکو په شمېر کې د ۲۰۰ تنو زیاتېدلو علت څه دی؟ په ځواب کې یې وویل : « له خلکو سره داسې ذهنیت دی چې طالبان بېرته واک ته رسیږي او په ادارو کې به طالبانو او ملایانو ته لومړیتوب ورکول کیږي».
واک ته له رسېدو وروسته طالبانو د مدرسو جوړولو ته توجه ډېره کړه او د معارف وزارت په چوکاټ کې یې د جهادي مدرسو عمومي ریاست جوړ کړ. د ۲۰۲۳ کال تر نیمايي پورې یوازې په دوو کلونو کې ۱۴ زره نوې دیني مدرسې ثبت شوې، چې د ټولو مدرسو د طالبانو شمېر شاوخوا یو میلیون کسانو ته رسېده. د طالبانو په نظام کې د مدرسې درلودل په ټولنه او نظام کې د مذهبي مشروعیت، تقدس او نفوذ او عاید مهمه منبع ګڼل کیږي. له همدې امله ددې ډلې هر وزیر، قوماندان او بانفوذه افراد په دې لټه کې دي، چې ډېرې مدرسې ولري او ددې مدرسو له لارې ددوی قدرت او نفوذ هم ډېر شي.
د طالبانو امارت د «منبع العلوم محصول»
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت اوسنی مرستیال محمد نبي عمري چې د مجاهدینو له بري وروسته دخوست د امنیت مسوول و، په دې باور دی، چې د طالبانو د رامنځته کېدواو نظام موډل د حقاني شبکې له ولایتي موډل نه کاپی شوی، چې تر امارت وړاندې یې په خوست کې عملي کړی و.
دا موډل د مولوي جلال الدین حقاني د مشهورې مدرسې « منبع العلوم» محصول ګڼل کیږي، چې د شمالي وزیرستان مرکز میرانشاه ته نږدې په ډانډې درپه خېل کې یې په ۱۹۸۴ کال کې بنسټ اېښودل شوی.دې مدرسې د اهل سنت و الجماعت مسلک او حنفي مذهب پر اساس د تفسیر او احادیثولویې او وړې دورې درلودې، خو ترڅنګ یې افغان جګړې ته جنګیالي هم جذبول.
دې جامعې په لومړي کال ۸۰۰ طالبان جذب کړل او وروسته یې د انجمن القران په نامه یوه لیسه هم پکې پرانېسته چې عصري زده کړې پکې کېدې. ددې مدرسې فارغانو د مجاهدینو له بریالیتوب وروسته د خوست ولایت په محلي حکومتدارۍ او امنیتي سکتور کې ټاکونکی رول درلود.
د ملاعمر او طالبانو له راپورته کېدو وړاندې په خوست کې د مدرسو طالبانو دغه ولایت رهبري کاوه. د حقانیانو له نظره، د خوست په امنیت کې د مدرسو د طالبانو او ملایانو رول او د امنیت ټینګولو بریالۍ هڅو دا نظریه راوټوکوله چې دغه موډل په ټول افغانستان کې هم د پلیتابه وړ دی.
د طالبانو د غورځنګ بنسټ اېښودونکو لومړی د حقاني شبکې له لارې د امارت موډل په ولایتي کچه په خوست کې و ازمایه او چې کله یې پایلې مثبتې ثابتې شوې، دوی دغه موډل پر ټول افغانستان پلی کړ.
کله چې طالبانو کندهار ونیوه ملامحمد عمر خوست ته خپل یو پلاوی ولېږه چې دلته د نظام څرنګتیا وګوري او له هغې نه په الهام په کندهار او نورو ولایتونو کې د خپل نظام او حکومتدارۍ ډول وټاکي. د طالبانو مشهور قوماندان احسان الله احسان چې د مزار شریف په جګړو کې ووژل شو، په خپلو خبرو کې پر دې اعتراف کاوه، چې دوی د خپل حکومت ډول د خوست له طالبانو «کاپي» کړی.
خو اوس په دغه نظام کې چې دوه لسیزې وروسته یوځل بیا پر ټول افغانستان مسلط شوی، د حقانیانو رول په تدریج مخ پر محدود کېدو دی.
د شبکې مشر سراج الدین حقاني له مولوي هبت الله نه په دې ناراضه دی، چې ددوی « سرښندنو» او « جهادي سابقې» ته په پام په حکومت کې هغسې ونډه نه ده ورکړل شوې، چې تمه یې کیږي. پر دې سربېره مولوي هبت الله د سراج الدین حقاني په مالي سرچینو، قومي او مذهبي نفوذي کانالونو پسې څراغ راخېستی او یو په بل پسې یې محدودوي.
حقانیان په دې باور دي، چې د امریکايي او ناټو ځواکونو خلاف دوی داسې مهال جګړه پیل کړه، چې کندهار غلی و اودوی د خوست پر ساراباغ او نورو امریکايي پوځي اډو توغندي وارول او تازه یې د ریموټ کنټرول بمونو ازموینې پیل کړې وې. د لومړنیو ځانمرګو بریدونو ادعا هم حقانیان کوي، چې د القاعدې د جګپوړي غړي ابو اللیث الیبي او عبدالهادي عراقي په همکارۍ یې وکړل.
د طالبانو د اوسني مرستیال لوی درستیز مالي خان په باور، دغو بریدونو په کوټه کې د طالبانو مشران وهڅول، چې د مولوي اخترمحمد عثماني، ګل اغا او هدایت الله په مشرۍ پلاوی میرانشاه ته ولیږي چې د حقانیانو تجربې د جنوب حوزې ته ولېږدوي او حتا ملا عبدالغني برادر او مولوي عبیدالله میرانشاه ته د جلال الدین حقاني لیدو ته ورغلل، چې له حقاني شبکې سره په همغږۍ ګډه شورا رامنځته کړي، خو دې چارې د کوټې شورا ترمنځ اختلافات وزیږول او قیوم ذاکر حقانیانو ته لیک ولېږه چېد ملاعمر درک نه لګیږي او پلاوی په خپل سر ورغلی. د مالي خان ځدراڼ په وینا، د طالبانو یوه ۲۰ کسیز پلاوي چې مولوي کبیر او د کوټې شورا نور مشران پکې وو، له جلال الدین حقاني نه وغوښتل چې د طالبانو د امارت مشري پرغاړه واخلي، خو هغه د ځینو نزاکتونو له امله دغه غوښتنه ونه منله.
اوس چې کندهار د واک په راس کې دی، وضعیت بدل دی او د حقاني شبکې د نوموتې بدري ۳۱۳ لښکر صلاحیتونه کندهار ته لېږدول شوي او پخپله د کورنیو چارو د وزیر واکونه په وزارت کې دننه او بهر محدود شوي دي. د حقاني شبکې په مرکز خوست کې ددې شبکې د نفوذ کمولو هڅې کیږي، ځکه د طالبانو مشر مولوي هبت الله اخوندزاده په دې باور دی، چې واک باید متمرکز شي او حکومت یې څوسری ونه اوسي.
خو له دې ټولو فشارونو سره سره، حقاني شبکه لاهم د بهرنیو جنګیالیو لپاره د طالبانو په حکومت کې مهم ملاتړی چتر دی. ددې شبکې قوت او نفوذ د همدې جنګیالیو له برکته دی، چې کندهار یې پر وړاندې له پرېکنده اقدام نه عاجز دی. دې شبکې ۴۷ کاله وروسته هم له قومي مشرانو، قومونو، وزیرستاني قبیلو، پخوانیو جنګیالیو او د القاعدې او منځنۍ اسیا د جنګیالیو له نوي نسل سره خپلې پېچلې او پخوانۍ اړیکې ساتلې دي. د متقابلو تعهداتو له مخې دا ددې شبکې مجبوریت هم دی. د القاعدې مختلفې ډلې او د منځنۍ اسیا جنګیالي غوڅ اکثریت په شمالي وزیرستان کې د حقاني تر چتر لاندې اوسېدل. ټي ټي پي او حافظ ګل بهادر ډلې دغه چتر ته مټ ورکړی و او ددوی ستره برخه ځانمرګي او د جګړې د ډګر سرتېري یې چمتو کول.ددوی ترمنځ پخواني تړونونه، همکارۍ، مذهبي او قبیلوي تړاوونه او جګړه ییز تعهدات ټول ددې لامل ګرځېدلي، چې ددوی پېچلې اړیکې د فشارونو باوجود خوندي پاتې شي.
- په مقاله کې په ښمر راغلې سرچینې:
ننګیال، شهرت او بدرالدین حقاني. لوی مصلح ستر غازي، له منبره تر سنګره، ۷۰۲ مخ
همدا کتاب
ځدراڼ، ګلزرک. پکتیا د جهاد په غلبلو کې، لومړی ټوک
ننګیال، شهرت او بدرالدین حقاني. لوی مصلح ستر غازي، له منبره تر سنګره،
همدا کتاب، ۱۳۱ مخ
سهار، نذیراحمد، وزیرستان وروستی تمځای
د ویکي لیکس اسناد
پیټر هارکلیروډ. ژباړن: زبیر شفیقي. د سي آی اې پټې جګړې، سپوږمۍ راډیو، ۱۳۹۳کال، ۱۶۲مخ
بلال، جنرال هارلوډ ګرین د بدرالدین حقاني په انتقام کې وژل شوی: نن.اسیا، د ډسمبر۵، ۲۰۱۴
ځدراڼ، خالد. ۱۵ دقیقې، کابل، ۲۰۲۵ کال، ۲۷۲ مخ
ننګیال، شهرت او بدرالدین حقاني. لوی مصلح ستر غازي، له منبره تر سنګره، ۷۹۶ مخ
همدا کتاب، ۴۸۳-۸۶ مخونه
ددې لیکنې ستره برخه معلومات د حقاني شبکې له پخوانیو غړو، پاکستاني طالبانو او په وزیرستان، خوست، پکتیکا او پکتیکا کې له یو شمېر پخوانیو مجاهدینو سره د لیکوال پر مرکو تکیه کوي.
Yousafzai.Rahimullah, Exporting jihad, Karachi newsline, sept 98, pp 36,37,39
Vahid Brown and Don Rassler, Fountainhead of Jihad. The Haqqani Nexus, 1973-2012, Hachette India, 2013, PP 67
Roggio, Bill. Senior Haqqani Network Leader Again Calls on Turks, Kurds to Wage Jihad in Afghanistan, Foundation for Defense of Democracies, November 5, 2012; https://www.fdd.org/analysis/2012/11/05/ senior-haqqani-network-leader-again-calls-on-turks-kurds-to-wage-jihad-in-afghanistan/
Haqqani network negotiations in Kurram agency, 2013-03-11, available at: https://wikileaks.org/gifiles/docs/23/2366267_re-for-edit-haqqani-network-negotiations-in-kurram-agency-.html
Kurram deal, Haqqanis’ Afghan insurance policy, Dawn, February 18, 2011, https://www.dawn.com/news/607126
Andreas Rieck. The Shias of Pakistan: An Assertive and Beleaguered Minority, Oxford University press, 2015, PP 304
Vahid Brown and Don Rassler, Fountainhead of Jihad. The Haqqani Nexus, 1973-2012, Hachette India, 2013, PP 168
Senior Alqaida and Taliban Leader met with Baitullah, Longwar Journal, 21 June, 2009.
Vahid Brown and Don Rassler. Fountainhead of Jihad, The Haqqani Nexus, 1973-2012, Hachette India, 2013, PP 51, 52.